د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دخالص بابا په زړه پوری شعر

Kamil
31.03.2011

مه خانده ظالمه کــړپهار دزولنوته مې
ګور ه نتيجه کې اخــر کار د زولنو ته مې
تاته غرابې کوټه قلفې مظلوم بندې ښکارم
ناڅې دجنت حورې سينګار دزولنو ته مې
انس او جن لاڅه چـې ورته اسمانو کې هم
غوږ ملايکان نيسې شرنګار دزولنو ته مې
خداى چې راته وايې څۀ دې راوړل ورته وايم به
داپه پښو کې وګوره پرهار د زولنو ته مې
ستا دژوندانه د دايرې محيط که پام وکړې
نن سبا اړشــــوى دى برکار د زولنو ته مې
مړبه شې راپرې به وځې اوملابه دې درماته کړې
داقدرت ورکړې رب ګوزار د زولنو ته مې
خيزکړه نبې خېله په مور چل باندې ورودانګه
زر کړه ملتفت ظالم پيکار دزولنو ته مېک


ډاکټر څپاند
10.04.2011

خالص ته

تاکله تېر کړی دی روزګار دې ځولنو سره؟
شپه او ورځ مشغول وې ته سينګار دې جنکو سره

تا هم لا وژلي،ټکولي زورولي دي
داسې کړه وړه نه ښائي تکرار دلېونو سره

ته وې دانګريز نوکر پر تائي توره وکړله
دارنګه څوک نه کاندي رفتار دې پښتنو سره

جنګ او جهاد وکړلو افغان ولس په خپل همت
ته شوې اې اس اې اجڼټ صد بار دې ولولو سره

تاته بابائي نه ښائي ته دې قوم خادم نه وې
زه ټوله ژاړمه پرهار دې ځولنو سره

خو
نغواړم جنت اوهورې تا ته دې درپاته وي
زه به زده کومه اوس رفتار دې ځولنو سره

او
تاته جنت نه ښائي دې بر کلي خالص ملا
خاص الله دې تاکړي ګرفتار پدې کردو سره


بشري
10.04.2011

ډیره مننه ثبات حلیمي صاحب!


Kamil
11.04.2011

نصرت الله الهام

بس تر پايه له اغازه

ژوند دې ډک شو له اعجازه

نور باطل او حق جلا شول

پرده پورته شوه له رازه

پس له مرګه زندګي دې

شوه دخداې په کرم سازه

ځينې وخت خو معلوميږي

د روحونو له پروازه

دا معلوم کړئ چې خپه يم

دزړګي له اهتزازه

حقيقت به سره وايو

او بغير له امتيازه

تانه نور څه پاتې نه دي

تانه پاتې دوه محاذه

ته زمونږ دويم بابا يې

اى ثاني غريب نوازه!


Kamil
11.04.2011

[color=red:c2ed598690]ډاكټرڅپاند [/color:c2ed598690]او[color=darkred:c2ed598690]بشري[/color:c2ed598690] ته

نوکر داستعمار شې خپل ملت په نورو پلورې
دکوم هيواد چې پوه ملى [color=green:c2ed598690]ځوانان[/color:c2ed598690] شې کوڅه ډب
وطن ساتلى نه شې په څوکۍ چې کړې جنګونه
ګيدړې ترېنه ښې چې زمريان شې کوڅه ډب

[color=red:c2ed598690]بشري ته:[/color:c2ed598690]

ما وې چې باز دې خو[color=darkred:c2ed598690]ټپوس[/color:c2ed598690] وختو
په د ووسانو کې [color=darkred:c2ed598690]دووس[/color:c2ed598690] وختو
دزړه په وينو مې روزنه ورکړه
چې زړه ترې جوړ کړم خو[color=red:c2ed598690]پپوس[/color:c2ed598690] وختو
ډير مې ټولنه کې دروند وتللو.
اخرکې سپک انډى[color=darkred:c2ed598690] دبوس[/color:c2ed598690] وختو
موږ وې دده له بخته مخکې بۀ ځو
خو دې پخپله کې [color=red:c2ed598690]منحوس[/color:c2ed598690] وختو
خالص له بل چانه ګيله نه کوي
پوچ يې دخپل جيبه [color=red:c2ed598690]کارتوس[/color:c2ed598690] وختو


بشري
11.04.2011

كامل ته:

ګله !
ښه به وي چي اول دي عقل لږ وجنګوې
چې ما څه؟, ليكلي؟

زما په متلب به شايد يوازي ثبات پوه شوى وي او بس .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more