د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

جاغوراو دتایرايد غده

ډاکتر څپاند
24.06.2011

[color=orange:5aae86f444]جاغوراو دتایرايد غده
Goitre and the thyroid gland[/color:5aae86f444]

جاغور په ورځنۍ يا عاميانه ژبه، په غاړه کې پړسوب يا برجستګۍ ته ويل کيږي ، [color=blue:5aae86f444]دتصويرونو دکتو لپاره دلته کليک يا ګوت ټک وکړئ[/color:5aae86f444] http://www.google.com.au/search?hl=en&rlz=1G1ACAW_ENAU334&q=goitre&um=1&ie=UTF-8&tbm=isch&source=og&sa=N&tab=wi
جاغور دتايرايد دغدې دغټوالې په وجه رامنځ ته کيږي٠
دتايرايد غده د ستوني په وړاندني او کتني برخه کې موقعيت لري٠
دا غده د تاروکسين
thyroxine
په نامه يو هورمون جوړ او ازادوي چه دا هورمون دانرژئ په توليد ،مصرف دميتابوليزم کنترول،دحرارت انتظام،دانساجو په نشونما او ورته وظايفو په سرته رسولو کی عمده نقش لوبوي٠
داغده د تايروکسين دهورمون د جوړلو لپاره ايودين ته ضرورت لري٠په خوړو او اوبو کې د ايودين دکمبود په وجه دتایرايد غده غټوالی مومي چه دجاغور په نامه ياديږي٠
يو چينائي طبيب له نن نه ٢٦٠٠ کاله دمخه ،دجاغور په رامنځ ته کيدو کې دايودين نقش ته متوجه شوی وو٠
که دايودين دکمبود په وجه رامنځ ته شوی جاغور په لمړيو ٥ کلونو کی دايودين په واسطه تداوي شي،دشفا چانس شتون لري، خو ترهغې روسته دعلاج يواځني لاره جراحي ده٠
ديادولو وړ ده چه دنړۍ په سطحه دپه ٩٠%،جاغور د ايوين دکمبود په سبب رامنځ ته کيږي٠خو ١٠ په سلو کې نور،خاصتا په پرمختللو ټولو کې ددې غدې غټوالی نور اسباب او لاملونه لري٠
Hypothyroidism & hyperthyroidism
هغه ناروغئ دي چه ددغدې دوظيفوي امراضو په وجه رامنځ ته کېږي٠
١-Hyperthyroidism-Thyrotoxicosis
[color=white:5aae86f444]دتصويرونو دليو لپاره دلته ګوتټک وکړئ:[/color:5aae86f444]http://www.google.com.au/search?hl=en&biw=1259&bih=622&q=thyrotoxicosis&um=1&ie=UTF-8&tbm=isch&source=og&sa=N&tab=wi
پدې ناروغئ کې دتايرايد غده،دبدن د ضرورت خلاف،يو زيات مقدار هورمون جوړ او ازادوي٠دا ناروغان دلاندنيو اعراضو او علايمو په مرسته پيژندل کيدی شي دخولې يا عرق زياتوالی دوزن بايلل ،اضطراب ،ستړيا، کسالت،ناتواني اوخستګي ،اسهالات ،دتودې هوا عدم تحمل،ناروغ سړه هوا خوښوي په ښځينوو کې د مياشتني عادت بينظمي ، دزړه حرکات سريع شي پوټکی ګرم اولوند يا مرطوب وي
دلاسونو او شايد هم دنورو اندامونو ريږد يالرزش دسترګو برجستګي او ځيني نور
[color=yellow:5aae86f444]خو دناروغئ د قطعي تشخيص لپاره د ويني معاينه حتمي او ضروري ده[/color:5aae86f444]٠
که نوموړې ناروغئ درملنه ونشي دزړه ،هډوکو عضلاتو ،بډوډو او نورو ناروغيو سبب کیدی شي٠
[color=red:5aae86f444]درملنه ددې ناروغۍ د مجرب ډاکتر په وسيله سرته رسي٠[/color:5aae86f444]
٢-Hypothyroidism
[color=white:5aae86f444]دتصويرونو دکتلو لپاره دلته ګوتټک وکړئ:[/color:5aae86f444]http://www.google.com.au/search?hl=en&biw=1259&bih=622&q=hypothyroidism&um=1&ie=UTF-8&tbm=isch&source=og&sa=N&tab=wi

پدې حالت کې،دتايرايد غده دضرورت وړ هورمون يعنې تايروکسين دضرورت په اندازه نشي تهيه کولی٠ددې ناروغئ اعراض اوعلايم ضعيفي،ناتواني،کسالت اوستړيا ناروغ توده هوا خوښوي قبضيت، دوزن زياتوالی په ښځينوو کې د مياشتني عادت بينظمي ،روحي انحتاط ،دغږ غوروالی ،پوټکی وچ اودرشت شي ،دزړه دحرکاتو سرعت کم شي ،کمخوني
[color=yellow:5aae86f444]مګر ددې ناروغئ قطعي تشخيص دويني دمعاينې په واسطه سر ته رسي٠[/color:5aae86f444]ددې نارغئ درملنه دوينې د معايناتو له مخې دډاکتر په مرسته صورت مومي٠

copy from mosalehaimeli


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more