د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

الله!

پښتون یار
17.02.2011

زه د طــبــیــعــت ښــــایســت کې تا وینم الله!
تـــا په ټــــول جــهــان کې بې همتا وینم الله!

پروت د طبیعت په هر موجود کې ستا اثر دی
هر څـــه ته چه ګـــورم ستــا ښکلا وینم الله!

ځــــمکه اسـمــانونه بر اوبحر به ټول فناشي
هر څــــه به فنا شي ســــتـــا بقــــا وینم الله!

او کــه هغــه دواړه او که ټول کن فیکون شو
تا نه دغـــــــــه دواړه کــــښـــې پاچا وینم الله!

نه لرې ثاني بیــشک په ټول جـهــان یو ته یې
« الله احـــــــــــد » یـــې تــــاوالا ویـــنـــم الله!

ډوب په ګنــاهونو کـــې حـــاجي طاهر دا وایي
رحم په مـــا وکـــړه ســـتــــا رضــــا وینم الله!
(محمد طاهر طاهر رحیمی)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more