د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

د(NLP) په اړه معلومات غواړم ؟؟

رښتینی
17.03.2010

(NLP) :چی د:
NEURO LINGUISTIC PROGRAMMING
اختصار ده اوپه عربی کی (البرمجة اللغوية العصبية)
وایی ددی علم په اړه که یو پښتون ډاکټر صیب پوره مالومات
اوددی فن مبادی او یوڅه تفصیل بیان کړی منندوی به یی یم
ځکه په دی اړه زه یواځی مطالعه کوم او کوم استاد نلرم
اوپه داسی صورت کی طبعا ځینی داسی پوښتنی راته پيداکیږی
چی په مطالعه سره یی حل نشی پیداکیدلی

په درنښت


خیریوسی
17.03.2010

حامد صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
په لاندی لینیک کی ښه معلومات شته تاسو یې وګوری تر څو چې یو پښتون ورور وتاسو ته نور معلومات لیکی
http://www.nlpnote.com/
خیریوسې


رښتینی
18.03.2010

خیر یوسی وروره ډیره مننه الله دی بریالۍ لره
ډیر ښکلی ویب سایټ دی

په مینه



16.06.2010

[color=blue:5a6fddae38]
څومره خوږ تړاو خاونده
جوړزماوستاترمیان دی

محمد هم ستا جانان دی
محمد هم زما جانان دی[/color:5a6fddae38]


رښتینی
17.06.2010

.

څومره خوږ تړاو خاونده
جوړزماوستاترمیان دی

محمد هم ستا جانان دی
محمد هم زما جانان دی

پتوال صاحب داشعری ټوټه موپه ښه توګه پښتنه کړی ده مننه
خوداد درویش درانی شعرده او هغه خو نن سبا دیوه ځانګړی سبک
خاوندبلل کیږی دمتقدمینوپه څیر کم کم نورویۍ کاروی

په مینه


ډوکتر څپاند
18.06.2010

NLP څه ته ويل کيږي

محترم حامد صيب ته سلامونه،
ددې لپاره چه ستا خبره په ځمکه ونه لويږي،دادی په دې هکله يوڅه خلص
مالومات٠حقيقت دادی چه NPL دpsychology  يا اروا پيژندنې(روانشناسي) پورې تړاو لري٠اوس اوس په پرمختللې نړۍ کې اروا پيژندنه
دطبابت نه ځانګړی ښاخ يه شعبه ده او ځانله پوهنځی لري چ د دارو يا
جراحۍ په هکله هيڅ هم پکې نه لوستل کيږي٠مګر هغه ډاکتران چه په رواني
ناروغيو کی ځانګړې روزنه اوتخصص کوي نو د Psychotherapy يا
روان درماني په هکله هم مالومات لري٠

په هرحال دادي ځما نيمګړي مالومات:

Neurological processes يا(neuro) دلته دتفکر او انديښنې په مانا،Linguistic ژبني يا لساني چه دوينا،ليک اولوست په مفهوم او
د Programming نه هدف :دمفاهمې هغه مهارتونه چه دژوندانه دتجاربو
نه ترلاسه شوي،تنظيمول دي٠
هغه وګړي چه په ذاتي اوکسبي ډول د NPL مهارت لري،کولی شي چه د ښه تفکر،ګړبړ اوانتظام په وجه،ځان او نور په عالي اوموثر ډول اداره کړي٠

د NPL په مرسته دتفکر،تکلم او عاداتو،خوي يا کړنو تر منځ اړېکې را برسيره او تنظيم يا ترتيب ورکول کيږي٠
د NPL ماهران کولی شي چه پخپل تفکر،وينا،خوي،عادت او کړنو کې داسې
تغير راولي چه په وګړنيز او ټولنيز ژوند کی برياوې تر لاسه کړي٠

NPLپه سوداګرئ،روانشناسي او دژوند په هره څانګه کې مهم نقش لرلی شي٠

مثال:
په دې سايټ کې په لسږونو وګړي ليکنې کوي،يوشميرځانله ځانګړي سياسي
اندونه لري اونور هسې دزړه بړاس وباسي٠

