د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جنرال حمید ګل : افغانستان کې باید طالبان ایتلافي حکومت ونه مني

طالب ISI
04.07.2011

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand1&article=27612

د منحوس آی،اس،ای څیره نوره هم بربنډه شوه، دوی غواړي چې افغانستان کې جنګ دوام وکړي.

یا خو د حکمتیار، طالبانو، حقاني ګډ حکومت جوړ شي، چې هغوی بیا خپل پخواني شکل امارت جوړ کړي، او بیا یې نړی په رسمیت ونه پیژني، په ترڅ کې یې بیا افغانستان په نړی کې په یوه غیر رسمي دولت بدل شي، او دوهمه سومالیا ترې جوړه شي، تر څو بیا پاکستان یې د خپلې کباړخانې په توګه استفاده کړي.
۱. ټول کانونه دوی استخراج کړي
۲. افغانستان خو خپله د بندونو وس نه لري، چې څوک یې په رسمیت ونه پیژني، نو هیڅ د بیا رغونې کار به نه پکې کیږي.
۳. هند کې به افغاني محصلین تحصیل نه شي کولای، ټول مریضان به مو پاکستان ته ځي.
۴. بس غیر اعلان شوي غلامان به وو.
۵. الوتنې به بندې وي، د پاکستان له لارې به ځو او راځو.

ښکاره خبره ده چې طالبان هم دغسې کارونه نه غواړي، خو پاکستان غواړي چې طالبان ددوی په خوښه کارونه وکړي.

تاند (یکشنبه/سرطان۱۲مه): د پاکستان د نامه توري استخباراتي ادارې ای ايس ای مخکيني ريس متقاعد جنرال حميد ګل افغان طالبانو ته لارښونه وکړه چې له حامد کرزي سره ایتلافي حکومت جوړ نه کړي .

حميد ګل وويل اوس هغه وخت راغلی چې امريکا په افغانستان کې د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو نيت لري خو طالبان باید پوی شي چې د پاکستان ملګري څوک دي .

جنرال حمید ګل د پاکستان له یوه خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې نن(د يکشنبې په ورځ) وويل: کرزی د پاکستان دوست نه دی بلکې اوس اسلام اباد ته مجبور شوی دی .

د ای ایس ای دغه مخکينی مشر او د طالبانو سر سخت ملاتړي زیاته کړه، که افغان طالبان له کرزي سره ایتلافي حکومت جوړ کړي دا به د پاکستان لپاره ښه نه وي .

حمید ګل دا ونه ويل چې دغه ایتلاف د افغانستان لپاره ښه دی که نه ؟

جنرال حمید ګل دا هم وویل چې ضرور نه ده چې طالبان دې په افغانستان کې واکمني وکړي بلکې نور کسان چې هغه هم پاکستان دوسته وي بايد پر افغانستان واکمن وي ؟

د سیاسی چارو شنونکي په دې باور دي چې ای ایس ای اوس له دې ډاريږي چې افغان طالبان به له کرزی سره ګډ حکومت جوړ کړي .

د دوی په وينا دا کار به د افغانستان په ګټه او د پنجاب د منافعو خلاف وي چې ای ایس ای یې نه شي زغملی

http://www.youtube.com/watch?v=N0Bm15jsKHk
دغه ویډیو کې دده خبرې وګوری، دده خلاصه مطلب دادی، چې که د کرزي حکومت سره طالبان یوځای حکومت جوړ کړي، نو بیا هند ته باید افغانستان کې ځای ورکړل شي، ځکه دوی ۱.۳ میلیارده ډالر مصرف کړي، دی وایې هندوانو ښونځي، روغتونونه، سړکونه جوړ کړي، او که هند ته ځای ورکړل شي، نو دغه کارو ته به نور هم ادامه ورکړل شي، او دا بیا د پاکستان، ایران او چین په تاوان دی.

دی وایې یو عبوري حکومت باید جوړ شي، او اوسنی اساسي قانون په ځای د طالبانو اسلامي قانون عملي شي.

بل ځا ی کې وایې چې پاکستاني طالبانو د افغانستان څخه حمله وکړه، څو ملیشه یې ووژل، نو که د طالبانو او کرزي حکومت جوړ شي،دغه ډول حملات به ادامه پیدا کړي، همدارنګه د اسامه وژلو ته اشاره کوي،چې د افغانستان څخه په دوی حمله وشوه.

په عین حال کې خپل ځانه ته نه وایې چې ولې دوی د انګریز قانون عمل کوي....


pattang
04.07.2011

تاند څوک دي ? پخواني هېواد پلرونکي .
طالبان به هيڅکله له کرزي سره اتلافي دولت جوړ نکړي ، حميد ګل خو داخبره
بده نده کړې ٠ له کرزي سره حکومت دصليبي اشغالګرو غلامي ده او بس٠


Naeem sadat
04.07.2011

vؤظ


larghonay laraway
04.07.2011

السلام عليکم!
که افغانستان چېرته يو ځانګړی هيواد وي نو کرزی او ملاعمر د افغانستان دي، ورسره ګلبدين، حقاني او نور ټول بايد په خپلو کې په خپله تصميم ونيسي نو د حميدګل يې په کې څه او حميدګل د کوم باغ مولۍ ده؟
حميدګل بايد وشرمېږي او نور د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بنده کړي!
که نه شرمېږي هغه کړۍ بايد وشرمېږي چې د حميدګل سره تړلې دي!


