د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

فلسفي اندوال

ډاکتر وطنمل
24.01.2010

........................................................................................................... ۱ - تـالـېس
................................................................................................................Thales

تالېس په اټکل ۶۲۴ مخزوکړي کال کې د لرغونی یونان د کوچنۍ اسیا په مهم سوداګریز ښار میلېت کې، چې اوس د ترکیې پورې تړاو لري ، زېږیدلی و. دغه ښار ده او دده دوه ځایناستو اندوالو اناکسیمندر او اناکسيمېـنېـس ته هغه نوم ورکړچې مونږ یې د يونان لومړنی اندوال یا دطبیعت میلېتوال فیلسوفانو بولو.

دتالیس د ژوند په اړه ډیر مالومات نشته، خودا خبره لا ژوندۍپاتې ده چې نوموړي د یوې سوداګرې کورنۍ پورې تړاو درلوداوپه سیاسي مسایلو کې یې هم د پوهې او هوښیارتیا نوم ګټلی و. هغه د لرغوني یونان له ۷ نامتو هوښیارانو له ډلې څخه لومړی اوتر ټولو نامتو اندوال (متفکر) شمېرل کیده.
یو شمیر پندونه او ځینو پوښتنو ته ژور انده ځوابونه هم د نوموړي په نامه مشهوردي لکه: « خپل ځان وپیژنه!» ، تر ټولو نیکمرغه انسان هغه څوک دی، چې د روغتیا، لوی زړه او رښتیني تعلیماتو خاوند وي . تر ټولو ستونزمن کارد ځان پیژندل او تر ټولو آسانه بل ته مشورې ورکول دي. دا هم ده ویلي چې « له هر چا څخه هوښیار وخت او زمان دی، چې هر څه په ډاګه کوي»
تالیس ډیر سفرونه کړي خوپه مصر کې زیات پاتې شوی. ده دلرغوني مصرد سفر په موده کې په شمیر پوهنه، هندسه او ستور پوهنه کې لوی لاس وموند. خو دده په اړه یونانیانو ډیرې کیسې هم لیکلي چې دا هرڅه دده دخپلو څیړنونتیجې بولي .مثلأ وايي نوموړي وړاندوینه کړې وه چې په مصر کې به د ۵۸۵ مخزوګړې کا ل دمۍ د میاشتې په ۲۸ نېټه لمر تندر ونیسي، کومه چې سمه راوخته او د لمرنیونې آرتاړی (علت) یې هم سم په ځمکه باندې د سپوږمۍ د سیورې غورځېدل ښودلی و. البته نوموړې نېټه د تالېس د ژوند په اړه یواځینۍ تثبیت شوې نېټه هم ده.
همدارنګه ویل کیږي چې تالېس د اهرامونو د لوړوالي د معلومولو له پاره دسیوري له مخې یوه عملي لارتوګه (طریقه ) راویستلې وه :
د هغه نسبت په تلسټ چې هر جسم یې د ورځې په هرټاکلي وخت کې د خپل سیوري سره لري، هغه د اهرامونو د سیوري له طول څخه د اړونده هرم ارتفاع هم په لاس راوړله:
د ساري په توګه که چیرې د ورځې يه یوه ټاکلې شېبه کې د سړي د لاسډانګ ( عصا) سیوری د هغه دوه چنده وي، په همدغه شېبه کې د اهرام سیوری هم د اهرام دوه چنده دی، نو که د سیوري اوږودوالی اندازه شي د اهرام لوړوالی به هم دخپل اندازه شوي سیوري له نیمایی سره برابرلاس ته راشي.
دغه راز ویل کیږي دا هندسي قانون، چې په هر نیغ زاویه درې ګوډیزي (قایم الزاویه مثلث) کې دنیغېزاویې د څنګ څنډو د مربع ګانو ټولګه د مخامخې څنډې(وتر) د مربع سره برابره ده، لومړی تالېس پیژندلی(کشف کړی) و، چې ثبوت یې وروسته بیا پېتا ګوراس (مُعَـرب: فیثاغورث) وړاندې کړ. خو هندسه چې په عملي توګه څومره په مصر کې داهرامونو د جوړولو په تخنیک او د نیل له تغیانونو وروسته د نامعلومو ځمکو د بیا ویشلو په لړ کې پرمخ تللې وه، لیرې ښکاري چې دغه ډول موندنې اوکشفیات دې نګه د تالیس خپلې لاسته راوړنې وي.

