tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

پښتونه!

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> وطن پال او نور ګټور شعرونه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
Laraway



دغړيتوب نېټه: 14 سپتمبر   2002
ليکنې: 8

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   اکتوبر   03, 2002 10:34 pm    عنوان   : پښتونه! Reply with quote

..........................................................پښتونه!
................................................................وختونه ګوره پښتونه څه کا؟
.................................................................زمانه څه که،عصرونه څه کا؟
........................................غوښې دې خوري او هډونه ويشی
.......................................دا جفا کاره وختــــــــــــــــــونه څه کا؟
...............................................................د ژوند په کور دې تل تزل تزل وی
...............................................................يوطوفان تېر شې،خو پسې بل وی
.......................................مرګ نو ارام دی دا ستا دپاره
.......................................دا هيبتونه که په تا تــــــــل وی
..............................................................وختونه نور شول،دوران بل شوی
...............................................................فــــــــکر بل شوی،انسان بل شوی
.....................................ای په دودناکو کوټو کې ورکه!
.....................................ســــــر را بهر کړه جهان بل شوی
...................................................................................................دوست شينواری
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ MSN Messenger
malgarai



دغړيتوب نېټه: 14 سپتمبر   2002
ليکنې: 15

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   اکتوبر   04, 2002 9:02 pm    عنوان   : Reply with quote

................................................... پښتونه..................................................
.......د ښاغلی شيرولی خوښ کړی شعر(پښتونه) مې ولوست نيمګړی يې
...راخيستی و پاتې يې په داډول دی:
..... داسې نه وايم چـې ځان بــدل کـــــړه ...... يا پښـــــتونوالـــه،ايمــان بدل کــړه
.....خو که ژوندغواړې نور په جهان کـې..... همــت پيــدا کــړه،ارمــان بدل کــړه
......
..... دازل برخـــــــې ﻻس او پښــــــــې دی.....دژونــدون چارې ټولې په دې دی
.....که ﻻس دې نه وی،پښې دې نه وی ..... منم چې حقــې دې بيـــــا ګيلې دی
.....
.....که هنر نه وی د چا په ځــــــــــــــان کې......ســــــــعادت نشته مکان زمان کې
.....چې بې هنر شوی نو نهر ګر ځـــــــــــه ......د خدای په داسې ماړه جهان کې
......
......پښتونه ګوره چې جهان څه کـــــــــا؟......ددې وختــــــــونو تقاضــــا څه کــــا؟
......کار او عمل د هر قام تقــــــــــدير دی......اوس فيصلې څوک په قضا نه کــا
...............
.....ددی وختــــونو داتقاضــــــــــــــــــــــاده ......دمــــــــــړو قومـــــــــونو بر خه تاﻻ ده
.....دا فيصـــــــــله ده دشپو او ورځـــــــو.......چې يــــــــــــا ژوندون دی او يافنا ده
.................
.....زمانې هېر چې زمونږ پرون کـــــــــــــــــــړ.......دغم نه ډک يې راته ژوندون کــــــــــــــړ
..ميرويس يې هېرشو، شيرشاه يې هير شو......نن په ژړا يې ځکــه پښتون کـــــــــــــــــړ
..............................

......وختونه راغلل بېرته ستــانه شـــول......زوړونه ژوندی شول ،خو بيرته مړه شول
.......نيازونه يې راوړل،نازونه يې يوړل......وختونه خـــــــــــدايږو څومره ترخه شــــول
.........................
.......دا څه ژوندون دی چې په مونږ بار دی ......د شپو او ورځو تيــــــــــــــــرول عار دی
.......تلــــــــــــــــلو وختونو يو ځـــل خو راشي ......نن مـــو پــــــــــرون تـه پـــــه انتظار دی
.........................

.......................................................................................... په درناوی
....................................................................................... ستاسو ملګری
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ Yahoo Messenger MSN Messenger
عابد



دغړيتوب نېټه: 27 جولاي   2011
ليکنې: 98
ځای: پیخور ښار

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   جولاي   27, 2011 5:55 pm    عنوان   : Reply with quote

ټولو پختانو ته سلام کوم
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   جولاي   27, 2011 6:03 pm    عنوان   : Reply with quote

ښایسته شعرمو را لورړلئ دی الله مو ښاد او سرلوړې لره
تاسو دریواړه : ملګری لاروی او عابد وروڼه په دې بحثفورم
کې نوې برخوال یئ ټولو ته دزړه له کومې هرکلی وایم
له داسې ښایسته شعرونه سره راغلی چې نورو لېکنو ته مو هم
تږي شوو په دې هیله چې ښې لیکنې راولوروئ


ستاسو رښتونی
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
هوتک
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 مارچ   2011
ليکنې: 336
ځای: افغانستان

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   جولاي   27, 2011 6:11 pm    عنوان   : Reply with quote

حامدصیب دغه یو عابد نوی دی او د۲۰۰۲بیده ملګرې یې راپاڅولې دې؟
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
-
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 06 ميئ   2011
ليکنې: 349

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   جولاي   27, 2011 7:04 pm    عنوان   : Reply with quote

هوتکه ډیر تیز فکر لرې که تا نه وای ویلي زما یې تاریخ ته هیڅ پام نه وه.
اوس دې هم خیریوسي چې لس کاله وروسته یې هم مونږ نه یو هیر کړي. Embarassed
خو ماته ښکاري چې درېواړه د شناخته ملګرو وریرونه دي. Smile
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
عابد



دغړيتوب نېټه: 27 جولاي   2011
ليکنې: 98
ځای: پیخور ښار

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   جولاي   27, 2011 9:32 pm    عنوان   : Reply with quote

هر کله راشه
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
عابد



دغړيتوب نېټه: 27 جولاي   2011
ليکنې: 98
ځای: پیخور ښار

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   جولاي   28, 2011 1:58 am    عنوان   : Reply with quote

