د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

نعت شريف

عبدالحميد/افغ
04.09.2010

نعت شريف
چي ترتمام جهان بهتردۍ ته هغه رسول ئې
چي دلولاک تاج يې پرسردۍ ته هغه رسول يې
(۱)چي رحمة للعلمين دۍ خاتم النبيين
چي ترهمه وومعتبردۍ ته هغه رسول يې
(۲)چي له آدمه ترعيسی بې تربيرغ لاندي وي
چي پرنړۍ ختلَي لمردۍ ته هغه رسول يې
(۳) چي مصطفی دۍمجتبی دۍ هم احمداومحمود
چي نازولَي نازپروردۍ ته هغه رسول يې
(۴)چي مقتدا دمرسلانودۍ اول اوآخر
چي يې لقب خيرالبشردئ ته هغه رسول يې
(۵)چي تګيه ګاه دګنهګارودۍ شفيع الأمم
چي سترښاغلَيْ دمحشردۍ ته هغه رسول يې
(۶)لايق صفت يې ابوالفضله ناممکن وګڼه
چي په کونينوکښي سروردۍ ته هغه رسول يې


و.افغان
05.09.2010

وروره
په خيرونو
السلام عليکم
شعر دې څه رنګ لري، خو په لولاک دې خراب کړی دی، اصلا د لولاک په نوم کوم
تاج نشته دی، د لولاک حديث موضوعي مکذوب مختلق مصنوع په نبي کريم صلی الله عليه وسلم په دروغو تړل شوی دی.

په درنښت


وصيل پېروز
13.09.2010

[quote:d3d14d6cb7="وهاج ساپی"]د لولاک حديث موضوعي مکذوب مختلق مصنوع په نبي کريم صلی الله عليه وسلم په دروغو تړل شوی دی.[/quote:d3d14d6cb7]
صدقت .


رښتینی
13.09.2010

وهاج صيب اونورو ټولو ملګروته سلامونه او داختر مبارکی !

وهاج صاحب دلولاک حدیث موضوعی ده بلکل خو ایا په دی معنی
کوم بل صحیح حدیث شته که نه ؟


عبدالحميد/افغ
14.09.2010

هوبالکل په دې معني ډېرحديثونه شته معنی يې صحيح ده لکه ملاعلي قاري رحمه الله تعالی چي ويلي دي اودارنګه ابن حجرهيتمي په فتاوی حديثيه کښي په دې معنی حديٍثونه راوړيدي \لکن اوسنی موحدین يې بالکل له معنی منکر دی


و.افغان
14.09.2010

فاضل صاحب!
اسلامي خونې تشريف راوړه، او دغه ډېر حديثونه هم درسره په بسته کې راوړه،
چې بحث پرې وکړو.
مننه


عبدالحميد/افغ
14.09.2010

پوسه چي په صحيحوشرعی دلیلوسره داخبره ثابته ده چي ځموږنبي مبارک پرټولومخلوقاتوبهتر دۍ اوترټولونبیانو ، رسولانواوترټولوملائکوافضل دۍ « قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ، قال آدم يارب أسألک بحق محمد صلی الله عليه وسلم لماغفرت لي ؟ فقال الله تعالی : ياآدم وکيف عرفت محمداً ولم أخلقه ؟ قال : يارب لما خلقتني بيدک ونفخت في من روحک رفعت رأسي فرأيت علی قوائم العرش مکتوبا لااله الاالله محمدرسول الله ، فعلمت أنک لم تضف الی اسمک الا أحب الخلق اليک قال الله : ياآدم انه لأحب الخلق اليّ ، واذسألتني بحق محمدفقدغفرت لک ولولا محمد ماغفرت لک » وعن ابن عباس رضی الله عنه قال : « أوحی الله تعالی الی عيسی عليه السلام : ياعيسی آمن بمحمدومر من أدرکه من أمتک ان يؤمنو افلولا محمد ماخلقت آدم ،ولولا محمد ماخلقت الجنة والنار ،ولقدخلقت العرش علی الما ء فاضطرب فکتبت عليه لااله الاالله محمدرسول الله فسکن » ددغودواړوحدیثونوروایت حاکم کړیدۍ اودواړه ئې صحیح حدیثونه بللي دي ،کذافی الفتاوی الحدیثیة لابن الحجر الهیتمی ،پوسه چی ځنوعلماوولکه صغانی حدیث دلولاک ،موضوعي حدیث بللئ دۍ ،مګرملاعلی قاري رحمه الله تعالي په موضوعات کبری کښي ویلي دي چي دغه حدیث دمعنی په اعتبار صحیح دۍ،ځکه دیلمی له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت کړیدۍ چي رسول عليه السلام فرمایلي دي چي راغی وماته جبرائل نوئې راته وویل چي اي محمده که چیري نوای ته نونه به وای پي داکړسوی جنت اوکه چیري نوای ته نونه به وای پيداکړسوی دوزخ ،اودارنګه په روایت دابن عساکرکښي داسي راغلي دي ،لولاک ماخلقت الدنیا،که نوای ته نونه به وای پیداکړه سوئې دادنیا،موضوعات کبری ،ص،۱۹۴،پوسه چي مذکوردوه حدیثونه دحاکم هم دلولاک دحدیث دصحت دلیلونه دي ،اودارنګه دغه ذکرسوي څلورسره حدیثونه دلولاک لما اظهرت الخ دصحت هم دلیلونه دي

