شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
- ستوري

دغړيتوب نېټه: 06 ميئ 2011 ليکنې: 349
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه ميئ 10, 2011 10:53 pm عنوان : د دی پروګرام په واسطه د بل چا ایمیل(بریښنالیک) پغیر د پاسورد څخه خلاصولی شی! |
|
|
د دی پروګرام په واسطه د بل چا ایمیل(بریښنالیک) پغیر د پاسورد څخه خلاصولی شی!
ګرانودوستانو د ډیره وخته می د یو ملګری په مرسته د انټرنټ څخه یو داسی کمال زده کړی چی په نړیوالو قوانینو کی یی د مجرم له پاره سخته سزا هم ټاکل شوی. د همدی ډاره خو ما پخپله په ډیرو ایمیلونو نه دی تجربه کړی البته په د ګوتو په شمیر ایمیلونه می پری خلاص کړی او په آرام زړه می تری استفاده نه ده کړی.
د یادونی وړ ده چی یوازی د هغو ایمیلونو ته د خلاصولو واک لری چی د همدی ویب سایټ څخه دی ایمیل ادرس ورلیږلی وی او ملګری دی هغه ایمیل ادرس خلاص کړی او لوستلی وی اعنی بی لوستلو یی ډیلیټ کړی نه وی.
طریقه یی په لاندی ډول ده:
په لومړی قدم کی لازمه ده چی به په همدی ویب سایټ کی خپل اکاونټ جوړ کړی او د همدی اکاونټ څخه به هغه ایمیل ته چی ته غواړی خلاص یی کړی، ایمیل واستوی. او ترهغه انتظار وباسه چی ترڅو دی ملګری ستا ورلیږل شوی ایمیل خلاص او ولولی (چی د خلاصولو څخه پس تاته جوابی ایمیل راځي چی بریښنالیک ولوستل شو.
بیا به په لاندی توګه عمل وکړی:
۱-د لاندی ویب سایټ نه پروګرام ښکته (ډاونلوډ) کړه.
۲-وروسته له انستالولو څخه به یی یو شارټ کټ ستاسی د کمپیوټر په ډیسکټاپ باندی راشی.
۳-د ډبل کلیک څخه وروسته به یوه صفحه پرانیستل شی د صفحی په منځ کی به یو مستطیل شکله تشه خانه وی چی په انګلیسی حروفو په تت خط لیکل شوی وی: (Please write the email address here).
په دی خانه کی بریښنالیک یا ایمیل ادرس ولیکه.
۴-د ایمیل لیکلو نه وروسته د همدی خانی پسی متصل لاندی د (Ok) آپشن باندی کلیک کړه.
او د کمپیوټر په پرده به ولیکل شی:
(Please wait, it will take several minutes).
۵-وروسته دلږ انتظار څخه به تاسو ته دوه اختیاره درکړل شی: ایا غواړی ډایرکټ ایمیل ته ننوځی، او که پاسورد یی کاپی کوی او پخپله یی خلاصوی ؟.
۶-که غواړی ډایرکټ ایمیل ته ننوځی په (Open email) باندی کلیک کړه. او ایمیل به درته پرانیستل شی.
او داسی هم شونی ده چی پاسورډ کاپی کړی او د یاهو، هوټمیل، جیمیل یا هر ویب سایټ مربط ایمیل چی وی، په صحیح لاره ورشی او ایمیل پرانیزی.
خو مخکی ددی نه چی د ویب سایټ ادرس په اخیر کی ولولۍ اول به کلکه ژمنه کوی چی د نږدی ملګرو ایمیلونو به هیڅکله نه خلاصوی.
او بیا لاندی پوښتنو ته هم خامخا جواب راکوی:
آیا ته په اسلام کی د دا ډول سپک عمل د جزا څخه خبر یی؟؟؟
آیا ته پوهیږی چی ستا دا عمل په اسلام کی د تجسس حکم لری ؟؟
آیا ددی لیکنی پر مهال دی د څومره ملګرو د ایمیلونو د خلاصولو او دهغوی د پټو معلوماتو دترلاسه کولو تصمیم د ځان سره ونیوه؟؟
ایا که په ريښتیا تاته دا چانس په لاس درشی چی د یو چا شخصی معلومات چی نه غواړی ته پری خبر شی، ترلاسه کړی، آیا دریغ به پری وکړی؟؟