همدارنګه د نیل سیند له تغیانونو سره جوخت ددغه سیند ډب کونکو سیلیود لګیدنې د بهیر له څیړنې څخه تالیس دې نتیجې ته ورسید چې د نوموړو سیلیو لګیدل د لومړۍ پېښې یا طغیان آرتاړی وبولي۰
دلته له دوه رښتینو پیښو له مطالعه کولو څخه د یوې ناسمې نتیجې اخیستل دومره د پام وړ تیروتنه نه ده، په علمي څیړنو کې دغسې تیروتنې تر اوسه هم پېښېږي، مهم د لته د لومړي ځل له پاره د دغې طبیعي پبېښې (طغیان) د روښانه کولو له پاره د مصري اسطورپه خلاف د طبیعي آرتاړي پلټنه ده.
که څه هم پلاتون دده په اړه لیکي چې یو ماښام تالیس په مصر کې د ستورو په مطالعه کې اسمان ته کتل او په اندئنه- شننه کې ډوب روان و چې ناڅاپه په یوه کوهي کې ولوید، نو د ښار یوې شوخې پیغلوټې چې دا پېښه یې له نږدې څارله په کړس کړس و پورې وخندل او په ملنډو یې ورته وویل : کا کا مې شې ، ته نو د اسمان ستوري څنګه پلټې چې په ځمکه لا د ښپو لاندې لاره دې هم نه پیژنې ؟

خو د ارېستو په وینا تالیس د فلسفې پلار دی او د نړۍ د آرښې(لاتین... )، اصل او پرینسیپ په لټه کې یې اوبه دنړۍ د آرسټ په توګه تثبیت کړې دي:

« د لومړنیو فیلسوفانو له ډلې څخه زیاتروهغو به ماديز آرتوکی د ټولو شتونو (موجوداتو) آرسټ ( اصل ، پرینسیپ) ګاڼه۰۰۰خو ددغسې یوئه آرسټ د څومره والي او څرنګوالي یا کم اوکیف په اړه ټول په یوئه اند اواند نه نه وو. تالېس ددغسې فلسفې د تلسټ ايښودونکی په توګه هغه آرسټ اوبه بولي»۰
ارېستو وايي « هغه لیدل ، چې د هرشي غذا لنده ده... او سربیبره په دې... د ټولو شيانو تخمونه لندبل طبیعت لري، خو اوبه د لندبل طبیعت اصل دی» او زیاتوي څنګه چې طبیعت د ژوند سره په لاینفک ډول تړلي ګڼل کېده، نو تالېس هم اوبه د ټول طبیعت حامل ګڼلې. (ارېستو:۱،۶۱)
لنډه داچې نوموړي طبیعت او طبیعي پیښې څېړلې او له خپلو لیدنو کتنو او تجربوڅخه یې ټولګړې نتیجې راویستلې. د حیواناتو، مرغانو، نباتاتوله ژوند ، اوبو او مایعاتو، مقناطیس د راښکون ، هوا او ستورواو نورو طبیعي حرکتونو، تغیراتو او بدلونو له څېړنو څخه دا نتېجه واخیسته چې د طبیعت هېڅ یو جز اوبرخه بی ژونده او بی اروا نه ده(۰۰۰۰ هیلو څېیزم).
دډیرو څېړونکو په اند تالیس په دې توګه د لومړی ځل له پاره فلسفي اند او اندښت رامنځته کوي، کوم چې :

الف ــ اسطورېزه اندتوګه په شا تنبوي او طبیعي پېښې په اندیز ډول روښانه کوي

ب ــ دنړۍ په ځلځلیزه ډیرډولنګ کې یو طبیعي وحدت لټوي، او

ج ــ په طبیعت کې د یو قانونمن علیت د پیژندنې اړیزی(سبب) ګرځي .

