د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دبدر ګوزار

پښتون یار
11.05.2011

څو ورځې لاتـــــــــــم شه چې بس داخبره سپینــــــــــــه شي

بیله په میدان کې درښتیا دروغو مینــــــــــــــــــــــــــــه شي

بیا بدرکي کې ښکیل او د (البدر) ګوزار ښکارشولې

ستابه هم دپلار غوندي کــــــــــــکره دلته خوړینه شي
ونه دجهـــــــــــــــاد به وچه هیڅ یوتور خزان نکــــــــــــړي

تویه ورتـــــــه زمونږ د فدایي زلــــــــمو چې وینه شــــي

دا غــــــــــــازي ټبر چې څو دردېږې نور به وړاندي ځي

کلــــــــــــکه عقیده یې لاهــــــــم نوره ډبریــــــــنه شــــــي

نغــــــــــــاړي رڼه ستوري دتیــــــارو داشیطاني ټغــــــر

بیـــــا به په دا سپینو پلــــــــــــــــــوشو نړي زرینه شــــي

مونږه ته ګلـــــــــــــــــــــونه او وتاسو ته به مرګ راوړي

کله چې بهــــــــار شې او داسیمه ګلـــــــــــــــــورینه شي

ملا اخترمحمد بهار


پښتون یار
11.05.2011

ملا عبدالرحمن معتصم

بیا ژوندی شوپه غزاوو نوم دبدر

ځلیدلی په رڼا وو نوم دبدر

داچې روح دازادۍ پرې تازه کیږي

ښه پیغام دی دبریاوو نوم دبدر

انقلاب مو پر جهان دغورځنګونو

شو امام مخته راوان دغورځنګونو

نن چې بیا پر کلیساوو جوړناورین دی

نن راغلی ښه دوران د غورځنګونو

صلیبیان کړل په ژړاوو نوم دبدر

ته وا بیا حمزه عمر خالدژوندي شول

چې زموږ واري پر کفارو ګړندي شول

خزان ګورئ دسیلیو جنازې وړي

زړونه بیا یخ په وږمو دآزادي شول

یو سنبول شو دښکلاوو نوم دبدر

دغه توند بدري بهیر چیرته روان دی

چې اخیستی یې په غیږ کې زموږ ارمان دی

بیا دچادانتقام نوبت راغلی

چې له ویرې په لړزه ظالم جهان دی

سپین دتورو په برېښناوو نوم دبدر

چې څوک راوړي دلته جنګ په جنګ به وزي

دلته دي کیسې دننګ بې ننګ به وزي

دلته تل اسلام ودان په قربانیو

لري شوی له زړو زنګ پیرنګ به وزي

معتصم کړم په خنداوو نوم دبدر

بیا ژوندی شوپه غزاوو نوم دبدر

ځلیدلی په رڼا وو نوم دبدر

داچې روح دازادۍ پرې تازه کیږي

ښه پیغام دی دبریاوو نوم دبدر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more