د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

معما

وزیري
20.07.2011

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

بهتره دا بولم چی اول د جمع تعریف وکړمه. راپوری ونه خاندی باور وکړی چی لسیزی وتلی دی چی د جمع تعریف می په مکتب کی لوستی وه. خدای خبر چی یاد به می او کنه خو دومره می په ذهن کی شته چی:
د دوه یا ډیرو همجنسو شیانو یوځای کولو ته جمع وایی.

اوس له تاسی نه د جمع یو سوال کوم او هغه دا چی ۱ + ۱ (یو جمع یو) څو کیږی؟
زه خو وایم چی یو جمع یو مساوی کیږی له یو سره. دا څنګه؟

والسلام


-
21.07.2011

وزیري صاحب وعلیکم السلام

د پوښتنې ځواب دې رښتیا هم دماغ غواړي.
خو اند کوم چې ددې مثال به په فورم کې ګڼ اکاونټي لیکوالان وي، مثلا
چپرهاری + مومندافغان = بیرته هماغه د څلویښتو میله وسلې والا چپرهاری :)

که ځواب مې صحیح وي نو جایزه راوباسه...


۰
22.07.2011

السلام علیکم ورحمةالله
کلیوال صیب دا زما غیاب درته معما نه ښکاري که ؟
یره خو نوووووو بس څه نه وایم
او بیا ښه ده چي زما دوه نومونه دي یاد دي که د نورو ملګرو دي ولیدل نو وبه يي نه شمارلی شي هاهاهاهاهاهاها
کلیوال +سادات+اسدمومند+شهید+قریش+میوندننګیال +.+.+.+.+.+.+.+.+.+.+.++++.+.+.+.+.++.+.+.+.+..ـ= کلیوال


Kamil
22.07.2011

وعلیکم السلام
مومند افغان ته یو ځل بیا د ډیر غیاب نه ورسته ښه راغلاست وایم.
نن می چی ټول افغان خلاص کړو نو د مومندافغان اعني چپرهاري په نوم سترګی ولګیدې تاسو یقین وکړۍ چی دومره خوښ شوم لکه څوک چی راباندی د واده زیرې وکړي.
مومنده ګوره چی اخوا دیخوا نشی
:oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: نور یاران خو هسی هم لاړل او د هوتک او کلیوال هغه پخوانۍ مزه نشته نو په ټول افغان کی راته هسی ځان یوازی یوازی ښکاري اوس چی ته راغلی نویو ....
په راتلو دی ډیر زیات خوشحاله شوم.
مننه
په درنښت
کامل


-
22.07.2011

[quote:26eae4095b]کلیوال صیب دا زما غیاب درته معما نه ښکاري که ؟[/quote:26eae4095b]
نه معما خو راته نه ښکاري ځکه چې په وزیري صاحب مو زړه ډاډه دی. :lol:

[quote:26eae4095b="مومندافغان"]کلیوال +سادات+اسدمومند+شهید+قریش+میوندننګیال +.+.+.+.+.+.+.+.+.+.+.++++.+.+.+.+.++.+.+.+.+..ـ= کلیوال[/quote:26eae4095b]
هاهاهاهاهاهاهاهاها
یره چپرهاری صاحب ته باور وکړه چې په پورتنیو نومونو کې یوازې کلیوال زما نوم دی او بس.
دا به د فورم اډمین (وطنمل صاحب) ته معلومات وي چې دا پورتني نومونه زما دي او که هسې راباندې شک کیږي.
خو خیر اوس به ټول هغه نومونه دروښیم چې زه پرې لیکل کوم :) توکل په خدای...
چې عبارت دی له: کلیوال، عبدالوکیل.. او دوه نور.. :D

[color=blue:26eae4095b]خو دا زما وطنمل صاحب ته اجازه ده چې ودې وايي آیا د چپرهاري یاد کړي نومونه زما دي او که نه؟[/color:26eae4095b]
او ډاکټروطنمل دې همدغه پورتنۍ رنګ شوې جمله هم کالسند حفظ کړي چې ما پخپله ترې د ګواهي ورکولو غوښتنه کړې،
او تاسو ټول شاهدان اوسئ چې زه به هیڅ اعتراض هم پرې ونکړم.

