د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

ایا کمپیوټر ته په ځمکه کیناستل رښتیا دملا د درد سبب ګرځي ؟

نوروز خان
15.03.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زه عادتا چې په کمپیوتر لیکل کوم ، نوپه ځمکه ورته ناست یم ، او تراوسه مې میز او څوکۍ نه ده پیدا کړې ، څه موده وړاندې مې یوه ملګري وویرولم ، چې که ډیره موده په همدې عادت پاته شم ، نو دملا کوږوالی او درد به راته پیدا کړي ، چې بیا به یې علاج خورا سخت وي .
داخبره څومره پر ځای ده ،
دغه راز که کوم خیرمن دکمپیوتر دروغتیایي ضررونو او ترې دځان ساتلو په اړه خپل ورسره شته معلومات دلته شریک کړي ، غوره به وي
په مینه او مننه


نوروز خان
04.04.2011

السلام علیکم
څوموده وړاندې دکمپیوتر په تیره دلیپټاپ کمپیوتر دطبي زیانونو او دمخنیوي دلاروچارو په اړه یې پوښتلي وه ، چې چا ځواب رانکړ، نن مې له نیکه مرغه دخپلې دې پوښتنې مفصل ځواب په تاند ویب پاڼه کې وموند چې دادی له تاسو یي هم نه سپموم .

[size=18:a403fa26c2][color=red:a403fa26c2]دلیپټاپ دکارکوونکو لپاره مهم خبرداری ، لیکوال خیرالله خیال[/color:a403fa26c2][/size:a403fa26c2]
د کمپيوټر استعمال د زياتو ګټو سره، سره يو لړ زيانونه هم لري . کمپيوټر ته د اوږدې ناستې او مانيټور ته د ځير کېدنې څخه د راپيدا کېدونکو ناروغيو د مخنيوي لپاره بايد وخت په وخت د ډاکټرانو خبرداريو ته پام وشي
د لپټاپ جوړښت او د کارونې ډول ددې لامل ګرځي چې زده کوونکي او نور مسلکي کاروونکي د هغه د استعمال پر مهال يو نامناسب وضعيت غوره کړي.
د هلت دي نيوز د راپور له مخې د څېړونکو په وينا د لپټاپ د استعمال لپاره وضعيت پر عضلاتو د فشار ، د غاړې او اوږو د ضعيفۍ او د لاس د زيان سبب کېږي.
دشمالي کارولينا پوهنتون څېړونکي وايي : د کيبورډ څخه د مانيټور نه بېلوالى د جسمي عوارضو د بروز احتمال لا پسې زياتوي .
د ياد پوهنتون د طب پوهنځي يو ډاکټر (کوين کارنيرو) و ايي: د بدن او لاس د ګوتو نامناسب وضعيت د مړوند د عصبي ريښو د زيان سبب ګرځي . د لپټاپ څخه د استفادې پر مهال د غاړې او اوږو نامناسب وضعيت پر عضلاتو فشار راوړي او وينه پکې ډپ کيږي .
.څېړونکي وايي که په لېپټاپ باندې د کار پر مهال سړى له اندازې زيات ور کړوپ شي د سر دوزن د تحمل له امله د غاړې او اوږې پر عضلاتو ډېر فشار وارديږي ، نو د لپ ټاپ د کارولو پر مهال مو ملا نيغه وساتئ او په کيبورډ باندې د زيات ورکړوپيدو څخه ډه ډه وکړئ. ددې ټکي د را يادولو لپاره يو يادښت په يو کاغذ وليکئ او په سکرين يې و نښلوئ او په هر ځل ليدو يې د خپلې ناستې وضعيت کنترول کړئ.
په يو وار د ٤٥ دقيقو څخه ډېر په لپ ټاپ کار مه کوئ هر ٤٥ دقيقې بعد يو څو ګامه وګرځئ او د غاړې ، مټانو ،مړوند، لاس او پښو د عادي حرکاتو مانورې اجرا کړئ.
د سترګو او سکرين تر منځ واټن بايد د ٥٠ او ٦٠ سانتي مترو تر منځ وي کوښښ وکړئ چې سترګې مو د سکرين په پاسنۍ برخه داسې تنظيم شي چې د ملا تير مو هوار وي .که سکرين په يو مستقيم خط قرار ولري نو ستاسو سترګې به هوسا وي او د سترګو د ستړيا د مخنيوي له پاره په هرو ديرشو دقيقو کې يوه لېرې ځاى ته وګورئ.
د امکان تر حده هڅه وکړئ چې د کارونې پر مهال لپټاپ په خپلو پښو مه ږدئ او له د کورني کمپيوټر په څېر يې پر مېز کېږدئ او په چوکۍ ورته کېنئ د چوکۍ لوړوالى بايد د ٤١ څخه تر ٥١ سانتي مترو پورې وي او د امکان تر حده د تنظيم وړ وي . د چوکۍ جوړښت بايد دداسې يو جنس څخه وي چې په اصطلاح وکولى شي تنفس وکړي يانې هوا ورڅخه تېره شي او د خوله کېدو لامل نه شي .دچوکۍ د تکيه سور بايد د ٣٢ څخه تر ٣٦ سانتي مترو پورې او لوړوالى يې لږ تر لږه د ٩٠څخه تر ١١٠ سانتي مترو پورې وي . د چوکۍ تکيه بايد د مقعر قوس لرونکې وي چې د ملا کړوپوالى په اسانۍ پکې ځاى ونيسي. د لپټاپ کمپيوټر له پاره استعماليدونکې چوکۍ بايد لاستي ولري چې لوړوالى يې د کاري مېز سره برابر وي.
د لپټاپ کارونې پر مهال بل مهم کاري شرط تازه هوا ده د آير کنډيشن څخه استفاده پر کمپيوټر د کار پر مهال د ستړيا په مخنيوي کې اغېزمن رول لري . د کار لپاره د تودوخې مناسبه درجه د ١٩ څخه تر ٢٣ درجې د سانتي ګريډ پورې ده
د کار په ساحه کې پلاستيکي يا لرګين فرش د ساکن برق په مخنيوي کې مهم رول لري.
همدارنګه په کمپيوټر د کار پر مهال پام وکړئ چې مړوند مو کوږ نه وي او د کيبورډ ، موس، او نورو وسايلو څخه د کار اخستنې پر مهال مو مړوند بايد د مټ په امتداد وي چې د مړوند په ځنډنيو اختلاطاتو اخته نه شئ په ټوليزه توګه په کمپيوټر د کار پر مهال مټې او څنګلې هغه وخت هوسا وي چې بدن ته نږدې وي
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand6&article=25814


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more