د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د انصار السلام او د لشکر السلام تر منځ خونړي نښتي!

مساپر
22.07.2011

دخيبرايجنسي په يوه ليري پراته سيمه کې ددوو ډلو په يوه خونړي نښتوکې څلوربیګناه ملکی کسان مړه او نهه کسان ژوبل اوپنځه لس کورونه وران شوي دي ددي نښتې له امله ځايي خلک ديته مجبورشوي دي چې خپل کورنه پريږدي اومخفوظو ځايونو ته کډه وکړي. همده لا مل ده چې په سيمه کي خلک دخوراکي توکو د ستونزو سره مخامخ شوي دي. او په سيمه کي دناامنيوله کبله زنانه،ماشومان اونورعام خلک دمختالفوستونزوسره لاس اوګريوان دي. ځايي خلک په دي اړه وايي چې دغه نښتي هغه وخت شروع شوي کله چې يولوري په بل لوري باندي دسيمي دقبزي کولو کوشش وکړ، همدارنګه دواړو لوريو هڅه کوله چې مقابل لوري ناکام کړي. خبریال زياته وي چې دانصارالسلام وياند موبين افريدي وايي چې موږچې د کومو کسانو پرضد ګامونه پورته کړي دي هغه زموږدتنظيم په کمزوري کولو او د امن په خرابولوکي لاس درلود دغه خلک زموږ وروڼه دي. خوپه دوي کي داسي کسان شته چې په ځايي خلکوکي دشر پيدا کولو کوشش کوي بلخوا دلشکرالسلام وياند حاجي مصري خان افريدي وايي چې دبرکمبرخيل په سيمه کي مخالف لوري د امن خواښوونکو په خلاف ګامونه پورته کړي دي.


Re: د انصار السلام او د لشکر السلام تر منځ خونړي نښتي!

Tofan Khan
23.07.2011

[quote:373d74a01d="مساپر"]دخيبرايجنسي په يوه ليري پراته سيمه کې ددوو ډلو په يوه خونړي نښتوکې څلوربیګناه ملکی کسان مړه او نهه کسان ژوبل اوپنځه لس کورونه وران شوي دي ددي نښتې له امله ځايي خلک ديته مجبورشوي دي چې خپل کورنه پريږدي اومخفوظو ځايونو ته کډه وکړي. همده لا مل ده چې په سيمه کي خلک دخوراکي توکو د ستونزو سره مخامخ شوي دي. او په سيمه کي دناامنيوله کبله زنانه،ماشومان اونورعام خلک دمختالفوستونزوسره لاس اوګريوان دي. ځايي خلک په دي اړه وايي چې دغه نښتي هغه وخت شروع شوي کله چې يولوري په بل لوري باندي دسيمي دقبزي کولو کوشش وکړ، همدارنګه دواړو لوريو هڅه کوله چې مقابل لوري ناکام کړي. خبریال زياته وي چې دانصارالسلام وياند موبين افريدي وايي چې موږچې د کومو کسانو پرضد ګامونه پورته کړي دي هغه زموږدتنظيم په کمزوري کولو او د امن په خرابولوکي لاس درلود دغه خلک زموږ وروڼه دي. خوپه دوي کي داسي کسان شته چې په ځايي خلکوکي دشر پيدا کولو کوشش کوي بلخوا دلشکرالسلام وياند حاجي مصري خان افريدي وايي چې دبرکمبرخيل په سيمه کي مخالف لوري د امن خواښوونکو په خلاف ګامونه پورته کړي دي.[/quote:373d74a01d]

