د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

تاریخ او جغرافیه ،ندیم او ندم

نوروز خان
07.01.2011

سلامونه
دلته مې چې له څو ورځو راهیسې دتاریخ په عنوان سترګې لګیږي ډیر ورته خوشالیږم خو لږ به راته نیمګړی وبریښید ، ایله اوس پوه شوم ، چې جغرافیه یې ورسره نه ده ضمیمه کړې ، ماخو چې دمکتب په لومړنیو ښوونځیو کې دغه دوه فنون په یوه کتاب کې لوستي اوس یوله بل پرته خوند نه راکوي ، او تقریبا راته نیمګړي ایسي ،دپخوانیو ځینو اخوندانو به چې دپنج کتاب په یوه شعرکې دندیم ندم(دپښیمانتیاملګری ) په معنی سر نه شو خلاص نو ویل به یې چې ندیم او ندم دوه مرغان دي چې یو یو وزر لری ، دوی چې کله الوزي نو یوبل ټینګ سره ونیسي ، هریو هم مهال خپل وزر ته حرکت ورکوي او په هوا شي ، داچې په یوه وزر الوت ناممکن دی نوځکه ندیم او ندم هم لکه مبتداء او خبر سره لازم او ملزوم دي ، چې هریو یې له بل پرته نیمګړی ایسي ، زه خو وایم دمکتب په کتابونو کې یې دغه دوه فنون هسې نه دي سره ندیم او ندم کړي ، ضرور به ډیرې ټینګې اړیکي سره لري ،زماپه اندخوپه افغانستان کې دامریکاپه شمول دنورو نړیوالو دناکامۍ ترټولو مهم علت همدا دی ، چې یوازې په خپلو جغرافیوي معلوماتو په اتکاء سره راغلي دي او تاریخ یې هیرکړی دی ، نو ځکه یې ددې نیمګړي پلان نتیجه هم نیمګړې راوتلې ده ،ماته په خپله دتاریخ په شان دافغانستان په جغرافیه کې هم ډیرځله پوښتنې پیدا کیږي کیدای شي نورو ملګرو ته هم پیدا کیږي همدااوس دشبیراحمد په نامه یوه ورور دافغانستان دکلیو دنقشې غوښتنه کړې ده ، او خپل لیکنه یې دکمپیوتر په برخه کې خوندي کړې ده ،
نومطلب مې دادی
چې که له تاریخ سره دتاریخ پوهنې په ځای جغرافیه ملګرې شي ښه به نه وي ،ترڅو دافورم دجغرافیې دشاګردانو تنده هم ماته کړي
په ټول درنښت


پتوال
15.01.2011

دروند ورور نوروز خانه السلام عليکم و رحمةالله !

له تاسو او ټولو دوستانو څخه بښنه غواړم ، چې د کوم کمپوتري وايرس زما نوم او ټولې ليکنې ړنګې کړې وې ، نود نوي اکونټ تر پرانستلو پورې
غيرحاضر پاتې شوم او د هېچا ليکنو ته مې ځواب نشو ويلی .
د جغرافيې او تاريخ د تړاو په اړه زما نيمګړی نظر دادی چې جغرافيه له تاريخ سره اړخ نه لګوي، تغير نه خوري او په اصطلاح تاريخ نه لري، داچې هره بشري پېښه يو جغرافيوي موقيت هم لري،
په خلا او فضا کې نه کيږي نو دا ددې عامل نه ګرځي چې د بشر له تاريخ سره به بې تاريخه جغرافيه هم ملګرې وي . هسې خو په ورځني ژوند کې او هر علم کې جمع او تفريق په کاريږي ، ولې دا بيا دا معنی نه لري چې د هر علم سره دې سړی د رياضي علم هم وتړي .
خو که چيرې تاسو جفرافيوي معلومات وړاندې کول غواړئ او يايې لوستل ، نو د طبيعي علومو په فوروم کې يوه سکالو پرانيزئ که څوک عالمانه معلومات وړاندې کولی شي خپله مرسته به ونه سپموي ، انشا الله !


و.افغان
15.01.2011

دروند او ښاغلی پتوال صاحب:
ستاسې د نوم او ليکنو ړنګولو ډېر خواشينی کړم، او عين حال کې وېره هم را پيدا شوه
چې دغه وايروس چېرته فوروم ته خلاصه لاره نه وي پيدا کړي؛ او د نورو دوستانو
اکاونټونه او ليکنې له منځه يونه سي.
د پورتنۍ ليکنې له لوستلو وروسته مې فوروم کې لټون پيل کړ، خو متأسفانه چې
یواځې همدا پورتنۍ ليکنه يې په لاس راکړه.
ستاسې د قيمتي ليکنو د پيدا کېدو په هيله
په درنښت

[quote:61675865d0="پتوال"]دروند ورور نوروز خانه السلام عليکم و رحمةالله !

