وطن پال او نور ګټور شعرونه
پښتون ته
khostwal
09.07.2010
پښتانو یو شي کني ورکیږي
------------------- د بې اتفاقي به اور سوزیږي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شاعر یی ندی را ته معلوم
عمل په کار دی
tandar
29.07.2010
خوستوال صاحب سلام ٠عمل په کار دی .ټول چیغی وهو پښتنو سره یو شی٠
مونږ کی دسر سړی ورک دی هر یو په خپل سر دی نو څنګه به سره یو شو٠
اول په اروپا کی څومره پوښتانه دی چیرته د یوالی په نامه ې یوه غونډه جوړه شوه ؟
لر او بر وژل کیږو چا کوم ځای کی غږ پورته کړ ؟
هره شپه د پښتنو په ناموسونو تعرض کیږی ټوله دنیا پری خبره او پوهیږی چا غږ پورته کړ ؟
فقط په دی خوشحاله یو، زه پښتون یم ٠
ټول بی غیرته دی اوکه نه وی ،نور څه ورباندی وشی؟
نن پښتون قوم باید داسی یو انقلاب وکړی لکه نیکنو چه جهان ته ښکاره کړی و٠
ولی یواځی پښتون وژل کیږی ؟
ژبه مو له لاسه ورکړی ٠
له اصله قندهاری یاننګرهاری دی
............................شهرنوکی نن اوسیږی
مورنۍ ژبه ې پښتو ده
............................په فارسی درته غږېږی
خدای دی نور ګونګی کړه
.............................که د باوری په دوعاو کیږی
دیو ازاد افغانستان په امید٠
پښتون یار
03.08.2010
سلامونه مې ومني
ګرانه وروره خداي دې په ژبه برکت که
ډیرې ښې خبرې مو وکړې
او دعا دې هم خداي قبوله که
ستاسو ورور فخرالدین