په بیلابیلو اټکلونو کې چې تالیس ولې او څنګه اوبه د شتونې نړۍ آرسټ او آرتوکې بللی، له اندیزو شننو سره سره اسطوريي آرونه هم ددې خبرې اړیز ګڼل کیږي. مثلأ هومیر اوکیا نوس (مُعَرب: اوقیانوس) د هرشي پلار بللی و . تالېس د سیند- کڅو کلتورونو لکه مصر او بابل اسطورې هم پېژندلې. د عبریانو په شمول ددغوسیمو د ولسونو په کلتورکې اوبو تل یوتلسټیز رول درلود. نه یوناني اسطورود منځپانګې له مخې دومره فسلفي مختاړي لرل اونه یوناني اند له علمي او ژبني مختاړو له پلوه دومره شتمن و چې د مصر او بابل له هغو سره دې سیالي وکړی. نوله شک پرته تالیس هم د مصر او بابل له اسطورو او هم د هغوی له نورو علمي سیرچینو څخه
ګټه پورته کړې ده.

خو د اوبو اسطوره ښايي له دې کبله د تالېس له پاره د غوراوي وړګرځېدلې وي چې
ګواکې کولی شي د

د اند اندنې دغه غوښتنې او پوښتې بسیا او مثبت ځواب ور کاندي .د هغه په اند اوبه د ټولوشتاندواوموجوداتو د آرسټیز اصل په توګه باید دوه شرطونه پوره کړي :

۱ ـ باید ژوند تغذیه کړي او ویې وساتي، ځکه تالیس ټول طبیعت یو ژوندی
ارګانیزم بولي او « وایي نړۍ اروا لري». لکه چې وویل شوو د فلسفې په دغه لرغون پېر کې لا د ژوندۍ نړۍ او غیرارګا نیکو توکوتر منځ توپیرنه کیده.

۲ ــ باید د طبیعت د یواځیني اصل اوتلسټ په توګه د هر حرکت او بدلون تلسټیز آرتاړی هم ولري .

د وروستني معیار په اړه هم د تالېس اند په دې څیړنه ولاړ بریښي چې اوبه هم ژر بدلیدنکې او هم ژر خوځیدونکې دي. اوبه یواځینی توکی دی چې درې اګریګات
( بهیدونکی، تپ یا غاز او کنګل ) حالتونو ته یې ادلون بدلون د چا له سترګو پټ نه و. سر بیره يه دې اوبه له ټولو اجسامو څخه خوځنده توکی دی او ژر د هر ځای اوهر لوښي شکل غوره کوي، د سیندونو او سمندرونوپرله پسې بهیدل ، خوځښت او بدلون هم تالیس له پامه نشو غورځولی.
خو دا حقیقت چې دې شنونکی اندتوګې ته لیږداو د اوبو له مصري اسطورې څخه صورت نیولی ، له دېنه هم په ډاګه کیږي چې وايي د تالېس له انده په دغه « بهیدونکی آرتوکې کې سر تاسره یو خدايي ځواک شته، چې هغه ته حرکت ورکوي» (۱،۶۲). نوموړی دغه خوځنده او خوځونکی ځواک د ژوند سرچینه یا اروا بلله :
« تالیس خدای د نړۍ روح، کاینات روح لرونکي او له خدایانو ډک بولي»،(۱،۶۲):
څنګه چې لومړنی آرتوکی دایمي، تلپایه او اروا لرونکی دی، نو باید یواځې خدايي آرولري « اوځینې وايي چې اروا د کایناتو سره خلط ده، نو ښايي له دې کبله نوموړي هم په دې باور موندلی وي چې هر شی له خدایانو ډک دي».

تالیس له یوېخوا د شته شیونواوپېښو څیړنې پر خدايي شخص باندې له ګروهې څخه بیلوي اوله بلې خوا طبیعت له خدایانو ډک بولي ، نوځکه له مصري او بابل له اسطوریې سرچینې څخه لوګوس ته د لیږداو په هڅه کې دغه خدایۍ اصل د بی شخصه طبیعت په توګه پېژني (هیلوڅئیزم ...).

