د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د لویدیځ د نرو او ښځود حقوقو د مساوات د شعار تر شا پرتې لومي

حمید هڅــاند
04.04.2011

محترمو وروڼو او درنو خویندو
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
په دې لیکنه کې هڅه شوې لاندي حقایق را برسیره شي:
لمړی: د لوېدیځ د ښځو او نرو د حقوقو د مساوات د شعار لومړۍ موخه د کورنۍ (فامیلي) له مینځه وړل دی.
دوهم: د کورنۍ بنست له مینځه وړل او بې سره ازادۍ رامینځته کولو سره د نړۍ بانکران(یهودې کړۍ، چې غواړۍ نړۍ غلامه کړي) غواړې فرد فرد تر پورونو لاندۍ ډوب کړي.
دریم: زما د لومړۍ او دوهمې خبرې د اثبات لپاره به زه انشاالله په امریکا کې ددې موډل( د ښځو حقوقو په نوم شوم موډل) د پلې کېدا پایلې ستاسو پروړاندې کېږدم.

درنو وروڼو او خویندو؛ په راوروستو کلونو کې د بشر حقوقو لوېدیځوالو کړیو د ښځو د حقوقو په نوم یو داسې شعار ته مخه کړې چې ښیې دوی د ښځو د حقوقو ساتونکي دي او غواړي ښځو ته د ازادۍ تر نوم لاندې په اسیایې هېوادونو کې یو داسې موډل پلی کړي چې ددوی ځینې شوم اهداف پکې تر لاسه شې. دا موډل تر ټولو لمړی په متحد ایالاتو کې د یهودو بانکې مشرانو په سلا پلی شو؛ پوهیږئ ددې موډل موخې څه دي؟ د لویدیځ ددې موډل پایله پخپله په امریکا کې څه شی شوه؟؟
[color=white:af355359b3]لمړی؛ څنګه یې ددې شعار پرمټ د کورنۍ بنسټ په لویدیځ کې له مینځه یوول او غواړې په اسلامې هېوادونو کې یې تکرار کړي:
[/color:af355359b3]
درنو وروڼو او پتنمو خویندو؛ د نړۍ بانکې کړیو وغوښتل چې د خلکو د غلام ګرځولو او په پور کې د ډوبولو لپاره تر ټولو لمړی د کورنۍ بنسټ له مینځه یوسې؛ ددې کار لپاره اړینه وه چې ښځې هم د نرو په شان له کورنو څخه د کار په موخه ووځې او ټوله ورځ د نارینه ؤ په څېر په دفترونو کې کار وکړي. دا بانکې کړۍ د نړۍ څلورم ځواک یانې رسنۍ په واک کې لرې او له دې لارې د خلکو په اعصابو کنترول لري. دې بانکې کړیو په پراخه کچه په لویدیځ کې تبلیغات پیل کړل او د ښځو او نرو د حقوقو د مساوات شعار په پورته کولو سره یې له هرې تبلیغاتې چارې کارواخیست. دا شعار چې له ورایه خورا ښکلی څرګندېده، د خلکو له پراخ هرکلي سره مخامخ شو او یهود بانکران د رسنیو او تبلیغاتو پر مټ په دې وتوانېدل چې دا شعار د خلکو په زړونو باندی ومني.
ورو ورو ښځو خپلې(تش په نوم) ازادۍ تر لاسه کړې او د کار کولو حق یې هم خپل کړ. ددې کار په پایله کې بانکران وتوانېدل چې د کورنۍ ځواکمن بنسټ او لوی نعمت څخه د غرب ټولنه بې برخه کړي. راځې د امریکا د ټول اولس به ازتازیتوب یواځې د یوې کورنۍ بیلګه راواخلو او وګور چې د بانکرانو موخه( د کورنۍ بنسټ له مینځ وړل) څنګه تر لاسه شوه.
د بیلګې په توګه د تګزاس یا واشنټن له دؤ وروڼواو ددوی دوو مېرمنو، یو پلار او یوې بوډا مور څخه جوړه کورنۍ ددې ستر پورمختګ په پایله کې له څه سره مخامخ شوه.
۱.پلار خو سپین ږیری او مور سپین سرې وه.
۲.وروڼه په خپلو دندو بوخت ول او له کوره بهر ول.