که زه خپلې ژبې پښتو ته کار کوم، زه باید متعصب ونه بلل شم

*********************************************************
پښتو ژبې ګرامرونو ته لنډه کتنه

د ژبې په تعريف كې ويل شوي دي چې، د انسانانو د پوهولو او راپوهولو يوه وسيله ده، دغه وسيله له يو لړ كوچنيو او سترو توكو د منظْم او منطقي ترتيب پر بنسټ ترسره كېږي ،دغه توكي ، لكه څنګه چې تر اوسه د ژبيوهانو له خوا پېژندل شوي دي، عبارت له غږ ،مورفيم ،كليمه، عبارت ،جمله او داسې نورو څخه دي ، بياهم اړتيا پيداك...ېږي چې ددغو توكو د لاعلمي ترتيب ،كارونې او ښې مفاهيمې لپاره قواعد جوړ شي، انسانان له ډېرې پخوا زمانې په دې هڅه كې دى چې د ژبې د ساختمان د پياوړتيا او ترتيب لپاره قواعد رامنځ ته كړي او تر يوې اندازې يې يو لړ اصول وضعه كړي هم دي ،چې د ژبې دګرامر په نوم پېژندل كېږي . د لومړي ځل لپاره د يونان نامتو فليسوف اپلاتون ۴۲۷- ۳۴۷ ق . م . پيړۍ كې د ژبپوهنې بنسټ رامنځته كړاو د ژبې د حقيقت په باب يې څيړنې وكړې له هغه وروسته ارسطو هم پخپل وار پر ژبه څيړنې كړى او نظر يې وركړى چې ژبه يو ټولنيزه، نه فطري پديده ده . ارسطو لومړنۍ سړى ده، چې الفاظ يې په دريو ډلو( اسم ، فعل، حرف) باندې ويشلي دي . دغه ډلبندې په ترتيب سره رومي ، بيا عربې اوورپسې پښتو او درې ژبوته ننوته .
دانيوس، تراكس Dionysius Thorax په ۲ق. م. پيړۍ په اروپا كې دوديزګرامر وليكه او بيا په ۴ق.م. پيړى كې په لاتيني ژبه كې د دوناتوس Conatus ګرامرد يادولو وړده او هغۀ كليمه په اتو برخو (اسم ،فعل، فعلي صفت، ارتيكل ، ضمير، حرف اضافه، قيد او ربط) سره ويشلې ده . د دوناتوس د ګرامر پربنسټ د ګرامر ليكنې پوهه اروپا ته لاره وموندله او له هغه وروسته په سانسكريت د پانيني ګرامر د مقايسوي ژبپوهنې Comparative linguistics لاره پرانستله . ګرامر د ژبپوهنې هغه برخه ده، چې پر بنسټ يې د يوې ژبې صرفي او نحوي جوړښت ،ساختمان ، ديوې ژبې د لغاتو بدلون ، تاريخ او نور بېلابېل څرنګوالى ترڅېړنې لاندې نيول كيږي ، دغه ګرامرونه بيا د خپلې موضوع له مخې په څانګو وېشل شوي ،چې عبارت له دوديزو ،پرتليزو ،تاريخي، او تشريحي ګرامرونو څخه دي ، مرحوم پوهاند صديق الله رښتين بيا له دغوڅانګو څخه د دوديز ګرامرڅانګه اېستلې او په دريو نورو څانګو : تشريحي ، ، تاريخي او پرتليز باندې يې وېشلې ده، لكه پورته چې وويل شول ، غږ، مورفيم، كليمه، عبارتونه، او جملې ديوې ژبې ساختماني نظام جوړوي ، نو د يوې ژبې مطالعه په لاندې پنځوڅانگو سره وېشل شوې ده:
۱:فونولوژي
۲: مورفولوژي
۳: سنټكس
۴:مورفو فونيمكس
۵: سيمانټكس يا د ژبې د معنوي برخې مطالعه .
كورنيو ، او بهرنيو پښتو څېړونكو څوپېړۍ وړاندې ، دپښتو ژبې د مطالعې د اصولو او قواعدو د رامنځ ته كېدا لپاره هڅې پيل كړي دي او هر يوه يې په خپل، خپل وخت كې د پښتو ژبې په بېلابېلو برخو كې قواعد او اصول وضع كړي ،چې هر يو يې پخپل وخت او اوسمهال کې د ارزښت وړ وو او دي ، د دغو ګرامري قواعدو ډېره كۍ برخه د پښتو ژبې پر صرف او نحوه ليكل شوې ،خو د غږ پوهنې په برخه كې يې د پام وړ كار نه دى شوى ، په ټوليز ډول پښتو ګرامرونه د دريو مېتودونو له مخې ليكل شوي .
۱: د عربي پوهانو د مېتودونو پربنا ګرامر ليكنه :
د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدا سره سم د اسلامي فرهنګ او څېړنو لړۍ چټك پر مختګ پيل كړ، دغه لړۍ په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو كې د پام وړ ده ،چې په اسلام مشرف شوي وو. په افغانستان كې پوهانو د اسلام له راتګ سره سم ، په داسې حال كې چې د فتواوو او نورو علومو زده كړې په عربي ژبې كېدلې،د پښتو ژبې ګرامر ليكنه هم د عربي ژبې د مېتود ليكنې تر سيوري لاندې وه، اودعربي ژبې د صرف او نحوې كتابونه يې د ګرامر ليكنې بنسټ ګرځولى وو، دا په داسې حال كې ده ،چې عربي ژبه بېل قواعد لري، هغه ځكه چې عربي د سامي فرضي ژبو او پښتو د هندو اروپايي ژبو له كورنۍ څخه ګڼل شوې ده .
۲:د غربي پوهانو د مېتود پربنسټ ليكنه:
پردغه مېتود د پښتو ژبې ګرامر ليكنه په معاصره دوروه كې پيل شوې او دا هغه مهال و، كله چې پښتو څېړونكي د غربي تمدن او فرهنګ سره اشنا شول نو په پښتو ګرامر ليكنه كې هم غربي مېتود ځاى وموند.
۳: د ژبپوهنې د اساساتو پربناء ګرامرليكنه:
دغه قواعد د اوسمهاله ژبپوهنې د نويو نظرياتو او كشفياتو پر بنا د شلمې پېړۍ له پيل څخه وروسته راغلي او تر دم ګړۍ يې څه ناڅه دوام موندلى دى . د دغې دورې پلويان عقيده لري چې هره ژبه ځان ته اوصول او قواعد لري او بايد د هغوى پر بنسټ مطالعه او تشرېح شي.
ويلى شو چې د پښتو ژبې د ګرامر ليكنې له پاره پورتني لومړني دوه مېتودونه دوديزه بڼه لري، د عربي او غربي ژبو د ګرامر ليكنې چوكات د پښتو لپاره يو تقليد او دود و. خو درېيم ډول يې علمي يا اساسي لاره ده ،دا هم بايد له ياده ونه باسو چې پرتليزه ګرامرليكنه هم شتون لري، دغه ګرامر ليكنه له مېلاده څلور پېړۍ وړاندې په سانسكرېت ژبه كې د پاڼېني ګرامر و، دغه كتاب كله چې سر ويليم جونز ته په لا س ورغى نو نظر يې وركړ، چې دغه ګرامر د اوستا ،هندي او نورو اريايي ژبو سره اړيكې لري . ځينې پوهان د مقايسوي ګرامر ليكنې بنسټ اېښودونكې سر ويليم جونز يادوي. د ژبو د پرتليز ګرامر سره د هغوى تاريخي څېړنه هم پيل شوه د تاريخي مطالعې په پايله كې د ژبو درې ګونې ( كلاسيك، منځنى او اوسنى) دورې تشخيص شوې. د ژبې مطالعه د شلمې پېړۍ په پيل كې يو نوي پړاو ته ورداخله شوه.هغه داچې ژبې د تاريخي او مقايسوي پلوه وڅېړل شوې د دوو دورو تر منځ د يوې ژبې د بېلابېلو بدلونونو څېړنه د تاريخي ژبپوهنې په نوم ياده شوه او په يوه ټاكلې دوره كې د ژبې د اصولو څېړنه د تشريحي ژبپوهنې په نوم ونومول شوه نو ګرامر د تشريحي ژبپوهنې يو څانگه ده.
پښتو پوهانو د پښتو ژبې په اړه د اتلسمې پېړۍ په نيمايي كې په ګرامر ليكنه پيل كړى او د دې تر څنګ له پښتو پوهانو پرته بهرني پوهانولكه : روسانو،انګريزانو،جرمنيانو،ناروېږانو،چكيانو،امريكايانو،فرانسويانو او نورو) د پښتو ژبې له پاره ډېر كار كړى دى؛ پښتو ګرامرونه يې ليكلي او د همدغې ژبې په بېلابېلو برخو يې د ارزښت وړ څېړنې كړې دي . موږ لومړى د هغو افغاني ليكوالو د ګرامرونو لنډه يادونه كوو چې، د پښتو ژبې له پاره يې اصول او قواعد جوړ كړي دي .موږ دا نه وايوو چې د چا ګرامر د كوم مېتود له مخې ليكل شوى دى ؟او يا يې د پښتو پښويې د كومې برخې اصول وضع كړي دي؟ يوازې د ګرامر د نوم ، مهال ، او ليكوال د نوم په اخيستلو بسنه كوو، او ترهغه وروسته د بهرني پښتو څېړونكو له ګرامرونوڅخه په ورته ډول يادونه كوو.
پښتو پوهانو له خوا د پښتو ليكل شوي ګرامرونه :
۱- معرفة الافغانې: دغه كتاب د آتلسمې پيړۍ په نيمايي يعنې په ۱۱۹۵ ه.ق . كال كې په لاهور او په ۱۳۵۶ ل.ل. كال په كابل كې چاپ شوئ. دغه كتاب دوه برخې لري چې يوه د پښتو ګرامر او بله يې د پښتو ژبې د ساده او تركيبي لغتونو په اړه ده.
۲- رياض المحبت : دغه كتاب په ۱۸۰۶ ز. كال په هند كې د نواب محبت خان بړېڅ له خوا ليكل شوى او درې برخې لري، لومړۍ برخه يې د پښتو لغتونو ،دويمه يې پښتو قواعد دي او درېيمه يې د تاريخى اصولو بيان ده . يوه قلمي نسخه يي په ليننګراد او بله يي په لندن كې شتون لري .
۳- د پښتو ژپې يو وړوكي ګرامر د نواب انشاءاله خان له خوا په هند كې ليكل شوى نواب انشاء اله خان ۱۲۲۳ ل.س.كالو په شااو خوا كې ژوند درلود.
۴- تحفة الامير: دغه كتاب په ۱۲۸۰ ل. او ۱۲۷۹ل. كال كې د نورمحمد افغان قندهاري لخواپه پارسي ژبه ليكل شوى ، د بحث موضوع يې د پښتو ژبې صرف او نحوه ده. او د پښتو ژبې د آوازونو په اړه د پام وړ څه نه لري. د دغه كتاب يوه نسخه په پښتو ټولنه كې ده .
۵- ګلدسته معاني : دغه كتاب د ميرمحسن قندهاري له خوا ليكل شوې ده. كه څه هم د بحث موضوع يې د افغانانو د نسب په اړه معلومات دي خو د پښتو ژبې د الفباء په اړه هم څرګندونې لري. د دغه كتاب د ليكلو نېټه نه ده معلومه خو ويل كيږي چې د امير شيرعلي خان په وخت كې ليكل شوى دئ .
۶- وافيه : يو كوچنى ګرامر دې ،چې په اردو ژبه د مير احمد شاه رضواني له خوا ليكل شوى او په ۱۳۵۴ ل.س. كال په لاهور كې چاپ شوى دى ، يوه نسخه يي د پخواني شوروي د تاجكستان د علومو اكاډمۍ په كتابتون كې خوندي ده .