[color=red:26eae4095b]وطنمل صاحب تو خدای که به شاهدي نه ورکوې!!! :x[/color:26eae4095b]


۰
22.07.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ډیره مننه اکرام الدین کامل صیب چي د راتلو ستړي مشي او راسره مو خوښي ښودلي او کلیوال صیب نه هم ډیره ډیره مننه چي په هر وخت کي يي یاد یم او داخو مي هسي ګپه درسره کړي وه ماته معلومه ده چي دا پورتني نومونه د چا دي د خو چاته يي نه افشا کوم ځکه چي هغه مي هم ډیر ګران ملګري دی او که هغه صیب يي پخپله هم وښايي نو بیا به يي زه هم نه افشا کوم دا امانت دي خو هسي مي عبدلوکیل کلیوال صیب سره ګپه کوله.
او زه به ان شاءالله تاسو سره یم خو دا یو میاشت کیږي چي د څه شخصي کار پسي چیرته تلی وم او هلته راسره خپل لپټاپ نه وو او نیټ کیفی ته ورتګ مي نه خوښیږي نو ځکه غیر حاضر وم اوس به ان شاءالله ملګرتیا جاري لرم او ګپي به کوو ان شاءالله.
ستاسو ورور مومندافغان


Kamil
22.07.2011

[quote:5f48138efd="مومندافغان"]السلام علیکم ورحمةالله
ډیره مننه اکرام الدین کامل صیب چي د راتلو ستړي مشي او راسره مو خوښي ښودلي
ستاسو ورور مومندافغان[/quote:5f48138efd]
ولا مومنده ډیری کوستیزنی چشمی لری دا زما اصلي نوم دی له کومه ځایه راپیدا کړو په تا خو زما د تندر شک راغی ځکه په ټول [color=red:5f48138efd]ټول افغان [/color:5f48138efd]کی غیر د تندر نه چی ما هم پیژني او زه یی هم پیژنم نور څوک نه پیژنم او نه ماڅوک پیژني.
ته خو ټول داسی ګوته په ګوته پیژنی چی هغه دریم او څلورم اکاونټ یی هم درمعلوم وي.
ههههههههههههه :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


۰
22.07.2011

هاهاهاهاها هاهاهاهاهاهاها
څارنوال باوري صیب[تندر] دخوګیاڼو خوارانو د ملکانو دکورنۍ نه یو ښه پښتون دی او تاسو خو بیا هم ډیر کاملان يي ماشاءالله له یوه سره شل کاملان اعني ټوله کورني کاملان يي یو هم درکي ناقص نشته خو تاسو چي په اسلام اباد کي محصل يي او غالبا چي کلیة الشریعةکي به يي لیدلی مي نه يي خو په غیاب کي مو پیژنم .
تندر صیب د خوګیانو دی او لیدلی مي ندی خو له واریه يي پیژنم تکړه سړی دی او زه بیا دچپرهار یم تندر نه لږ کمزوری یم دومره سخت نه یم فکر مه کوه هاهاهاهاهاها


Kamil
22.07.2011

هاهاهاهاهاهاهاهاهاها
تندر دی خداي ژوندی لري عزیزان یی راسره په کلي کی اوسیږي او د هغوي د لاری یی زه هم پیژنم.
الاسماء لا تعلل بعلة همداسی ده او که بل رقم ته.
خو خیر زما نیکه قاري محمد کامل نومیده چی په افغانستان کی په خپل وخت کی ښه مشهور قاري و خلکو په اپیجي صیب پیژندو که ستاسو په چپرهار کی کوم سپین ږیرې قاري وي نو خامخا به زما د نیکه شاګرد وي.
اوس مو د نیکه نوم مو د کورنۍ نوم کیخود چی اوس له مخې کاملان یو.
مومنده ته خوما له الف نه تریاء پوری پیژنی اوس ته راته لږ ځان معرفي کړه که دلته یی نه لیکی خیر په شخصي پیغام کی یی راته ووایه.


