د موضوعګانو سرپاڼه
وطن پال او نور ګټور شعرونه
غزل
Abid
28.05.2003
څه ښکلى تصور و چې تر څنګه وه راغلې
وږمه وه د لونګو چې ګلرنګه وه راغلې
په تورو تورو سترګو يې قلنګ راځنې واخيست
چې کور ته مې د زړه يوه ملنګه وه راغلې
سندرې يې له لپو نه شيندلې ليونۍ وه
بيګا راته په خوب کې شوخه شنګه وه راغلې
د خپل مين زخمونه يې ګنډل په تار د زلفو
هغه پښتنه پېغله چې د جنګه وه راغلې
د ږدن پر ځاى د بنګ دانې خوړلې وې کوترې
دا نن چې درته ( بازه) ړنګه بنګه وه راغلې
بازمحمد عابد