۷- پښتوصرف او نحوه : دغه كتاب د پښتو ژبې يو ګرامر دى، چې په ۱۲۸۰ل.س.كال كې د مولوي نورمحمد افغان له خوا په فارسي ژبه ليكل شوى او قلمي نسخه يې په پښتو ټولنه كې ده.
۸- اتاليق پښتو:دا درسي كتاب په ۱۳۱۶ل.س. كال كې د مولوي محمد اسماعيل له خوا ليكل شوى ده او په ۱۸۹۶ز. كال كې په پنجاب كې خپور شوى، په دې اثر كې د اسمونو ، فعلونو او نورو معمولي محاورو استعمال راغلى ، د دغه اثر يوه نسخه د پخواني شوروي تاجكستان د علومواكاډمۍ په كتابتون كې خوندي ده .
۹- پښتو پښويه : دغه اثر د پښتو مركې له خوا په پارسي ژبه ليكل شوى او په ۱۳۴۲ ل.س. كال په كابل كې چاپ شوى دى ، په دغه كتاب كې د پښتو ژبې د صرف اونحوې برخې موجودې دي.
۱۱- خود اموز پښتو: يو كوچنى درسي ګرامر دى ،چې په ۱۳۱۳ ل.ل. كال كې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى دى.
۱۲: معلم پښتو : دغه كتاب په كندهار كې د پښتو د تاليف د مجلس له خوا په پارسي ژبه ليكل شوى او ۱۳۱۴ ل.ل. كال كې چاپ شوى.
۱۳: پښتو ښوونكى : دغه كتاب محمدعثمان باركزي ليكلى او په ۱۳۱۶ ل. ل. كې د پاكستان په لاهور كې چاپ شوى دى.
۱۴-د پښتو ژبې لياره : دغه كتاب هم د صالح محمد خان له خوا ليكل شوى ،چې په ۱۳۱۶ل.ل. كال كې په كندهار كې چاپ شوى او مولف يې مولوي صالح محمد كندهارى دى.
۱۵- عجايب الغات : دغه اثر په ۱۸۱۳ز.كال كې د الله يارخان لخوا ليكل شوى .
۱۶- همدارنګه په پښتو ژبه كې د ( كتاب خيالات زمان درلغت و زبان افغاني ) په نوم هم د پښتو ژبې يو څيړنيز اثرلرو، چې د ليكوال او د ليکنې نيټې په اړه يې څه نه دي ليكل شوي .
۱۷- ګنجينه افغاني : د قاضي رحيم الله پيښوري لخوا په پارسي ژبه ليكل شوى او په ۱۹۳۸ ز. يا ۱۳۵۸ ل.س. كې په لاهوركې چاپ شوى. همدارنګه قاضي رحيم الله يو بل پښتو ګرامر په ۱۹۶۶ ز. كې په پيښوركې ليكلى دى.
۱۸- قواعد پښتو: دغه كتاب په ۱۳۱۸ ل.ل. كال كې د پښتو ټولنې لخوا په كابل كې چاپ شوى او ليكوال يې محمد اعظم ايازي دئ.
۱۹- د پښتو شپږمه كيلي :دغه كتاب د مرحوم پوهاند صديق الله رښتين له خوا تاليف او په ۱۳۱۸ ل.ل. كال په كابل كې چاپ شوي .په پښتو ګرامر ليكنه كې د استاد رښتين دا يوازينى ګرامر نه دى، بلكې تر دې وروسته يې هم د پښتو ژبې قواعد په بيلا بيلو څيړنو شاربلي ،هماغه مهال د پښتو ژبې ډېر څيړونکي د عصري او لوړو تحصيلاتو خاوندان نه و نو د دۀ اثار د لومړي ځل له پاره د پښتو ژبې له پاره علمي منځپانګه ګڼلى شو.
۲۰_ دپښتو لومړى ښوونكى : دغه كتاب يو تطبيقي درسي ګرامر دى،چې د پوهاند صديق الله رښتين له خوا ليكل شوى او په ۱۳۲۶لمريز كال په كابل كې چاپ شوى دى.
۲۱_ پښتوګرامر لومړى جز: دغه ګرامر هم پوهاند صديق الله رښتين په پارسي ژبه ليكلى او په ۱۳۲۷ لمريز كال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى او په دويم ځل د يونيورسټي بك ايجنسي له خوا په ۱۳۷۶ لمريز كال چاپ شوى دى.
درښتين صاحب دغه ګرامر د پښتو ژبې په څلورو (غږ پېژندنې،صرف،نحوه،او املا) كښل شوى دى.
۲۲_دپښتوصرف او نحوه: دغه كتاب په پښتو ژبه د پښتوګرامر دى. ليكوا ل يې محمد عظيم خيال دى او په پېښور كې چاپ شوى دى. د ليكنې او د چاپ د نېټې په اړه يې معلومات نشته.
۲۳- پښتوقاعدې :دا د پښتو ګرامر دى .په اردو ژبه حافظ محمدادريس او عبدلحليم ليكلئ او په پېښور كې چاپ شوئ .
۲۴- د پښتو قاعدې په نوم يو بل كوچنى پښتو ګرامر هم لرو ،چې د سيد راحت زاخيلي ليكلى او په ۱۹۵۴ ز.كې په پېښور كې چاپ شوئ.
۲۵- پښتو قواعد : دا هم په پېښور كې ليكل شوئ او چاپ شوئ ،ليكوال يې مرحوم سيد تقويم الحق كاكا خېل دئ.
۲۶- د پښتو ژبې لنډ ګرامر : د دغه ګرامر مولف فضل محمد كندهارى دئ او په ۱۳۲۴ل.ل. كال په كندهار كې چاپ شوئ.
۲۷- ژبښودنه : دغه كتاب هم پوهاند صديق الله رېښتين په ۱۳۴۱ ل.ل. ليكلئ او د ۱۳۴۷،۱۳۴۲،۱۳۴۱،ل.ل.. كلونو تر څنګ په روانه لسيزه كې د دوه ځلې چاپ په ګډون شپږ ځلې چاپ شوى دئ. دغه كتاب ښونيزه بڼه لري او دصرفي قواعدو سربيره د املا او رسم الخط په اړه هم درسي مواد لري .
۲۸- د پښتو مصدرونو لارښود: يو كوچنى پښتو ګرامر دى، پوهاند صديق الله رېښتين ليكلى او په ۱۳۴۳ل.ل.كې چاپ شوى.
۲۹- دغه كتاب مولوي شېرګل ليكلى،چاپ شوي نه دئ ،قلمي نسخه يې په پښتو ټولنه ( په اوسنۍ عولومو اكاډمۍ) كې خوندي ده .
۳۰- امد نامه : د پښتو ژبې يو كوچنى ګرامري كتاب دئ،چې يوازې د پښتو ژبې مصدرونه او فعلونه يې څېړلي ،يوه قلمي نسخه يې، چې ۱۰۸مخه لري،د لندن د برټش په موزيم كې ساتل شوې او د هندوستان د رامپور په ښار كې د ۱۹ پېړۍ په پيل كې ليكل شوې ده .
۳۱- پښتو ګرامر: دا د هربرت پنزل د پښتو ګرامر پښتو ژباړه ده . دا په پښتو ژبه كې لومړنٰى علمي اثر دٰ چې د پښتو ژبې اوازونه يې د معاصرې ژبپوهنې د علمي اصولو او مېتودونو پر بنسټ څېړلي ،دا كتاب پوهنيار محمد رحيم الهام په پښتو ژبه ژباړلٰى دى .ويلى شو چې د دغه ګرامر په پښتو كېدنې سره پښتو ژبې ته نوې ژبپوهنه ننوتلې ده .
۳۲- اتاليق پښتو(پښتو كونكى): دغه كتاب هم د غونډولو(جملو) او لغتونو د څېړنې په اړه مولوي محمد اسماعيل په ۱۹۶۹ز.كال كې ليكلى .
۳۳- پښتو ګرامر: دغه كتاب د ډاكټرې زرغونې زيور له خوا ليكل شوى او په ۱۳۶۰ل.ل.كې د كابل پوهنتون له خوا چاپ شوى .
۳۴- د پښتو نوى مصدر: دا د پښتو ژبې د ګرامر يو څېړنيز اثر دى،چې د عبد الرزاق پالوال له خوا ليكل شوى او په ۱۳۵۰ل.ل. كال په كابل كې چاپ شوى.
۳۵- نوې ژبپوهنه او ژبني مساېل: دغه ګرامر پوهاند حبيب الله تږي ليكلى او په ۱۳۴۴ل.ل. كال په كابل كې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوئ.
۳۶-ژبنۍ څېړنې: دا د پوهندوى نور احمد شاكر له خوا ليكل شوى،چې يوه برخه يې په ۱۳۵ ل.ل. كال كې د وږمې مجلې له خوا خپره شوې .
۳۷- معياري پښتو: دا هم د عبدالرزاق پالوال ليكل شوى ګرامردى،چې په ۱۳۸۴ل.ل. كال د پېښور په يونايټېډ پريس كې چاپ شوى.
۳۸- وييپوهنه::داد پوهاند مجاور احمد زيار پښتوګرامر دى او د پښتو ژبې د علمي ژبپوهنې د مېتود پربنسټ يې، د پښتو ژبې د ويونو بېلابېلې خواوې څېړلې دي. دغه کتاب په لومړي ځل په ١٣٦٠ لمريز کال په کابل کې د لوړو زده کړو په چاپخونه کې چاپ شوى دى .
۳۹_پښتو ليکلار ښود : دغه کتابښود هم د پښتو ژبې د مورفولوژي د څانګې، غني معلومات لري چې، په ١٣٦٠او ١٣٨٦ لمريزکالو کې دوه ځلې چاپ شوى دى. ليکوال يې پوهاند مجاوراحمد زيار دى .
۴۰_پښتو پښويه: دغه ګرامر تر اوسه د پښتو ژبې يو پياوړى ګرامردى چې هم د پښتو ژبې د فونولوژي او هم مورفولوژ ي څخه بحث کوي . دغه کتاب په لومړي ځل په ١٣٦٢ لمريزکال كې په كابل چاپ شوى او په روانه لسيزه کې دوه ځله بيا هم چاپ شوى دى او د پوهنتون ډېر زده کونکي له همدغه کتاب څخه ګټه اخلي.
٤١_پښتو نحوه : دغه کتاب د پښتو ژبې يو نوى علمي ګرامر دى ،چې د پښتو ژبې د نحوې او جملې پېژندنې په بېلابېلو برخو بحث لري . دغه کتاب په ١٣٨٢ لمريز کال کې په پېښور کې چا پ شوى دى او ليکواله يې اغلې ډاکټره پوهندوى زرغونه رښتين زېورده . د يادونې وړ ده چې د پښتو ژبې د نحوې په برخه کې تر دم ګړۍ دا يو بشپړ ښوونيز اثر ګڼل كيږي .
٤٢_پښتو مورفولوژي او فونولوژي: لکه څنګه چې يې له نوم څخه څرګندېږي دا هم د پښتو ژبې يو علمي ګرامري اثر دى ،چې ليکوال يې پوهنوال محمد صابر خويشکى دى .دغه کتاب د لومړي ځل لپاره په ١٣٨٠ لمريز کال کې په پېښور کې چاپ شوى دى او بيا په ١٣٨٦ او ١٣٨٧ لمريز کالو کې په کابل کې دصميم ادبي ټولنې له خوا درې ځله چاپ شوى دى .
٤٢_دپښتو ژبې فونولوژي: دغه کتاب درې فصله لري او د ښاغلي ډاکټر سرمحقق عبدالحکيم هلالي اثر دى او په ١٣٧٠ لمريز کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوى دى .دغه اثر تر دم ګړۍ يوازينى کتاب دى چې د پښتو ژبې د فونولوژى برخه پکې په علمي ډول په ډېره ښه توګه څېړل شوې ده.
٤٤_جامع القواعد د پښتو: مولف يې عبدالکريم بريالى دى او په بلوچستان کې د کوټې د پښتو اکاډمۍ له خوا چاپ شوى دى .
٤٥_سوچه پښتو يوه جايزه: دا په ١٩٨٨ زېږديز کال په بلوچستان کې د پښتو اکاډمۍ له خوا چاپ شوى دى او د ډاکټر خدايداد له خوا ليکل شوى دى .
٤٦_د پښتو مفصله صرف او نحوه: دا غلام جيلاني خان جلالي ليکلى په پښتو ټولنه کې دى او تر اوسه پورې چاپ شوى نه دى .
۴۷- د پښتو ژبې مورفولژي ( ګړپوهنه ):دا د پښتو ژبې يو ګرامر دى ،چې درې برخې لري ،جانداد الكوزي ليكلى او په ۱۳۸۵ل.ل. كال د پټان ادبي ټولنې لغمان له خوا چاپ شوئ.