۳. د وروڼو میرمنو هم اوس ځانته بهر مصروفیتونه پیدا کړل او له کوره بهر په خپلو دندو لګیا شوې.
اوس ددې کورنۍ راتلونکې ددوی په اولادونو ولاړه ده؛ خو میرمنوهم بهر کې دندې ترلاسه کړي، پوښتنه داده چې ددوی نوې پیدا شوې اولادونه په څنګه تربیه او وپالل شې. دې کار په لمړیو کې ستونځې راپیدا کړې، د ماشومانو پالنه د ښځو لپاره لویه ستونزه او د سر درد شو. خو یهود چالاکه قوم دي، دوی ته یې چاره لا له مخکې مالومه وه، د فلمونو او ډرامو او نورو تبلیغاتو له مخې میړونه او مېرمنې په دې راضې کړې چې وړکتون ددوی د ماشومانو د روزنې ډېره غوره لاره ده. وړکتونونه جوړ شول، مور او پلار د خپلو بچیانو له پالنې نه بیغمه شول. د مور او پلار مینه د خپلو اولادونو سره په دې توګه مخ پر کمیدا ولاړه، ماشومانو په وړکتونونو کې له پردیو خلکو څخه روزنه او پالنه واخیسته، ددې وړکتونونو د پالنې او روزنې سیستم له پلان سره سم سیستماتیک جوړ شو، د وړکتونو د روزنې چارو ته له د مکتبونو د نصاب په ډول چاره تر سره شوه؛ لنډه دا چې موشوم د مکتب تر وخته له پردیو سره لوی شو او مکتب کې له یوې بلکل نوې ټولنې سره مخ شو، د ماشومانوددې نوي چاپیریال بې سره ازادۍ ددې لامل شوه چې ماشومان د مور او پلار په نوم له لوی نعمت څخه په لوی لاس پردې وساتې او ان په ښوونځیو کې ورته ووایې چې تاسې ماشومان یاست او خپل حقوق لرئ، که مور او پلار تر باندې په زور څه کول نو د مکتب له لارې پولیسو ته خبر ورکولی شئ او داسې نور. له لس کلنۍ څخه په پورته کېدلو سره بیخې تنکې ماشوان په نوې مرض اخته شول(بای فرینډ او ګرل فرینډ ګرځول). او د زلمیتوب په را رسیدو هر بد کار ته لاس اچول ددې نوې نسل کار شو.
نوی نسل په دې توګه له پلار او موره پردې وساتل شول؛ او د کورنۍ بنسټ ورو ورور له مینځه لاړ. د امریکا اولس نن ورځ په دې خبره ښه پوه دی، خو دوي استدلال دا دی چې موږ ستر تمدن یو، په دې هرڅه کې د انسانانو ازادې او سوکالي پرته ده.
له وړکتون څخه د پالنې په اخیستلو او ښوونځیو کې له پراخې ازادۍ سره په مخامخ کېدلو او د زلمیتوب پړاو ته په رسېدلو سره، نوې ځلمې نور د مور او پلار په نوم څه نه پېژندل او فردې ژوند ورته غوره برېښېده. ورو ورو ټوله ټولنه کې د کورنۍ نوم په ورکیدو شو او د امریکا ټولنه له دې ستر نعمت څخه بې برخه شوه. نوې نسلونو ته نوره بې سره ازادۍ، د شپې کلبونه، شرابځایونه، ګډاځایونه، عیاشۍ او نورې بې دریغه بې لارۍ د ژوند ښکلا او ددوی د تمدن میوه ښکارېده. فلمې نړۍ او هالېوډ او رسنیو ددې اولس دماغ دومره کنترول کړ چې د(ارایول) د فلم د جوړونکې په وینا، د امریکا اولس په نړۍ کې تر ټولو بې وسه او غلام اولس دي، دده په وینا ددې اولس ټولې چارې دد یوڅو بانکې او والسټریټې یهودې کړیو په لاس کنترولېږې او دوی یې په پټو سترګو منونکې ګرځولې دي. درنو وروڼو او پتمنو خویندو؛ ددې لپاره چې اولس غلام وساتل شې، دې بانکې کړیو هڅه وکړه دوی په چټیاتو(فلمونو، نڅاییزو سیالیو، د ښکلا سیالیو، موزیک، د شپې کلبونه او...) اخته کړې او ورنه ورکه کړې چې ددوی له ژوند څخه څه غواړې، ځکه که زه بې له موخې په دې ټولو لهولعبو سر و اوسم نو بیا زما موخه نشته او د بې موخې خلکو غلام ګرځول له هرڅه نه اسانه کار دی؛ یهودې او بانکې کړۍ( چې په نړۍ کې د یوه واحد حکومت د تشکیل او خلکو غلام ګرځولو په لټه دې) خپلې دې موخې ته په امریکا او ډیموکراسې والو هېوادونو کې په بریالې توګه رسېدلي دي.