نوکه څه هم د تالیس دا غوراوی، چې اوبه د نړۍ« لومړنی آرسټ » دی، له شک پرته یوه اسطوريي مخسټه لري، اوبه د طبیعت د یوئه داخلي عنصر په توګه د نړۍ آرسټ او تلسټ ګڼل تالیس ته د اندیزې شننې اوامپپرکې څیړنې لارپرانیستله اونوموړي پخپله په دغه لاره مخکښ ګامونه پورته کړل۰

دلته تالیس په حقیقت کې له دوه لارو سره مخ و، یوه دودیزه لاروه چې طیعي آوڅارنې د خدای د شخص پورې تړي او په دین یا مذهب انجامیږي.

دویمه لارد اسطوروپر ځای د عیني فزیکي څیړنې لار ده چې په پوهنه انجامیږي.

طبیعت اوطبیعي پېښې هلته تثبيتیږي چې د روښانه کولو له پاره یې له ټولګړو (عامو)
اوپه تجربه تکراریدونکوپېښو(قانونمندیو) سره تړاو ورکړل شي . ددې برعکس بیا مصنوعي او جوړه شوې نړۍ یا تصنعي پېښې دي، چې د روښانه کولو له پاره یې د جوړونکی او صانع په اراده باندې ډډه لګول کیږي. دودیزې اسطوريي باورتوګې دغه الټرناتیف ماډل د طبیعت او طبیعي پېښو د تشرېح له پآره کاروه، په کوم ماډل کې چې طبیعت او طبیعي پېښې هډو تثبیت کیدلی نشي.
څنګه چې نړۍ د شتونود ټولګې په توګه تل او پرله پسې په تغیر او بدلونکې ده، نوتالیس داسې اندل چې دغه بهیرباید بو پیل ولري. د تغیر او بدلون نوموړي بهیرد روښانه کولو په موخه تالېس داسې یوه فرضیه رامنځته کړه چې د نومړي بهیر تر مخه نړۍ یو لومړني . ثابت ، ساده نامرکب آریز حالت درلود، چې له هغه څخه د نړۍ د تغیر او بدلون بهیر پیل شوی دی.
له شک پرته د نړۍ د بهیر د روښانه کولوله پاره نه دتالیس دغه فرضیه اونه هم د روښانه کولو بهیر پخپله بریالی تمام شو، خود تالیس دا هڅه چې د نړۍ تولګړی تلسټ
را ولټوي او طبیعي پوهنوته په ورته توګه د هغې له مخې د نړۍ بهیر روښانه کړي،
د طبیعت ډېراړخنګ له طبیعت - پرته آرچینو څخه رابیل کړي او د لومړي ځل له پاره هغه پخپله د طبیعت په داخل کې د یو څه د بدلونونو په توګه د عِـلـّـیت پلټنې او
ا مپریکې څیړنې سکالو وګرځوي!
دغه اندتوګه ، نه د هغې نتیجې ، تالیس ته د طبیعت د لومړي فیلسوف مقام ورکوي،
ځکه دا د نړۍ د وحدت اندیال دي چې تالیس پرې ټینګار کوي اوهغه څه لټوي چې د ځلځلنو، حس کیدونکو او طبیعی شتاندو د ډیراړخنګ ترشا د نړۍ د ثابت او واحد ماهیت په توګه نغښتی وي. دنړۍ د وحدت لټونه تلپایه ده، په هر کلتورکې لیدل کیږي، هم په فلسفه اوهم پوهنه کې یو مخکښ اندیال جوړوي. تالیس دلومړی ځل له پاره دغه اندیال له عقیدوي-اسطوريي خیالاتوڅخه د طبیعي امپیریک چاپېریال ته لیږدوي اود طبیعت د یوه داخلي عنصر پورې یې تړي.
په دې توګه هغه د لومړی ځل له پاره د ځانپسې فیلسوفانو مخه په بشپړ ډول د طبیعت څیړنې ته راوګرځوله !