ډیره لا
دا آغه چا ته غاښ ماتونکی جواب دی چی وای که څوک اسلامی امارت نه منی نو هغه کافر دی ځکه یا به اسلام منی یا کفر دریم شی نشته
نو ملګرو په نوم کی صرف اسلامی لفظ راوستو سره خو هیس یوه ډله داسی نشی ویلی چی ټول اسلام هم مونږ سره دی او باقی ټول کافران دی
که داسی وی نو اوګوری په پاکستان او افغانستان کی سومره اسلامی تنظیمونه او ډلی دی لکه جماعت اسلامی لشکر اسلامی جمیعت اسلامی حزب اسلامی امارت اسلامی وغیره وغیره
تاسو اوایی چی پدی کی اوس کوم یو مسلمانان دی او کوم په کی کافردی
که کافر پکی نه وی بیا ولی د امارت اسلامی والا خپلو مخالفو ته کافران وای ځکه چی د دوی امارت نه منی
که وای مونږ ورته کافر نه وایو نو بیا څینګه وای چې څوک اسلامی امارت نه منی نو هغه کفر منی ځکه یو اسلام دی او بل کفر
دا خبره بلکل غلطه ده ۱۰۰ فی صده ځکه څوک هم ټول اسلام صرف په خپلی پارټی یا تنظیم کی نشی راغونډولی او باقی مسلمانانو ته کافران نشی ویلی.
نو زما په سوچ خبره په اسلام کی نه ده خبره ټوله په کرسی او قدرت کی ده خو اسلام یوه بانه ده حکومت او قدرت ته رسیدو د پاره


۰
23.07.2011

السلام علیکم
طوفان خان صیب خبره ما کړي وه او هغه هم دافغانستان به هکله وه نه دبل ځاي او په افغانستان کي یو خوا اسلامي امارت دی اوبل خوا دیموکرات دولت
اسلام اودیموکراسي د میګنیټ[مقناطیس] په څیر دوه مخالف جهتونه دي چي هڅکله یو بل سره نشي یو کیدی د کرزي اداره دیموکرات ده، نه اسلامي او تراوسه خو کرزي صیب هم دا دعوه نده کړي چي اداره يي یواسلامي امارت دی او دی يي مشردی بلکي وای چي یو دیموکرات دولت دی یعني د اسلام نه غیر هرڅه ازاد دي ، او که باور دي نه راځي نو ورشه او په افغانستان کي یو ګوند جوړیدو عریضه وړاندي کړه چي درته واي دا داسلام نوم تري حذف کړه نو رسمي به شي کنه نه شي کیدی، نو چي تش داسلام نوم هم نشي اخستی نو بیا ورته څرنګه اسلامي دولت واي او بیا په امارت کي وګوره چي هرڅه په اسلام کي روا دي زه يي ګارنټي درکوم چي امارت يي درسره مني او چي حرام دي نو بیا خو به يي خود نه مني .
نورڅه واي؟
او ها ګوره زه دامارت کوم غړی نه یم او نه په تحریک کي ورسره یم خو حق باید وویل شي او هغه دا چي نن ورځ دا سلامي امارت نه بل کوم ښه دولت نشته که واي نو اول به يي زه عسکر وم .
البتة یو څه واړه نواقص به هم لري خو پدي شرایطو کي بیا وړو نواقصو ته اعتبار ورکول هسي اوبه خړول دي او په اصل کي يي کوم نقص زه نه وینم او که تاسو ته معلوم وي چي کوم اصل يي داسلام سره په ټکر کي وي نو لطفا يي راپه ګورته کړی چي امارت يي اصلاح وکړي او که نه نو چي مونږ ته خو رامعلوم شي چي ځان تري وساتو او که نه هسي په هسي دي بدي شي نوبیا خپل ځان ته لږ متوجه شه کیدی شي وروره تاسو کي کوم کمي وي او خپل عیب د ولو منځ دی چاته نه ښکاري لږ ځان چیک اپ وکړه .
خفه نشي ګستاخي معاف کړه زه او ته دواړه افغانان یو او یو به دبل اصلاح کوو او خفګیان به نه کوو او نه به یي جوړو او نه به یو دبل سپکاوی کوو بس یو علمي او اخلاقي بحث به کوو او چي کله دي هم زما په حق تیری وکړ نو نو ر درسره هڅ نه شم کولی خوبس ځواب به يي نه درکوم او اینده کي به هم درسره بحث نه کوم .
نو وروره د ورورۍ په فضا کي به بحث کوو دا اولنی او ضروري شرط دی.
ستاسو د علمي او اخلاقي بحث کتونکی او ستاسو دخوښۍ په هیله
ستاسو مشر ورور مومندافغان