حدثنا علي بن حمشاد العدل إملاء حدثنا هارون بن العباس الهاشمي حدثنا جندل بن والق حدثنا عمرو بن أوس الأنصاري حدثنا سعيد بن أبي عروبة عن قتادة عن سعيد بن المسيب عن بن عباس رضي الله عنهما قال أوحى الله إلى عيسى عليه السلام يا عيسى آمن بمحمد وأمر من أدركه من أمتك أن يؤمنوا به فلولا محمد ما خلقت آدم ولولا محمد ما خلقت الجنة ولا النار ولقد خلقت العرش على الماء فاضطرب فكتبت عليه لا إله إلا الله محمد رسول الله فسكن

هذا حديث صحيح الإسناد ولم يخرجاه

المستدرك على الصحيحين ج2/ص671 شماره 4227

علامه آلوسی لیکی
رب السموات والأرض وما بينهما ) * بدل من لفظ ربك وفي إبداله تعظيم لا يخفى وإيماء على ما قيل إلى ما روى في كتب الصوفية من الحديث القدسي لولاك لما خلقت الأفلاك
تفسير الآلوسي - الآلوسي - ج 30 - ص 19
فقط


مومن مهاجر
15.09.2010

بیاهم ښې چارې فاضله! تل چي تحقق کوې دحدیثوله اصولوسره سم تحقیق پرې کوه دملاعلي قاري خبره خوپه هیڅ ډول سندنه شي کېدلای . لومړی دي یوحدیث نقل کړی خوسنددي یې نه دی نقل کړی دهغه سندهم راوړه بیابه خبره پروکړو.
پاتي شودحاکم حدیث نوله یوې خواخوتاددې حدیث راویان دجرحې اوتعدیل داصول په رڼاکي نه دي څېړلې له بلې خوادامام حاکم حکم ترهغواعتبارنه لري چي نوروخلکویې تائیدنه وي کړی ځکه حاکم ډېروخت پریوحدیث دصحت حکم کړی وي خوچي پرسندیې تحقیق شوی نویاضعیف اوان موضوعي وي .
والحاكم متساهل في التصحيح ولهذا لزم تعقب أهل العلم لكتابه لكثرة ما عرف عنه من التساهل. وكم من مرة يصحح حديثا ويزعم أنه على شرط الشيخين فيتعقبه أهل العلم قائلين: بل موضوع.