ډاکتر وطنمل
24.03.2010

.....................................................٢. انَکسيمندر
....................................................Anaximander

انکسيمندر له ٦١٠ - ٥٤٦ مخزوکړي کال پورې ژوند کړی . څوک يې د تالېس شاګرد او څوک يې تش دوست ګڼي . دا انګيرنې ښايي په يونانۍ فلسفه کې د تاريخي تسلسل د ښودلو په موخه شوې وي .ډداډمنه خبره داده چې نوموړي له تالېس سره پيژندګلوي او تماس درلود!
دتاليس په څېر له انګسيمندر څخه هم کوم ليکلی اثر نه دی پاتې شوی او په اړه يې يواځې د خولې په ويناو او نکلونو ډډه لګول شوې ده!
Periphyses يا (( د طبيعت په اړه)) د انکسيمندر يواځينی اٍثر دی چې صرف همدغه سرليک - بوله د سکالو نوم ترې پاتې او ساتل شوی دی .

نوموړي هم د تاليس په څېر په په سياسي ژوندانه کې تل کوانده ونډه درلودله . له پېښليکيزه لاسوند پرته ويل کيږي چې د تور سمندر ګي په غاړه د اپولېنيا د ښارګوټې د تلسټ ډبره هم دۀ ايښې وه . نوموړي به هغو کړنيزو چارو ته ډير پام اړاوۀ چې له پوهنيزو هغو سره به يې تړاو درلود . دځينو په وينا د لمر ساعت هم ګواکې انکسيمندر اختراع کړی، خو سمه يې دومره ده چې دلمر ساعت دلومړي ځل له پآره ښايي دۀ يونان ته ليږدولی او هلته يې ترويج کړی وي، ځکه تر نوموړي دمخه د بابل هستوګنو د لمر ساعت کاراوه!
د انکسيمندر په لاسته راوړنو کې جغرافيوي هغه ډيرې مهمې دي :
د نړۍ لومړۍ جغرافيوي نقشه انکسيمندر کښلې وه، چې نيمګړتياوې په کې د سفري رېپوټونو او ځينو اسطوريي ًعلوماتوً په وځله سکينده شوې وې .
سر بېره په دې نوموړی لومړنی اندوال دی چې د ګرديځ ( کوزموس) دپيدايښت
تاريخ يې وليکه چې د نګه فزيکي څېړنو، اېمپيريکو کتنو او عقلي شننو په تلسټ ولاړ و.
دۀ دلومړي ځا له پاره د ځمکې دريځ وټاکه او هغه يې له کوم تلسټ پرته په آزاده فضا کې خوځېدونکې وبلله !
ددۀ به اند د ځمکې پر مخ ژوي لومړی په اوبو کې پيدا او وروسته بيا وچې ته راکوچيدلي دي .
انکسيمندر ځمکه د داسې سېلندر په په شکل تصور کړې وه چې قطر ( استوا يي برخه ؟) يې له طول څخه ٣ برابره زيات دی .
د انګسيمندر په اند ځمکه په فضا کې واقع او شاوخوا ترې داسې دايروي کړۍ
کړۍ راتاوې دي چې اورينه منځپانګه لري . په دې کړيو کې غټ او واړه سوري شته، چې د کړيو اورينه منځپانګه ترې مونږ ته د لمر، سپوږمۍ ، ستورو يا کهکشان په ډول ځليدونکي ښکاري!
دنوموړو کړيو قطرونه پيا د ځمکې د قطر په پرتله د ٩ له ضريب سره د
١: ٢ : ٣ : ٤ .... په تناسب يعنې (٩) : ( ١٨) : ( ٢٧) : ( ٣٦).... برابر ه د ځمکې له قطر څخه زيات طول لري . څنګه چې دده په اند ځمکه د هرې کړۍ د بيلابيلې نقطو سره مساوي واټن لري، نو په دې ډول ځمکه د ټول ګرديځ په منځتون (مرکز) کې پرته او ټول ستوري د ګرديځ له مرکز ځمکې څخه په همدغه تناسب او واټنونو سره ليرې پراته دي ( دا له شک پرته د جيوسنتريزم لومړنۍ فلسفي تيوري ده) .
په دې ډول انکسيمندر دځمکې د تلسټ پوښتنه چې د د تاليس راهيسې لاينحل پاتې وه ځواب کړه . تاليس ويل چې ځمکه د اوبو(سمندر) په سر پرته ده، خو داچې اوبه په څشي ولاړې دي او هغه اساس بيا په څشي او هغه په څشي او څشي او څشي .... ولاړ دی، ديوې نه ختميدونکې پوښتنې په توګه لاينحل پاتې وه !
د تاليس په فرضيه کې همدارنګه د ستورو د دريځ له بدلون سره دګرديځ انډول او توازن ساتل ممکن نه وو، خو د انکسيمندر د فرض کړو (ارَ ټي ) څرخونو له مخې ممکنه شوه چې د ګرديځ توازن ثابت پاتې شي . د نوموړي دا هڅه
په ډاګه کوي چې غواړي د سکالو حل د يوې تيوري په چوکاټ کې وړاندې کړي .
ځکه نو دده اندتوګه د ځلنو(پديدو)، ځلنپېښو سره د مخ کيدو او حسي پيژندني له اډانې څخه وځي او د عقلي شنني يا نګه اندنې په اساس ولاړه ده!

