د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ګيله

Stoman Niazi
08.05.2010

خـداى به دغـم سـخـتي لحظې تيري کـړي
خـداى به دهـجرسـخـتي شپې تيري کـړي
خـيـر دى کــه نـن مـونـږ مـهـاجــر يـو دلــته
خـيـردى کــه نـن مـونــږ در په در يــودلـــته
مـــونــږه خـــودلـــتـه بـــى وســـې راوســـتـو
مــونــږه خــو دلــتـه مــجــبــورې راوســــتـو
دا نـن چـې مــونــږه ســـرګــردان ګــرځــيــږو
دا نن چـې مونږ ســيرې ګـريوان ګــرځـيــږو
دا نـن چـې مونږه نه خـپل ځـان ورک شوى
دا نــن چـې مـــونــږه نـه جـهـان ورک شــوى
دا نــن چــې مـــــونـــږه ژړيــدلــې ښـــــکــارو
دا نـن چــې مـــونـــږه کـــړيــدلــې ښـــــکــارو
دغــه پــه مــــونــږ بــانـــدې اغــيـارو کــــړې
دغــه پــه مــونــږ بــانــدې کـــــــفـارو کــــړې
زمـونـږ پـه ولـــس بـانـدې حــمـلـه کـــړې ده
زمـــونــږ پـه خـــاوره يــې قــبضــه کــــړې ده
زمــــــا او ســــــتـا خــــــو کـــلــــيـمـه يـــوه ده
زمــــــا او ســـــتـا خـــــو عـــقـــــيـده يـــوه ده
تــه خــــو پـښـــتـون او زه هــم پـښـــتـون يـم
تــه مـــسـلــمـان يــې او زه هـــم مـــســلـمـان
دا نـن مـــونــږ ولـــې پــه کــافـــر خــرڅــــيـږو
دا نـن مــــونــږ ولـــې پـه جـــابـر خــــرڅـــيـږو
دا تـه چـې مـونـږ ته اشـغـالـګـر وائـې اوس
دا تـه چې مـونـږ ته دهشــتګـرد وائې اوس
تـا خـــو لــه مــــونــږ نــه څـــه خـــطـا لـــيدلـې
تا خـــو لــه مـــونـږ نـــه څـــه جــــفـا لـــيـدلــې
خـــــوار افــــــغـــانـان دې کــــــړولــې مــــدام
پــه هـــــــريــــو چــــوک دې درولــــې مـــــدام
پـه څـه بــهـانـه چـې تـرې پـيــســې وشـکـوې
تـاڼــې پـه لـــورې دې کــــش کــــړې مــــــــدام
چــې زخــــــمـې زړونـــه ځـــــــــــوروې (نــيازيه)
خــــداى بــه يــې داســې شــــرمـــوې(نــيـازيـه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more