دوهم: د کورنۍ په له مینځ وړلو سره دا کړۍ غواړې فرد فرد په پورونو کې ډوب او غلام کړي:
د کورنۍ په له مینځه وړلو سره نور پلار او مور نه شې کولې د کورنۍ پر مصارفو باندې کنترول ولري، هر شخص بیل بیل باید خپل مصارف وکړي او نوې ځوان شوي نسل خو بیا خپل جیب پسې کله هم ځنځیر نه تړي. بانکې کړیو د بانکې قرضې په نوم خلکو ته اعلان وکړ چې تاسو کولې د ډېر کوم سود( دبانکې قرضې سیستم په امریکا کې ثابت نه دی، له وخته وخته بدلون کوي او بانکران یې حالاتو ته په کتلوسره نوې وړاندیزونه کوې او بدلونونه راوړي) پروړاندي له موږ څخه پیسې واخلئ. بانکرانو نوې اسانتیاوې چې په حقیقت کې اسانتیاوې نه بلکې خلکو ته دامونه کېښودل ؤ، رامینځته کړې. نوې بانکې قرضې اعلان شوې لکه:
د کور اخیستلو لپاره قرضه؛
د زړه کړې تر لاسه کولو لپاره قرضه؛
د موټر اخیستلو قرضه؛
د چکر وهلو او سیاحت قرضه او داسې نورې قرضې.
ددې قرضو موده اوږده او سود کم ؤ، هر چا اخستلی شوې او نومونه یې ډېر زړه راښکونکې ؤ. له ځوانانو سره نور غم نه ؤ چې له پلار یا موره پیسې واخلې بلکه کولی یې شو له بانکه پور واخلې او بیا چې کله دنده تر لاسه کړې په ډاډه زړه یې پور ادا کړې. دا قرضې د کورنۍ پرځای هر فرد اخیستلای شوې او د کورنې نظام په پرتله په لسګونه چنده ډیرې واخیستل شوې او لاهم اخیستل کېږې.
[color=red:af355359b3]د پرمختللو هېوادونو اقتصادونه همدا نن هم د پور او سود پر بنسټ چلېږې او همدا یې ډېر ضعیف ټکی دی. کورۍ وروڼو او خویندو؛ مسلمانانو ته ویلې ویل شوې چې ځانونه په پور کې مه ساتئ؛ لامل یې همدا دې چې ددې پورونو ترشا ددین او خلکو دښمانانو دسیسې نغښتې دې او زه باور لرم چې د همدې پور تر شا د یهودو تر ټولو خطرناکه دسیسه پرته ده چې نن ورځ یې د نړۍ تر ټولو هوسا اولس( امریکا) په ۱۴ تریلیونه ډالرو پور کې ډوب کړی دی.[/color:af355359b3]
له بله پلوه، مالیات(ټکس) په بیلا بیلو نومونو زیات شول. دلته غواړم تاسو یوې ډېرې باریکې نقطې ته متوجه کړم. لکه څنګه چتې ښاغلی زید حامد صیب ویلي، که فرض کړو په ټولنه کې د ښځو او نرو شمیر مساوي وې نو که پخوا فرضا ۵۰ میلیونه خلکو باندې مالیات راتلل ، نن په ۱۰۰ میلیونه خلکو باندې مالیات راځې، ددې مانا داده چې خلک له یوې خوا په پورونو کې ډوبېږې او له بلې خوا د شتمنۍ ډېری برخه د مالیتاتو له لارې بیرته له اولسه راټولېږې.
