د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

یو انقلاب جوړ کی

tandar
29.05.2010

پښتنو جګ شی خپل بچو ته............... ژوند لکه مهتاب جوړ کی
سره یو شی نن مو ورځ ده..............په دشمن یو انقلاب جوړ کی

سل کاله مخکی سره بیل کړو...........ښه پوهیږو
نن مو وژنی لر او بر کی.............نور ورکیږو
وطن لکه ناموس ګټنه غواړی............یرغلګرته ځان عقاب جوړ کی
سر ه یو شی نن مو ورځ ده............په دشمن یو نقلاب جوړ کی

شی یو موټی یو اواز ..............که ازادی غواړی
کړی اور د نفا ق مړ ...............که خوشحالی غواړی
چه عبرت شی ټول جهان ته...............دتاریخ نوی کتاب جوړ کی
سره یو شی نن مو ورځ ده..............په دشمن یو انقلاب جوړ کی

راته وژنی خویندی وروڼه..............په هلمند او قندهار کی
بمباریږې مو کورونه.............په کونړ او ننګرهار کی
دملالی ټپه کړی پورته.............دغلیم ځګر نه یو خون اب جوړ کی
سره یو شی نن مو ورځ ده...........په د شمن یوانقلاب جوړ کی

د دواړو خواو نه موولی په توپونو..........هم دهوا نه په مودرنو راکیټونو
په توروشپوحملی کړی په کورونو...........کړی بی پتی دناموسونو
فرعون بچو له وینو باوری ته...........نیل غوندی دریاب جوړ کی
سره یو شی نن مو ورځ ده...........په دشمن یو انقلاب جوړ کی


pattang
29.05.2010

واوا باوري صيب خدای پاک دې په قلم برکت کړه ،ژوندی او روغ اوسې ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more