طالب ISI
04.07.2011

یاره ټولې خبرې درسره منم، چې فساد، رشود، قتل هر څه موجود دي. خو که ته غواړې چې په زاړه امارت به شل شي هم امکان نه لري.

شمالي ټلواله کې دومره نور څه پاتې نه دي، اوس یواځې یو وزارت ورسره دی، او شمال کې د تخار او مزار ولایت. که طالبان یې عطا محمد هم ختم کړي، نور چندان څه نه دي پکې پاتې.
او ښه خلک یې دددغه وطن بچیان دي، او هر څه کې حق لري. ضرور نه ده چې بیا د غلجیانو امارت قایم شي.

نور خلق هم حق لري.

او د فحاشی کیسه کې مه اوسه ، ځکه چې دلته ځایونه پرې بند کړې، پیښور او اسلام آباد ته ځي، تر هغه خو کابل کې ښه دي، یو څه پرده خو به مو خوندي وي.

او بل باید ترکیه غوندې یوه ټولنه شو، هلته حکومت کوښښ کوي، چې د خلکو دسترخوان ډک وي، کور ولري، کار ولري، نور پدې کې نه دي، چې چیرته عیاشي ده، که نه ده، او چې څومره چیرې ظلم کم وی، د خلکو د نس چاره وشي، خدای هم هغه ملکونو سره مرسته کوی. ځکه د یو عادل کافر پاچا پاچاهي دوام کوي ( لکه د ټولې اروپا کافر دولتونه)، خو د یوه ظالم حاکم (ملا عمر، حکمتیار، رباني، نجیت، کارمل....) پاچاهي دوام نه کوي.

ته خپله آرامه کاناډا کې ناست یې ، او خیالونه د حزبیانو لرې. د حزبیانو فرمایشونه هیڅکله هم کم نه شول.

کرزی صاحب د ټولو منفي کارو سره،سره بیا هم ښه سړی، دی، که د طالبانو جنګونه نه وی، او د شمالي ټلوالي فساد نه وی، نو ده به ډیر نور کارونه هم کړي وو.

او دا دي لس کاله خو خدای پاک دده حکومت ته دوام ورکړ.

اوس که داسې وشي،چې دغه یو څو نور شمالي ټلوالې واله د طالبانو په وسیله والوځول شي، او بیا طالبان د ټولټاکنو له لارې حکومت وکړي، او د کرزي صاحب هغه صادق خلک ( احدي، ذاخیلوال، احمذی، فاروق وردګ، ارغندیوال، جلالي )هم وسره مل شي، نو بیا د شمالي ټلوالې پاتې شونې ورته د ټینګې نه دي.

زما او د ځینو ورڼو فرق دې کی دی، چې دوی زوړ امارت غواړي، ورسره د پاکستان غلامي، او ورسره کیبل، وهل، اوږده ګیره، نا رسمي دولت .

زه بیا غواړم چې هغه ښه صفتونه چې طالبان لري، او هغه امکانات او ښه صفتونه چې د کرزي دولت لري، دا ټول سره یوځای شي، او یو ښه قوي حکومت جوړ شي. تر څو نور د پاکستان له غلامتوب څخه خلاص شو، وطن مو آباد او سوکاله، شي. د اولس مشرتوب معیار ملاتوب، خلقي توب، کمونست توب، پاکستاني توب، ...نه وي، بلکې د خلکو خدمت او دو طن آبادي د مشرتوب معیار وي.

او چې ټولټاکنې نه وي، بیا کارمل ، ملا عمر، نجیب، مسعود، حکمتیار هر یو ځان ډیر د مشری وړ سړی بولي. خو ملت بیا ښه پوهیږي چې څوک د مشری سړی دی.

او پاکستان غواړي چې افغان اولس دغه حق ونه لري، ترڅو دوی خپل ګوډاګیان په افغانانو مشران کړي.


larghonay laraway
04.07.2011

جنرال حميدګل به ترې وغورځوو او په ائتلاف به خبې وکړو!
زما په نظر خو ائتلاف ناشونی دی ! ځکه چې په ائتلاف کې خو به خامخا طالبانو ته هم په حکومت کې وزارتونه ورکوي او د طالبانو په ډله کې لومړی حق د ملاعمر دی ځکه چې هغه د طالبانو مشر دی!
خو دا چې ملاعمر انپړ دی نو ايا ستاسو په نظر ائتلاف شونی دی؟
ايا طالبان به دا ومني چې د مشر توهين يې وشي او هيڅ وزارت ورنه کړل شي؟
له همدې کبله يو شمېر طالبان له ائتلافه وېرېږي هم!