دې بانکران په د شلمې پېړې په لومړۍ نیمایې کې یوه بله کارنامه هم وکړه او هغه داچې ډالر یې د سرو زرو له معیاره را وییست او محض په کاغذي نوټ یې بدل کړ( ددې کار په موخو او پایلو به انشاالله په راتلونکې کې بحث وکړم). په لنډه توګه دومره ویلی شم چې بانکې کړیو ته د ډالر چاپ محض د کاغذ پرینټول دي او بس. خو په مقابل کې دوی څه کارکوي: خلکو ته همدا چاپ شوی کاغذونه د سود په وړاندي په پور ورکوي او په مقابل کې یې دهغوی حقیقې شتمنې( لکه کور او داسې نور) د ضمانت په توګه اخلې یانې د پور دنه ورکړې په مقابل کې یې بانکران حقیقې شتمنې ضبتولی شې. دلته یوه بل ټکي ته متوجه شئ؛ دوی یواځې کاغذ چاپوي( ډالر لېګل ټنډر دی یانې بې له قانونې وزن څخه هیڅ حقیقې وزن نه لري)خو له خلکو څخه دهغوی حقیقې شتمنۍ ضبتوي. دا کړې د کپیتلیزم په نوم د اقتصادې تیوري له کمزوریو کار اخلې او د انفلیشن، رسیشن او اقتصادي بحرانونو په راوستلو سره هېوادونه او اولسونه لا بې وسه کوې او په پورونو کې یې ډوبوي.

[color=darkred:af355359b3] :Thomas Jefferson (April 13, 1743 – July 4, 1826) د امریکا دریم ولسمشر توماس جفر سن په وینا:
[مرکزې بانکونه زموږ له دښمنانو نه هم خطرناک دي، که زموږ اولس شخصې بانکرانو ته اجازه ورکړي چې ددې هېواد نوټ چاپ او کنترول کړي نو یوه ورځ به داسې راشې چې زموږ خلک به ددې له حقیقې شتمنۍ نه بې برخې وي او ددې اولس بچیان به په داسې حالت کې سترګې وغړوې چې په سر یې د خپل کور سیوری نه وي]. [/color:af355359b3]
په امریکا باندي نن همدا ورځ راغلې ده او خلک يې غلامان او پوره وړې دي. دوي له خپلو شتمنیو بې برخې دي او شخصې بانکونه(ریزرف بانک) یې نوټ چاپ او کنترولوي.
دریم؛ د ددې موډل پایله په امریکا کې:
۱.د کورنۍ سیسټم او بنسټ نړېدل؛
۲.بې سره ازادۍ او بې لارۍ دودېدل؛
۳.خلک په پورونو کې تر سپوږمو ډوبېدل؛
۴.اولسې قرضه تر ۱۴.19 تریلیونه ډالره رسيدل؛
۵.بې شمېره مالیات په نر ښځه او ځوان باندې ډېرېدل؛
۶.اقتصاد يې د نړېدا په لور ستنېدل؛
۷.له دین څخه لرې پاتې کېدل؛
۸.ښځې یواځې د ش*وت د الې په توګه پېژندل؛
۹.ټولنه يې په ټولنېزي پردیټوب اخته کېدل؛
۱۰.خلک یې په روانې تکلیفونو اخته کېدل؛
۱۱.دواده سلسله ختمېدل؛
۱۲.طلاقونه څو چنده کېدل؛
۱۳.د ځوان نسل کمېدل او د بوډا خلکو په ټولنه کې ډېردل؛
۱۴.د ځوان نسل په کمېدا سره د کارګرو ارزانه چینه وچېدل؛
۱۵.په راوروستو کې د ماشومانو د نه زېږون له امله د بې شمېره ښوونځیو د ورونو تړل کېدل.
اسلام د ژوند کولو یوه داسې لاره ده چې پکې د هرچا حقوق خوندي دي، په اسلام کې هیڅوک پر بل چا لوړوالی نه لري، ښه هغه ده چې ښه اعمال یې ترسره کړل او د الله پاک رضا یې حاصله کړه. اسلام د هغه نظام نوم دی چې د ښځو حقوق پکې تر بل هر نظام خوندي دي. د لویدیځ حقیقت منونکې د بشر حقوقو کارندوال په زغرده منې چې سترلارښود حضرت محمد(ص) د ښځو د حقوقو لمړنی ساتونکی او خوندي کونکي ؤ.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more