Tofan Khan
23.07.2011

مومند صیب ځمونږ غټ کمی دا دی چی په خبره پوی نه یو خو هسی به ځان اوچت اوچت غورځو
خبره په ډیموکراسی جمهوریت او اسلامی نظام کی نه ده ځکه دا خو هرچاته پته ده چی اسلامی نظام او ډیمکراسی خپل مینځ کی لکه مشرق او مغرب دی

خبره داده چې اسلامی پارټیانی او تنظیمونه خپل مینځ کی یو بل ته کافر وای
لکه د پاکستان انصار الاسلام او لشکر اسلامی
دارنګه د افغانستان حزب اسلامی او امارت اسلامی
تا ویلی وو چی څوک امارت اسلامی نه منی هغه به امریکا منی خو داسی نده ځکه مونږ دا نه منو چی ګنی امارت اسلامی د ټول اسلام واکدار دی او د امارت نه بهر نور اسلام نشته
مونږ د امارت نه بهر هم اسلام وینو چی هغوی امریکا هم نه منی کرزی او ډیمکراسی هم نه منی د اسلامی نظام د پاره کار کوی خو امارتیان صرف یوه خاصه طبقه خلک او یوه خاصه ډله ګڼی.
نو امارت صرف یو پارټی ده ځکه نو دا حق نه لری چی خپل ځان نه علاوه نورو ته کافر او یا د امریکیانو خلک اوایی
اوس که څوک په حزب اسلامی اعتراض کوی نو هغوی امریکیان یا کرزیان شو څه ؟ نه هیس کله نه همدارنګه که څوک په امارت اسلامی اعتراض کوی نو هغه هم امریکیان یا کرزیان نه دی
افسوس خبره دا ده چی کله څوک په امارت اسلامی اعتراض کوی نو دوی داسی فکر کوی چی ګنی مونږ په ټول اسلامی نظام اعتراض کوو او یا خدای مکړه لکه مونږ چی جهاد نه انکار کوو
نه داسی نه ده اسلامی نظام بیل شی دی او امارت اسلامی بیل شی دی
اسلامی نظام مکمل اسلام دی خو امارت یوه محدوده سیاسی پارټی ده چی د قدرت د پاره خپلو رقیبانو سره اړمه ده
همدارنګه جهاد په اسلام کی فرض دی خو د امارت جنګ صرف یو سیاسی جنګ دی
د اسلام او جهاد نوم نه غلطه فایده اغیستل هم یو سیاسی چال او فریب دی

خیر دی مونږ په دی یقین یو چی زمونږ ساده ګان ورونه د اسلام او جهاد په نوم ډیر زر غولیږی خو د سیاست او زمینی حقایقو نه خبر نه دی

زمونږ د ساده ګانو ورونو اسلامی او جهادی جذبه ایمانی جوش او اسلام د پاره قربانی د ډیر زیات احترام او صفت لایق ده خو ارمان چی د بل چا د غیراسلامی او سیاسی هدفونو ښکار کیدلی نه