آیا پوهیږی چی د بل چا د پټو اسرارو راسپړل یو حقیر او د ذلت څخه ډک عمل دی؟؟
او په اخیر کی، آیا د قیامت په ورځ هغه چاته په کومو سترګو ګوری چی تا یی د پټو اسرارو د کشفولو هڅه کړی؟؟
او الله ج ته به څه جواب وایی چی ولی دی د بل مسلمان د خبرولو څخه پغیر د هغه د داسی معلوماتو چی چاته یی افشا کیدل نه غواړی، د ترلاسه کولو کوښښ دی کاوه؟؟
د دی سوالونو جوابونه می پرتاسو شوه، او د ویب سایټ ادرس په لاندی ډول دی:
http://www.nafsany.cc/vb/archive/index.php/t-53543.html
که دی ویب سایټ کار ونه کړ دلاندی ویب سایټونو څخه یی ډاونلوډ کړۍ:
http://bafree.net/alhisn/showthread.php?t=96734
http://www.maroc-quran.com/vb/t7504.html
http://www.hyil.com/vb/showthread.php?t=145242
ستاسو د خوشالۍ او سرلوړۍ په هیله |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه ميئ 10, 2011 11:45 pm عنوان : |
|
|
پاخه لیکوالان دخپل قلم او دښایسته تخیل دځواک په مټ
کولی شی لوستوال دی ته پرینږدی چی له لیکنی یی مخ واړوی
هغوی دخپل خدای پری لورولی استعداد په برکت کولی شی
لوستوال ترپایه دځان ملګری کړی .
خو نن دیوډول دروهی یا چلوټیو په مټ ځینی لیکوالان دلوستوالو
تجسس اوباریک رګ درک کړی بیانو ځان هم دګناهګاروپه کتار
کی ودروی له دی دروهو اوچلوټیو وروسته دمطلب خبری ته ځان
ورسوی .
داډول اندود به یو هنر وبولو خوزما په اند بیخونده هنر دی ځکه په
پیل کی ځان دغلویاګناهګارو په کتار کی درول اوبیا لوستوال
دی ګناه ته چمتو کول په خپل ځای کی شاید دغوره اخلاقو له غوښتنو
سره سمون ونخوری که څه هم دلیکوال موخه سپیڅلی وی داخبره زه
دشخصی ذوق پراساس کوم شرعی حکم نه کوم اوبیا له دی منفی
کړنی نه په یوه ټوپ سره لوستوال سمی لاری ته برابرول هم داسی یوکار
دی چی دنن په سادګی غوښتونکی مزاج به ښه نه لګیږی ،
اوبل لوستوالو ته د دیوی موخی درسولو په نیت دومره اوږده لار غوره کول
هم زما په اند یوډول هنری تکلف بریښی او که یوه خبره په ساده خوروښانه توګه
بیانیدلی شی نو دومره چلوټیو او اوږدوالی یا اطناب ته به اړتیاو ی ؟
دبیلګی په توګه زه په خپله یوه پرلپسی لیکنه (پخې خبرې)کی لوی لوی
مطالب په ډیره لنډه او واضحه توګه بیانوم دانو نشم ویلی چی هغه به لوستوال
خوښوی او که نه ؟ خو دومره ویلی شم چی له ذهنی ترینګلتیا او داوله ږدوالی او
اطناب نه می ځان ژغورلی اوبل د بیان په سادګی سره می لوستوال له ډیرو
تکلفاتو هم بی غمه کړی دی .
او بل زه د خپلی ساده لیکنی له پاره یوه قرانی نغوته هم لرم چی هغه یو
الهی امر دی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته الله پاک وایی :
فاصدع بما تؤمر واعرض عن المشرکین .
دلته موخه داده چی الهی امرونه په ښکاره بیان کړه اوکه موږ فکر وکړو نو ځینی
هنری او ادبی لیکنی داسی وی چی موږ هغوته ښکاره بیان نشو ویلی او ښکاره
بیان هغه وی چی موخه روښانه او په ساده توګه بیان شی .
داموضوع بحث اوتفصیل ته اړتیا لری نوتاسو ووایئ چی دانوی لاره
چی په کوم ډول ما څیړلی همداسی ده اوکه نه زه تیروتی او بله کومه
ښیګڼه لری ؟؟
په مینه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
- ستوري