-
22.07.2011

یو ځل بیا سلامونه
تاسو خو دریواړه (څارنوال ګل عزیز باوري، اکرام الدین کامل، او قاري.... مومند افغان) ټول خپل وختئ . او داسې ښکاري چې د وطنمل د فورم اکثره لیکوالان ننګرهاریان دي. :roll:
دغه عبدالسلام هم ماته ننګرهاری ښکاري. وطنمل او پتوال خو دي او دي ننګرهاري، پتوال لکه چې د کامې دی.
خو یو زه لکه چې درکې پردی یم. :cry:
هو زه هم په درګه، ممله، باغیچه، زاوه، کودیخیل، او قیلغو کې ښه بلد یم او که خدای کول د روژې نه مخکې مې د یو ملګري واده دی که په قسمت کې لیکل شوي وه نو تندر صیب او اکرام الدین کامل ته به د خوګیاڼو خاطرې راوړم. 8)

او کامل صیب مخکې مې صحیح نه پیژاندې اوس دې چې خپله شجره ولیکله :) او د نیکه نوم دې راوښود نو لږ شک مې درباندې راغی ته خو به د قاري صیب الهام الدین زوی نه یې؟ هغه یو وخت چې د مولوي صیب خالص په تنظیم کې وه اوس نه یم خبر چې اوس به چیرته او څه کوي؟
خیر که ته هم دلته جواب نه راکوې په شخصي پیغام کې یې راکړه. :D


Kamil
22.07.2011

کلیواله د ټول افغان اکثره لیکولان ننګرهاریان دي او خاصتا خوګیاڼي. ههههههههههه
خوګیاڼو ته خو ځی خو چی خامخا د خوګیانو عکسونه واخلې تندر رانه ډیره په مینه غوښتي دي. یو اوږد شعر یی هم ورپسی لیکلی دی ماته یی تقریبا ۲ میاشتی مخکی رالیږلی و خو ما هیڅ وخت او بهانه پیدا نکړه چی خوګیاڼو ته لاړ شم.
دا د تندر لیک دی :
[quote:39f1cbf0c8]سلامونه
وروره شعرونه ډير زيات لرم خو دغه شعر ته يو هنرمند پيداکړه چه دخوګاڼيو ښکلې منظرې ورره وديو کړې بيا ې خوند واخله ،هم به وطن ته خدمت وې چه په جهان ې وپژنو
خوښې دې غواړم
هغه د پاينده محمد کبابې غزل دې که راته پيدا کړو
په زړه مې غم دې خندا نه راځې
..............................په سفر تللې اشنا نه راځې
ډير به خوښ شم
خوښې دې غواړم
تربيا