ونذكر من أهل العلم ممن نبه على تساهله على سبيل الإجمال:
الحافظ إبن الصلاح الذي وصف الحاكم بأنه واسع الخطو في شرط الصحيح متساهل في القضاء به» (علوم الحديث ص18).
قال النووي الشافعي «الحاكم متساهل كما سبق بيانه مرارا» (المجموع شرح المهذب 7/64).
قال الحافظ ابن حجر أن الحاكم «ذكر جماعة في كتاب الضعفاء له وقطع بترك الرواية عنهم ومنع من الاحتجاج بهم ثم أخرج أحاديث بعضهم في مستدركه وصححها» (لسان الميزان5/233). وذكر مثالا لذلك في نكته على ابن الصلاح وهي أنه أخرج حديثا فيه عبد الرحمن بن أسلم وبعد روايته قال عنه «صحيح الإسناد» مع أنه قال في كتابه الذي جمعه في الضعفاء: «عبد الرحمن بن زيد بن أسلم روى عن أبيه أحاديث موضوعة.. فهؤلاء ظهر عندي جرحهم».
قال الذهبي «يصحح في مستدركه أحاديث ساقطة ويكثر من ذلك» (ميزان الاعتدال3/608).
بل قال بأنه شيعي مشهور من غير الطعن بالشيخين (ميزان الاعتدال6/216 وأقره الحافظ ابن حجر العسقلاني على تشيعه وبرأه من الرفض كما في لسان الميزان5/232).
قال الزيلعي الحنفي «الحاكم عرف تساهله وتصحيحه للأحاديث الضعيفة بل الموضوعة» (نصب الراية1/360).
قال اللكنوي الحنفي الهندي «وكم من حديث حكم عليه الحاكم بالصحة وتعقبه الذهبي بكونه ضعيفا أو موضوعا: فلا يعتمد على المستدرك للحاكم ما لم يطالع معه مختصره للذهبي» (الأجوبة الفاضلة ص161).
داهم درسره وګوره فاضل خانه ته لاداحادیثوپه فن کي تراوسه هم چړیګی یې په حدیث کي دتحقیق سروبرنه درته معلومېږي .


و.افغان
15.09.2010

محترم مؤمن مهاجر صاحب:
زړه مې وو چې ځواب يې وکړم، خو هېر مې شو.
ستاسو د خبرو له پاسه بايد اضافه کړم چې:
۱- حديث موقوف دی، مرفوع نه دی، فاضل صاحب موقوف او مرفوع څه ته وايي؟
۲- فاضل ضعيف روايتونه له موضوعاتو راخيستي دي، عجيبه او نا اشنا کار يې کړی دی.
۳- د حديث په سند کې عمرو بن أوس الأنصاري دی، چې مجهول دی، او مجهول چې
په حديث متفرد شي؛ نو کم نه کم حديث يې منکر وي، دلته خو له آیتونو سره هم په ټکر
کې دی.
۴- امام الذهبي دغه حديث ته موضوع ويلي دي.
۵- امام ابن حجر العسقلاني الهيثمي هم ورته په اللسان کې موضوع ويلي دي.
۶- کوم چې ابن حجر الهيتمي ددی، چې پورتنۍ عالم نه، بلکه بل يو دی، نو هغه
محترق صوفي دی، د ابن عربي صفتونه کوي، درحالېکه ابن حجر العسقلاني يې
کافر بولي، نو الهيتمي (په تاء سره) خپل حکم په حديث هم له خپلې خېټې د تصوف
له مخې کړی دی، نه د حديثي اصولو له مخې.
۷- الحاکم سره له تساهله خپل دغه کتاب د عمر په آخر کې مسوده ليکلی دی،
تبييض ته يې نه دی وزګار شوی، ډېره کمه برخه يې املاء کړېده، چې هغه برخه سره
له تساهله له نورو برخو ډېره ښه ده.
۸- دومره يو مهم حديث چې په دومره مهمې معنی مشتمل دی، ولې په بخاري او مسلم
کې نه راځي، ولې په الکتب الستة کې نه دی راغلی، ولې درېم قرن چې د القرن الذهبي
ورته ويلی کيږي، او علم حديث په کې اوج ته رسېدلی وو، ولې د دغه قرن په کتابونو
کې نه دی راغلی، چې وروسته يې حاکم په پنځم قرن کې په خپل کتاب په يوه داسې
سند ذکر کوي، چې پر مجهول محتوي دی.

ښاغلی فاضل دې، د محترم مؤمن مهاجر د نقطو، او زما د پورته اتو نقطو ځواب وکړي.
[color=white:275d399878]
له محترم چلوونکي هم التماس کوم، چې دغه سکالو د اسلامي بحثونو خوني
ته نقل کړي.

په درنښت

[/color:275d399878]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more