د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

پرون او نن ( کاروان)

خاټول
24.08.2010

پرون او نن ( کاروان)
سه شنبه, 24 August 2010 03:11 پیرمحمد کاروان

پرون او نن

پرون د ژېړې غوا شيدې خوږې وې

پرون د شاتو په خوشبو هم سړی نه مړېده

پرون د ژېړې غوا تيونه چا د کوچو په څېر

په سپينو لاسو په اخلاص په بسم الله لوشلي

پرون اوبو ته تږي زړونه سلامي ولاړ وو

اوبه ځيږې وې په غوړيو باندې غوړې نه وې

شيدې شيدې وې په اوبو باندې ککړې نه وې

مچۍ د شاتو د ګنده او مصنوعي ګلونو

پاڼې په خوب کې هم ليدلې نه وې

شاتو د شاتو د اصلي مچيو

له ملکې ځنې ؤ رنګ اخيستی

خو هی چې نن يې د بورې د شربت زنګ اخيستی

په اوازونو کې هم يو عالم بدلون راغلی

د مست رباب د تار په شانې کړنګېدلی اواز

په مخه نه درځي نن

ښايي چې مخ به يې وي پټ په کفن

نن ماشينونو اوازونه پړسولي دي ټول

د پوکڼۍ په ډول

کله خو ناڅاپه يو درز ووهي

زړونه په ګورز ووهي

د ذوق نرۍ ښيښې ذرې ذرې کړي

د زړګي تاندې پښې ارې ارې کړي

@@@

پرون يو ځوان يو شل کلن پاچا پر تخت ناست ؤ

عشق د وطن يې د الماسو تر غمي هم سېوا

په زړه کې سخت ناست ؤ

جاه و جلال ته يې حيرت وړی ؤ

چې لاس تر زنې ورته وخت ناست ؤ

چيغه د الله اکبر يې په هوا کې خوره

د تورې موټي کې يې بخت ناست ؤ

و ازادۍ ته د مودو تږي وو

د وطنوالو زړونه

لکه ګلاب لکه للمي ګلونه

پر پاڼو پاڼو يې پاچا لکه شبنم ورېده

پر ټوله سيمه يې پرتم ورېده

خو نن له موم نه پاچايان جوړيږي

کله په يوه څېره او کله هم په بله څېره

زمونږ د تخت د پاسه کېنول شي

له غچۍ ګوتې يې وي بل چا نری تار تړلی

هغه چې تار د چا په لاس کې وي هغه سړی يې

لکه نانځکه کله مخ ته کله شاته بيايي

له موم نه جوړ پاچا که هر څو په زړه زور راولي

نه د ولس په خوښه تلای شي نه د ځان په خوښه

که معمولي سرکشي هم وکړي

د تار سړی يې تار ته اور واچوي

د موم پاچا لکه د شمعې په شان اور واخلي

په يوه شېبه کې په اوبو بدل شي

اوبه په هر لوښي کې ځان ځايوي

اوس نو د تار والا سړی پوی شه اختيار يې پوی شه

په اوبو مخ مينځي که لاس پرې مينځي

او که شرابو ته ګيلاس پرې مينځي

د روژې مبارکې اوومه ورخ کابل


پښتون یار
31.08.2010

خاټول خورې سلامونه مې ومنه
ډیر ښکلي شعر مو انتخاب کړي دي خداي مو په لاسو برکت کړه
ستاسو نورو همکاریو په هیله

ستاسو ورور فخرالدین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more