د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

دټول افغان دلومړې مخ په اړه نظر ولیکئ

رښتینی
23.01.2011

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

درنو وروڼو او پتمنو خوندو دټول افغان دلمړې مخ په اړه نظرونه دلته ولیکئ
او شاید دکاموال صیب دا نظر ټولونه په ښمر شی اوزه به هم خپل نظر ولیکم
زما خو دټول افغان دلومړې مخ دانوی ډیزاین بلکل ندی خوښ او ځکه خو می
دا موضوع ولیکلو رنګونه یی بیخونده لیکل یی ډیر واړه عنوانونه یی پیکه
اوداسی دیری نوری نیمګړتیاوی لری چی باید اډمین صیب بیا نظر پری وکړی

http://www.tolafghan.com/


قريش
23.01.2011

حامد صاحب زماپه نظر ډیزاین یی صحیح دی
رنګونه یی هم بد ندی، خو که دفونټ اندازه یی غټه شی مزه به وکړی.
او بله دا: که داسی څه ترتیب جوړ شی چی دبحثفورمونو څخه هغه لیکنه چی ګرم بحث پری روان وی او مهمه معلومیږی، دټول افغان په لومړی مخ یو لینک ورکړل شی، په دی چل سره به فورم ته لوستونکی رامات شی اعنی بحث فورمونو ته به نوی ګډون کوونکی راشی.


محمدزمان هوتک
23.01.2011

زما په نظر خوهغه پخوانی خوندهم نه وو پکښی
قریش صیب چه ګرمه موضوع دټول افغان لومړی ته هم یو وړل سی اعنی ته وا دفورم ګډونوال به زیات سی
مننه


قريش
23.01.2011

هوتک صیب که دیوی خوا ورته وګورو دا دفورم دګډونوالو زیاتیدل هم داسی دی لکه دچونګښو تول..
هره ورځ نوی نوی لیکوالان زیاتیږی خو له بلی خواپخوانی هغه ورکیږی اونور یی پرځای راځی خو دهمیشنیو لیکوالانو په شمیر هیڅ زیادت رامنځته نشو.
خو دایی زما په اند یوه لار دډیریدو وه دلیکوالانو.


bette
17.02.2011

ولا هغه پخوانی یی لیږ لیږماته یادیږی هغه خو خوندور نه و
اوداخو له هغه نه هم بد تر دی

او ګوره قریش صیب دا مانه وینی ؟؟؟؟؟

ګومان کوم دا لیکنه به زما له راتګه مخکی شوی وی


شرف ستانکزی
21.02.2011

زماپه اند هغه لینکونه چی د پاڼی په اخرکی ورکړل شوي دي باید د پاڼی په برنی پینل کی شامل شي لکه ټول افغان بلاګونه، کتابتون،ارشیف،تصویري ګالري او داسي نور، که دا شیان په برني ټیبونو کي ورکړل شي لکه څرنګه چی د ډیورنډ کرښه،اړیکي او داسي نور ورکړل شوي دي نو نوي لیدونکو ته به پاڼه ډیره جالبه جذابه او پرمخ تللي ښکاره شي او هم به دغه شیانو ته لاس رسې اسان شي.


و.افغان
15.03.2011

د ټول افغان اډمين صاحب په دې فقهي قاعدې عمل کوي چې وايي:
العبرة بالمقاصد والمعاني ، لا بالألفاظ والمباني.
يعنې هغه محترم محتوا ته اهميت ورکوي، البته تکميلاتو او تحسيناتو يا په اصطلاح
ډيزاينونو او موډيلونو پسې ډېر نه ګرځي.

که چېرې څه ستونځې نه وي؛ نو زه يوه مشوره لرم، چې د ټول افغان فوروم ته دې تطوير
ورکړل شي، ځکه چې فوروم له ډېرو خدماتو محروم دی.

په درنښت


پښتون:
10.05.2011

ماته خو بلکول صحیح او خایسته ښکاری.
ډیر خایسته ډیزان شوی دی،په مغزو مو برکت شه.
او فورم ته دی د وهاج صیب خبره تطویر ورکړل شي ولی تطویر بیا څه شي دي.که دا لوغت راته مانا کړﺉ .

تر بل کرته.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more