د موضوعګانو سرپاڼه
وطن پال او نور ګټور شعرونه
شاعرانه فطرت
Abid
28.05.2003
شايد زما شاعرانه فطرت کې
له زمانو راهيسې
د ښايستونو خالق
د مينې کر کړی وي
شايد همداسې به وي
چې مې د زړه په ځمکه
د نفرتونو تخم
نه شين کېږي
او مينه تل په کې ښېرازه اوسي
ځکه په نيمه خوله خندا باندې
ټوله زړه وبايلم.