ديادونې وړ ده چې له دې پرته ښايي د پښتو ژبې په اړه نور ګرامرونه او مقالې هم کښل شوي وي خو زه يې په پيدا کولو بريالى نه شوم.
د بهرنيو پوهانو له خوا ليکل شوي پښتو ګرامرونه:
١_کلاپ ورټ په نوم يو بهرني، د پښتو ژبې يو ګرامر ليکلى ، دغه اثر په ١٨١٠ زېږديز کال کې چاپ شوى دى. استاد صديق الله رښتين کلاپ ورټ المانى راپېژني خو ډاکټره زرغونه زيور يې روسى بولي .
٢_په ١٨٢٣ زېږديز کال په برلين کې (ا،اورسمين) يو پښتو ګرامر چاپ کړى. دغه اثر د پښتوژبې د نومونو ،عددونو،ضميرونو او فعلونو نوملړ لري چې پارسي ،تاتاري ، جرمني او روسي ژبوته هم ژباړل شوى دى.
٣_ په ١٨٣٩ زېږديز کال د مېجر.ر.ليچ د پښتوژبې د ګرامر په برخه کې يوه وړه رساله ليکلې ده.
٤_د ١٨٤٢_١٨٤٥ز. کلونو په موده کې پروفيسور ډورن د پښتو ژبې ګرامر ليکلى او په کلکته کې چاپ شوى دى . د ختيځ پوهانو په ډله کې لومړنى سړى دى ،چې د پښتو ژبې د علمي مطالعې له پاره يې هلې ځلې کړې دي . د پروفيسور ډورن له مړينې د اکتوبر تر انقلاب پورې په روسيه کې د پښتو ژبې څېړنه درېدلې وه.
٥_ د پښتو ګرامر يو کوچنى کتاب ذى چې په ١٨٥٤ په کلکته کې چاپ شوى او د واګن له خوا ليکل شوى دى .
٦_ د پښتوژبې ګرامر يا د افغانانو ژبه: دغه ګرامر د انګرېز جارج ميجر راورټي له خوا ليکل شوى اودوه ځله چاپ شوى دى. لومړى ځل په ١٨٥٥ زېږدي کال په کلکته کې او دويم ځل په ١٩٦٠ زېږدي کال په لندن کې چاپ شوى دى . د دغه کتاب عمده برخه د پښتو ژبې د صرف برخه ده.
٧_ ډاکټر ايرنست ټرومپ (Dr. Ernest trump) د راورټي له ګرامر ١٢ کاله وروسته د (پختو، پښتو ګرامر ، pukhtu, Pashto grammar تر سرليک لاندې ګرامر ليکل شوى دى. دغه ګرامر يوه انګرېز( هنري والټر بېليوH.W.Bellew) ليکلى، لومړى ځل په ١٨٦٧ زېږدي کال په لندن کې او بيا په ١٩٠١ زېږديز کال دهغه وخت د هند د لاهور په ښارکې چاپ شوى دى. دغه کتاب په ١٣١٨ لمريز کال د پښتو ټولنې ( اوسنۍ علومو اکاډمۍ ) له خوا په پښتو ژباړل شوى دى خو لاتر اوسه پورې چاپ شوى نه دى.
۱۸-(Grammar of the Pashto of the language of the Afghanistan) دغه کتاب د جرمني ختيځ پوه ډاکټر ايرنست ټرومپ Dr. Ernest trump له خوا په جرمني ژبه ليکل شوى دى. دغه کتاب په ١٨٧٣ زېږديز کال په لندن کې چاپ شوى دى ،کوم پښتو ګرامرونه چې خارجي پښتو څېړونکو له خوا ليکل شوى د ټرومپ ګرامر يوازينى اثر دى، چې د پښتو ژبې کانسونېنټونه يې د ژبپوهنېزو اوصولو په رڼاکې د فزيولوجيکي خصوصياتو له پلوه پر بېلو، بېلو ګروپونو ويشلي اوهم يې د پښتوژبې اوازونه د همدغو ځانګړتياوو پر بنست په يوه جدول کې بېل ،بېل کړي دي ،که څه هم دريو انګرېزو پښتو پوهانو (کوکس،لاريمر، راس کېپل) د ټرومپ تر ګرامر وروسته ګرامرونه ليکلي خو هغو‌ى د ټرومپ تر کچې د پښتو ژبې فونيمونه(غږونه) نه دي څېړلي .
٩_ سي ،اى بېدولف ( C I bedolf) د پښتو ژبې په اړه يو کوچنى ګرامر ليکلى دى ، ګولډن شټېټ لومړنى جرمني ختيځ پوه دى، چې د پښتو ژبې په باب يې څېړنې پيل کړې دي . د معاصر روسي ختيځ پوهـ( برتلس) په قول د پښتو ژبې په اړه يو اثر ليکلى دى. په دغه اثر کې د ګرامر او لغتونو نوملړ موجود دى . دغه کتاب په ١٧٩١ زېږدي کال په سن پيترز بورګ(ليننګراد) کې چاپ شوى دى او داسې معلومېږي چې تر دم ګړۍ هغه د (برټش لرغونتون) په کتابتون کې ساتل شوى وسى.
١١_ د روس کېپل او قاضي عبدالغني خان له خوا په ګډه يو پښتو ګرامر ليکل شوى ، چې د چاپ په اړه يې درې بېلابېلې سنې ليکل شوې دي ، پوهاند رښتين يې د چاپ کال ١٩١٠ زېږديز ښودلى او ډاكټرې زرغونې زيور يې ١٩٠١ زېږدي کال او ډاکټر هلالي بيا وايي چې نوموړى کتاب په ١٩٢٢ زېږديز کال په لندن کې چاپ شوى دى ، ښايي دا کتاب تر پنځو ځلو پورې چاپ شوى وي او پورتيى هره کال يې يو، يو ځل ښودل شوى ده.
١٢_ فرانسوي ختيځ پوه جيمز ډارمسټټر په ١٨٨٨ زېږديز کال د ايتمولوژي( افغانانوژبه) تر نوم لاندې يو علمي او ګرامري اثر ليکلى دى او په پاريس کې چاپ شوى دى .
١٣_ د پښتو ژبې د فلالوژي په برخه کې يوه رساله ده دا الماني ختيځ پوه کايګر ليکلى. دغه رساله په ١٨٩٣ زېږدي کال ليکل شوى دى د چاپ او يا نه چاپ په اړه يې معلومات نشته، دۀ په دې رساله کې د پښتو،سانسکرېټ،او اوستا پخواني او اوسني پاړسي لغتونه سره پرتله کړي د ي.
١٤_د پښتو ژبې لنډ ګرامر: د بېدولف له خوا په ١٨٩٠ زېږديز کال په لندن کې خپورشوى دى .
١٥_ لاريمر انګرېز (lorimer) پښتوګرامر چې د شلمې پېړۍ په اوايلو کې خپورشوى. په دغه ګرامر کې لومړى د پښتو فونولوژي باندې شرحه راغلې او د پښتوژبې واولونه يې (٧) ښودلي دي. دغه کتاب په لومړي ځل په ١٩٠٢ کې په لندن کې چاپ شوى له دې پرته د وزيرو د لهجو په اړه پکې بحث شوى دى. دغه ګرامر دويم ځل په ١٩١٦ ز. کال د لندن د اکسفورډ په ښار کې چاپ شوى دى.
١٦_ پښتو ترجمان: دا د پښتوګرامر دى. ٣٨ کوچني مخونه لري (.ا . پفيمف) روسي ليکلى او په ١٩٠٧ زېږدي کال په تاشکند کې چاپ شوى دى. له يوه زيات فصلونه لري . وروستى فصل يې پښتو نومونه او فعلونه دي.
١٧_ د پښتوژبې لنډقاموس او ګرامر : دغه کتاب هم (ا. پفيمف ) له خوا ليکل شوى ٢٧ مخونه لري، لومړنى ٢٢ مخه يې قاموس او وروستي پنځه مخونه يې د پښتو ژبې ګرامر په اړه دي . دغه کتاب لومړى ځل په ١٩٠٨ ز. کال په تاشکند او بيا په ١٩٥٥ ز. کال په ماسکو کې چاپ شوى دى .
١٨_ په ١٩٠٨زېږدي کال په تاشکند کې د پښتو ژبې ګرامر او لغتونو په باره کې يوه کوچنۍ رساله ده، په روسي ژبه خپره شوې چې ليکوال يې روسى( تومانويچ) دى.
١٩_ د پښتو ژبې د ګرامر يادښت : دغه ګرامر د انګرېز( اې. ډي. ميجرکوکس) له خوا ليکل شوى او په ١٩١١ ز. کال په لندن کې خپور شوى دى .
٢٠_ د (ډي ،ايل، ار، لار يمر) له خوا يوبل پښتو ګرامر د( پښتو نحوې )تر نوم لاندې ليکلى او په ز.١٩١٥ کې د انګلستان له اکسفورډ څخه خپور شوى ، دغه کتاب ٣٧٧ مخه لري او په پاى کې يې د پښتو لغتونو په انګرېزي ژباړل شوي ، د لاريمر نحوه په ١٣١٩ لمريز کال د پښتو ټولنې له خوا په پښتو شوې ده.