هوتک
04.07.2011

shaheerلیکلی‎[quote:9d03ba33e0]‎ضرورنده چی بیادغلجیانو امارت قایم شې[/quote:9d03ba33e0]‎پر تا هم چه نوره وتړل شې هسې تورونه پورې کوې؟
امارت دغلجیانو نه وو قربان دې شم اسلامې امارت دټولو افغانانو وو،
داسلامې امارت په وخت دمورې زوې نه وو چه دچانه د قوم پوښتنه وکړې؟
اوکه ته وایې چه ملامحمدعمر حفظ الله هوتک وو نو داخو دامعنانه شوه چه ټوله واک دهوتکو شو،
کرزی پوپل زی دی،
اوس که یو سړی ووایې چه نن ورځ ټول واک دپوپل زو دی دابه څوک ورسره ومنې؟؟؟
نه هیڅکله نه، ‏


عادل عادل
04.07.2011

السلام علیکم

شهیر صاحب، تاسو یې زوړ او نوي پسې مه ګرځی، ځمکني حقایق، یرغلګر، د دوی کورني لاسپوڅي او عامه خلک ټول په دې باور دي چې دا وړی د طالب د بیا راتګ نه بغیر نه شړی کیژي.

تاسو که د کرزي په لاسپوڅې اداره کې د یوه عادي مامور نه هم پوښتنه وکړی، نو پورتنی یقین یې تر عام ولس ډېر مضبوط دی، ځکه دوی د لاسپوڅیو فساد او افغان دښمني له نږدې ګوري.

نو پر ځای ددې چې ددوی د بېرته راتګ په مسیر کې د یرغلګرو او مداخله ګرو هېوادونو د ارمان سره سم کمینونه جوړ کړو او یا د شیطاني دامونو تارونه شو، بهتره به داوي چې نیکې مشورې ورکړو، خپل وجود یې وګڼو، د تورونو پر ځای د قربانیو تقدیر وکړو، د نړیوالو یرغلګرو په وړاندې یې ملاتړ وکړو، تر څو خپلمنځی بین الافغاني اعتبار بېرته احیا او ملي وحدت ته لار خلاصه شي.

دا د حل لاره نه ده چې ووایو ملاعمر امپړ دی، په یرغلګرو او لاسپوڅو کې خو یو امپړ هم نشته، خو ددوی شفقت، انسان دوستي او بشرپالنه ټولو د سر په سترګو ولیدل.


Naeem sadat
04.07.2011

jhhggh


طالب ISI
04.07.2011

ملت وال صاحب کله چې افغانستان څخه روسان ووتل، او نواز شریف په پارلمان کې وویل چې ما د افغانستان سل کلنه اردو ورانه کړه، او ددوی پلان چې مجاهدین سره په جنګ واچوي، او دوی یواځې په بل شوي، اور تیل پاشل، آیا هغه هم د همسایه دنده وه؟
آیا هغه هم د اروپایانو د همسایه توب کاپي وه؟
په ۱۹۹۳ کال کې چې کله ای،اس،ای د حزب اسلامي هغه عملیات چې پیښور کې به یې د عیاشی په ضد کول ودرول، تر څو افغانان بې عزته شي، هغه هم د مسلمان ورو همکاري وه؟

آیا د عربو محاهدینو او ځینو طالبانو خرڅول هم ددوی اسلامي ورور ولي وه؟

که لست درته ولیکم، شاید دری ورځې یې هم ونه لولې.
د پاکستان پوځ او ورسره ای،اس،ای د خپل ملت وینې ځبیښي، او په خاص توګه د بلوڅ او پښتنو، بیا د افغانانو خو داسې ځبیښي لکه دیوان.

دوه حکومته په دغه نړی کې د خیر په نیت نه دي جوړ ۱. اسرایل ۲. پاکستان

ددوی څخه د خیر طمعه کول داسې دي، لکه سړی چې د ابلیس څخه د خیر طمعه کوی.


pattang
04.07.2011

لرغونيه بيا خو به دچرس نوي وهلي دا دې څه شی ليکلي !
نه سر لري نه بېخ !

[quote:2ccbe78b62="larghonay laraway"]جنرال حميدګل به ترې وغورځوو او په ائتلاف به خبې وکړو!
زما په نظر خو ائتلاف ناشونی دی ! ځکه چې په ائتلاف کې خو به خامخا طالبانو ته هم په حکومت کې وزارتونه ورکوي او د طالبانو په ډله کې لومړی حق د ملاعمر دی ځکه چې هغه د طالبانو مشر دی!
خو دا چې ملاعمر انپړ دی نو ايا ستاسو په نظر ائتلاف شونی دی؟
ايا طالبان به دا ومني چې د مشر توهين يې وشي او هيڅ وزارت ورنه کړل شي؟
له همدې کبله يو شمېر طالبان له ائتلافه وېرېږي هم![/quote:2ccbe78b62]


پښتون یار
05.07.2011

شهیر خانه هغه غټ بړوه درسه پاته شو ایران یادوم
ایران د ابلیس پلار دی تا تنها اسراییل او پاکستان یادکړی که څنګه؟!


larghonay laraway
05.07.2011

سلامونه!
لومړی خو بايد شهير صيب ته ووايم چې باور وکړه د ډېر شرم خبره ده چې د پښتنو تر منځ د خېل او زي خبرې کېږي.
زه خو وايم راځئ په هغه چا پسې په همغه مجلس کې وخاندو او سپک يې کړو چا چې د پښتنو تر منځ د بېلوالي، خېل او زي يا سيمې او لهجې خبرې يادې کړې.
دا ډېر سپک خويونه دي او که د پښتنو تاريخ مطالعه شي نو د همدې سپکو خويونو په سبب ورک شوي هم دي!