دغړيتوب نېټه: 06 ميئ 2011 ليکنې: 349
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه ميئ 11, 2011 12:04 am عنوان : |
|
|
سلامونه
ریښتینی صیب ستاسو خبري مي ډیري خوښې شوې، خو باید ووایم چي ددی لیکنې الهام ما د بل چاڅخه اخستی یعنی تقریبا زمالیکنه نه بلکه ژباړه یي بللی شم.
تاسو ډیري ښکلې نقطي ته متوجه شوي یاست، او که ماته په دلایلو جوته شوه چي داسې لیکنې په اسلام کي ناروا دي نوهمدلته زه خپله تیروتنه منم اوستاسو رایه په سرسترګو منم.
که څه هم په دي اړه ماسره یو څه دلایل شته، خو لومړی دنورو علماوو رایو ته سترګي په لاریم.
ریښتینی صیب یوځل بیا درنه مننه کوم چي داسي نقطي ته موزما پام واړاوه چي زه ورته هیڅ متوجه نه وم. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه ميئ 11, 2011 2:54 am عنوان : |
|
|
ښاغلی کلیوال زه داسی نه وایم چی داډول لیکنی ناروادی ما په خپله
لیکنه کی لیکلی دی :
داخبره زه دشخصی ذوق پراساس کوم شرعی حکم نه کوم
نومطلب می دادی چی دایوډول پیچلی لیکنه بریښی دناروا او روا
خبره نه کوم اوبل ستاداموضوع ما ادبی بحثونوته نقل کړی دی نور
بحثونه به هلته کوو
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=7087 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
SADEQ MUSALMAN ستوري

دغړيتوب نېټه: 06 جنوري 2011 ليکنې: 212 ځای: ارض
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه ميئ 11, 2011 3:02 am عنوان : |
|
|
رښتينی اوکليوال ته
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
وبعد : درښتيني/ حامدصاحب پخې خبري مي تعقيب کړي، هولکه څنګه چې نوموړي
ويلي ستړي کونکي نه دي اومفهوم ډېرزرسړي ته په لاس ورکوي.
پاتي شوه دزمادکليوال لاره زماپه اندښه لاره به نه وي.
له خپل کليوال نه يوه پوښتنه لرم چې دابه زمادلوړي خبري دليل هم وي.
کليواله ! تاسوچې کومه لارغوره کړي په دې کي جوتېږي چې تاسوپه نورومسلمانانو
يوتورلګوئ هغه داچې تاسوګمان کوئ ټول مسلمانان دفحش اوتجسس لورته تربل
هرڅه زيات ميلان لري، زه په ډاډويلای شم چې داستاسوګمان نه بلکه يقين دی.
اوس پوښتنه داده چې اياپه يومسلمان ستاپه څېرګمان کول په اسلامي کي څه حکم لري؟؟؟
آياتاسوپوهېږئ چې ټول مسلمانان تجسس ته چې نارواعمل دی ليواله دي؟
همداستاسوګمان هم دی.
اياله دې پرته بله لارنشته چې تاسوله دې ګمان پرته مسلمانان ورڼه نېکي لاري ته
راوبولئ؟؟؟
ددې پوښتنوپه ځوابولواوماته په قناعت راکولوسره به زه هم ستاسولاراختيارکړم.
په مينه اومننه
ستاسوکليوال صادق |
|
بېرته سر ته |
|
 |
حلیم ستوري

