د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

اختره

Stoman Niazi
09.09.2010

اختره

لاردې بدله کړه ځه لاړشه کوم يوبل کلې ته
اختره دې وخت کښې رانه شې زمونږخپل کلې ته
اختره ته خودخندا اوخوشحالئيو ورځ يې
ته ددې جشنونودميلواودمستئيو ورځ يې
لاړشه بل ځاى ته دلته څوک خوشحلولى نه شى
ددې بې وسوپه مخومسکا ليدلى نه شې
اختره نن زمونږپه کلې کښې ماتم ميلمه ده
خوشحالې نشته دهرچا په کورکښې غم ميملمه ده
اختره نن زمونږمظلوم ولس درديدلى ښکارې
شونډې يې وچې سرببروحشت ځپلى ښکارې
غم موپه برخه رسيدلى خوشحالې نه لرو
احساس مو مړده نن په زړونوکښې مستې نه لرو
په داسې حال کښې به دې څنګه ولمانځم اختره
اوښکې کړم وچې تا ته څنګه وخاندم اختره
له مزله ستړې يوبې کوره درپه درګرځيږو
دپناه ځاى نشته هر وخت کډه په سرګرځيږو
دوخت ملاله شوه سرتوره کلى کورنه لرې
د بې وسۍ کچکول يې لاس کښې سکه ورورنه لرې
په داسې وخت کښې پيغلې نه پورې کوې نکريزې
لاس يې د ورورپه وينوسره دې څه کوي نکريزې
سترګې ګنډمه دا دغم صحنه ليدلى نه شم
کړيکې،زګيروې ديتيمانو اوريدلى نه شم
ليمې يې ډکې دي هروخت ترې اوښکې سپينې څاڅې
د دې مظلوم ولس له زړونو څخه وينې څاڅې
يو زخم نه ده (نيازى) کوم يو وګنډم اختره
اوښکې کړم وچې تا ته څنګه وخاندم اختره


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more