د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

http://beparwa.blogfa.com/

Beparwa
07.09.2010

د (بې پروا) په نوم يوې نوې برېښناپاڼې د انټرنيټ نړۍ ته سترګې وغړولې، دا برېښنا پاڼه په خصوصي توګه د محصلينو او زده کوونکو د حقوقو د غوښتنې په موخه پرانيستل شوه خو په عمومي توګه هر سړی کولای شي له دې پاڼې څخه د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو له پاره ګټه واخلي.

ددې پاڼې مهم هدفونه د ځوان افغان نسل (محصلينو) د حقوقو ترلاسه کول ظالمان ټکول او د ظالمانو رسوا کول دي، (بې پروا) به تل د ظالمانو لپاره يو تندر، قيامت او طوفان وي او هيڅکله به د ظالمانو، غدارانو او نورو وحشي خلکو له رسوا کولو او شرمولو څخه ډډه ونکړي.

په دې پاڼه کې به د ظالمانو، غدارانو او نورو وحشي خلکو له رسوا کولو او شرمولو پرته نور په زړه پورې راټول شوي مطالب، کيسې، شعرونه، طنزونه، ټوکې ټکالې، غږيز فايلونه او اخيستنې هم شاملي وي.

(بې پروا) له تاسو ښاغليو څخه هيله کوي چې د ظالمانو، غدارانو او نورو وحشي خلکو په رسوا کولو او شرمولو کې له (بې پروا) سره مرسته وکړئ.

په درنښت

بې پروا


Re: http://beparwa.blogfa.com/

pattang
08.09.2010

او لېونيه ! ښه کار دې کړی خو ستا دپاڼې پته چېرې ده !
پته ، لينک خو يې راکړه !

[quote:d647f7f218="Beparwa"]د (بې پروا) په نوم يوې نوې برېښناپاڼې د انټرنيټ نړۍ ته سترګې وغړولې، دا برېښنا پاڼه په خصوصي توګه د محصلينو او زده کوونکو د حقوقو د غوښتنې په موخه پرانيستل شوه خو په عمومي توګه هر سړی کولای شي له دې پاڼې څخه د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو له پاره ګټه واخلي.

ددې پاڼې مهم هدفونه د ځوان افغان نسل (محصلينو) د حقوقو ترلاسه کول ظالمان ټکول او د ظالمانو رسوا کول دي، (بې پروا) به تل د ظالمانو لپاره يو تندر، قيامت او طوفان وي او هيڅکله به د ظالمانو، غدارانو او نورو وحشي خلکو له رسوا کولو او شرمولو څخه ډډه ونکړي.

په دې پاڼه کې به د ظالمانو، غدارانو او نورو وحشي خلکو له رسوا کولو او شرمولو پرته نور په زړه پورې راټول شوي مطالب، کيسې، شعرونه، طنزونه، ټوکې ټکالې، غږيز فايلونه او اخيستنې هم شاملي وي.

(بې پروا) له تاسو ښاغليو څخه هيله کوي چې د ظالمانو، غدارانو او نورو وحشي خلکو په رسوا کولو او شرمولو کې له (بې پروا) سره مرسته وکړئ.

په درنښت

بې پروا[/quote:d647f7f218]


ريان احمدزى
10.09.2010

سلامونه

پتنګ صيب همدغه يې لينک دى کنه په کوم چې مودغه موضوع ولوستله

http://beparwa.blogfa.com/

ښه ويبلاګ يې په ليکه کړى


حلیم
23.11.2010

وروره! ولی دی د یو پښتون ویبپاڼی څخه بلاګ نید اخیستی چی تاسو بیا د ایرانیانو لمنی ته دستی ور منډه کړی دی، هغه هم له دومره شرمه سره چی په هره وینډو کی خپل اعلانونه هم تیروی


naimtullah
23.11.2010

اسلام عليکم ګرانه!

محترم اقدام مو ډير نيک اقدام کړيدى، زه هم د حليم صاحب خبره تائيد کوم بلاګ مو بايد له کومې پښتو ژبې ويباڼې څخه اخستى واى.
خداى د وکړي، چې خپلو موخو ته ورسيږي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more