د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

ا=A، ب=B، پ=P نۀ کېږي؟

پښتون ځلمی
15.08.2004

سلامونه او نېکې هيلې
لکه څنګه چې څرګنده خبره ده چې نن سبا پۀ ABC هر يو پوهېږي او ډېري خلک پۀ انټرنيټ کې پۀ لاتين تورو پښتو هم ليکي.
نو پو ښتنه دا ده چې د پښتو کيليدړه چې څوک جوړوي، نو ولې يې داسې نۀ جوړوي چې لاتين تورو سره بلد خلکو ته يې ورسره پۀ لاس اړولو کې اساني وي، يانې الف پۀ A، بې پۀ B، پې پۀ P، ت=T، ټ=shift+T ............

ايا دا کار نا شونی دی کۀ څنګه؟ زۀ خو فکر نۀ کوم چې څۀ مشکل به وي.


یوسفزی
20.10.2004

دهر څه نه لومړی سلامونه او نيکې هيلې
دا کار شونې دی او ما یو ځل د 98 عربې وينډوز له پاره کړی وو خو د انګريزۍ د تورو شمیر لږ او د پښتو د تورو شمير ډیر دی نو بیا به بله ستونزه وي چې ځنې توري په نا سم ځای کې واچوو.

په درنښت


پښتون ځلمی
10.11.2004

وعليکم سلامونه وروره او مننه د ځواب نه مو
وروره دا خو کومه ستونزه نۀ ده. کوم توري چې پاتې شي، هغه دې پۀ پاتې ځايونو کې (عادي حالت يا shift حالت) ځای پر ځای شي. کۀ د " ناسم ځای " څخه ستاسو هدف دا وي چې د پښتو مهم / ډېر کارېدونکي توري به د کليدړې پۀ سختو ځايونو کې (لکه shift + [, shift +], /, ', q, x, \ او نور) ځای پۀ ځای شي، نو دا خو کومه غټه ستونزه نۀ ده.


Asfandyar Khan
15.01.2006

سلامونه
که تاسو د Microsoft Office په کار وړی نو تاسو کولای شی چی پخپله خوښه هر
توری ته یو ه بټنه وټاکئ.
لکه:
د Microsoft Word پروگرام خلاص کړئ او Insert -Symbol ته لاړ شئ هلته د Times new roman او که دا Font ستاسو په کمپیوټر کی نه وی نو د Tahoma لیک غوره کړئ .
بیا هلته د کوم توری لپاره چی تاسی غواړی یو Short Cut وټاکئ نو هغه غوره کړی
بیا لاندی د Short Cut بټنه کلیک کړئ اوهلته لاندی لاره تعقیب کړئ لکه زه غواړم چی د ( ډ ) لپاره و د Ctrl+D Short Cut غوره کړئ او Assign کلیک کړئ.
په درناوی
ستاسو خان


timorshah
08.07.2006

په Run كې د Charmap ټايپول


timorshah
08.07.2006

www.techafghan.com


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more