د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

دبریښنا لیک په رسیدلو سرسم، په اتو ماتیک ډول مننه کول ؟

عبدالمتین
28.02.2010

دبریښنا لیک په رسیدلو سرسم، په اتو ماتیک ډول مننه کول ؟
سلامونه اونیکی هیلی ټول دوستان لوستونکی لیدونکی ومنی،
غوښتل می چی دبریښنالیک په رسیدلو سره مننه کول له هغو کس څخه چی موږ ته بریښنالیک استولی دطریقی دفعالولو لپاره مهربانی وکړی دلته نظرونه لارښونی ولیکی چی ګران وطن وال هم ګټه ورنه واخلی یوه نړی مننه موفق کامیابه اوسی
زما ویبلاګ یوځل وګوری که نیوکی لری نوی معلومات لری نو موږسری شریک کړی مننه
www.Matensarvari.blogfa.com


كريم كامران
01.03.2010

ماشاء الله! سروري صیب ډېر ښکلی ویبلاګ دی مطالب مې سرسري وکتل خو دانځورونو برخه یې دومره ښکلې ده چې ترډېره یې له ځانه سره مصروف وساتلم نو یوازې به په انځورونو به خپل نظر وړاندې کړم. زما پخپله کلیوالي ژوند ډېر خوښېږي او په دې انځورونو کې مې داسې څه وليدل چې زما دا مینه مې پرې ماتېږي.

اوما ته دې انځور ډېر خوند راکړ په تېره لاندې ترې لیکل شوي تفصیل.
[url]http://my.opera.com/Matin-sarwari/albums/showpic.dml?album=722261&picture=12158917[/url]

سروري صیب ستا دوه ډوله انځورونه مې ولیدل، ږیرکلي، او ږیرې سره، خو ږیره درسره ډېر کیف کوي.

او یو دا په تهران کې او ځینې نور دښځو اخیستل شوي انځورونه ترې ایسته کړه خوند نه کوي.

خو دا انځور دې ډیر زبردست دی:
[url]http://my.opera.com/Matin-sarwari/albums/showpic.dml?album=722261&picture=17735671[/url]
ومې منلې سروري صیب

مننه


السلام علیکوم

عبدالمتین
01.03.2010

سلامونه اونیکی هیلی کامران صاحب ومنه!
مننه ستاسو له نیک نظر څخه خوشحاله شوم چی زحمت مو ویستلو او زما ویبلاګ مو کتلی او خپل نظر مو راته واستولوو،
هو، که نور دوستان په ویبلاګ کی خپل نظر ولیکی نو منندوی به یم دهری یوی لیکنی لاندی خط شته چی وای خپل نظر دلته ورکړی ،
کامران صاحب دانځورونوپه باره کی ستاله نظر څخه یوځل بیامننه،
اوس لپاره بښنه غواړم چی دایران انټرنیټ اوفیرا سايټ بند کړی اجازه نه ورکوی چی خپل البومونه چک او کار ورباندی وکړم انشاالله چی لیژ موده پس افغانستان ته ولاړم نو هغه دښځو انځورونه به لیری کړم موفق او کامیابه اوسی، وسلام


رښتینی
06.03.2010

.
سروری صاحب بریالۍ او خوشاله اوسی ماته هم دویب لوګ
انځورونوډیر خوند را کړ په بیا هغه کامران صاحب چی خوښ
کړی و

داد کلا په فصیل کی شنی ریشکی او دشنو اوبو ښکلی ډنډ !!!

[img:a474af2116]http://files.myopera.com/Matin-sarwari/albums/722261/20071001(004).jpg[/img:a474af2116]


مننه حامید صاحب

عبدالمتین
09.03.2010

سلامونه اونیکی هیلی زما قبولی کړه حامد صاحب،
بلی هغه کوم چی ریشکه او اوبو دکلا په مابین کی دی هغه زما خپل کور دی مننه له تاسو چی زمونږ غریبانو کورونه او دودونه تاسو ته هم خوند درکوی ستاسو دښه صحت په هیله وسلام


شبيراحمد
07.04.2010

تولوګرانوته سلامونه

سروري صيب بلاک موماهم وليدخوندوردى انځورونه موهم ښکلي دي

ماته هم دنوروملګروغوندي دحوض انځورډېرخوندراکړ

خــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو تاسودوستانوته ليکلي

[quote:15135a4f18]مننه له تاسو چی زمونږ غریبانو کورونه او دودونه تاسو ته هم خوند درکوی[/quote:15135a4f18]

ولي خوند نه ورکوي دوئ هم افغانان دي څه پنجابيان خونه دي :lol:

هسي ټوکه وه خفه نشئ

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more