د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

موږدځان په ستاینه اوغندنه ولي خوشالېږواوخپه کېږو؟

bette
26.06.2011

موږ ولی په خپل صفت خوشاله کیږو آن که یوڅوک په دروغو
زموږ صفت وکړی بیاهم خوشاله شو ؟!!

او دځان په بد ویلو بیا خپه کیږو ان که په موږ کې واقعا یوه بدی وی هم
او څوک یی یاده کړی موږ بیا هم خپه کیږو ؟!!


SADEQ MUSALMAN
26.06.2011

بيټ صيب ښه موضوم راوړاندي کړي
زه ددې ټولوعکس يم
که څوک مي صفت وکړي پرې خپه کېږم نه خوخوشالېږم هم نه.
اوکه څوک مي غيبت وکړي پرې خوشالېږم ځکه که په ماکي هغه څه وي چې دوئ يې يادوي هغه په سم کړم اوکه نه وي ګناهونه به مي تویه شي.
راځئ داسي وکړوچې دلته به په ټول افغان کي خپلوملګروته دهغوئ نيمګړتیاوي ورپه ګوته کړوترڅويې سمي کړي.
اول په ماپيل وکړئ.
سترګي په لاريم


-
26.06.2011

[quote:eff3d017e2]راځئ داسي وکړوچې دلته به په ټول افغان کي خپلوملګروته دهغوئ نيمګړتیاوي ورپه ګوته کړوترڅويې سمي کړي.[/quote:eff3d017e2]
یاره صادق صاحب څومره ښکلی او د خونده ډک وړاندیز مو کړی؟!!!!!!!!!!!
زه به همدا اوس ستا يوه خامي درپه ګوته کړم، هغه دا چې ته د خپل وخت زیاته برخه په ټوکفورم کې تیروې، د ټوکې او خندا نه پغیر هم ژوند ګران دی خو باید اندازه ورته وټاکل شي. هو! که د .... په شان دې (sadeq) ټوکو ته وقف کړی وي او د علمي لیکنو لپاره نور کسان لرې، نو بیا صحیح ده. :)
او نورې دې بیا..
خو ستا څخه وروسته بیا زما نوبت دی، ټول دې خبر وي چې د صادق پسې دوهم نمبر ما ونیو او دهغه نه وروسته به زما نیمګړتیاوې راپه ګوته کوئ.
په مننه


ahmad bilal
26.06.2011

هر یو شخص دا کوښښ کوي ترسو د هغه صفت وشي، ځکه دا د انسان فطرت ده او انسان خپل تعریف اوریدلو لپاره تلوسه لري او بیا دننه لخوا پرې خوشحالیږي....

صفتونه بیا فرق کوي یو د درواغو صفت وي چې سړۍ بیا د خپل اصلي شخصیت څخه لیرې بوځي او بل ریښتونۍ صفت وي چې یو ریښتونۍ ملګرې یې ستا د قابلیتونو، ستا د کار په هکله، کوي.

فلسفیان وايي چې یو ریښتونۍ صفت د ښو خصوصیاتو مور ده او ریښتونۍ صفت بیا سړی تشویقوي.
او د هغه شخص صفت کیږي، د چا چې ښه اخلاق، ښه کارکردګي، قابلیتونه وي
---------------------------
وقت سودا خند خند و کم خروش
ما چو طفلانیم داد شکر فروش
اقبال لاهوري


-
26.06.2011

او د موضوع په رابطه به دومره زیاته کړم چې زه هم د احمدبلال صیب خبره تاییدوم، د ټولنپوهنې او ارواپوهنې علماء وايي چې هر انسان دنیا ته راځي په ټنډه یې لیکل شوي وي (ما ومنه)، او د نورو څخه د خپل ځان په اړه د احترام او تقدیر څرګندونه د هر انسان فطري ځانګړنه ده.