له تاسو او ټولو دوستانو څخه بښنه غواړم ، چې د کوم کمپوتري وايرس زما نوم او ټولې ليکنې ړنګې کړې وې ، نود نوي اکونټ تر پرانستلو پورې
غيرحاضر پاتې شوم او د هېچا ليکنو ته مې ځواب نشو ويلی .
د جغرافيې او تاريخ د تړاو په اړه زما نيمګړی نظر دادی چې جغرافيه له تاريخ سره اړخ نه لګوي، تغير نه خوري او په اصطلاح تاريخ نه لري، داچې هره بشري پېښه يو جغرافيوي موقيت هم لري،
په خلا او فضا کې نه کيږي نو دا ددې عامل نه ګرځي چې د بشر له تاريخ سره به بې تاريخه جغرافيه هم ملګرې وي . هسې خو په هر علم کې جمع او تفريق په کاريږي ، ولې دا معنی نه لري چې د هر علم سره دې سړی د رياضي علم هم وتړي .
خو که چيرې تاسو جفرافيوي معلومات وړاندې کول غواړئ او يايې لوستل ، نو د طبيعي علومو په فوروم کې يوه سکالو پرانيزئ که څوک عالمانه معلومات وړاندې کولی شي خپله مرسته به ونه سپموي ، انشا الله ![/quote:61675865d0]


پښتون.
15.01.2011

سلامونه ورورنو!
دا خو ډیر عجیبه وایرس راته ښکاره شو چی يواځی یی د ښاغلی پتوا ل د لیکنوپسی لږیدلی اود هغوی د ټولولیکنو بیخ او بنیاد یی ویستلی دی .خو دا ماته بیا هم ډیر عجیبه ښکاری ،چی ولی د دی وایرس یواځی پتوال صاحب ښکار شوی دی.
او د پتوال صاحب لیکنی خو دومره شفافی واضح د قناعت وړ او په سړه سینه ځواب شوی لیکنی دی چی فکر نکوم د وایرس زور دی پری پدومره اسانی ورسیږی خو کیدای شی چی کوم ژوندی وایرس به وی اود ډیر بغض نه به زهری شوی وی.نو زه دی غم لړلی میکروب ته وایم چی داسی ګټوری لیکنی زمونږه د تکړه پوهانو او لیکوالانو مه ړنګوه،پریږدی چی راتلونکی کی هم ترینه څوک ګټه واخلی او یو څه په زړه پوری پدی ویب پاڼه کی ولرو.
نو وایرسه خدای پاک دی باقی ګډونکوونکی ستا له ناروا او بی ایمانی نه ساتی.آمین


پتوال
15.01.2011

درنو ورونو !

ددغه ويرس نوم اتنتات يا درهګريز ګوزار دی، چې زما په ليکنو يې کړی دی، زما له هېچا سره هم کومه شخصي شخړه نه ده راغلې، ولې د نظر
اختلاف به راسره ډير کسان لري ، چې زه يې اخلال نه بلکې يو مثبت عمل بولم .
خو د هر چا لوښه فرق لري، شايد زما ليکنې به چا ته
نور دزغم وړ نه وې او د هغه د زغم لوښه به يې چولې وي .زه ورته د اينده له پاره صبر جميل غواړم !

په سلامونو او درناوي!


نوروز خان
15.01.2011

محترم پتوال صیب او نورو ملګرو په سلامونو مو لمانځم
پتوال صیب محترم ډیر خواشینی شوم چې ستاسو لیکنې کوم ظالم وایروس یا وایروسکار زمونږله مطالعې او افادې اخیستې دي الله دې بیا دا سې غمیزه نه تکراروي که رښتیا ووایم په یوه بله بحث خونه کې مې څو ورځې وړاندې ستاسو یوه لیکنه ولیده ماویل چې زه به پرې درسره دنظر تبادله کوم خو وروسته مې چې هرڅو ولټوله پيدا مې نکړه او دې ته خو مې ګردسره پام شوی نه دی چې ستاسو ټولې لیکنې ړنګې شوې دي ،په لوړه موضوع مې ستاسو نظر ډیر خوښ شو زه خپله دتاریخ دمطالعې ډیره ژوره تنده لرم په تیره دنړیوال تاریخ دغه راز دعامه تاریخ متاسفانه زمونږ دهیواد تاریخ ترڅوکسانو راڅرخي او زه دتاریخ دیوه لیوال په توګه تراوسه په دې نه پوهیږم چې پنځه سوه کاله وړاندې زمونږ دسیمې دکلیوالو او کروندګرو ژوند او اند څنګه وه زه له دې موکې په استفاده ددې فورم ګډونوالو دتاریخ استادانو اوشاګردانو ته بلنه ورکوم چې دا بحث ګرم وساتي او خپل معلومات له نورو ونه سپموي
اوس یوازې همدومره


عنوان

tandar
15.01.2011

وروڼو زماهم په کی یو څوکرښی ورکی شویدی،او دپتوال صاحب دسوال ځواب ته می سترګی په لاره وی چه له تاریخ پوه نه یو څه زده ګړم٠
دپتوال صاحب و،،تاریخ څه شی دی؟
اول تاریخ په مکمل توګه باید تعریف شی او بیا پری بحث وشی ،زمان دی او که وقایع ؟
مننه٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more