مرده باد د کافرو یهودیانو نظام زنده باد جهاد او اسلامی نظام


۰
23.07.2011

السلام علیکم ورحمةالله
وروره خبره داسي نده، زه فکر نه کوم چي امارت دي هم د حزب اسلامي ،جمعیت اسلامي ،وغیره وغیره پشان یو تنظیم او ډلګی وي که چیري وي نو بیا ستاسو خبره بیخي صحیح ده خو امارت اسلامي چي تراوسه مونږ تعقیب کړی او ګورو يي کوم خاص تنظیم ندی او نه دکوم تنظیم سره شخصي عناد لري بلکي هر هغه چاته چي اسلامي نظام غواړي په مخ يي دروازي خلاصي دي دا چي څوک نه ورځي بیله خبره ده.
او تاسو دحزب اسلامي ذکر کړی نو وروره ډیر وبښه زه پوه نشوم کوم حزب اسلامي؟ پدي نوم خو اوس مهال کوم تنظیم نشته !
پخوا یو تنظیم وو د روسانو دجهاد په وخت کي بیا ویلي شو او اصلي منشیان يي ټول تیت په ترک شول او یو تعداد يي په کابل کي خپل تنظیم داسلامي ټکي په حذف سره رسمي کړ او اوس د امریکایانو سره د یو بوتل نه څښي ، او یو ګلبدین صیب ورنه پدي عذر بهر پاتي شو چي هلته بیا شمالي ټلواله ده چي دا صاحب ورسره حساسیت لري نه فکري اختلاف.
اویو څو يي په شمشتو کي دپاکستان لپاره کارکوي او په شمشتوستان کي چي څوک مجاهد وویني نو سملاسي ناپاکستان ته خبر ورکړي او چاپه ووهله شي او سپیڅلي مجاهدین [ستاسو په قول غولیدلي افغانان] بیا د تورو تمبو شاته کړي.
او اوس خو لا انجنیر صیب په ملايي کي هم ګوتي وهل پیل کړي او داسي مي هم واوریدل چي قرانکریم يي د ډارون په نظریه تفیسر کړي.
نو هغه حزب خو ایکسپیر شو خفه نشي ،او که کوم بل حزب اسلامي جوړ وي کاغذپیچ نو که رواودي ښوده ډیر ثواب به وګټي اخر افغان ورور مي يي ښه رانه مه سپموه را وي ښایه!
نوربیا ان شاءالله


Tofan Khan
23.07.2011

ډیر د افسوس ځی دی چی مسلمانان خپل مینځ کی دومره حساسیت او ضد لری
ګمان می نه شی چی د دومره حساسیت او ضد سره سره به ملایان په انجنیرانو او مکتبیانو بیا حکومت وکړی
بس صرف د خلی خبری او د زړه کینه ده خو کاشکی د چا په مبارکو خلو څوک اکسپایر کیدلای
داسی ارمانونه ټول ملایان کوی خو دا ارمانونه به یی همداسی په زړه کی پاتی وی د خیره سره.
که امارت اسلامی یو تنظیم نه وی نو بیا به یو اسلامی خلافت وی نو او مشر به یی هم د اسلام په شرایطو برابر خلیفه وی ځکه نو د دنیا په ټولو عربو او عجمو مسلمانانو فرض ده چی بیعت ورسره وکړی او کنه نو د امام حسین پشان حالاتو سره به مخامخ شی :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:

هغه څوک چی په سیاست او ډپلوماسی نه پوهیږی د خپل ساده توب او ناپوهی د وجی نه په رڼا ورځ د پاکستان حکومت هم شرموی او بدناموی او د حزب کیمپ هم شرموی او بدناموی د داسی خلکو نیول او سپارل یوه سیاسی مجبوری او د ډپلوماسی تقاضا ده
د پاکستان حکومت هم دا خلک په خپل زړه او رضا نه نیسی ځکه چی دا خو د هغوی خپل خلک دی خو کله چی دوی د ناپوهی د وجی نه خپل ځان وشرموی نو افغان قونصلګری د پاکستانی حکومت نه د هغوی د نیولو غوښتنه وکړی ځکه نو د پاکستان حکومت ته هم بله بانه نه وی پاتی همدرانګه حزب هم د حکومت د شر نه ځان محفوظ ساتلو د پاره د ظاهري ډپلوماسی نه کار اخلی چی همدا د هوښیارتیا او سیاسی بصیرت تقاضا ده خو زمونږ ساده ملایان په سیاست او ډپلوماسی څه پوهیږی ځکه نو په هرچا بد ګمان کوی.