اوس به د پتنګ صيب خبرې ته راشم!
پتنګ صيب داسې ښکاري چې ما مخکې هم کله چرس وهلي چې تاسو راته د (بيا) کليمه کارولې ده؟

پتنګ صيب له ټوکو به تېر شو خو باور وکړه چې د طالبانو يوه ستره نيمګړتيا همدا بې علمي ده!
زه نه وايم چې ټول طالبان دې متخصص او باسواده وي، خو د سر سړي يې بايد د نړۍ سره ځان سم کړي.
د نړۍ په هيڅ سياسي ګوند کې بې سواده رهبر نشته او ملاعمر دې خدای لري نو!
طالبان خو په زرګونو دي کاشکې د زعامت لپاره یو بل وټاکي!

د ائتلاف خبرې:
افغانستان يو ځل بيا د برخليک ټاکنې له شيبو سره مخ دی!
داسې ښکاري چې امريکايان به يا ووځي او يا به محدودېږي خو بدلون راروان دی! په دې بدلون کې ټلواله هم د خپلې بقا او ځلا لپاره هلې ځلې کوي، پاکستان هم په افغانستان کې د خپلې سياسي او اقتصادي اغېزې لپاره لاس پښې وهي او نور هم .
طالبان که ائتلاف کوي، که مخالفت کوي او که په حکومت کې مدغم کېږي نو ښه دا ده چې له ټولو پښتنو سره ځان يو خېل کړي او په يو قوت کې راشي څو په راتلونکې کې په هر تصميم او هره ونډه کې د پښتنو حق پر ځای او پرتم يې ساتل شوی وي!
که طالبان د افرادو په شکل راشي او معامله وکړي او يا هم تل په مخالفت کې پاتې شي نو دا نه د پښتون، نه د مسلمان او نه هم دطالبانو په ګټه ده!
مننه