........دژوند په خوند پوه نه شوم ګرځم بی وطنه په المان کی
...........خوګیاڼی می ډیر یادیږی عمر تیر شو په هجران کی
١؛ وینم پسرلی کی دخواران شینکی ډاګونه
........................................چه سترګی پټی کړمه
....تورو کیږدو کی مستی پیغلی شنه خالونه
........................................چه سترګی پټی کړمه
................دسپین غره واورو ته ګورم دخیالونو په جهان کی
...............خوګیاڼی می ډیر یادیږی عمر تیر شو په هجران کی
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
٢؛ کږی نه پاس وزیر زاوه ،کودیخیل او مرکیخیل وګوره
...................................................ښایست طوطوکی پروت دی
...بیار نه لاړشه میملی باغ ته،ګندومک او ممه خیل وګوره
.....................................................ښایست طوطو کی پروت دی
...............پچیر اګام تراسارکه، پروت دی دانارو په بوستان کی
................خوګیاڼی می ډیر یادیږی عمر تیر شو په هجران کی
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
٣؛ شګې ترمی باندی ورتاو شه ،قیلغوکی یخ سوری ددیرو وګوره
...............................................................................اینځر دکيچړی مزه کړی
...لوخی سورمی درنه هیر نشی،دمه په کږه کی خوند دپالودو وګوره
...............................................................................اینځر دکيچړی مزه کړی
..........دمیوو صفت ې ډير،خونرګس ې خوشبوې کړی ګلستان کی
................خوګیاڼی می ډیر یادیږی عمر تیر شو په هجران کی
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
٤؛ علم او دانش تپوس ې مه کړه،عالمان اوشاعران لری
...................................................ړنګ او قتیل دی سره وروڼه
..........مامور معلم په کی بی حسابه،جنرالان او وزیران لری
....................................................ړنګ او قتیل دی سره وروڼه
پاینده محمد شعرونه واوره،کباب ې خوند کړی په دکان کی
..........خوګیاڼی می ډیر یادیږی عمر تیر شو په هجران کی
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
٥؛ خپلو دیرو کی دعزت شملی په سر ،درانه مشران لری
..................................................................... جرګه ماران لری
..................خربون شیرزاد،وزیر دی سره وروڼه ملکان لری
........................................................................جرګه ماران لری
.......په پوښتو او ننګ ناموس کی، ساری نه لری جهان کی
...........خوګیاڼی می ډیر یادیږی عمر تیر شوپه هجران کی
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
٦ , دغیرت مثال ې نشته دزمرو وطن دی
..................................په خوګ ې ننګ کړی دی
حجری ې ډکی میلمنو نه شاه ځلمو وطن دی
...................................په خوګ ې ننګ کړی دی
باوری خپوړی په کی کړی ،اخر به مړ شی په خفګان کی
....خوګیاڼی می ډیر یادیږی عمر تیر شو په خفګان کی[/quote:39f1cbf0c8]


ولاکه خبريم چې وزيري صاحب به چېرته وي

شبيراحمد
22.07.2011

په پوښتنه داسي ښې تبصرې کېږي :wink:
مومندصيب ته آآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآآن دزړه له تله ښه راغلاست وايم.
په ټول افغان کي لکه چې يوزه اوکليوال غيرننګرهاريان يو :lol:
دلته مي يوننګرهاری ملګری ودعادل صيب په اصطلاح ياديې په خيرچې اوس به چېرته وي
اونه پوهېږم چې کامل به وي که چپرهاری صاحب، بياپېژندوته يې ډېره تلوسه لرم
که په دوئ کي هريوهغه وي که يې دلته نه راته وايي په شخصي پيغام کي دې راته وليکي.
مينه
بښنه غواړم غلط شوم
مننه مي ليکله خويوې ګوتي جانداري و کړه او ( ی ) ته وروغځېده :lol:
خپله غلطي همداسي غلطه پرېدم که څوک پرې خپه کېږي نه پسي پاتي وي.


Re: ولاکه خبريم چې وزيري صاحب به چېرته وي

Kamil
22.07.2011

[quote:a5f50ca313="شبيراحمد"]په پوښتنه داسي ښې تبصرې کېږي :wink: [/quote:a5f50ca313]
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
شبیراحمده وروره په پوښتنه ډیری ښی تبصرې وشوې، مومند اعني چپرهاري داسی چشمی راوړی وی چی په اچولو سره یی ټول ټول افغان وپیژندلو.
لږ ورسته ستا شناخت هم کوي بی غمه شه.
[quote:a5f50ca313]دلته مي يوننګرهاری ملګری ودعادل صيب په اصطلاح ياديې په خيرچې اوس به چېرته وي اونه پوهېږم چې کامل به وي که چپرهاری صاحب، بياپېژندوته يې ډېره تلوسه لرم[/quote:a5f50ca313]
شبیر احمده وروره مخکی می هم یادونه وکړه چی زه غیر د تندر نه نور هیڅوک په ټول افغان کی نه پیژنم. که خپل اوریجنل نوم دی راوښود نو انشاء الله وبه دی پیژنم.
[quote:a5f50ca313]مینه[/quote:a5f50ca313]
هاهاهاهاهاهاهاها
ته خو ساده و کی تیلي دار وختې.ههههههههههههههههههه


