د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دمشرشاعرمحمدصديق پسرلې څوخوندوری څلوریزې

رښتینی
05.12.2010

[color=green:a8327d2d4f]

.

.

چې شعرنه وی چی هنر نه وی
دجنتونوخونـــــده به څـــه وی ؟

دادوریښموچینجی دی وروړی
چی اشتهاوی خوب اوخواړه وی

[/color:a8327d2d4f]

[color=blue:a8327d2d4f] ځوانه شپونکیه ! دغره له سره
په بین کی پو کړه ځوانه سندره

فن پرستان به په فن کی پریږدو
دزړه مطلــــــــــب وی دزړه خبـــــره[/color:a8327d2d4f]

[color=darkblue:a8327d2d4f] قارون که جارکړایمان له پانـــــــــګی
په دی ټال هرڅوک چی ګوری زانګی

شبنـــــــم دګـــــل لـــــه بســـــتـره پاڅــــی
چی ورښکاره شی زریـــنی وړانــــګی [/color:a8327d2d4f]


عنوان

tandar
05.12.2010

حامد صاحب اول سلامونه او بیا خو لطفا ورسره ولیکه چه دا په واقیعت کی له جوش نه ډکی ځلوریځی دکوم شاعر دی؟،ماته دا سړی ډیر پراحساسه ښکاری مګر په جرمنی کی Anfäger واې٠
دلوی خدای څخه ورته لوی بری غواړم٠
مننه٠


رښتینی
06.12.2010

.
تندر صیب ډیره مننه
.
اودا یی څو نوری حلوریزی دی :

چی ستاپه یادمی شپه روڼوله
تشه مــــینا مــــی راځــــنــــځوله

ستوری وو پټ د وروبړستن کی
پسته اور(۱) ورو وروشپه لمبوله

نه ټیټ سروړای شم فرمان دنورو
نه ګډیدای شم په شان دنـــــــــــورو

وایی چی نۍ شه له ځانه تش نۍ
له خولی دی باسه فغان دنورو

چی جوړیده پری ساه د څوړمنو
په هغو دښــــــــــــتو هــــغو لمــــنو

نن دنيازمنوكيزدۍ دی سوی
اورونه بــــــل دی دمــــیرڅــــمنو

(۱) پسته اور یعنی نرم او میده باران

په مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more