پتوال
05.07.2011

س :
د استخباراتي ادارې ای ايس ای مخکيني ريس متقاعد جنرال حميد ګل افغان طالبانو ته لارښونه وکړه چې له حامد کرزي سره
ایتلافي حکومت جوړ نه کړي . ددغه متقاعد حميدګل دغه مداخله څه معنی لري ؟
ځ :
اول خو دلته د ISI متقاعد او غير متقاعد رئيس يوشی دي او متقاعد هېڅ معنی نه لري،بلکې د موٍثريت له پاره متقاعد تر رسمي مامور مهم ځکه دی چې
هم پټ او هم ښکاره له طالبانو او القاعدې سره اړيکي تينګولی شي ، ومو نه ليدل چې د اسامه پټ ساتل او پالنه هم دISI متقاعدو جنرالانو کوله ؟
د حميدګل دستور طالبانو ته ډير بيشرمانه دی او په ګوته کوي چې طالبان دISI له کنترول بهر اود دستور پرته هېڅ نشي کولای .
د حميدګل ښکاره دستور طالبانو ته هم اخطار او هم د متقاعد په خوله بالکل رسمي شفر دی ، څو بيا د ملا برادر غوندې و نه وايي چې مونږ خبر نه وو .
خو د حميدګل دومره سپين سترګي چې افغانان د افغانانو په ضد
جګړې ته ښکاره سوقوي د طالب غورځنګ په مليتوب او استقلاليت په پوچه ادعا هم ډاګيزه ګوزار دی !
که د کرزېخيلو غوندې دلته هم ګوډاګيت په منځ کې نه وي ، نو د لاروي صيب خبره حميدګل څه کاره دی چې طالبانو ته د ښه يا بد دستور دصادرولو جرئت کوي ؟؟؟؟
ولې حميدګل د بادار په توګه ورته ګوته څنډي چې :
[color=yellow:4adda03538]((خو طالبان باید پوی شي چې د پاکستان ملګري څوک دي . ... کرزی د پاکستان دوست نه دی بلکې اوس اسلام اباد ته
مجبور شوی دی .... که افغان طالبان له کرزي سره اتلافي حکومت جوړ کړي دا به د پاکستان لپاره ښه نه وي ))[/color:4adda03538]
دلته طالبانو ته په ښکاره امر کوي چې تاسو هغه څه چې د پاکستان په ګټه نه وي هغه نشئ کولی او له کرزي سره اتلاف دپاکستان په ګټه نه دی نو نه به يې کوئ !
د پاکستان له دوستانو لکه ګلبدين ، حقاني او نور چې د پاکستان دوستان دي له هغوی سره اتلاف اجازه لرئ . هو!، که د پاکستان سره په پټه رباني،
سياف او نور هم په دوستۍ کې شامل شوي وي هم دومره ناممکنه نه ده ، ځکه د
د سولې د شورا رآس ته د ملا رباني غوندې د يو دسيسه باز ولې دور اندېشه سړي
رسېدل بالکل د اوسني حکومت په وړاندې له طالبانو سره
د يو پراخ اتلاف يا پراخه سياسي جبهې امکان لکه هګۍ شربلی او بچي کولی شي ! په داخل اوپاکستان کې د رباني سفرونه او سياسي
مشرانو سره يې ليدل بالکل سړي ته د نجيب پر ضد د پرچميانو کودتا رايادوي چې د شوروي له خوا يې ملاتړ هم وشو،
دلته هم لا له اوسه د امريکا په دريځ کې د طالبانو په اړه مثبت بدلون تر سترګو کيږي !
ښايي دابه يوه قانونمندي وي چې يو استعماري بادار قدرت د خپل ګوډاګي به هر ناز او نخره ومني، خو استقلاليت يې نشي منلای ،
ځکه نو د طالب استقلاليت ISI او د کرزي د حکومت استقلاليت USA هېڅکله  نشي زغملی ! آيا همداسې نه ده ؟؟؟؟
س :
ښه ، که د پتنګ ځواب راواخلو چې له کرزي سره اتلاف د طالبانو په ګټه هم نه دی ، نو حميد ګل خو ورته بده خبره نه ده کړې چې اتلاف مه کوئ ؟
ځ :
پاکستان ، په تيره د مسلم ليک ګوند، په تيره سټبلېزمنټ غړي يې ، اوردو او پوځي استخبارات يې او په تيره تيره بيا ISI ټول
د افغانستان سرسخت پخواني ، اوسني او راتلونکي دوښمنان دي ! نو هرڅه چې دوی د افغانستان له پاره ښه بولي هغه زمونږ له پاره بد
او زهر قاتل دي، او هر څه چې زمونږ له پاره ښه وي هغه به ضرور د ځان له پاره زهر قاتل بولي . نو د افغانانو تر منځ جنګ ختمېدل،
پوهاوی، نږديکت، ملي روغه جوړه ، ګډ اتلافي حکومت ، ملي وحدت او ورورولي دا ټول په نوموړو دوښمنانو قيامت جوړوي
او هېڅکله طالبانو ته دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په ګټه يو ګام هم پورته کړي .برعکس غواړي پر افغانانو د جګړې قيامت وغځوي
اوبه خړې کړي او سياسي ماهيان ونيسي !
داچې طالبان يې دتيز له رګه نيولي او مشرتابه يې په لاس کې ښکېل ده، نو څه چې غواړي پرې کولی يې شي ، پرې کړي يې دي او کوي يې !
څشی چې غواړي هغه يا ميم زرما ټوله زما ده او که نه د جنګ جګړې غځول دي، ځکه (( تا يک نفر افغان است .... مرده باز پاکستان است )) نو
په جنګ جګړه کې دواړو خواو ته پښتانه له منځه ځي ، له مطلق څخه نسبي اکثريت ته او له نسبي اکثريت څخه نسبي اقليت ته
را لويږي اوکه وسه يې ورسيږي = جګړه دوام وکړي نو مطلق اقليت ته يې هم غورځوي ،
د نسبي اکثريت په صورت کې يې له نورو څخه ګوښه او تضعيفوي ، د نسبي اقليت په صورت کې يې هر رول ته د پای ټکی ږدي
نو بيا يې خدای مکړه په مختمېدو او محوه کيدو حساب وبوله . دا ټول په پوځي سياست کې د طالبانو پواسطه پلي کوي ، دا ولې(؟ )
دا ځکه چې تر دوی ساده ، متعصب، ضدپالونکي، غچغوښتونکي ، ځاندوښمنه او په څلوري روان پښتانه نور نشي موندلای !
ISI په هېڅ پښتون هېڅکله باور نه کړی او نه يې کولی شي، ښه مثال يې حکمتيار دی چې له ټولو جناياتو سره سره چې پاکستان له پاره يې
د خپل ولس په وړاندې تر سره کړل دISI د باور او اعتماد وړ ونه ګرځېدۀ او قدرت يې رباني ته انتقال کړ، خو کله يې چې طالبان وليدل،
ددوی شان او شوکت ته يې داسې ښکته پورته وکتل او ددوی له سياسي تفکر، تعقل او تدبر څخه خبر شول نو له ځانه سره يې وويل :
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
..................................................... چا (؟) ويل چې په درياب کې ګوهر نشته ؟؟؟؟
او وايي چې واه واه داسې قوم ُ ُ جاهلون خو مونږ په اسمان غوښتل او خدای په ځمکه راکړل !
نو هلئ راټينګ يې کړئ چې درنه خلاص نشي ،ځکه چې څه هم ور ته وايې ، هغه که هر څومره ددوی په زيان وي دوی خپل دوښمن ،
خپل سياسي سود او زيان نه پيژني نو ښه بيدرېغه يې درته کوي، که بيا دوی هم څه ووايي هغه به هم ستا په ګټه وي ،ورته کوه يې !

س :
دا ولې او دا څنګه امکان لري ؟
ځ :
ددې امکان او واقعتوب د هغه چل او چال پورې تړلی دی چې لاروي صيب په ګوته کړی :
د ټولو طالبانو په رآس کې د يو انپړ ټاکل صرف د همدې هدف له پاره هغه موفق مېکانيزم و او موفق ميکانيزم دی
چې ISI ترې ډير کار اخيستی او نور به لا څومره ترې اخلي !


