د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

په څو لنډیو خپل غړیتوب پیلوم

عبدالمجيب
26.06.2011

مسافرۍ مې زړۀ نری کړ.........چې تش وطن را يادوم ژړا راځينه
يوازې خدای به پرې خبر وي.......دخندا ډکه خولۀ به چيرې ناسته وينه
خدايه بېګا ته شپه اختر کړې........سبانارې به د ليلا په خولې کومه


۰
26.06.2011

عبدالمجیب وروره پخیر راغلي .....دي شناخته شناخته معلومیږي شهید [یو ګډونوال وو] خو نه يي؟


SADEQ MUSALMAN
26.06.2011

عبدالمجيب ! په خيرراغلې
خدایږګډون باندي دي ډېرخوشاله شومه

چې راغلي ګډون به هم همېش کړې
دمومندپوښتني ته زرورکړه ځوابونه


هوتک
26.06.2011

زه هم عبدالمجیب ته ښه راغلاست وایم،
که شاعر وای خدای وو راستې چه په شاعرۍ مې ورته هرکلی کاوه بس څه کوې چه زه شاعر نه یم،
او مومندصیب له شهید نه دې څوک مطلب دی؟


عبدالمجيب
26.06.2011

مومند افغان صیب خیر یوسې د هر کلي نه دې مننه. زه نه پوهیږم چې شهید څوک دی، خو زه که ووایم چې یم یا نه یم څوک به یې ونه مني. په دې باندې به یوازې شیرزاد کامه وال صیب پوه وي چې زه څوک یم؟
خو زما لخوا وطنمل صیب او کامه وال صیب دواړو ته عامه او تامه اجازه ده چې ما تاسو ته معرفي کړي او چې زه نور په کوم نامه لیکنې کوم؟ :?

که تر تا تیر شو او صادق صیب ته راشو، نو:
کور دې آباد خوشاله اوسې.........صادقه ته چې په ګډون خوشاله شوېنه
که خدای کول زه درسره یم.........دومره اسانه فورم چیرته درپریږدمه
یم نابلده لاس مې نیسه...............هسې نه فورم کې مې درز خوړلی وینه

هوتکه تانه هم مننه..................چې مونږ غریبو دې هم وکړله پوښتنه
اوس خو ناوخته دی روان یم.........بیرته چې راشم تفصیلي خبره کړمه
او په اخیر دا بله لنډۍ:

تر تا قربان شم وطنمله!.............ښه پرې پوهېږي خو څوک نه رسوا کوینه


هوتک
26.06.2011

مننه عبدالمجیبه یاره،
ډیر له وطنمل نه مه قربانیږه که هرڅه ورنه قربان شې یو ورځ به دې موږ بغیر له چشمو نه وپیژنو...


-
26.06.2011

عبدالمجیب صاحب فورم ته ښه راغلې هرکله راشې.
ما کوشش وکړ چې شعریز ښه راغلاست درته ووایم خو بیا مې ویل چې هوتک به راباندې خاندي چې دا یې څه رقم شعر لیکلی؟
نو هیله ده زمونږ ساده هرکلی ومنئ. :| :|
او مومند صاحب شهید خو ماهم ونه پیژاند خو که عبدالمجیب بې چشمو پیژنې نو ما او هوتک ته یې هم په شخصي پیغام کې معرفي کړه. :roll:


هوتک
26.06.2011

[quote:78b793e5bc="كليوال"]
ما کوشش وکړ چې شعریز ښه راغلاست درته ووایم خو بیا مې ویل چې هوتک به راباندې خاندي چې دا یې څه رقم شعر لیکلی؟
:roll:[/quote:78b793e5bc]‎‏ نه نه بیخې مې ولاکه خندلې واې تاخوبه ورته دشعر په ژبه هرکلی کړی وای؟ ‏
ظالمه یو ورځ دې یو شعر هم په شخصې پیغام کې نه راولیژه که زه شاعر وای مابه هره ورځ یو یو شعر سهار په نهره درلیږه....؟[quote]‎
او مومند صاحب شهید خو ماهم ونه پیژاند خو که عبدالمجیب بې چشمو پیژنې نو ما او هوتک ته یې هم په شخصي پیغام کې معرفي کړه.[quote:78b793e5bc]‎داخبره می خوښه شول مومندصیب هسې نه لکه هغه زماشاګرد (م افغان یادوم) چه دې ټولو ته رسوا کړ؟ که دې وپیژانده بیایې
پټ موږ دوو ته په غوږ کې ووایه؟
که دې همداسې نه وپیژانده بیا هغه دقرض چشمې‎ ‎ورته پرسترګو کړه؟[/quote:78b793e5bc]


ahmad bilal
26.06.2011

السلام علیکم عبدالمجیب صاحب، پخیر راغلاست درته وایم.
ستاسو دې لنډۍ زه هم شک کې واچولم :lol:

