د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

خدايه ولې؟

ډاکتر څپاند
24.06.2011

خدايه ولې؟

خدايۀ عقل چې وۀ زړۀ دې ولې راکړو؟
په يو ملک کې دوه خود سره پادشاهان

پادشاهي او فقيري دې ولې يو کړه؟
دژوندون په هره ساه کې مرګ پنهان

ولې غم لکه اسمان په جهان خور دی؟
خدايه ولې خوشحالي دې کړه نا يابه؟

ولې جوړ دې کړه ننګي د ګل د پاڼو؟
خدايه بيا ئي نشه ولې له شرابه؟

ولې خيشت او رنګ دې دواړه خور او ورور کړه؟
ولې ولې دې جهان کړو ډک په رنګ؟

ولې کوڼ دې زه پېدا په جهان نکړم؟
خدايه ولې دې اواز پوست کړو دچنګ؟

ولې ماته دې عطا کړو فکر و خيال؟
ولې ولې په رڼا ورځې خوبونه؟

خدايه ولې دې هرچا له ورکړه؟
خدايه ولې دې پېدا کړه امېدونه؟

ولې جوږ دې ديار سترګو کې جنت کړو؟
ولې تريخ دې کړو بيلتون او خوږ وصال؟

خدايه ولې دې سپوږمۍ له رڼا ورکړه؟
چې زنګئ مې د مستۍ په ميهن ټال

ولې جوړ دې کړه ازغي دګل په خوا کې؟
ولې زړه مې پاک خوجسم مې ناولی؟

ولې ماله دې د ولې طاقت راکړو؟
خدايه ولې،خدايه ولې، خدايه ولې؟

غني خان غني کال ١٩٣٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more