د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د ځوانانو ارواه پوهنه

زهيرشينواری
29.03.2011

د ځوانانو ارواه پوهنه

يو سپين ږيري سړي له يو ښوونځي سره نږدې کور واخيست، څه مودې لپاره ښوونځى رخصت وو، خو چې درسونه شروع شول، نو له اولې ورځې يې وليدل چې په رخصتۍ کښې دوه درې ځوانان په ډير شور او ها وهو سره له ښوونځي راوځي او د ده له کور سره خوا کې تر ناوخته بنډار جوړوي. سپين ږيري حوصله له لاسه ورکړه، له ډېر فکره وروسته يې د حل لاره پيدا کړه.
پوهيږئ څه يې وکړل؟
هو يوه ورځ چې ښونځی رخصت شو او هلکان بيا هم هملته سره راټول شول، نو سپين ږيری يې هم تر خوا لاړ. له سلام کلامه وروسته يې هلکانو ته مخه کړه او په خوږه ژبه يې وويل: بچيانو، مجلس مو ډېر خوږ وي، زه مو هره ورځ څارم او ترې خوند اخلم، ماته مې د ځوانۍ شپې او ورځې په زړه کوي، کټ مټ ستاسو په څېر ما هم تاند زلميتوب تېر کړی، که خوښه مو وي زه هر يوه ته د مياشتې ۱۰۰۰افغانۍ درکوم او تاسو هره ورځ همدلته ورته بنډارونه ساز کړئ زه به مو سيل کوم.
ځوانانو ومنله، ځکه چې هم ثواب وو هم خورما.
دې کار څو مياشتې دوام وکړ او سپين ږيري له ژمنې سره سم د مياشتې په پاې کې د هغو تنخوا رسوله.
خو چې يو څو مياشتې تيرې شوې، نو يوه ورځ سپين ږيري ځوانانو ته وويل: بچيانو! وبخښئ، زما مالي حالت يو څه بې خونده شوی او نه شم کولی چې هومره تنخوا درکړم، دې نه پس به زه یوازې ۱۰۰ افغانۍ درکوم.
هلکانو چې دا خبره واوريده نو، وچولي تريو کړ او ځواب يې ورکړ ناشونی دی. له ځايه پاڅيدل او د تل لپاره په خپله مخه لاړل او سپين ږيری ترې بې غمه شو.
ډاکټر صداقت يعقوبي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more