٢١_ ناروېژي جورج مارګنسټرن (George Morgenstern) د هندو ارياني سرحدي ژبې (Indo – Iranian frontier language) په نوم يو کتاب، چې پراچي، اورمړي ، پاميري اونورستاني ) ژبو بېلابېلې خواوې پکې څېړل شوې، ليکلى ، دغه کتاب د پښتو ژبې د ايتمولوژي په باب يو ښه علمي اثر دى . دغه کتاب په ١٩٢٧ ز. کال د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې چاپ شوى دى.
٢٢_ اى ،اې بيرټلس د روسي ختيځ پوه له خوا په ١٩٣٥ زېږدي کال د پښتو ژبې د کندهارۍ لهجې تر سرليک لاندې يوه رساله ليکلې او په ليننګراد کې خپره شوې ، نوموړې رساله په ١٣٥٦ لمريزکال په پښتو ژباړل شوې ده. همدارنګه برتلس په ١٩٣٦ ز. کال او ١٩٥٠ ز. کالونو کې دوه نور ې مقالې په ترتيب سره د ( پښتو ژبې ترکيب اوساختمان او د پښتو ژبې فونيمپوهنه ) تر سرليک لاندې ليکلې چې دويمه مقاله يې د ( پ ، ب زودوين پښتو روسي قاموس) په وروستۍ برخه کې په ماسکو کې چاپ شوې ده.
٢٣_ د پښتو ژبې لنډ ګرامر : دغه اثر د روسي ختيزپوه اسلانوف لنډ درسي ګرامر دي چې په ١٩٣٦ ز. کال په ماسکو کې چاپ شوى دى ، اسلانوف دوه نور ګرامرونه هم ليکلي. لومړى يې د (د پښتوژبې د اصواتو ترکيب) چې په ١٩٥٠ ز. کال په ماسکوکې خپور شوى دى او بل يې د پښتو ژبې معاصر ګرامر دى .
٢٤_ (د ک . ا. ليبديف) درې ټوکيز پښتو ګرامر ليکلى ،چې هر يويې په ترتيب سره په ١٩٤٥ ، ١٩٥٦ ، او ١٩٧٠ز. کالونو کې چاپ شوى دى.
٢٥- (پښتو ژبه) تر دغه عنوان لاندې ګرامر روسي پوهـ (ن. ا . دوريانکوف) ليکلى او په۱۹۱۰ز. کې په ماسکو کې چاپ شوى دى، په دغۀ کتاب کې لومړى د پښتو ژبې په فونولوژي، بيا په مورفو لوژي اونحوه خبرې شوې دي او د پښتو ژبې ډيفټانګونه يې اووه ښودلي.
٢٦_ دوکتورا.م. ارانسکي د پښتو ژبې د ګرامر په نامه يوه وړه رساله ليکلې چې د چاپ کال يې نه دى څرګند .دغه رساله د فعل د شکلونو د تکرار په اړه يوه علمي رساله ګڼل کېږي .
٢٧_ د پښتو ژبې لنډ ګرامريا دپښتو ژبې د ګرامر ځينې اساسات : دغه ستره مقاله د روسي ختيځ پوه د.ا ښفميف د پ .ب زودين روسي پښتو قاموس په پاى کې ليکل شوى ده او په ١٩٥٥زېږدي کال په ماسکو کې چاپ شوې . دغه ګرامر د پښتوژبې په فونيمپوهنه، مورفولوژي او نحوه باندې ليکل شوى دى ، شافيف هم د پښتو ژبې ډيفټانګونه اووه ښودلي دي.
٢٨_ د افغانستان د کندهارۍ لهجې تشريحي څېړنه: (A descriptive study of the dialect of kandahar) دغه ګرامر د امريکايي پښتو پوهـ هر برت پنزل (H. Penzal) له خوا په افغانستان کې ليکل شوى دى او په ١٩٥٥ ز. کال په واشنګټن کې په انګرېزي ژبه خپور شوى . دغه کتاب د پوهاند محمد رحيم الهام له خوا پر پښتو ژباړل شوى دى، په دغه اثر کې د کندهارۍ لهجې ،فونيمکې ،ګرامري ، برخې څېړل شوې د ي او د ننګرهارۍ اوکندهارۍ لهجې تر منځ يې ځينې توپيرونه په ګوته کړي دي.
٢٩_ ډاکټر برژي بيچکا چکوسلواکي ختيځ پوهـ د پښتو خج (فشار) په نوم يوه وړه رساله ليکلې .
٣٠_ زويا مارتيانيونا ،کالينينا روسي ختيځ پوه د پښتو ژبې د ګرامر په اړه ډېرې خورې ورې ليکنې کړې دي ،کالينينا په شوروي اتحاد کې د ختيځ پېژندنې په انسټيوټيوټ کې د افغانستان د څانګې غړې وه. ليکنې يې په دې ډول دي: د معاصرې ادبي پښتو لغت پوهنه ، په ١٩٧٢ ماسکو چاپ . په معاصره ادبي پښتو کې مرکبې تابع جملې ١٩٢٦ ز. کال ماسکوچاپ. او په معاصره ادبي پښتو کې امريه ، شرطيه ، تمنايي ، جملو تر سرليکونو لاندې د نوموړې ليکنې دي .
٣١_ عبدالحفيظ غني يف : دغه اثر د روسي پوه پروفيسور (ا.ل ګريدنبرګ) يو ښوونيز اثر دى ،چې په ١٩٨٧ زېږدي کال د روسيې په ليننګراد کې چاپ شوى. دغه ګرامر د فونيم پوهنې ،مورفولوژي او نحوې درې برخې لري چې ډېر زور پکې په فونيم پوهنې اچول شوى د ى. د دغه ګرامر ځانګړتيا داده، چې د نورو ژبو د ګرامر ليکنې تر تاثير لاندې نه ده راغلې او هر څه يې د پښتو ژبې پر موادو څېړلي دي فونولوژي او مورفولوژي يې په علمي توګه تصنيف بندي کړې دي.
.
په پشتو ژبه کې د يادوو شويو ګرامرونو اومقالو پرته ښايي نورګرامرونه او ليکنې هم شوې وي خوماته يې کوم څرک ونه لګېدۀ ،اونه هم د هغو د موندلو لپاره کره مواد لرم ، پښتو، چې يوه ډېره کره او لرغونې ژبه ده ، دبهرنيو ژبپوهانو له خوا د غې ژبې ته هغه مهال پام شو چې د پاڼېني ګرامر پيدا او سر ويليم جونز له خوا وڅېړل شو .کېداى شي د يادوو شويو پوهانو تر څنګ پښتو ژبې د نړۍ د نورو هېوادونو د ژبڅېړونکو پام هم ځان ته اړولى وي او نور کتابونه اوعلمي مقالې پرې ليکل شوې وي ، ديادونې وړ خبره داده چې په روانه لسيزه کې د لرې پښتونخوا پښتو پوهانو چې کوم ګرامرونه ليکلي هغه په بشپړ ډول نه دي ذکر شوي او نه هم هغه ليکنې چې دم ګړۍ د نړيوال جال (انټرټ) په سينه کې د پښتو ژبې د ګرامر په اړه شوې ، دلته نه دي يادشوې ، که ژوند و، او وخت او وسايلو راسره ياري وکړه په راتلونکې کې به هم له هغو څخه يادونه وکړو، دا يادول غواړ م چې که په دغه ليکنه کې څه کمي او زياتوالى راغلى وي، له لوستونکو او ژبڅېړونکو بښنه غواړم. هيله ده چې د سمون په اړه وړ مشورې راکړي.
د دغې ليكنې په اوډنه (ترتيب) كې له لاندې كتابونو څخه ګټه اخستل شوې :
۱- رښتين زيور،پوهندوى ډاكټره زرغونه،پښتونحوه، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز،پېـښور، پښتونخوا ، ۱۳۸۲ لمريز كال.
۲:رښتين، پوهاند صديق الله ،پښتوګرامر،يونيورسټي بك ايجنسي ،پېښور پاكستان ۱۳۸۲ ل.ل.
۳:زيار،پوهاند مجاوراحمد ،پښتوپښويه ،دانش خپرندويه ټولنه ،پېښور،پاكستان،۱۳۸۴ ل.ل .درېيم چاپ
۴:خويشكى ،پوهنوال محمد صابر،پښتوغږپوهنه او وييپوهنه (فونولوژي،مورفولوژي)،صميم ادبي ټولنه ،دويم چاپ ،۱۳۸۶ ل.ل.
۵: زيار،پوهاند مجاور احمد ،ويى پوهنه،كابل پوهنتون، د لوړو زده كړو چاپ خونه،۱۹۸۱ ز.كال
۶- هلالي،سر محقق عبدلحكيم، د پښتو ژبې فونولوژي،د افغانستان د علومو اكاډمۍ،كابل،۱۳۷۰ل.ل.
يار محمد پکتين