-
22.07.2011

په پوښتنه خو رښتیا هم ډیرې عجیبه تبصرې روانې دي. :)
شبیراحمده ماته هم داسې ښکاري چې یوازې مااوتا بیګانه یو، نور ټول وطنداران او کلیوالان دي.
ولا شبیراحمده زما هم یو ننګرهاری ملګری وه او اوس یې په فورم کې رانه ځان پټ کړی داسې ښکاري زه او ته یو ملګري پسې ګرځو خیر که ځان نه راښيي نو دومره اطمنان دې راکړي چې شته یم او لیرې نه یم تللی. 8)
نور مونږ هم ورپسې نه شله کیږو چې څوک دی او په کوم نقاب کې دی. که څنګه شبیر احمده؟
که دلته یې نه شي ویلی په شخصي پیغام کې دي شیفر راتیر کړي چې وطنمل هم پوه نه شي.


هوتک
22.07.2011

بعدله سلامه!
شبیراحمداوکلیواله خفه كیږې مه په څنګ کې یو زه غیر ننګرهاری هم درسره یم ههههههه
مومندصیب تاهم یوه دامیاشت زما په اند په دغه چشمو پسې تیره کړه ټول پیژنې؟

شبیراحمدصیب که صادق ته دې ټیلیفون وکړ زموږ سپیشل سلام ورته وایه،
اودهغه بزرګ صادق په اصطلاح تل دخدای په آمان؟


شبيراحمد
22.07.2011

کامل صیب ستااوپه چپرهاري صيب مي زړه شکمن دی ګوره نو :D
اوکليوال صاحب ستاسوداوطنمل وطنمل يادول اودنقاب اصطلاح ډېرشکي کړم
سبک موهم خوندوراوزما................ملګري ته ورته دی.
که خدای مي نه غلطويييييييييي ځه پاتي دي وي. :lol:
په هرتقديرپه ټول افغان کي پخواني ياران له پخوانونومونوسره نشته يوازه اودګوتو
په شمارنورپه خپلونومونوپاتي يوګرچه زه ستاپه خبره په نقاب کي پوښلی یم :wink:
اوپه تاسونوي نوم لرونکوشناخته خيلوشکمن يو.
خيرخدای به ورځ راولي اونقابونه به مودرباندي له مخه لري کړو.
خوغم دادی چې زه ټول افغان ته کم راځم هغه صادق ياديې په خيربه کله کله کیسې راته کولې
له ټول افغان سره دنسوار( عادل صاحب يې نصوارليکي ) هومره مينه وه.
بس وطنمل دي هم خدای په ښادي کړي چې زماديومن شخصي پيغامونوځواب يې رانکړ.
بس نوصادق هم خپه شووايي دانسواردي په وطنمل مبارک وي زه لاړم نن ته.
اوس يې په نن کي هم نه وينم سره له دې چې هره ورځ سروښکاره کوم.

داځل درڅخه مننه کوم
مينتوب ته خومي ښه خوشحاله واست :lol: :lol: :lol:


عبد السلام
23.07.2011

/////


-
23.07.2011

عبدالسلامه یا خو ته د وزیري صیب په پوښتنه نه یې پوه شوی او یا زه ستا په جواب پوه نشوم.
ستا معادله صحیح ده خو هغه وخت به د وزیري د پوښتنې جواب وه چې دا دې په ثبوت رسولې وی:
n+n=۱
یا همدې معادلې ته انکشاف ورکړه او د n قیمت پیدا کړه چې څنګه یې پیدا کوې؟
nــ 1 = n
ما درته دومره اسانه کړه نور پرې نه پوهیږم لس کاله کیږي چې د ریاضي او الجبر سره قطع ده هر څه رانه هیر شوي.

