د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

په google یاyahoo سرچ کی خپله ویب پانه شاملول


عبدالمالک
11.01.2005

سلامونه او ښی چاری دوستانو!
1-څرنگه کولی شو چه خپل ویب پاڼه په www.google.com یا www.yahoo.com لټون کی په وړیاتوگه شامله کړو :?:
2-او بل په کوم ویب هوسټ کی پښتو ویب پاڼه په وړیاتوگه جوړولی شو :?:
که کوم ورور ته په دی هکله معلومات نو لطفآ راته ولیکی.
په درنښت،
عبدالمالک "افغان" له افغانستان نه.


Baheer
16.01.2005

محترمه وروره عبدالماک ته د مسافرۍ درانه درانه سلامونه وړاندې کوم :D
ګرانه که تاسو غواړۍ چې خپله پاڼه په yahoo search engine کښې ځای په ځای کړۍ ، اول www.geocities.com باندې کلېک وکړۍ او د هغې نه بعد د خپل "کارونکي نوم او شفر" په کارولو سره د yahoo پانې ته داخل شۍ٠ د Yahoo د پاڼې په منځنۍ برخه کښې Member Pages Directory ليکل شوي دي او د همدې عنوان لاندې Find interesting member sites, or list your own هم ليکل شوي دي٠ د " or list your own" جمله Hyperlink ده، يانې په " or list your own" باندې کلېک کيږي٠ تاسو په همدې جمکه باندې کلېک وکړۍ ، بله پانه خلاصيږي٠ تاسو د هغې پاڼې لارښود ولولۍ، انشأالله چې ستونزه به مو حل شي٠

يادونه: کله چې تاسو خپله وېب پانه د yahoo په search engine کښې شامله کړه، ٢٤ ساعته وروسته به ستاسو پانه د ياهو د سرچ له لارې پيدا کولو ته تياره وي٠

په در ناوي

ستاسو کوچنی ورور بهير

نن مې زړه راته خفه خفه ښکاريږي
ځکه خپل ګلشن وطن مې را ياديږي
اروپا کښې که ښايسته دي ډېر ښارونه
ما ته کلی د وطن ترې ښه ښکاريږي
زه د ستا په نوم نازېږم اې وطنه
ستا سنګر د ننګيالو مې نه هېريږي
ته د ټول جهان نه لوړ يې اې وطنه
ستا په خاوره کښې ننګيال پښتون اوسيږي

[color=red:da074ebf32][/color:da074ebf32][color=#444444:da074ebf32][/color:da074ebf32]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more