که زه خپلې ژبې پښتو ته کار کوم، زه باید متعصب ونه بلل شم
پښتو ژبه يوه سوچه اريايي ژبه ده! نوپښتانه څوک دي؟

پښتو ژبه دپښتنو ژبه ده ، هغه څوک چي په دې ژبه خبري کوي او دهغه مور او پلار چي په پښتو سره پوهول اورا پوهول کوي هغه پښتانه دي .دا چي پښتانه څوک دي ؟ نوموړې پوښتنه دتاريخ په مختليفو وختو کي دڅيړني او تحقيقاتو په جريان کي ډير بحثونه پر سوي دي. او دنړۍ د ګوټ ، ګوټ ژبپوهان او نسل پيژندونکي پ...ر دې خبري څيړني کوي ، چي انسان څشي دی ؟او څنګه دانسانيت ومر حلې ته رسيدلی دی؟ خو په هر صورت دا خو به دانتروفولوژی علم ته پر يږدو ، چي هم هغه علم پر دې څيړنه وکي او دنسلونو او قومونوپه باب خپل معلومات وڅيړي.خو چي تردې پړاوراتيرسواو دانسانانو هغه پر مختللې ټولنه تر نظر لاندي ونيسو ، نو دا پوښتنه بيا هم را منځته کيږي ، چي څنګ دومره ډيري ژبي او ډيرکلتورونه را منځته سوي دي.که نوموړی تاريخ دهغه وخته چي د کلتوراوبيا دژبي اړوند څيړنه ده ، نو زموږ کار هم مختصر کيږي او هم مو موضوع ټاکل کيږي.دلته پوښتنه دژبي ده، انسانانو چي انساني ژوند را پيل کړی دی دهغه تاريخ دميلاد څخه پنځه او شپږ زره کاله مخکي دی . ولي دا!انساني هغه تاريخ دی چي انسانان په بشپړه توګه دحيواناتو څخه را بيل سوي دي. اودفرهنګ په يوه لوړ پړاو کي ژوند کوي ، افزار په کار اچوي،خبري کوي ، کورنۍ جوړي او حتا دفلزاتو څخه ګټه اخلي. خو دتاريخ ددې پړاو او دتاريخ څخه دمخکي پړاو تر منځ په سوونوکلونه فاصيله شته.په همدغه ډول انسانانو چي په مختليفو سيمو کي ژوند را پيل کړی دی ، خو بيا هلته تر پايه هم نه دي پاته سوي ، ديوې سيمي څخه وبلي سيمي ته دډول ،ډول پيښو او عواملو په سبب مهاجر سوي دي او دځانه سره يې ديوې او بلي سيمي کلتور ، زده کړي اونوري انساني پوهي هم را نقل کړي دي.اودنړۍ په ګوټ ، ګوټ کي دمحيطي شرا يطو سره يې ژوند را پيل کړی دی او دمحيط رنګ يې هم خپل کړی دی.دلته بيا هم دپښتنو او افغانانو خبره ده،چي افغانان او پښتانه څوک دي؟ . په دې باب يونامتو ډنمارکی ژبپوه رسميزرسيک په ١٧٨٧ ـ ١٨٣٢م کي ليکي :که موږ وغواړو چي ديوه قوم او يا ديوې سيمي دانسانانو تاريخ او دهغه پيژندنه وکړو نو بيا با يد دهغه خلکو ژبه تر مطالعې لاند ونيسو چي ، په تار يخي لحاظ هغه پيدا کړو. او دهغه په باب علمي دلايل وړاندي کړو.نو په همدغه دليل که موږ غواړو چي دپښتنو او پښتو په باب وپوهيږو چي پښتانه په قوم نژاد يا سيمي پوري اړه لري، بيا هم موږ دښاغلي رسيک دتحقيق وميتود ته مرا جعه کوو. او مجبوريو چي دسيمي مختليفي ژبي سره وڅيړو، دمقايسوي ژبپوهني دعلم په مرسته موږ دا معلومه کړو چي دپښتو ژبي تاريخي اړيکي د سنسکريټ ،استا ،فارسي ـ بلوڅي ـ اورمړي ـ عربي ـ هندي ـ اروپايي اونورو مغولي ژبو سره څنګه دي؟ څو موږ ودې نتيجې ته ور سيږو چي پښتو ژبه څومره لرغونې اوپه مقايسوي لحاظ دژبو په کوم ګروپ پوري اړه لري.
په دې باب بيا هم ديوه جرمني ژبپوه ښاغلي ډی جينش (١٧٩٤م) دغه خبره وڅيړو؛ چي ژبه په يوه تاريخي او زماني مقطع کي خپل ځانګړ ی کلتور ـ ادبي طرز ـ لغاتونه ـ اصطلاحات ـ دپيښو انعکاسات اوداسي نور په خپل ځان کي لري او ساتي يې .ښاغلی جينش دژبو دمقايسې په لړکي دغه څلور توکي دپام وړګڼي اودهغه له مخي دژبي مقايسوي اړيکي پيژندل کيدای سي.
١ ـ دلغاتونو اوډنه او تغير ديوه ډول څخه وبل ډول ته .
٢ ـ صرف او نحوه (سنټکس ) يا په ساده توګه دجملو جوړښتونه .
٣ ـ په ژبه کي صفائي او قاطيعت :په ساده ډول دژبي سمبولونه
٤ ـ آ هنګ : په ساده ډول هره ژبه ځانته خپل اهنګ اووزن لري .
نو په پورته تحليل سره يوځل بيا موږدپښتو په باب دا ويلای سوچي نوموړې ژبه دلغاتونو دجوړښتونو دمخي يو غني اوپه سيمه کي يوه بې ساري دلغاتو او ګرامر له مخي بشپړه لرغونې ژبه ده.په دې باب ښاغلی سلطان محمد صابرپه خپل کتاب (قديم پشتواور پشتون)کي ليکي : (پشتو لغات اور اعتبارسې قدروسيع اورجامع زبان هې که أوس پاس اور قيرهي کوئي زبان اس کا مقابله نهي کرسکتې). دهغه ادعا داده چي په پښتو ژبه کي بشپړه ګرامر پروت دی او دهر حالت ،تغيراونوم دپاره لغات اوجوړوني لري ، چي دسيمي په نورو مشهورو ژبو کي لکه فارسي او اردو کي نه سته دبيلګې په توګه هغه دمونث او مذکر په دوحالاتو کي بيلګي را وړي او ليکي قريبي زبانو مې فارسي اور هندي خاص طور پر مقابله ذکر هې فارسي مې مذکراور مؤنث کي مثتثني هې) لکه څنګه چي په فارسي کي واي ( امد) په بشپړه توګه دا واضيح نه سوله چي نر را غلی که ښځه؟ نو دا حقيقت بيا هغه وخت څرګنديږي څو چي په سترګو باندي وويني ، چي نر دی که ښځه او که دواړه .خو په پښتو کي نوموړی حقيقت څرګند دی .چي نوموړي څرګندوني دالفاظوغنا ګڼل کيږي.او په ډيره اساني سره مفهوم تر لاسه کيدای سي . بل دحيواناتو اوجامداتو دپاره خپل نومونه او الفاظ سته . په همدغه ډول دپښتو په ګاونډو څانګو کي په اردو کي هم په دغه ډول کمزورۍ سته چي دژبي پرنه بشپړتوب باندي دلالت کوي.دبيلګې په توګه په اوردو کي وائي : ( جاؤ ) نو دجاؤ کس بيا هم څرګند نه سو چي نوموړی نر ؤ ، که ښځه.ژبپوهان په دې عقيده دي ، چي ژبه په تاريخي لحاظ دپيړيو، پيړيو محصول او په پيړوختونه غواړي چي بشپړه سي او دپوخ والي ومر حلې ته ور سيږي . نو موږ دپښتو ژبي په باب په ډير جرعت سره ويلای سو چي پښتو ژبه په تار يخي لحاظ ډيره لرغونې او دپوخوالي وه يوه پړاوته رسيدلې ده.که څه هم عربي هم يوه لرغونې ژبه ده خو دپښتو سره يې بنسټونه ډير تو پير لري او پر عربي ژبه هم ډير کار سوی دی خو هغه ږغونه (فونيمونه ) چي په پښتو کي سته په عربي ژبه کې نه سته او عربي ور ته عجزه ده. دا ځکه چي دعربي( ګرافيمونه ) يا توري ٢٨ ته رسيږي خو دپښتو په پرتله وړده مقايسې هم نه ده. پښتو توري ٤٦توري دي چي دهر ږغ دپاره خپل صوتي حالت لري. داځکه چي دژبپوهني دنظره عربي يوه جلا ژبه ده چي دعبراني ژبو سره يې اړيکي سته.او په سامي نژادو خلکو کي استعماليږي.چي ويونکې دمنځني ختيځ خلک دي.
ولي فارسي ژبه چي دپښتو سره نژدې اړيکي لري دپښتو ژبي دکورنۍ څخه ګڼل کيږي، او سانسکريټ هم ددغه خاندان څخه ده. داچي پښتو ـ فارسي ـ سانسکريت ـ اويستا ـ ژند هندي اوداسي نوري هند اوروپايي ژبي ديوې درختي مختليف ښاخونه دي ،دنړۍ ژبپوهاند په دې باب ګډ نظر سره لري .خوپه ١٨٦٠م کال کي چي د فرانسې ستر ژبپوهاند(داپيران) دژند او اوستا پر ژبو څيړنه وکړه او دهغه دلرغونتوب په باب يې خپل نظر وړاندي کړی دی هغه دخپلي مقالي په يوه برخه کي داسي وايي :چي اوستا دسانسکريت څخه پيدا سوې ده ، خودا نظر بيا ليګانګټ (پرريسک ) نه مني اوهغه بيا په دې اند دی چي ژند دسانسکريټ څخه نه دی پيدا سوی. اودا ثابته وي چي ژند دسانسکريت لورنه ده بلکي؛ دهغه خوريې بولي.دريسک دغه نظر تر اوسه پوري چا هم نه دی رد کړی ، او غوښتنه هم دا ده چي دغه يادي سوي ژبي ـ ژند ـ اويستا سانسکريټ دغه اريا ئي ژبي دي اوداريانا په شاه وخوا کي په يوه پراخه جغرافياي شاوخوا کي تر نن ورځي پوري په مختليفو اوښتنو او تغيراتو سره موجودي دي. په اوسنی پښتو ، فارسي ،بلوڅي ، حتا اور مړي ژبه چي اوس ډير لږ خلک خبري په کوي تا ثيرات يې جوت دي.نوموړي ژبي اريا يې ژبي دي چي آريانا ته يې په يو وخت کي اريانا ويجه ويله. استرابو په ٢٤٠ق م کي په خپل جغرافيه کي داريانا حدود داسي تعين کړي دي.