Naeem sadat
06.07.2011

منځه یوړه ،او که ویلی هم وی نو باټی یی ویشتلی
ځکه چی دافغانستان اردو روسانو له منځه یوړه اوکه ته پدی خبر نه یی نو تاریخی اثار وګوره


عتیق الله
06.07.2011

ملتوال خانه ته د هغی ساده باده ليونډرته نجلی غوندی یی چی غره ته تللی وه او شپانه ورسره هر څه کړی وو خو هغی به ویل ته ودری چی دا څه کوی!
دا که ته تا تراوسه د پاکستان دشمنی نه وی احساس کړی نو ته اصلاً احساس نه لری، سواد خو بېله خبر ده!
پاکستان د افغانستان دومره سرسخت دښمن دی او دومره بد یی ورسره کړی چی اسرائيلو له فلسطینيانو سره هم نه دی کړی!
افغانانو په هډ او دماغو درک کړی ځکه چی د پاکستان نوم واوری نو مخکی تر مخکی پوهيږی چی د انګریز بچی دی او د افغانانو دښمن دی!
زه خو تاته حیران يم چی لا پښتو هم ليکی او شرمېږی نه د افغانانو د دښمن هغه هم د يو ناولي او چټل دښمن پاکستان دفاع کوی
تولعنت شه او په تا شه
افغانان انسانان دی، احساس لری او د پاکستان دښمنی یی درک کړی هیڅ دليل او منطق ته اړتیا نه لری!

دا که د افغانستان جګړه نړيواله وي نو پاکستان بيا د نړيوالی ټولنی سره ولی خوله چينګه چينګه کوي!
د امريکا ډالرو ته يي ولی لنګ ولوید او هډه يي ورکړه چی په افغانستان کی طالبان ووژني!
په افغانستان کی د ناټو اکمالات ولی کوی!
دا چی له يوی خوا د افغانستان په نړيوالی جګړی کی د امريکا او متحدينو ملګرتیا کوی او له بلی خوا د هغوی د دښمن طالبانو سره خواخوږي کوي او امرونه پري کوی چی ائتلاف وکړی يا نه ، له دی معلومیږی چی پاکستانيان او په ځانګړی توګه حميد ګل شرم نه لري او د پاکستان په مشهور ځای هيرامنډوي کی زیږیدلی دی!


Naeem sadat
06.07.2011

مخی دضد په لومه کی ولویږو


pattang
06.07.2011

عتيق الله ! فکرد ونيسه خپلو کنځلو ته ، اداره داسې سپکې نشي زغملی !
ملتوال ساست کوي اوته احساسات هغه هم په ډېره ضعيفه انرژي !
ملتوال ،زه اوبل په نني سياست کې داسې خبرې کوو ، بله ور ځ به نورې
خبرې وي. مونږ دپاکستان دفاع نده کړې ، خبره د هغې خوا په عسکري پښتنوکې
وه.پاکستان ولوکه زه مونږ دوښمن هم دی نن ضرورت ورته لرو !
چې ضرورت و ي زهر به هم څشې !
نور نو خپله هوشيار سړی يې!

[quote:6f20cac3d6="عتیق الله"]ملتوال خانه ته د هغی ساده باده ليونډرته نجلی غوندی یی چی غره ته تللی وه او شپانه ورسره هر څه کړی وو خو هغی به ویل ته ودری چی دا څه کوی!
دا که ته تا تراوسه د پاکستان دشمنی نه وی احساس کړی نو ته اصلاً احساس نه لری، سواد خو بېله خبر ده!
پاکستان د افغانستان دومره سرسخت دښمن دی او دومره بد یی ورسره کړی چی اسرائيلو له فلسطینيانو سره هم نه دی کړی!
افغانانو په هډ او دماغو درک کړی ځکه چی د پاکستان نوم واوری نو مخکی تر مخکی پوهيږی چی د انګریز بچی دی او د افغانانو دښمن دی!
زه خو تاته حیران يم چی لا پښتو هم ليکی او شرمېږی نه د افغانانو د دښمن هغه هم د يو ناولي او چټل دښمن پاکستان دفاع کوی
تولعنت شه او په تا شه
افغانان انسانان دی، احساس لری او د پاکستان دښمنی یی درک کړی هیڅ دليل او منطق ته اړتیا نه لری!

دا که د افغانستان جګړه نړيواله وي نو پاکستان بيا د نړيوالی ټولنی سره ولی خوله چينګه چينګه کوي!
د امريکا ډالرو ته يي ولی لنګ ولوید او هډه يي ورکړه چی په افغانستان کی طالبان ووژني!
په افغانستان کی د ناټو اکمالات ولی کوی!
دا چی له يوی خوا د افغانستان په نړيوالی جګړی کی د امريکا او متحدينو ملګرتیا کوی او له بلی خوا د هغوی د دښمن طالبانو سره خواخوږي کوي او امرونه پري کوی چی ائتلاف وکړی يا نه ، له دی معلومیږی چی پاکستانيان او په ځانګړی توګه حميد ګل شرم نه لري او د پاکستان په مشهور ځای هيرامنډوي کی زیږیدلی دی![/quote:6f20cac3d6]


طالب ISI
06.07.2011

ملتوال صاحب هسې ځان په ټګی وهې، که ریښتیا وایې، او د پاکستان طرفداري کوې؟

دا د صوات مجاهدین خو اسلام غواړي ، آیا د پاکستان د پوځ عملیات ددوی خلاف تاییدوې که ردوې؟


عتیق الله
06.07.2011

شاباس د نربچيه!
ملتواله شاپاش!
دغسی په ډاګه وينا خوند کوی!
پتنګ او دا نور هسی شف شف شفتالو کوی دا چی په ډاګه دی د پاکستان دفاع شروع کړه نو منم دی!