که په یو انسان کې رښتیا هم الله تعالی یو غوره صفت ایښی وي بیا که په یادولو یې خوشالیږي زما په نظر دا کوم ناوړه کار نه دی او دا د هر انسان فطري غوښتنه ده چې ښه کارونه یې وستایل شي، الله تعالی خپل پیغمبر ته فرمايي: واما بنعمة ربک فحدث.
په نبوي سیرت کې ډیر داسې مثالونه شته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه وو ستاینه کړې، او هغوی پرې خوشاله شوي دي.

اما که په یو چا کې ښه صفت موجود نه وي خو دا خوښوي چې خلک پرې د ښه صفت والا ګومان وکړي او په دې خوشالیږي چې څوک یې په هغه صفت یاد کړي چې په ده کې اصلا موجود نه وي، نو دا یو مذموم عادت دی. د ارواپوهانو په اند دا ډول کس په یو نفسیاتي مرض مبتلا وي، چې د غرور او ځان ښودنې په نامه یې یادوي.
همدا صفت دی چې الله جل جلاله پرې منافقین متصف کړي دي او فرمايي: (ویحبون ان یحمدو بما لم یفعلوا) او دوی خوښوي چې په هغه څه یې ستاینه وشي چې دوی نه وي ترسره کړي.

نو که یو چا مو صفت وکړ، اول وګورئ چې آیا دا صفت رښتیا هم په ما کې شته او که نه؟
که په ځان کې دې همدا صفت پیدا کړ نو بیا که په ستاینه یې خوشاله شې کوم ناوړه کار نه دی.
خو که دا صفت په تا کې موجود نه وو او مقابل لوری مو په دروغو ستاینه وکړي، نو که پرې خفه شوې (او یا لږ ترلږه د هغه ستاینه مو بابیزه وګڼله) نو همدا د یو مسلمان صفت دی.
خو که خدای ناخواسته د هغه په دروغینې ستاینه باندې خوشاله شوئ نو دا هغه صفت دی چې الله جل جلاله پرې منافقین یاد کړي دي، او باید د الله جل جلاله څخه بښنه وغواړې او د ایمان تقویې ته پاملرنه وکړې.


bette
26.06.2011

هلکانو داد عربی په بحثفورمونوکی سی څوک دچا په موضوع یواځې
د(شکرا) توری ولیکې هم نو دموضوع څښتن یې له متقابل تشکر اومننې
وروسته ښې ډیری دعاګانی هم ورته وکړې نوتاسوته دې هم الله اجرونه درکړې
او الله موښاد، اباد، او سرلوړې لره

اوپه موضوع به وروسته ګړیږو


-
27.06.2011

بیټ صیب پوښتنه مو ډیر کره پوښتنه ده زه به ورسره خپله یوه بله پوښتنه هم ضمیمه کړم چې دواړه یوځايي ځواب شي.

ولې په مونږ کې خپلو نږدې کسانو، دوستانو، او خواخوږو ته د نصیحت کولو پدیده ډیره کمزورې ده؟
ولې مونږ پردي ته نصیحت کولو ته ډیر ګړندي یو خو خپل ته ددې ډاره نصیحت نشو کولی چې خفه به شي؟
ولې نن سبا د دوستۍ د غځولو اولنی شرط دا ګرځیدلی چې دوست ته به نصیحت نه کیږي او که مو نصیحت وکړ نو هم دې په دوستۍ کې شک کوي او هم دې په نیت کې شک دی؟
په مجموع کې:
ولې مونږ د خپل او دوست څخه د نصیحت اوریدلو ته ذهنا اماده نه یو خو د پردي او دښمن له خولې نصیحت اوریدلو ته ډیر چمتو یو؟

الله مو دې پوه کړي.