ختيځ سرحد اباسيند،جنوب ته دهند بحر اودغرب خواته کرمان اوايران ښوي خو شمال ته تر باکتريا اودسفيدان ځيني برخي شاملي بولي پر همدغه ليکه دپرتو ولسونو ژبه يوه ګڼي. او په خپل ورستي تحليل کي يادونه کوي چي ، اريانا دپارس ـ مديا ـ با ختر اود سفديان اخيري برخي شا ملي بولي.هغه دبا ختريا (بکتريا ) ژبه چي داريانا ويجه په نوم په اوستا کي ياده سوې ده ښايسته ادبي ژبه يې بللې ده.په اريانا ويجه کي اوستا ي ژبه ـ سنسکريټ ژبه رواج درلودی. اوستا هغه ژبه ده چي زرتشت په هغه خپل کتاب (ژند ) ليکلی وو.او سانسکريټ بيا هغه ژبه ده چي په هغه با ندي ويدي سرودونه ليکل سوي دي او اوس يې په هند کي ليک دود سته .خو په هر صورت سانسکريت او اوستا دوې جلا ژبي دي چي ديوه بنسټه څخه سرچينه اخلي او خوندي ورته ويل کيږي ، خو دسيمو دليري والي په بنسټ اودهند او پارس دسيمو دجدا والي په سبب يې صليقې او فرهنګي ، اخلاقي اړيکي سره بيلي سوي او دجلا ، جلا ژبو په حيث يې رواج پيدا کړی دی.خو په دې کي شک نسته چي داريائيانويوه برخه په افغانستان کي او سيدل او دغه ژبي يې کارول.ولي داريا نا ويجه په وخت کي سيمه پرا خه او سره پا شلې وه. چي سر حدات يې بهرونه او يا هم سيندونه جوړول.دډيرو ثقه دلايلو او لرغونو اسنادو له مخي پښتانه ددې سيمي او سيدونکي وه او مو جوديت يې په همدغه ځای کي ثابت دی.لکه څنګه چي په دې باب يونانی پوه هيروډوټس په ٤٠٠ق م کي دپکتيان يا پکتويس څخه يا دونه کوي.هغه ليکي : هغه خلک چي په پکتيا يا پکتيکا کي اوسيږي ، هغه غښتلي دلاوره ، ميلمه پا لونکي جنګيالي خلک دي ، چي دڅرمني لباسونه اغوندي.اودا هغه سيمه ده چي په تاريخ کي په وارو، وارو يا ده سويده . لکه ارکو زيا څخه چي يا دونه سويده .هيرو ډوټس او استرابوچي لرغوني تاريخ پوهان دي هغه دارکوزيا خلک اريائيان ګڼي، چي په ورسته کي ځيني مؤرخين ارکوزيا ته د الکوزيانوپه*يادونه چي په دغه سيمه کي يوه لويه قبيله ده ايشاره کوي. او دارکوزيا خلک دافغانانو په نوم سره يا دوي .
يادونه: (نوموړی نظردغوروړ دی ؛ خو تائيد يې تحقيق غواړي).
همدغسي په شهنامه کي فردوسي هم دارکوزيا دسيمي خلک افغانان ګڼي او هغه دډيرو لرغونو زمانو تاريخي يا دونه په خپله شهنامه کي کړيده چي وايي :
نشسته درين دشت بيسارکوچ
زافغان ولاچين وکرد وبلوچ
همدغسي داريانا په دغه قلمرو کي چي دهندوکش دغرو دسلسلې څخه پيل بيا تر بولان ، تر هرات او چترال پوري رسيږي دلته پښتنو ژوند کړی دی. او پښتو ژبه يې استعمالوله . بيا هم استرابويا دونه کوي چي : دپارس ځيني برخي ، دسفيدان ،باکتريا مدياځيني برخي هم په پښتنو پوري تړلي وې. او پښتو ژبه يې ويل، پښتو يوازي ژبه نه بلکي؛ پښتانه يو غټ اتنيکي قوم ، رواج ، اخلاق ،قوانين او ځانګړي عنعنات دي چي په ټولنيز ډول پښتواوپښتانه ورته وايي.
دلته موږ دتاريخي ژبپوهني له مخي دلغاتو نژدې والی داسي سره مقايسه کوو چي دلرغونو ژبو نژدې والی داوسنيو ژبو سره ښوي دبيلګې په توګه دفارسي ژبي اوسانسکريټ دژبي ترمنځ ديوه مثال ايښول : لکه څنګه چي په فارسي کي ماست او په پښتو کې مستې او په سا نسکريټ کي بيا ما سته را غلې ده.ددوی تر منځ اړيکي جوتي دي، ددې معنا دا ده چي سانسکريټ ، اوستا ، ژند پارسي او پښتو داريا ئي ژبو لرغوني ژبي يا ژبني ډولونه دي. او يو په بل کي ګډ ي اړيکي سره لري. لغاتونه يې سره مشابه او ګرا مري اړيکې يو دبله سره لري .ځيني لغاتونه لومړی په پښتو کي را پيدا سوي دي او بيا ونورو همسايه ژبو ته ور نقل سوي دي.چي په همدغه ډول ويلای سو چي دفارسي او سا نسکريټ ژبو تر منځ دنښلولومزی پښتوژبه ده ، چي په دې معنا پښتوداريا ئيانو ډيره لرغونې ژبه ده، چي دسيمي په سطحه يې موږ اړيکي ليدلای سو.هيرو ډټس ٤٤٥ق م کي او بيا استرابو په ٢٤٠ق م کي خپل نظر داسي وړاندي کړی دی : هغه کسان چي دهندي تهذيب او فارس تر منځ ژوند کوي هغه پښتانه دي چي دغه دوه مدنيتونه سرمښلوي اوترمنځ يې اړيکي ساتي.ددوی ترمنځ دلغاتو نژدې والی ، دکيسواو نقلونو نژدې والی ، دمتلونو او نورو فلکلوريکو اړيکو درلورل ددې معنا لري؛چي دپښتنو سيمه دهند او فارس ترمنځ واقع اويوپربل يې خپلي اغيزي پريښي دي.دا چي پښتو ژبه په لرغونتوب سره څومره لرغونې ده ، اود پرمختګ زمانه يې دنورو ژبو په پرتله څونده زمانه ور ته کښيږدو؟ دا به يوه مغلقه او پيچلې موضوع وي ، خو داوسنۍ پښتو او پخوانۍ پښتو ترمنځ پيړۍ،پيړۍ فاصيله موجوده ده.اوموږدنوموړي ژبي(پښتو) لرغونتوب په نورو لرغونو ژبو کي تر لاسه کولای سو، يعني که موږ دفارسي ، پښتو اوسانسکريټ ژبي ته دمقايسوي ژبپوهني له نظره پاملرنه وکړو نو موږ ته به خامخا دا را جوته سي چي پښتو هم دسا نسکريټ، فارسي ژبي په څير يوه لرغوني او د ميلاد څخه زرونه کلونه په ځان کي ولري.او هغه وخت پښتانه وه، پښتون د پښتو سره نه جلاکيدونکي مفهومونه دي.که موږ وګورو پښتو (پښتون ) دلته په ګرا مري لحاظ موږ لاحقه ياګرامري اړيکه ګورو (تون) يوه لاحقه ده چي دپښتو څخه يې پښتون جوړکی.ولي؛نوموړې لاحقه په نورو لرغونو ژبوکي نه سته چي ددې معنا داده چي پښتو ترنوروژبودغني ګرامرلرونکې غني ژبه وه.او ددغه دودپربنسټ چي پښتو ـ پښتون ـ پښتني نيت دغه درې سره سره تړلي دي ، نو که يو څوک وچاه ته وواي چي پښتون نه يې نوددې معنا داده چي ددغه ځانګړي قانونيت څخه يې وايستی .چي دا په پښتنو کي دډيري لرغوني زمانې څخه يو را پا ته سوی شونی دی ، چي اوس هم په پښتنو کي دښکنځلو او ديوه پښتون دبيغيرته کولو په معنا استعماليږي. خو نومړي دود په پنجابي کلتور ، فارسي اوداسي نورو کي مفهوم نه لري دبيلګې په توګه : سندهی نه يې؟، پنجابی نه يې؟ ، فارسي نه يې؟ اوداسي نور... دايوه ځانګړې خبره ده په پښتنو کي.په دې ډول پښتانه په پښتو سره قول ورکوي او پر خپل قول بيا ولاړ دي ، که چيري يو څوک دچاه سره پښتو وکي نو هغه بيا پر خپله ژبه پښتو باندي ولاړ وي او هغه څه تر سره کوي کوم چي وعده يې کړيده .پښتانه دنورو قومونو په پرتله جنګيالي او دتشدد خلک دي او دعدم تشدد اصول په ځان کي نه سي سا تلای.دلرغونو ژبوپه باب چي هرچاه څيړنه کړيده پښتو ژبه يې يوه لرغونې اريائي ژبه ګڼلې ده. او پر نورو ژبو يې دپښتو ژبي اثرات جوت کړي دي لکه څنګه چي دسا نسکريټ ژبي ماهر (پانيني )وا يي : سا نسکريټ ژبه ٣٥٠٠ق م کي يو لرغونې ژبه وه او هغه په ځان کي دګرا مر ٣٩٩٦قا عدې در لودې ، هغه په دې اند وو ، چي دلاتينو ژبو سره په مقايسوي لحاظ سا نسکريټ دومره جوتي اړيکي نه درلودلې لکه دپښتو سره چي يې لري او درلودلې.اودپښتو اغيزي پرهندي اوسا نسکريټ با ندي خورا ډيري دي. چي يو علت يې هم دا دی چي پښتو دسا نسکريټ په څير يوه لرغونې ژبه ده. او په سيمه کي يوه مطرحه ژبه وه . چي موږ دخپلي ادعادثبوت دپاره يولړبيلګې ،اړيکي ،اوښتني يادولای سو.اوموږ دخپل څيړ نيزتحقق په نتيجه کي دلاندي څومثالونه راوړو .
سنکريت پښتو اردو
پالنا پالنه
پورا يا پردی
پورا پوره
سالو سالو دووپټه
ماستۀ ماستۀ يا مستې
شالی شائی دهان
ګودهوم غنم ګندم
روج روځ (ورځ) دن
شپا شپه رات
شام مشام يا ماښام شام
ماس ميا شت مهينه
وايو (هوا) وايو
بيوتۍ بوټی بوټی
سنګم څنګ
مرتپ مړ (مرد )
جنۍ نجلۍ (جنئ ) لړکي
موژک موږک چوها
ميږ ميږه بيهړ
نيکهـ نک ناخن
ماتری مور ما
پتري پلار باپ
کبجا کوږ په ملا کوږ کوبړا ټيټرا
جبها ژبه (زبان)
جمکه ځمکه زمين
همدغسي بې شماره لغاتونه په سنسکريټ کي سته چي په سراو تن سره پښتو دي. اور يښه يې هم په پښتو کي سته.هغه ژبي چي په سنسکريټ پوري اړه لري او اوس هم په ډيره پيمانه سنسکريټ ژبي لغاتونه استعمالوي لکه پنجابي ژبه په هغه کي هم دپښتو ډير لغاتو نه سته چي دډيري لرغوني زمانې را هيسي داريا ئيانوپه لرغونو ژبو کي استعماليږي. او س هم دپښتو ريښه په يولړ نورو اريائي ژبو کي سته چي پر پنجابي ژبي برسيره يې موږ څيړلای سو ، نوموړي هند و اروپاه يي ژبي که ګاونډي ژبي دي او که هم په اروپاه اونورو هيوادونو کي استعماليږي ، خو ديوه اريا ئي ژبي په څيره په يو ډول نه په بل ډول دپښتو سره ټينګي اړيکي لري. چي لاندي بيلګې يې موږ لومړی په پنجابي کي ګورو .
پنجابي پښتو
تسي تاسي
منل ما ننا
مانجهنا مينځل
بالنا بلول
بلانا بلل
سوکه سوکه
چاټنا څټل
جګه ځای
مانټريا ماڼۍ
تو ته
کون کوم
هغه علاقې چي اريانا ته نژدې دي هغه که سيند دی ، که پنجاب دی او يا هم دهندوستان نوري ژبي دي او يا دفارس ژبي دي، هم يو دبله سره اړيکي لري.او هغه الفاظ چي په سيميز لحاظ په سيمه پوري اړه لري خو بيا په پښتو ژبي ته را داخل سوي دي. په امانت داری سره دهغې ژبي لغات سا تل سوی دی . دبيلګې په توګه دپښتنو سيمه څنګه چي څر ګنده ده يخه سيمه ده او هلته ځيني ميوې او پيدا وارسته دي چي ؛موږ ته دهمسا يه دسيمو څخه را استول کيږي موږ دهغه دپاره نوم نه لرو، خو دبل ځايه څخه مو يې نوم تر لاسه کړی دی. لکه : کيله ، ليمو ، سنتره ، کينو اوداسي نور...خو ځيني بيا هغه ميوې چي په طبعي ډول دپښتنو په سيمه کي پيدا کيږي او په همسايه هيوادو کي نه پيدا کيږي. نو په طبعي ډول هغه هم هغه پښتو نومونه استعمالوي.اينځر انګور ، بادام ، پسته ، ان
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
pattang
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 05 اګست   2004
ليکنې: 5018
ځای: Germany

