د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

غزل

Kamil
11.03.2011

دكلونو پس چى ياره
ته زمونږ كلي ته راشى
تا نه هير به زمونږ كور وي
يو ماشوم نه به پوښتنه
ته زما به هكله اوكړى
مخكى دلته يو شاعر و
چى اوس چرته كى اوسيږي
دا ماشوم به درته ياره
سم دټكه جواب دركړي
مخكى دلته يو شاعر و
چى په چاباندى مين و
خواشنا يى بى وفا و
اوس هغه خو ليونى دى
چرته دغه ځاى به ناست وي
به ريږونو به غرمو كى
چى په خوځما,ته راشى
چى مى اوينى جانانه
نو رامنډه به كړى ماله
زه به ستا دخوا نه باڅم
يوطرف ته به روان شم
ته به وايى دزړه سره
د الفاظوجادوګره
بيا به چغه كرى جانانه
ته حــــمـــــزه خو داسى نه وى
زه به مخ درواړوم
چى ته څوك يى دكوم ځاى يى
تا به نه بيژنم ياره
ځكه زه به ليونى يم
ځكه زه به ليونى يم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more