د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ښځینه کله او څه شي ته خاندي؟

ايمل مبارز
25.06.2011

مختلف څیزونه دي چې ښځینه خندوي، چې د عمر په لحاظ په لاندې ډول ښوول کیږي:

ــ په یو کلنۍ کې هر شي ته خاندي.

ــ په ۴ کلنۍ کې مشرانو او لویانو ته هغه وخت خاندي چې کله یې پښه وښوییږي یا د لاسه څه شی پریوځي.

ــ په ۸ - ۱۴ کلنۍ کې په خپلو استاذانو باندې خاندي او همدارنګه په هغو خبرو چې ددې سر په نه خلاصیږي.

ــ په ۱۴ - ۱۶ کلنۍ کې د خپلې مور په نصیحتونو او د هغې په جامو یا د ویښتانو د ګومنځولو په طرز او طریقې باندې او یا د واده او د اودلاد د پیدا کیدلو په خبرو باندې خاندي.

ــ په ۱۷ - ۲۱ کلنۍ کې په خپلو هغو همځولو خاندي چې د ځان ډول او سینګار ته توجه نه کوي.

ــ په ۲۱ - ۲۵ کلنۍ کې د مینې او محبت خبرو ته خاندي.

ــ په ۲۵ - ۲۷ کلنۍ کې د خپل میړه کیسو او ټوکو ته خاندي.

ــ په ۳۰ کلنۍ کې د خپلو بچیانو خندوونکو خبرو او کارونو ته خاندي.

ــ په ۴۰ کلنۍ کې که څه هم پخپله ورپسې کوشش کوي خو په هغو ښځو باندې چې د سینګار او ښکلا پسې ډیره هڅه کوي، خاندي.

ــ په ۵۰ کلنۍ کې د خپل زوم د خوشالۍ لپاره د هغه خبرو ته خاندي.

ــ په ۶۰ کلنۍ کې هر شي ته خاندي.

ــ او په ۷۰ کلنۍ کې هرڅوک په دې باندې خاندي.


h.karezwal
25.06.2011

:D :D :D :D
ایمل مبارزه دسټو په کنډو کې دي داسی کشفیات کړي ، که لږ راهوارې ته شوی څه کانی به وکی
ماخو ویل چی مزی کونډیو وکړی رنګ دښکرورو بد دی :D :D


عبدالمجيب
26.06.2011

مبارز صیب ښه معلومات خو لرې د جینکو په باره کې،
اوس نو په دې هم پوهیدل ډیر ضرور دي چې هلکان په څه شي باندې خندیږی؟
خصوصا د ۱۶-۲۰ په عمر کې هلک په کوم شي ډیر خوشالیږي؟
ځکه دا ډیره مهمه پوښتنه ده


۰
27.06.2011

السلام علیکم
عبدالمجیب صیب ډیري لیکني دي پیل کړي نو خلک بیا درباندي د...ګمان کوي نوره دی خوښه خپله !

ستاسو مشر ورور مومندافغان


ايمل مبارز
29.06.2011

کاریز وال صیب ډیره مننه
همداسې ده


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more