دغړيتوب نېټه: 19 نومبر 2010 ليکنې: 184 ځای: افغانستان
|
د ليکنې نېټه : جمعه ميئ 20, 2011 5:28 am عنوان : |
|
|
زه دی ډول لیکنو ته ناروا یا نامناسب ویلی شم.
لدی نه وړاندی زما په فکر کی هیڅ داسی څه نه راګرځیدل چی څنګه او څه ډول د یو کس (ملګری، یا بل مطلوب کس) ایمیل خلاص کړم. ځکه می زړه هم صبر ؤ
خو ستاسو ددی لیکنی له لوستو وروسته می زړه الوزی او وایی چی راشه د فلانی - فلانی او فلانی ملګری ایمیلونه پرانیزه چی خپل شخصی ژوند یی څه ډول دی؟. زما په اړه د هغه بل ملګری سره څه خواله لری؟ یا حتی د هغه د رسوا کولو فکر می په سر کی راګرځی. - کیدای شی زه به له خدایه ډاریږم خو ډیر نور کسان شته چی ....
ستاسو دا لیکنه، لکه د یو ځوان لپاره د زنا، شرابخوری، غلا او داسی نورو بدو اعمالو زمینه سازی په څیر یو جرم بللی شم.
چی پدی کی «وتعاونوا علی الاثم» خبره صدق کولای شی.
درنښت |
|
بېرته سر ته |
|
 |
م . ق ستوري

دغړيتوب نېټه: 02 مارچ 2011 ليکنې: 649 ځای: پښتونخواه
|
د ليکنې نېټه : جمعه ميئ 20, 2011 7:43 am عنوان : |
|
|
خطره:
دې ته دې هم خیال وي چې پدې کار کولو سره ستا ایمیل هم په بلیک لسټ کې راځې کوم ته چې Scammers یا Hackers ویلې شي، دا هغه خلک دي چې په Cyber جرمونو ککړ دي، او پدې توګه ستا د ایمیل نه ټول لیږل شوي ایمیلونه هم د Spam په توګه پیژندل کیږي چې پدې وخت کې ستا هر ایمیل د ویب سرورنو لخو فلټر کیږي.
نوره نو دې خوښه.
مننه
ورور مو ننګرهاري. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
طاهر
دغړيتوب نېټه: 18 ميئ 2011 ليکنې: 20 ځای: چیرته ښه هلته مې شپه
|
د ليکنې نېټه : جمعه ميئ 20, 2011 8:51 am عنوان : |
|
|
دغه حال دی نو.......... کلیوال ژباړه راوړی او. حلیم یی بیا ناروا ګڼی** |
|
بېرته سر ته |
|
 |
۰ ستوري

دغړيتوب نېټه: 21 مارچ 2011 ليکنې: 485 ځای: Nangrahar
|
د ليکنې نېټه : جمعه ميئ 20, 2011 10:25 am عنوان : |
|
|
عبدالحلیم صیب تاسو اصلا په لیکنه نه یي پوه شوي کلیوال پدي لاري[چم] مونږ تاسو ته نصیحت کوي چي د چا عیب مه لټوی دي کي ګناه ده.
نور نو داسي نده چي رښتیا هم لکه يي لیکلي يي دي تاسو به پردی ایمیل خلاص کړی شي او وبه يي ګوری دا سي نده فقط یو نصیحت وو .
اوس مو سر خلاص شو!
مومندافغان |
|
بېرته سر ته |
|
 |
حلیم ستوري

دغړيتوب نېټه: 19 نومبر 2010 ليکنې: 184 ځای: افغانستان
|
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : جمعه ميئ 27, 2011 8:02 am عنوان : |
|
|
ښاغلی حلیم لطفاتاسو موضوع بیا وګورئ
لکه مومند صاحب چې وایې تاسو په موضوع
ځان ندی پوهه کړی اوګومان کوم دکلیوال صاحب
دلیکنې لومړی نېمایې په غوسه کړي یئ اوپوره
مونده لوستي
په مینه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
هوتک ستوري

دغړيتوب نېټه: 21 مارچ 2011 ليکنې: 336 ځای: افغانستان
|
د ليکنې نېټه : شنبه ميئ 28, 2011 5:32 pm عنوان : Re: د دی پروګرام په واسطه د بل چا ایمیل(بریښنالیک) پغیر د پاسورد څخه خلاصولی شی! |
|
|
.....
وروستی ځل بدلون هوتک په ٢ شنبه ميئ 30, 2011 12:32 am ورکړی دی , د تغير شمېره 4 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
- ستوري