خو يوه درته وایم چی عقل او احساس دواړه ضرور دي!
که څوک ځانته افغان وایی، عقل او احساس ولری نو (پښتونخوا) د افغانستان خاوره ده او د افغان په تاريخ کی خاوره د افغان ناموس دی!
داچی پاکستان د انګریز په زور او رښتيا ستاخبره په عقل له افغانانو ناموس لاندی کړی نو بيا ته څنګه پښتون يې يا پښتو ليکونکی يی چی لاسونه دی هم نه لړزیږی او د پاکستان دفاع کوی؟
پتنګ ليکلي مونږ د پاکستان دفاع نه ده کړی!
لومړی خو زه د مونږ په معنی پوه نه شوم چی پتنګ ولی د يو پاکستاني مشرب سره ځان (مونږ) بولی؟

[quote:46584eb37a]ځکه ملتوال ليکلي:
او دا تا بیا دی پښتو په کوم کتاب کی لیدلی چی څوک دپاکستان سره دښمنی وکړی نو ښه پښتون حسابیږی او که دوستی ورسره وکړی نو بیا خراب پښتون حسابیږی او دپښتو ټیکه لکه چی تا وهلی ده
اوداچی پاکستان له امربکا ډالری اخلی او ملګرتیا ورسره کوی دا ټول پوچ تبلیغات دی [/quote:46584eb37a]
د افغانستان ملی شاعر ارواښاد ملنګ جان وایی:
اصل پښتون پښتونستان غواړی
چی بي غیرت وی پاکستان غواړی

زه خو طالبانو ته حيران يم چی په کوم وطن کی د زنا مرکزونو ته اجازه ورکول کیږی او د زنا او دووسی له مرکزونو (هیرامنډوي) ټکسونه اخلی او بیا د طالبانو دفاع کوی او وایی (افغانستان مین شرعی نظام جاری کرو)
لعنت د هیرا منډوی په حميدګل


pattang
06.07.2011

راځه بله خبره ! ته صليبي اشغالګرو او دچټلو لاسپوڅيو ته څه وايې ??
مونږ بايداو خپل ځان ازادکړو بيا پښتونستان ، سياست دبزو کار ندی !

[quote:a3a19d947f="عتیق الله"]شاباس د نربچيه!
ملتواله شاپاش!
دغسی په ډاګه وينا خوند کوی!
پتنګ او دا نور هسی شف شف شفتالو کوی دا چی په ډاګه دی د پاکستان دفاع شروع کړه نو منم دی!

خو يوه درته وایم چی عقل او احساس دواړه ضرور دي!
که څوک ځانته افغان وایی، عقل او احساس ولری نو (پښتونخوا) د افغانستان خاوره ده او د افغان په تاريخ کی خاوره د افغان ناموس دی!
داچی پاکستان د انګریز په زور او رښتيا ستاخبره په عقل له افغانانو ناموس لاندی کړی نو بيا ته څنګه پښتون يې يا پښتو ليکونکی يی چی لاسونه دی هم نه لړزیږی او د پاکستان دفاع کوی؟
پتنګ ليکلي مونږ د پاکستان دفاع نه ده کړی!
لومړی خو زه د مونږ په معنی پوه نه شوم چی پتنګ ولی د يو پاکستاني مشرب سره ځان (مونږ) بولی؟

[quote:a3a19d947f]ځکه ملتوال ليکلي:
او دا تا بیا دی پښتو په کوم کتاب کی لیدلی چی څوک دپاکستان سره دښمنی وکړی نو ښه پښتون حسابیږی او که دوستی ورسره وکړی نو بیا خراب پښتون حسابیږی او دپښتو ټیکه لکه چی تا وهلی ده
اوداچی پاکستان له امربکا ډالری اخلی او ملګرتیا ورسره کوی دا ټول پوچ تبلیغات دی [/quote:a3a19d947f]
د افغانستان ملی شاعر ارواښاد ملنګ جان وایی:
اصل پښتون پښتونستان غواړی
چی بي غیرت وی پاکستان غواړی

زه خو طالبانو ته حيران يم چی په کوم وطن کی د زنا مرکزونو ته اجازه ورکول کیږی او د زنا او دووسی له مرکزونو (هیرامنډوي) ټکسونه اخلی او بیا د طالبانو دفاع کوی او وایی (افغانستان مین شرعی نظام جاری کرو)
لعنت د هیرا منډوی په حميدګل[/quote:a3a19d947f]


عادل عادل
06.07.2011

السلام علیکم

[quote:4ad0d29c01]اوداچی پاکستان له امربکا ډالری اخلی او ملګرتیا ورسره کوی دا ټول پوچ تبلیغات دی پاکستان په اصل کی په دی منطقه کی هم روسانو ته او هم امریکا یانو ته ماتی ورکړه [/quote:4ad0d29c01]

د پتوال صاحب په تلفظ، پاکُستان ! که دومره مېړنې هېواد وي، نو د هندوستان سره به یې مالومه کړې وه، په یوه لوېشت کشمیر کې به یې ضعیف النفسه هندوستانیانو ته ماته ورکړې وه.

