د موضوعګانو سرپاڼه
وطن پال او نور ګټور شعرونه
توره بوړه او سپین غر راپسې ګوره...
كريم كامران
17.03.2010
توره بوړه او سپین غر راپسې ګوره
دوطن هریو سنګر راپسې ګوره
کوم ګړنګ کې به ملګرو سره ناست یم
دپکتیا دجنګ ډګر راپسې ګوره
که زابل او که هلمند ته کله راغلې
مورچلونه لر اوبر راپسې ګوره
زمونږ دمستو ځلمو دغه وظیفه ده
کونړونه او لوګر راپسې ګوره
تورې څڼې سپین پټکۍ اوږده کالي مو
تل ددې ځلمو لښکر راپسې ګوره
که لیدل مې درته ګران وي ځان شهید کړه
محسني بیا په کوثر راپسې ګوره