دغړيتوب نېټه: 06 ميئ 2011 ليکنې: 349
|
د ليکنې نېټه : شنبه ميئ 28, 2011 7:21 pm عنوان : |
|
|
هاهاهاهاهاهاها
هوتکه دا ادرس خو تا په کوم قرن کې استعمالوه؟؟ هغه وخت خو مادالیکنه دسره کړې نه وه.
خیر ته غم مکوه زه یې درته بیرته خلاصوم خالي هغه پاسورډ راولیږه چې ته پرې کوشش کوې اوایمیل دې نه خلاصوي. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
ع.تسل
دغړيتوب نېټه: 06 ميئ 2011 ليکنې: 20
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه ميئ 29, 2011 12:33 am عنوان : په كليواله پښتنه مينه... |
|
|
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
د بعضو ورونو د نظرياتو د لوستلو څخه داسې بريښي چې هغوى وار له واره جذباتو پسې اخيستي او بغير لدې چې موضوع هر اړخيزه و څيړي په تيارو كې يې خپل د فتوا ګانو غشي اورولي دي.
لكه څرنګه چې نن سبا تخنيك خپل او ج ته رسيدلى نو ضروري ده چې مونږ هم پدې ځغاسته كې د خپل وس مطابق څه لاس او پښې ووهو او يو څه ترې را وباسو او زده يې كړو خو فرق يې بايد په استعما ل كې وي او دابيا د هربنده تر فكر او ذهنه پورې اړه لري د مثال په تو ګه قلم ته هر كس د عزت او يو دروند سمبول په ستر ګه ګوري خو همدغه قلم كچيرې د يو كافر لاس ته ولويږ ي نو بيا پرې د اسلام دستر پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) د كاريكاتور په انځورولو هم دريغ نه كوي او كه همدغه قلم د يو مسلمان په ګوتو كې وي نو هغه پرې كولى شي چې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) اوصاف وليكي او له مقابل جانب څخه يې دفاع وكړي نو قلم هماغه قلم دى خو د استعمالوونكو تر ذهنونوفرق دى.
نو اوس راځو اصل موضوع ته او هغه دا چې د بل چا پټ او محرم اسناد كتل په اصطلاح emails كتل نو د محترم كليوال صاحب ليكنه تر كومه چې زما نظر دى او لكه څرنګه چې كليوال صاحب خپله رايه څرګنده كړې نو تر ډير ه پورې اصلاحي او علمي جنبه لري نه كوم منفي تاثر.
خو د شرعې له نګاه نه
دبل چا د محرمو اسنادود كتلو په باره كې ما څه داسې حديث اوريدلي چې دا حتا داسې ده لكه د جهنم كندې ته وركتل (والله اعلم) تحقيق او پلټنه يې محترم كليوال صاحب ته پريدم ځكه اوس فى الحال ماته ددې حديث څه كره سنداو يا منبع نده معلوم. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
هوتک ستوري

دغړيتوب نېټه: 21 مارچ 2011 ليکنې: 336 ځای: افغانستان
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه ميئ 29, 2011 12:15 pm عنوان : |
|
|
كليوال ليکلي: |
هاهاهاهاهاهاها
هوتکه دا ادرس خو تا په کوم قرن کې استعمالوه؟؟ هغه وخت خو مادالیکنه دسره کړې نه وه.
خیر ته غم مکوه زه یې درته بیرته خلاصوم خالي هغه پاسورډ راولیږه چې ته پرې کوشش کوې اوایمیل دې نه خلاصوي. |
کلیواله اشنا دا زما هم ولاکه داسې خاص ورته ضرورت وو او اوس مې هم پکار ندی پریږده یې چه هرچا وړی وې نوش جان دې شې زماله طرفه ورته بخشیش دی په خوارې نه ارزې؟
دامې هسې یو ګپ درسره وکړ.
وروستی ځل بدلون هوتک په ٢ شنبه ميئ 30, 2011 12:34 am
ورکړی دی , د بدلون شمېره 1 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|