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   جولاي   28, 2011 7:44 pm    عنوان   : Reply with quote

اقتباس:
که زه خپلې ژبې پښتو ته کار کوم، زه باید متعصب ونه بلل شم


هغوی چې تاسو فاشست بولي او يايې بللی يې ، دهغوی لپاره دپښتون ډارول
او بلل پر دې نوم سره يو غټه توره ده چې دپښتون په زړه يې ور منډي اوروحيات
يې له منځه وړي ٠
ښه پښتو مړه پښتو ، ښه پښتون مړ پښتون ، ددې خلکو پټ شعارونه دي، هر څه دې
دوی په لاس کې :
فرهنګ ، هم اقتصاد او هم سياست !نوداپښتون ولې دومره لوده دی چې دداسې
ايتنيکي دوښمنانو له خبرو ډارېږي ٠ ماته که تاجو بي بي فاشست ووايې زه به درې
چارکه غوښې پرې واخلم !
ستا نه ډېره مننه او افرين ، هرې مرسته چې غواړې ټينګ درته ولاړ يم .
خدای پاک دې کليوال پښتانه په قدرت راولي ، څکه چې پښتو په کليو کې
ژوندۍ ده٠
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
عابد



دغړيتوب نېټه: 27 جولاي   2011
ليکنې: 98
ځای: پیخور ښار

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   جولاي   28, 2011 9:19 pm    عنوان   : Reply with quote

واېی چی
**********
چی پښتون دا پښتون نه په پښتو ژبه کېی تپوس اوکړو چی وایه مینه دے چا سره ده
نو پښتون ورته په پښتو ژبه کې جواب ورکړو که ته پښتون ې نو زما مینه تا سره ده
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
عابد



دغړيتوب نېټه: 27 جولاي   2011
ليکنې: 98
ځای: پیخور ښار

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   جولاي   28, 2011 9:25 pm    عنوان   : Reply with quote

هېرول دا پښتانو وطن کې نه وی
خو بس دومره درته وایم چی حالاتو کې راګیر یم.
***************************************************
ټو لو مینه والو ته دا زړه دا اخلاصه هر کلے وایم
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> وطن پال او نور ګټور شعرونه    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.