په همدی ځی نور بس ځکه خبره د دشمنی او عناد ده نه د اسلام او جهاد


-
23.07.2011

[quote:9195c4c800]خبره داده چې اسلامی پارټیانی او تنظیمونه خپل مینځ کی یو بل ته کافر وای
لکه د پاکستان انصار الاسلام او لشکر اسلامی
دارنګه د افغانستان حزب اسلامی او امارت اسلامی [/quote:9195c4c800]
طوفاني صیب غلط پوه شوی یې او یا خو غواړې مونږ (لوستونکي) غلط پوه کړې.
دا خبره دې زه نه منم چې امارت د حزب اسلامي غړو ته کافران وايي.
زه نه پوهیږم چې ستا او د مومند افغان ترمنځ به پخوا چیرته او په څه باندې بحث تیر شوي وي خو که مومندافغان رښتیا هم ویلي وي چې د امارت په نزد حزبیان کافران دي نو دا یې زما په اند چې د خپل شخصي نظر نه علاوه بل شی نه دی. او زه چې فکر کوم د امارت او حزب ترمنځ اختلاف دې حد ته نه رسیدلی چې یو پر بل د کفر فتواوې راوباسي که ستا زړه یې غواړي دا بیله خبره ده.


۰
23.07.2011

السلا
م علیکم
کلیوال صیب دي پخوا زما او طوفان خان صیب ترمنځ هڅ بحث ندی شوی البتة که دا صیب په کوم بل نوم هم اکاونټ لري نو بیا کیدی شي خو بیا هم زه پدي متیقن یم چي داسي مي ندي ویلي چي امارت حزب ته کافر واي او دا پورتنی بحث مي ورسره تیر شوی دا تاسو پخپله کتلی شي.
زه دي نه خبر نه وم چي صیب حزبي دي ما ویل چي یواځي د کرزي صیب د اداري سړی دی نو ځکه مي داسي ولیکل او چي حزبي دی نو ......بس څه به نه وایم.
خو دومره وایم چي طالبان یو اسلامي امارت دی او ورنه مخالفت يي بغاوت ګڼم که نور څه نه وي نو لږ تر لږه دي یو سړی زما په شان غلي کیني او مخالفت دي نه کوي او حزب خو بیاحزب دی نو څه پکي نشو ویلي پخوابه هم چي چا به حزب اعتراض قدري وکړ نو بیا به سبا نه وو.
مومندافغان


عادل عادل
23.07.2011

السلام علیکم

مومند افغان صاحب ستاسو څخه د هوا په څپو کې توده غیږه ګډوم، او له اوږده غیاب وروسته ډېر ډېر ستړي مشې او ښه راغلاست درته وایم، په خدای چې یادېدې مو، او دوعاوې مو درته کولې. خوښ یم چې بیا مو لیکنې لولم.


طالب ISI
23.07.2011

دغه ډلې که نور هیڅ هم نه شي کولای دومره خو کولای شي، چې له خپل نامه څخه اسلام لرې کړي.

د لښکر ډله، یا د انصارو ډله د په ځان نوم کیږدي.

ځکه د قیامت په ورځ خو به حد اقل ددې حساب او کتاب نه ورسره کیږي، چې ولې مو اسلام بدنام کړ. لکه څنګه کې چې تنظیمونو د مجاهد نوم بد کړل، او طالبانو هم په ځینو مواردو کې اسلام بد نام کړ.

حضرت محمد ص هم مجاهد وو، صحابه کرام هم مجاهدین وو، خو د یوه صحابي جهاد د زیاترو افغان مجاهدینو جهاد داسې دي، لکه کفر او اسلام.