په فلسفه کې هم انکسيمندر له تاليس څخه يو ګام پورته ږدي :

کله چې سړی نړۍ په ټوله کې مطالعه کوي ، نو د نړۍ ټولوالی د حسي ادراک له وسې څخه بهر پاتې کيږي او نشي کولی نړۍ تر وروستي حدودو پورې په حسي توګه درک کاندي . دا ددې اړيزی ګرځي چې انسان د نړۍ په اړه اند نه پيل ، دوه تلسټيزې پوښتنې مطرح او ځواب ته يې خپل ځير پام (توجه) راوګرځوي :
يوه د نړۍ د اصل، تلسټ او آريز حالت ( آرښې ) په اړه سيتماتيکه پوښتنه ده ، چې دنړۍ اصل او ثابت آرتوکی څشی دی، کوم چې پخپله تغير او بدلون نه خوري خو متغيره او بدلون موندونکې نړۍ ترې منځته راغلې او منځته راځي . دا يوه انټولوژيکه پوښتنه ده .
دويمه پوښتنه د نړۍ د څرنګوالي يا نظام د رامنځته کيدنې او د هغه د سرچينې په باب کوزمو ژنيکه پوښتنه ده ، چې د نړۍ نظام له انتولوژيک آر او آرښې څخه څرنګه منځته راغلی او يا راځي .
انکسيمندر دا دواړه پوښتنې يوه له بلې سره تړي او د يوۀ واحد اساس له مخې يې ځوابوي . د سيستماتيکي کارتوګې په خلاف په عمل کې انسان له دويمې سره تر لومړۍ پوښتنې مخکې مخامخ کيږي .
انګسيمندر د کسموژنيکې پوښتنې په اړه چې د نړۍ نظام څرنګه منځته راغلی، له څشي څخه يې سرچينه اخيستې فکر کاوۀ چې نړۍ د يوې تلپايه او خوځنده هستۍ په توګه شتون درلود . له هغې څخه لومړی يوه نطفه رابېله شوه او د همدې رابېلېدو په نتيجه کې ترې سړښت او تودوخه ( د اضدادو په توګه) وزيږېدل . په داسې حال کې سړښت د اوبو د رامنځته کيدلو اړيزی (سبب) شو، له تودوخې څخه چې د جوړېدونکي کوزموس د څنډو په لورې خوځېدله د اور يوه ساحه روغه شوه چې دځمکې د شاوخوا فضا او هوا څخه د يوه پوښ يا شخولي په ډول راتاوه شوه . د اور د ساحې او ځمکني سمندر د سړو اوبو ترمنځ تضاد ددې سبب شو چې اوبه ورور تبخير شي او د ځمکې مخ په وچيدو شي، تر څو چې لويې وچې يې رامنځته کړې . له بلې خوا نوموړی تضاد ددې اور د ساحې د ماتيدو سبب شو، چې د ځمکې پر شاوخوا ترې اورينې کړۍ منځته راغلې . ددې کړيو شاو خوا هوا نيولې ده .
لکه مخکې چې وويل شوو د انکسيمندر په اند ددغو کړيو له سوريو څخه اورينه کتله مونږ ته د لمر ، سپوږمۍ ، ستورو اوکهکشانونو په څېر ښکاري !
دغه فرضيه وايي نوموړي سوري په منظمه توګه د تاکلي وخت له پاره بنديږي او په منظمه دوراني توګه د لمر نيونې او سپوږمۍ نيونې ( خسوف او کسوف ) د تکرار سبب ګرځي .
انکسيمندر په سپوږمۍ کې د بدلون راتلل (دمياشتې د قوس بشپړېدل او کمېدل) هم د نوموړې اورينې کړۍ د تدريجي بندېدلو او پرانيستلو په تلسټ روښانه بولي .
