وطن پال او نور ګټور شعرونه
بادار راته جوړ شوی٠
tandar
19.05.2010
خپل کور کی می پردی ګڼی بادار راته جوړ شوی
پرون می پاده وان و نن سالار راته جوړ شوی
اوریدلی می متل و پردی ځوی کله خپلیږی
مار و د نسټوڼی اوس خامار راته جوړ شوی
کچه ګل ځان غوړولی ا صلی ګلانو کی مستی کا
له بویه ې لیونی شوم دغاړی هار راته جوړ شوی
په کومه ژبه دی نور پوه کړم ویده پوښتونه ویښ شه
دکوم خیال په ټال کی ناست ې نن دار راته جوړ شوی
خدایه د نفاق اورونه مړه کړی پوښتنو کی
زه باوری درته زاری کړم ژوند انګار راته جوړ شوی٠