تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري مرستې
د پښتو ژبي لپاره په سلهاوو فعال فونټونه در كښته كړئ چي په Adobe او Corel او نورو ګڼ شمېر پروګرامو كي كار كوي
محمد احمد حمي
09.03.2010
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
درنو وروڼو او خويندو نيكي هيلي او سلامونه درته وړاندي كوم
دا دى له وعدې سره سم ستاسي په وړاندي د پښتو يو لوى شمېر ليكبڼي يا فونټونه ايږدم، چي په ټولو مشهورو پروګرامونو كي كار كوي، د يادوني وړ ده چي په دې كي دوه ډوله كي بورډ فايلونه شته، يو د پښتو د عمومي كيبورډ په ډول دى، كم چي اكثره پښتانه يې كاروي، يعني چي (ښ) په Shift + A باندي كاږي، دوهم ډول د كي بورډ د پښتو پونيټيك په شكل دى، كم پښتانه وروڼه چي په ان پيج پروګرام كي عادت شوى وي نو دا د هغوى لپاره همغه ډول پښتو كي بورډ دى ، چي په Shift + A كي (ق) كاږي، د دې پروګرام دكښته كولو لپاره له لاندي ليك څخه كار واخلئ.
سائز يې 70 ايم بي دى، دا فايل مي پر دوو سايټونو باندي پورته كړيدى، لومړى يې ډېر ښه او دوهم يې هم ښه دى:
http://www.mediafire.com/?mwwedhgmzmi
http://rapidshare.com/files/361118252/Naveed_Aryan.zip.html
ډېره مننه
شبيراحمد
11.03.2010
محترم محمداحمدحميم صاحب اونوروکتونکيوته
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
حميم صاحب مننه چې زماپه شمول مودډېروهيوادوالومشکل ورحل کړ
له الله جل جلاله څخه درته دنورتوفيق غوښتونکى يم
محترما! ماستاسوفونټونه راښکته کړل اوپه ٧ ورژن فوټوشاپ کي مي امتحان کړل خوداسي کاريې ونه کړ لکه څرنګه چې تاسوليکلي دي .
اوس يې که طريقه راته وښاياست نوداحسان پوروړى به مويم .
په مينه اومننه
ستاسوشبير
شبيراحمد
24.05.2010
محترم حميم صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبره کاته
محترما ! ستاسوپه زړه پوري فونټونه مي ښکته کړل خومتاسفانه چې زماپه کمپيوټرکي دکومي خرابي له امله نه انسټاليږي چې ډېريې پرېشانه کړى هم يم .
کله يې چې انسټالوم نولاندي مسجونه راکوي دلته به تاسوته دهريوه سيټاپ مسج وليکم ترڅوراته ښه ځواب راکړئ .
که ددې ستونزي دحل لاره موراته روښانه کړه نوښايي احسان موله دوعاګانوپره په بل څه دربيانه کړاى شم
اول سيټاپ
Megasoft Pashto Professional Edition 2010.msi
پورتنى سټاپ راته لا ندي مسج راکوي
The Windows Installer service cannot update the system file
C:\WINDOWS\system32\KBDA1,dll because the file is
Protected by Windows. You may need to update your
Operating system for this program to work correctly
دوهم سيټاپ
Megasoft Pashto Phonetic (afgha).msi
دغه راته لاندي مسج راکوي
Error reading from file
C:\DOCUM~1\Rayyan\LOCALS~1\Temp\Rar$DI75,515\i386\KBDAFGHA,dll,
Verify that the file exists and that you can access it.
درېيم سيټاپ
Megasoft Pashto Afghan Standard Keyboard.msi
دغه راته لاندي مسج راکوي
The keyboard file Pashto (Afghan standard) already exists on this machine in
The system directory.
Installation cannot continue
ستاسودځواپ په تمه
ستاسوشبير
زما سلامونه هم قبول کړه
عبدالمتین
09.01.2011
سلامونه قبول کړه
کله چی راغلم او په پښتوفونټونو می سترګی ولګیدلی نو ډیر خوشحاله شوم خو له څنډه ورسته راته معلومه شوه چی فونټونهیا کار نکوی او یا هم مونږ یی له انسټالولو سره بلدتیا نلروو
ستاسو دښه ځواب په تمه