هغه وګړې چه غواړي چه دابل دحکومت په ګټه "ترويج" وکړي،په خپلو تبليغاتو کې به هله برېا لي شي چه ددې سايټ د مراجعينو دنظرياتو،اندونو،
تفکر،تعليمي او ادبي سويه په نظر کې ولري٠
که دا ډول خلک دتل لپاره دکرزي او دهغه دخارجي ملاتړ کونکو دوينا او کړنو
ملاتړ وي،نو دداسي ليکونکو مضامين يواځې دکابل دحکومت دطرفدارانو
دعلاقې وړ ګرځي او بس (دلطف الله ليکنې).
:lol: مګر ښاغلی مهمان او شهير بيا کله ناکله د دولت منفي ټکي هم په ليکه کوي چه
ځنې ليکنې ئي جالبې دي :) ٠

ښاغلی عادل عادل،ډاکتر احمد زی اونور پخپلو احساساتو کنترول نلري او
ښکنځلو ته پناه ور وړي٠ :x
پتنګ صيب بياسپينې خبرې کوي،هغه ته پښتونواله هرڅه ده،وهاج صيب غواړي چه "ديپلوماتيک" اوسي،مګر دچپ خلاف اودانګليس په نفع خپل
احساسات پټولی نشي :D ٠

محترم حليمي صيب زما پشان ساده پټان دی او څه چه ئي په زړه دي هغه ليکي٠ :oops:

مګر دښاغلی غيرت په ليکنو کی NLP په روښانه توګه ليدلی شئ٠ :roll:

هيله ده چه څوک خفه نشي :?:


باتور
16.07.2010

بېصدا ډاکټر خانه په موږ ګرانه

د سلامونو تر څنګ :

زه دې د چا خبره ولې له (هېره) ایستلی یم؟؟ :roll:

که مې روحاني تشخیص نه سې کولای. . لږ تر لږه خو مې روحي تشخیص وکړه

په درنښت


عادل عادل
17.07.2010

سلامونه

[quote:26d63512d6]...... اودانګليس په نفع خپل احساسات پټولی نشي ...... [/quote:26d63512d6]

بیصدا صیب که تاسورښتیا هم د NLP اصول د خپلو مالوماتو تر کچې مراعات کړي وای نو په پورتني مثال کې به مو خپله عقده چې دښاغلي وهاج صیب د قدرمن مسلک سره یې لرئ، نه وای څرګنده کړې.

ستاسو دې په یاد وي چې خپله هم د بحث ګډونوال یاست، نه د لوستونکو یوه مجموعه، تاسو ولې خپل موقف نه دی ارزولی، هغه ځکه چې که لوستونکي ستاسو د فکري او سیاسي موقف په اړه پوهه او مالومات ولري او یا مو حد اقل تیرو لیکنو ته مراجعه وکړي نو پورتنی ارزونه به مو خامخا مغرضه او جانبدارانه ومومي.

[color=white:26d63512d6]اوس به راشو د افغاني NLP له مخې زما ارزونې ته:-

وایي چې د یوه کوچي ماما نازولې لور مړه شوې وه، خلک به چې فاتحې او دوعا ته ورته راتلل نو د دوعا په اخر کې به یې د معمول له مخې ورته ویل چې:

رضا د خدای ده !

د کوچي ماما په سترګو کې به اوښکې په ځلیدا شوې او ځواب به یې ورکړ چې:-

منم یې خو پرې رضا به مې نکړې !!

د بحثونو په جریان کې په دروند غیرت صیب او ښاغلي پتوال صیب هم د پورتني کوچي ماما کانه شوې ده، او قناعت ته په نژدې کیدو سره د بحث له نتایجو اغماص کوي :wink:[/color:26d63512d6]


رښتینی
11.06.2011

ښه نو بېرته باید خپلې موضوع ته وګرځو ډاکټر صاحب
ستاسو معلومات په زړه پورې و خو لطفا یوڅه نوره مهربانې
هم ولوروئ او دنتایجو بېلګې یې له ټول افغان څخه دباندې
ولټوئ څو موضوع اخلال نشې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more