د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دزړه راز

پښتون یار
17.02.2011

څاڅکی ډیری شوی د سترګو په جامو کی
وړیی نه شم سمندر به ترینه جوړ شی

دومره دروند دمینی راز په ما راخور شو
که یی وتلمه غر به ترینه جوړ شی

لږ څه پام په تورو سترګو لره یاره
که نه ګوره سکندر به ترینه جوړ شی

دزړه رازه که دی ووایمه چاته!
د سهار ختلی لمر به ترینه جوړ شی

د یار یاده که په ما باندی را پيښ شې
د خوښیو مازدیګر به ترینه جوړ شی

ای زړګیه دیار غم په زړه کی مړ کړه
که نه خدای چی ځناور به ترینه جوړ شی

تورو شپو د رڼآ رازپه غیږکی پټ کړی
که نه هسی سپین سحر به ترینه جوړ شی

رڼا مومندی


نادر
17.02.2011

ډير ښه كاكاياره!
ستا د نورو شعرونو په تمه:


پښتون یار
17.02.2011

د مينې ډك سلامونه مې ومني
نادر خانه وروره دا ځما شعر نه دي او نه ځه شاعر يم
دا د رڼا مومندي شعر دي
د كاكا ياره په مفهوم پوه نه شوم !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more