که ته وايې چې نه صحیح ده، نو بیا یې لږ تشریح کړه.


۰
23.07.2011

یو دوه دري دي عددونه + ښکاره مي دي سوالونه
که جمع شي که ضرب شي یو شاني مساوي وي
................................. که فکر دسړي وي

هغه کوم دري عددونه دي چي که خپلو کي سره جمع شي او که ضرب خو مساوي يي یو شان راځي اعني د جمع او ضرب مساوي يي یو شان وي؟


Kamil
23.07.2011

سلامونه
د وزیري صیب مطلب دادی چی ۱+۱=۱
لکه د عیسویانو په شان
عیسی+ مریم+خداي (Gourd) = یو خداي
اصلي ددی حل راویستل پکار دي


-
23.07.2011

زما په ګومان وزیري صاحب د ستیفن کوفي (Stephen R. Covey) کتاب
(Living the 7 Habits... The Courage to Change) لوستلی.

په دې کتاب کې لیکوال د کامیابو شخصیتونو یو صفت (د نورو خلکو سره وحدت او انسجام) ذکر کوي او زیاتوي چې په خپل منځ کې منسجمې او واحدې ډلې یا کورنۍ هغه وخت ځلیږي چې انفرادي واکونه رایوځای شي او د یو ځای کیدلو نتیجه یې د انفرادي واکونو د مجموعي حاصل څخه هم زیاته راووځي.

او وايي ددې ډول خپل منځي انسجام او وحدت ګټه دا ده چې:

د ډلې یا کورنۍ ترمنځ شته دښمنۍ له منځه ځي.......... (۱+۱)
حتی یو وسط او منځلاری حل هم نه خوښوي............... (۱+۱= ۱)
او آن د مجردې همکارۍ او تعاون په حدودو هم کفایت نکوي.... (۱+۱=۲)
بلکې غواړي په همکارۍ او تعاون کې ابداع او ابتکار رامنځه کړي ترڅو..... (۱+۱=۳) او یا تر دې هم زیاته نتیجه لاسته راوړي.

اوس به وزیري صيب ووايي چې زما خبره صحیح ده او که زه پر بلې خوا لاړم.


وزیري
24.07.2011

السلام علیکم:

یاره خو ډیر بلا یاستۍ، کلیوال صیب اول خو دی که دا نوم په تحفه کی راکړی نو خوښ به شم. دا ځکه چی زه یو کلیوال سړی یم، ساده او کلیوالی خبری کوم، دومره تکړه نو نه یمه چی د ستیفن کتابونه به ګورمه او دا سوالونه به تری راباسم.
ما چی خپل سوال ته وکتل او ستاسی د حل لارو ته نو ماویل چی هلکه والله هغه بله ورځ خو دی مغزو ښه چورت وهلی. دا ځکه چی زما مغزو په داسی یو شی باندی سوچ وکړو چی هغه په ډیرو کتابونو کی هم شته او زه پری نا خبر.
هغه داسی چی یو څو ورځی مخکی په یوه جیګه غونډۍ ناست وم پورته چیرته باران شوی وه او دوه غټ غټ سینونه له دوه ناوو را ووتل، کوز به چی یوه خوړ ته شول نو دواړو نه به یو سیند جوړ شه.
نو ما فکر کاوه چی یاره دا هم یو ښه سوال ده چی یو جمع یو مساوی کیږی له یو سره.

ګوری چی راته په غصه نشی ځکه چی سوال تاسی ته ډیره ګټه وکړه او هغه دا چی ټول یی سره خپلوان وخیژولۍ.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more