د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

اړولى مو پر سر د زهرو جام دى

شبيراحمد
07.02.2011

دټول افغان کتونکيوته السلام عليکم
لاندي شعرمي له نن ټکی اسياويب پاڼي څخه کاپی کړی اوله تاسوسره يې شريکوم

څه تقدير څه سرنوشت څه انتقام دى
د ژوندون سهار مو څنګه تور ماښام دى

دا چې ټوله د مرګي په خوب ويده يو
اړولى مو پر سر د زهرو جام دى

د قانون کور بې قانونه مسخره ده
د ملت کور د ارزالو ازدهام دى

انسانان په کې خرڅېږي په بوليو
پارلمان نه دى مارکېټ د ګنګارام دى

د افغان خوله ده له خاورو څخه ډکه
د اغيارو د بړېڅو شيرين کام دى

انتشار مو د قانون د ساخت مرجع ده
انارشيزم د افغان وطن په نام دى

چې شورا يې جرثومه د تعفن کړه
د مارشال دې کارنامې ته مې سلام دى

کله جنګ کا کله مچه ترې نه اخلي
ملا ايښى د بکتاش سـ ..مـ...ۍ ته دام دى

فوزيه د شهوتونو عجوبه ده
هرمينده پرتوګ ايستلى پاس په بام دى

ياسيني پر پنجابي دال شکر کاږي
د ايران د جاسوسۍ سمبول پدرام دى

په سجده کې د ابليس سندره وايي
معنوي داسې ملا داسې امام دى

په شپېتو رايو کامياب حفيظ منصور شو
په زرګونو رايو تور قانع ناکام دى

ټول برباد دي چې يې ځاى وي په ولس کې
د ملت د شړل شوو لوړ مقام دى

د افغان د مرګي توره تبه ګوره
چې څوک سر پورته کوي مرګ يې په نام دى

پر ثابت عبدالجبار مې سلام وايه
ننګرهار دى شرمېدلى ګام په ګام دى

ستا د يار کندهار هم پرهار پرهار دى
مرګ يې پروت پر هر ديار پر هر مقام دى

مکروبونه مو زخمونو کې چاغېږي
جراثيمو فلج کړى ټول نظام دى

زما د حال پوښتنه مه کوه رقيبه
د درد کان مې هر يو رګ هر يو اندام دى

د ملت د تورتمونو توره شپه کې
غلام فاروق شاعر ليکلى دا پيغام دى.

http://nunn.asia/index.php


نادر
07.02.2011

محترم غلام فاروق، شبیر احمده!
زما لخوا نه تاسې دواړو ته سلام دی

د سلامه پس به راشمه ستا شعر ته
ښې موضوع ته اړولی دې زموږ پام دی

په قلم او کتابچه دې برکت شه
خو دا لفظ د سومبۍ لږ څه بدنام دی

نوربیا


پښتون یار
15.02.2011

د مينې ډك سلامونه مې ومني
ګرانه نادره وروره شبيراحمد په شعر كې په كنايه ويلې وه ولې تابدنامه كه
مه كوه داسې كارونه

خوا بده نكړې نادر خانه وروره ټوكې مې كولې
ستاسو ورور فخرالدين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more