نوموړی د ځمکې په مخ د حلزون د کورونو ، کشپکاسو او ځينو حشرو
د سکلټونو له مطالعې او څيړنې څخه دې نظريې (اندڅارنې) ته ورسېد چې ټول ژوي لومړی په اوبو کې پيدا شوي، وروسته وچې ته کوچېدلي او په وچه يې اول اغزن او خنډين پوستکي غوره کړي دي چې وروسته يې په تدريجي ډول بيرته له لاسه ورکړي دي .
د انکسمندر په باور انسان هم لومړی د نهنګ ( وال کب ) په خېټه کې پيدا شوی او بيا وچې ته کوچېدلی دی . د ده په اند دا ځکه چې هر ژوندی شتوني له اوبو څخه
نشئت موندلی دی . د انکسيمندر دغه اندتوګه د تکامل تيوري نه، خو د هغې د ځينو مخينو په اړه يې زړور اټکلونه بللی شو .
د انتو ژيني په برخه کې د انکسيمندر فلسفي اندنه د پام وړ ده :
انتوژينکه پوښتنه د نړۍ د آر، آرتل او تلسټ په اړه ده چې نړۍ له څشي څخه منځته راغلې، اصل او پرينسيب يا آرښې يې څشی ده يا له څشي څخه جوړه جوړه شوې ده ؟ د نړۍ د آرښې په اړه دا پوښتنه د يونان لومړنيو فيلسوفانوپه ډله کې انکسيمندر هم مطرح کړې، خو هغه د نړۍ آرښې د تاليس په څير لندبل عنصر ( اوبه ) نه ګڼي او وايي چې نه يواځې اوبه، بلکې اور، هوا ، خاوره او هېڅ امپېريک توکی نشي کولی د نړۍ د آرښې او تلسټ په توګه ومنل شي :
ځکه هر امپريک توکي د کميت له مخې محدود او د کيفيت له مخې معلوم او معيين وي . هغه شی چې د حسي درک له مخې محدود او معيين دي يو پر بل غوره نۀ، بلکې په دې اړه سره برابر دي، نو يو د بل اساس ، تلسټ يا آرښې نشي ګرځېدلی . نو که هر معين او محدود امپريک موجود لکه اوبه، خاوره، هوا ، اور او داسې بل ته ددې امتياز ورکړو چې دنورو له پاره يې آرښې او تلسټ وټاکو، دا به دنورو ټولو ( د برابرۍ) په حق ظلم او تيری وي . دئ وايي :
وايي :
مونږ حق نه لرو د اوبو، خاورې، هوا په څير له مساوي امپريکو توکو له ډلې څخه يويې په خپله خوښه په نورو غوره وگڼو اوکه هر يو
په مساوي توګه د نړۍ اساس ټاکو، نو د خپلو کمي او کيفي توپيرونو سره چې يو يې له بل سره لري ، د نړۍ يو واحد اصل او آرتل ترې په لاس ته نه راځي!
لذا هغه څه ( ماده، اصل او اساس ) چې د نړۍ آر ، آرتل يا آرښې ګڼل کيږي د انکسيمندر په اند د کميت له مخې نامحدود
او د کيفيت له مخې نامعيين او بلا کيف دی او د آپايرون نوم ورکوي .
ارېستو هم آپايرون په کمي نامحدويت ژباړلی او د انکسيمندر په اند يې د ټولو موجوداتو د پيدايښت ، امحا،تغير او بدلون ثابت او تلپايه