مورجانې مه راته قهریږه
د بحث فورم مې کاته ناوخته شونه

دا لنډۍ د لنډیو فورم کې یو شخص لیکلې ؤه چې نن سبا ټول افغان ته نه راځي
:?:

او چې ډاکټر صاحب وطنمل مو یاد کړ نو په شک مې د یقین میخ ولګید لولز :D

تاسو ته چا شهید ووایاست او که زه درته غازی ووایم څنګه به وي؟ :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
تاسو د غازي په نوم یو وخت لیکنه کړې ؤه :shock: :shock: :D :D

و. الف صاحب :lol: :lol: :lol: :lol:

نور حال نه وایم :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عبدالمجيب
26.06.2011

د هر چا ګومان چې راباندې کوئ ویې کړئ،
د هغې لنډۍ مطلب دا ندی چې زه په بل نوم هم لیکنې کوم د هغې څخه موخه د وطنمل صیب ښېګنه ده چې مونږ او تاسو سره یې کوي.
نور زما خبره خو تاسو بې هغې هم نه منئ نو زه یو ځل بیا وطنمل صیب ته عامه او تامه اجازه ورکوم چې ودې وايي ایا ما په بل نوم لیکنې کړي او که همدا یو نوم لرم؟
او هغه لنډۍ ما ریښتیا هم په همدې فورم کې ولیده نو مې ډیره خوښه شوه ځکه مې د خپل لاسلیک په توګه غوره کړه


۰
27.06.2011

شهید څوک دي ؟
ددي ځواب که عادل صیب ،قریش صیب ، سادات صیب، یا اسدمومندصیب او یا هم میوندننګیال صیب او که دوي هم نه وي نو پخپله به يي عبدالمجیب صیب درکړي.
داسي صاف صاف بیتونه بل څوک نشي ویلي بغیر د شهید او دي ذکر شوو ورونو نه نو که دوي یي معرفي کړي!

مومندافغان


خان آغا
27.06.2011

[quote:e78f1d6184="مومندافغان"]شهید څوک دي ؟
ددي ځواب که عادل صیب ،قریش صیب ، سادات صیب، یا اسدمومندصیب او یا هم میوندننګیال صیب درکړی ‏[/quote:e78f1d6184]‎مومند صیب داټوله څه خبردی یو به خبر وی که ته وایی چه ستا په اصطلاح (اعنی)عبدالمجیب دعادل عادل صیب دوهم نوم ده نو قریش سادات اسدمومند میوندننګیال څه خبر دی،
قریش خو ولا راته کله کله یاد شی‎ ‎


۰
27.06.2011

خان اغا وروره که ته هم عادل صیب يي نو بیا خو به سادات او اسد مومند او دا نور ورونه ټول پيژني او که نه يي نو بیا ټکي ټکي...


عبدالمجيب
27.06.2011

دا خبرې پرېږدئ موضوع بدله کړئ،
او که نه نو شهیر، منیر، لطف الله، او شکور درپسې راولم ولا که یو هم پریږدي


۰
27.06.2011

راي وله کنه خو یو څو د ټوکو او شعرونو ملګري به مو ډیر شي نور به څه وشي؟
همدا اوس يي د شعرونو او یا د ټوکو خوني ته راوله زه ورته شخصا په اډوانس کي ښه راغلاست وایم!

مومندافغان


هوتک
27.06.2011

[quote:675fab6785="مومندافغان"]راي وله کنه خو یو څو د ټوکو او شعرونو ملګري به مو ډیر شي نور به څه وشي؟[/quote:675fab6785]‎مومندصیب زموږ هم ولا په یوښه شاعر یاګپې والا پسې سترګې سپینې شوې زه هم خوشحاله یم چه یو دوه ملګرې مو اضافه شې؟ ‏


عبدالمجيب
28.06.2011

دا دی چې منیر او لطف الله دا ویډیو وګوري پخپله به راشي:
http://www.facebook.com/video/video.php?v=130433093704908&oid=128474433900393
ورته سترګې په لار اوسئ
نورزی جهاني هم تیار انلاین دی، تر هغې دې نه ځي ترڅو دا ویډیو یې لیدلي نه وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more