د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

وطنه زما تنه!

ډاکتر وطنمل
25.07.2002

[color=darkblue:70adc93f04][size=24:70adc93f04] د ډاکتر محمد صديق اباسين يو نظم
.....................................دوطن ترانه.................................
وطنه زما تنه زما روح زما بدنه::::::::::::::: دپلار نيکه په څېر به دې ساتمه له دوښمنه
............................................وطنه زما تنه وطنه زما تنه......................................
زما پلـرنۍ خـاورې ته زمـا دسـترګو تورې::::::::غيرت يم زېـــــږولی سـر به جارکړم درنه مورې
.....................................وطنه زماکورې... وطنه زما مورې............................................
له سرو زرو نه زياته ده که تيږه ستا دغر وي:::::::::: قربان دې شم وطنه درنه جاردې زما سر وي
که زه د ستا بچی يم سراومال به لتا جارکم:::::::::::: داخل به دې دسيالو هېوادونو په قطارکم
خدمت ته دې ولاړ يم هم په سر او هم په مال::::::::: رسوم به دې په علم، په تخنيک او په کمال
ګلبڼ به درنه جوړ کم د ګلونو ګلـبـدنه:::::::::::: دپلارنيکه په څېر به دې ساتمه له دوښمنه
............................................. وطنه زما تنه وطنه زما تنه............................................
چې مست کمه تاريخ دې کارنامې به زما ګورې::: غيرت يم زېږ ولی سربه جارکـړم درنه مورې
..............................................وطنه زما کورې وطنه زما مور ې.......................................
اوبه خاوره هوا دې جوړه شوې له غيرته:::::::::::::: سرمشق دازادۍ يې ته ، سيمبول د حريته
زما ډول و سينګار يې زما نوم زما عزته::::::::::::::::: ناموس زما دپلار يې زما کور د شرافته
ته کور د لوی افغان يې هېوادونو کې اوچته:::::::::ای لوی افغانستانه د دنيا په مخ جـنـتــه
زمونږ غرونه سيندونه شنې درې او شين چمنه:::دپلار نيکه په څـېر به دې ساتـمه لـه دوښـمنـه
............................................. وطنه زما تنه وطنه زما تنه......................................
امو نه ( اباسـين ) پورې د شنو ځمريانوکورې::::: غيرت يم زېږولی سر به جار کړم درنه مورې
..............................................وطنه زما کورې وطنه زما مورې ........................................[/size:70adc93f04][/color:70adc93f04]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more