تلسټ ګڼلي چې په اند يې د وخت او زمان له چوکاټ څخه آزاد او مستقل دی . ارستو وايي د انکسيمندر اپايرون نه مرګ لري نه پيل او پای،
خو د هرشي او هر څه د برخليک ټاکونکی دی ! په دې توګه د انکسيمندر د اپايرون په اړه د ارېستوتېلېس دغه انګيرنه د يو ډول خدايي قدرت
ستاينتاړو ته ورنږدې کيږي ( S.45).
د آپايرون په ويوني کې آ- د نفې په معنی دی او پايرون د محدود او معين په معنی ، نو آ پايرون دنړۍ نامعين او نامحدود اصل ،
آرسټ او تَلسټ ته وايي !
انکسيمندر وايي :
ُ ُ ُ د شتونو موجوداتو آرتل آ- پايرون دی ، له څشي څخه چې هغوی منځ ته راځي په اړينه توګه په همغې کې محوه کيږي ، ځکه هغوی د وخت
له نظام سره سم يو د بل په وړاندې دخپلې بې نياوۍ د سکيندې هڅه کوي . ُ ُ (٢،٤٠)
دا د يوناني فلسفې لومړنۍ جمله چې تر ننه پورې په خپله بڼه رارسېدلې ، له ګُنګترينو جملو څخه شمېرل کيږي چې تر ټولو زياتې
انګيرنې او تفسيرونه يې ليدلي دي . انکسمندر د نوموړې جملې په دويمه برخه کې
دغه ګنګوالې خپل اوج ته رسوي : ُ ُ شتوني موجودات
په يوه داسې جبر کې ښکېل دی چې په اړينه توګه د هغوی د امحا سبب ګرځيُ ُ .
ښايي له شتونو موجوداتو څخه مشخص موجودات نه،
بلکې د يخنۍ او تودوخې آريز کيفيتونه مطلب وي چې په آ پايرون کې سره نه وې بيلې شوې، خو د کسموژيني په بهير کې له اپايرون څخه
راوتې او يو د بل په ضد اوښتي دي .ولې انکسيمندر د يخنۍ او تودوخې په ځای په مشخص ډول د سمندر او اور پوهيزي کارولي دي .
نو داسې بريښي چې هغه څه چې شتوني موجودات ترې رامنځته کيږي آپايرون نه ، بلکې هغه سوبستانڅ ډوله آريز کيفيتونه ترې مطلب وي
چې هر يو يې د خپل ضد يا نقيض په قيمت رامنځته کيږي يعنې : يخني له تودوخې ، اور له اوبو څخه او برعکس ډول يې . له جبر او اړينتيا
څخه مطلب دلته د عصري طبيعي علومو د قانون او قانونمندۍ په مفهوم جبر او اړينتيا نه،بلکې يو ډول اخلاقي يا حقوقي پوهيزي دي ،
ځکه د انکسيمندر په اند يخني او تودوخه له آپايرون څخه د رابيلېدلو سره سم په اضدادو اوړي او يو د بل په قيمت
د خپل وجو او شتون هڅه کوي . نو په دې کې تيری او ُ ُ بي عدالتي ُ ُ خوندي ده، چې په اړينه توګه بايد په خپله سزا ورسيږي
او سزا يې د وخت له له نظام سره سم د د تيري کونکي اړخ امحا ده .يعنې له يوۀ ټاکلي وخت او مودې وروسته بايد هر لندبل
د وچوالي ( لکه سمندر د وچې ) وجود ته ، چې پخوا يې پرې غلبه موندلې وه بيرته ځای خوشې کړي ،
په ورته ډول دده په اند د هر موجود شتون موقتي دي او بس !
نور بيا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more