هی افسوس چې د تبر لاستی د مڼې وي !


Naeem sadat
06.07.2011

عتیق الله جانه وروره
که چیرته دافغانستان او پاکستان جنګ وی نو واضح خبره ده چی زه به دافغانستان لخوا جنګیږم ځکه چی زه افغان یم
خو اوس دافغانستان او پاکستان جنګ نه ده ، نن دافغانستان جنګ نړیوال جنګ ده داسلام او کفر تر منځ، ګرچه د پاکستان دولت نن یو مکمل سوچه اسلامی دولت نه ده خوبیاهم له روسه یاله امریکا موږته ډیر ښه ده ، دروسانو او امریکایانو په مقابل کی موږ او پاکستان یو یو ، اوافغانستان او پاکستان په خپل منځ کی مشکلات هم سره لری خو دا مشکلات باید ددی وجهه نشی چی امریکا او یا روسان ګټه تری واخلی اودواړه غلام وګرځوی ، نو بیا به نه پاکستان وی نه به اافغانستان اونه پښتونستان ، او ټول به دانګلیس غلامان یو
او دا چی ته دشعرونو سره علاقه لری دا ډیره ښه خبره ده ، خوباید په مفهوم یی هم ځان پوی کړی
دمنلګ جان دشعر مفهوم داده چی کله که دافغانستان او پاکستان په منځ کی دپښتونستان پرسر لانجه او جنګ وی نو هر افغان ته ښایی چی دافغانستان طرفداری وکړی
نو دا به پوره حماقت وی چی ټول وطن امریکایانو نیولی وی او موږ عوض ددی چی خپل وطن ازاد کړو دپښتونستان پرسردپاکستان سره لانجی راواخلو


عتیق الله
07.07.2011

لومړی خو پتنګ صاحب ته ويایم چی اشغالګرو ته زه هیڅ ښه نه وایم هغه که د پنچاپ اشغالګر دی چی زمونږ خاوره یی نیولی او سل کاله کیږی چی د نر غوندی یی خوری او که صلیبی اشغال ګر دی. دواړه بد دی ځکه چی اشغال اشغال دی!

پاتی شوه د ملتوال خبره:
ملتواله دا خو تر حماقت هم ورهاخواده چی څوک د پاکستان دفاع کوی!
ځکه همدا پاکستان ؤ چی صلیبیانو ته یی کونه بوټه کړه، په کراچی، صوابی، کوټه او پيښور کی یی هډی ورکړی او افغانستان یی پری اشغال کړ!

که د هيرامنډيي زامنو پاکستانیانو امریکا ته هډی نه وی ورکړی نو د امریکا پلار هم افغانستان ته نه شوه راتللی!
مخکی خو لا دا خبری کیدی چی امریکا له افغانستان څخه په وزیرستان د بی پيلوټه الوتکو بمبارد کوي خو د هيرامنډۍ حراميانو اوس دا هم ثابته کړه چی بی پيلوټه الوتکی له بلوچستانه پرواز کوي!
دا که ته په هر ډول د پاکستان دفاع کوی دا د شرم خبره ده او ته باید وشرمیږی!

بله دا چی دا افغانانو ته بی عقل ویلی چی ته باید د همدی بحث له لاری معذرت وغواړی. ځکه افغانان بی عقل نه دی خو دا چی ستا په څير د پرديو تالی څټي پيدا کیږی چی ځانونه افغانان بولی او دومره شرم هم نه لری چی حتی د پاکستان دفاع کوی نو ځکه تا هم جرات پيدا کړ او افغانانو ته بد رد وایی او د پاکستان دفاع هم کوی
تولعنت شه او په تاشه پاکستانيه


مصلح
07.07.2011

[quote:ea831a9ac9="عتیق الله"]
ملتواله دا خو تر حماقت هم ورهاخواده چی څوک د پاکستان دفاع کوی!
ځکه همدا پاکستان ؤ چی صلیبیانو ته یی کونه بوټه کړه، په کراچی، صوابی، کوټه او پيښور کی یی هډی ورکړی او افغانستان یی پری اشغال کړ!

که د هيرامنډيي زامنو پاکستانیانو امریکا ته هډی نه وی ورکړی نو د امریکا پلار هم افغانستان ته نه شوه راتللی!
[/quote:ea831a9ac9]
عتیق الله خانه وروره ستا خبره پر هغو کسانو صدق کوی چې افغان وی!
خو تاریخ شاهد دی چې د جنرال ایوب خان نه نیولي تر نصیر الله بابر، اختر عبد الرحمن او نور پاکستانی پښتانه جنرالان او سیاسیون او دا نور للو پنجو تل پاکستان ته وفا دار او د افغانستان پرضد وو او لا دي. نو لدوی نه د افغانستان دوستی طمعه باید ونشی. که دوی په ظاهر کې ځینې عام پسنده لکه د افغانستان د آزادۍ شعارونه ورکوی همدا هم یو ډول منافقت دی ! ځکه مونږ عملا وینو چې د دوی اعمال د افغانستان د ویجاړۍ او بربادۍ سبب ګرځي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more