د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

داسی سرزورو ته پکار طالب دی

شبيراحمد
29.09.2010

داسی سرزورو ته پکار طالب دی

غرونه طا لب دښتی طا لیبی دی او ښا ر طا لب دی
غر بیانو تښتی درته هرځای هر د یا ر طا لب دی

تا غوندی ډير دوښمنا را غلل سره بیل یی نکړو
زموږ طوطی زموږ چر چڼی او چنا ر طا لب دی

دستا په خوله نه د هشتګر شو نه یا غی او با غی
ددغه کلی خان او مشر هر هو ښیا ر طا لب دی

چی کور مو خپل وی وا ک د بل د ملمنو سره وی
دا سی سر زورو ملمنو ته مو په کا ر طا لب دی

کږی پګړی ته د اتوم په سلا می شو کنه؟
اوس خو یی ښه پیژنی هغه زما یا ر طا لب دی

اوس یر غلګر دمنصور کلی ته را تللی نشی
ورته کمین کی ټوله شپه نا ست تر سهار طا لب دی


كريم كامران
29.09.2010

دا هم زما لخوا نه ورپسې...........................

وګوره هیچا نه ددې کافرو ډار نه کیږي
یوازې هغه چې دښمن کړي ترېنه ډار طالب دی

چا ویل چې دلته طالب شته او هلته نشته طالب؟
کابل، هلمند، او له غزني نه تر مزار طالب دی

دروغ دي "طالب په پاړسو ژبو کې پردی غوندې دی"
نن په پنجشیر کې هم طالب شته په تخار طالب دی

تا ویل چې نوم د طالب جان خلکو نه هېر به کړمه
نن ټول ولس غواړي طالب، وايي په جار "طالب دی"

څو چې طالب نه وي (کامرانه) کراري مه غواړه
ستا د زړګي سکون او ستا د زړه کرار طالب دی


عادل عادل
29.09.2010

سلامونه

دیدن ته هر څوک د خپل یار طالب دی
طالب هغه چې د څه کار طالب دی

طالب طلب ته د طالب وایه شي
علم کړي زده په هر دیار طالب دی

که له دا وجه تسمیې را تیر شو
نن مې لښکر ضد د اغیار طالب دی

نوم یې نړئ کې په هر چا ښه لګي
قسم په نوم هر ایماندار طالب دی

طلب د نصر په سجدو کې کوه
د حق د لارې ابتکار طالب دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more