۰
27.06.2011

السلام علیکم
کلیوال صیب فکر کوم دا روستنۍ پوښتنه دي په ځاي نده اعني څوک د پردو په نصیحت خوښ او د خپلو په نصیحت ناخوښ کیږي نه!
بلکي که پردی او بیا هغه څوک چي ورسره دي جوړه نه وي یوه خبره هم خوند نه درکوي مثلا دلته په ټول افغان کي یو لیکوال ځما ډییییییییییییییییر بد ایسي نو چي کله هغه لیکنه کوي له سره يي لولم نه پاتي خو لا منل او یو بل لیکوال دی چي لیکنه يي حتما لولم البتة لیکنه يي هم ډیره ازرښتناکه وي خو زه يي بیا د ملګرتیا له امله هم حتما لولم چي ورور مي څه لیکلي دي.
او صادق صیب چي ویلي چي زه دځان په صفت خوشحاله نه یم او په اعتراض خوشحاله یم نو کاش چي زه هم همداسي واي خو نه یم سپینه به یي درته وایم په اعتراض نه خفه کیږم چي پرځاي وي خو بیا په صفت کولو هم خوشحالیږم بي ادبي دي معاف وي.

مومندافغان


SADEQ MUSALMAN
27.06.2011

[quote:764d8093ff="کليوال مي"]یاره صادق صاحب څومره ښکلی او د خونده ډک وړاندیز مو کړی؟!!!!!!!!!!!
زه به همدا اوس ستا يوه خامي درپه ګوته کړم، هغه دا چې ته د خپل وخت زیاته برخه په ټوکفورم کې تیروې، د ټوکې او خندا نه پغیر هم ژوند ګران دی خو باید اندازه ورته وټاکل شي. [/quote:764d8093ff]
په سرسترګوبيابه مي ډېرکم وينې.
داماحس کړي وه خوڅه وکړم نسوار(ټول افغان) دی :D
[quote:764d8093ff="يوځل بيازماکليوال "]هو! که د .... په شان دې (sadeq) ټوکو ته وقف کړی وي او د علمي لیکنو لپاره نور کسان لرې، نو بیا صحیح ده. :D [/quote:764d8093ff]
هاهاهاهاهاهاها
په ډاګه ووايه چې لکه مومندافغان اوچپرهاری ياکه نورتاته معلوم وي.
ياره کليوال صاحب په دې برخه کي دي په دوه کي حيران کړم چې اوس څه وکړم :lol:
اوس ستانمبردی.
نوکليوال صاحب بې دليله يې ومنه چې ښه سړي يې په صفت دي مه خوشالېږه خو
دټوکوپه برخه کي ته هم زماغوندي زيات وخت مصرفوې.
اوله هوتک سره ډېره ګپه دي تاوان درته ونه کړي :D
ټوکه وه خپه کېږې به نه


۰
27.06.2011

یره صادقه وروره دلته ځما په اټکل هر یو لیکونکی دیو نه زیات نومونه اعني اکاونټونه لري خو چاته معلوم ندي نو څوک ورته ګوته نه نیسي لکه مثلا همدا تاسو او کلیوال او نور ،فکر کوم چي دهوتک به همدا یو نوم وي نور خو ټول د یو نه زیات لري او ځیني خو يي دومره زیات اکاونټونه لري چي پخپله به هم ورځني نور هیر وي مګر یو څوک يي په فورم کي نوم واخلي نو ده ته هم وریاد شي.
خو ځما خوارکي چي دا دوه اکاونټه لرم او خلکوته مي ویلي دي نو اوس دبدلي سروکی شو په هر ځاي کي همدا ځما مثال ورکوي هاهاهاهاها
که څنګه نورو صیبانو!

مومندافغان


عادل عادل
28.06.2011

السلام علیکم

محترم مومند صاحب، د متعددو نومونو دود ددې سبب شوی چې نوو راغلو ګډونوالو ته په هرکلي کې ټول ساړه او بې اعتنا شوي یو، زه همداسې شوی یم، ډېر کم پېښيژي چې چا ته ښه راغلاست ووایم، حامد ورور د خپل شرافت له مخې مستثنی دی، هر چا ته د ټولو تر مخه ښه راغلاست وایي.