عنوان

spinkar
23.07.2011

شاهير صيب ډيرې منطيقې او سپينې خبرې کوې خو لږ په قران شريف کی مطالعه ور زياته کړی چه په ايته او حديث شريف سره ثبوت وخورې نو بيا ټول درته تسليميږې ځکه بعضې ليکنې او نظرونه مو د اسلام او په قرانې احکامو موافق دې
جنايتکار په قران کې هم ځپل شوې دې که تاسو خپل نظر پسې يو ايته دقران شريف ورزيات کړې بيا خلک باور کوې چه دا سړې خو واقيعت واې په غير له هغنې نه خپل وخت ضايع کول دې ، لکه سړې چه خره ته رباب ووهې ،ځکه جامعه له دانش نه ورسته پاتې کول شوی ده ، يعنې چا نه دي غوښتې چه جامع دانش پيدا کړې چه خپل ښه او بد وپيژنې
نن د هنر غيرت ځوې په ناروې کې دپوليسو وظيفه اجراکوې هنر غيرت شينوارې او رحمان بابا دليسې نه په نقل او واسطو خلاص، خو خلقې حذب کې و، ولې ې ځوې دافغانستان پوليس نه کيدلو چه چه دناروې پوليس کيږې؟
ولې امپرالياليزم ته دې پناه راوړې ده؟
ولې د لينن په څنګ کې دې پناه ونه غوښتله؟
په ناروې څه کوې ؟
،هنر غيرت دننګرهار دشينوارو دهسکې مينې اوسيدونکې او خلقې ځوان او د هواې ډګر مسئول وې ستا دترکې ،ا مين او کارمل حساب به در سره په ناروې کې هم کيږې خو وخت غواړې لکه د حسن مبارک دمصر سره

ببرک شينوارې هم دچا له ياده نه دې وتلې دجنايتکارانو ملګرې په خپله جزابه که ځان د اولسې جرګې مشر کړی او که بهر ته لکه هنر غيرت وتښتې؟
دعقدې نه ډک افغان او بيا پښتون


طالب ISI
24.07.2011

وروره یوه ورځ له یوه عالم سره ناست وم نو هغه د ټوکې له مخې وویل چې که هیڅ ملا ، دین هم نه وي، د انسان نفس هم تر ډیره حده پدې پوهیږي چې کوم کار بد او کوم ښه دی، خو دا چې خلک یې کوي، دا بیا ددوی ضعف دی.

په پیښور کې مې ډیر داسې خلک لیدلي، چې کله به یې خبرې پیل کړې، نو لس دقیقې به یې الحمدالله..رب عالمین... و العاقبت...بیا به یې آیات وویل ، بیا یو حدیث...

خو چې خبرې به پیل شوې، بیا به یې څوک کافر کړل څوک مسلمان. استاد ربانې او حکمتیار خو د په یاد دي.

نو ځکه بدون د علمي موضوع څخه د آیت استعمال د خپلې خبرې د قوي کولو لباره ماته ډیر ښه کار نه بریښي.

مطلب ډیرو خلکو آیت او حدیث د خپلو سیاسي ګټو لپاره استعمالول او اوس یې هم استعمالوی.
او بل خلک مختلف دي، اوس اسلام کې وایې چې یو ژوند د په ناحقه واخیست لکه ټول خلک چې د وژلي وي، او همدرانګه ځان وژنه ناروا ده، ځینې علما همدغه آیت دلیل نیسي او وایې ځانمرګي بریدونه باید ونه شي.

خو بل طرف ته هغه ډله چې ځان مرګي برید کې خپله سیاسي ګټه ویني، وایې، ابم تمیمیه ویلي چې که د جهاد وقت کې یو عام وګړی د لوږې مړ کیږي، خو یوبل مجاهد له جهاد څخه پاتې کیږي، نو ددغه وږې سړی ډوډی په زور ترې واخله تر څو مجاهد جهاد وکړي. سړی خیر که مړ شي.

او د ځان مرګي برید په ترڅ عام وګړي چې مړه کیږي، هغه ته به هم همداسې کوم دلیل درته ووایې.

نور پدې حالاتو کې اوس د چا منې؟

نو ځکه بهتره ده، یواځې له عقلي دلایلو کار واخلو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more