د ښاغلي کلیوال صاحب د پوښتنو په اړه زما نظر دادی چې په اصل کې ملګری دی چې زمونږ نواقص را په ګوته کوي، که یې نه کوي، نو دې ته بیا څنګه ملګری ویلی شو؟ ...... خو ملګري ته هم، و دې اصل ته په پام چې هېڅ انسان کامل او له عیبه خالي نه دی، نه ښایي چې د نصیحت په کرښه د سړي پلار/اُستاد جوړ شي.


-
28.06.2011

عادل صیب ولا همدې خامۍ ته مې زه هم متوجه شوی یم چې د نصیحت پر وخت رانه ځان پلار پلار کیږي، :) کوشش به کوم چې ښه شم.
نور نو زما یو استاذ وه هغه به ویل چې هغه به لا څه ورور وي چې په کور کې جنګ درسره ونکړي ورورڼه خو په جنګ ښه ښکاري چې بیرته پخلا شي او بیرته ورورۍ ته وروګرځي. :)
نو عادل صیب پلارتوب او زویتوب نشته وروري ده خو جنګ به حتما پکې راځي.

[quote:c1e9a24f27]اوله هوتک سره ډېره ګپه دي تاوان درته ونه کړي [/quote:c1e9a24f27]
څه رقم تاوان؟ هاهاهاهاهاهاهاهاها
زما یو ملګري (هوتک یې پیژني هغه چې ویل یې نن سبا ټول چل وسامان ته جوړ دی :) ،) یوه ورځ په ټوکه کې د یو بل ملګري په اړه راته ویل چې ما اوریدلي دا فلانی ډیر خطرناک سړی دی مقصد فکر دې وي ځان ترې ساته، ما ورته ویل زه پوهیږم چې خطرناک دی خو دومره نه چې چاته خطر پیښ کړي. :D
نو په ملګري باندې مې زما خبره ډیره ښه ولګیده او سخت یې وخندل، اوس هم چې کله راسره مخامخ شي وايي خطرناک دی خو چاته خطر نه شي پیښولی. :)
نو صادق صیب خبره خو دې وکړه خو اوس هوتک هم یوازینی کندهاری دی چې زه ورسره د ډاډ احساس کوم. :D


رښتینی
28.07.2011

دبیټ صیب پوښټنه په زړه پورې او کره ده
موږ دا ستونزه لرو چې دځان په ستاینه خوشاله او غندنه خپه کېږو
اودا ښه خوی ندی که حوک ووایې چې زه داسی نه یم نو دا یې یوه
دعوه ده خو د پېښي پرمهال شاید په هغه کې رښتینی نشې پاتې
اصلا موږ د(انا) یا (زه ) دځپلو په کار کې کمزورې یو موږ ځانونه
له تواضع سره ندې بلد کړې او تواضع هغه غوره صفت دی چې
اسلام یې ښه یادوې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو کس راغی
او په دې سړي باندې د ویرې له کبله لړزه راغله رسول الله چې دده حالت ولېد
نو ورته کړه یې : هون علیک فانما انا ابن امرآه تاکل القدید
یعنی مه وېرېږه ! زه د هغه عاجزې ښځې زوی یم چې وچه غوښه به یې هوړله
دحدیثو شارحین ددې حدیث په شرحه کې وایې دلته رسول الله دخپلې عاجزې
اوتواضع له پاره داسې ندې وېلې چې زه د هغه فلانې سړې زوی یم بلکې مو ر یې
یاده کړی ده او بیا یې مور هم په متواضع صفت سره یاده کړې ده ځکه وچه غوښه
غریب او عاجزه خلک خورې .

په هر صورت دبیټ صیب پوښتنه پر ځای ده موږ دا ستونزه لرو خو ددې ستونزې
علاج په تواضع سره کېدلی شې که مو تواضع خپله کړه نو سړیتوب مو ترلاسه کړ

په مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more