د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

سپیڅلی فطرت

عادل عادل
16.03.2010

سلامونه

سپیڅلی فطرت

پښتون د هیچا کور ته اور نه وروړي

خو که یې څوک د خټو کور ته راغئ

نو بیا یې خیر نشته

بیا به یې ورځ توره وي

غليم به هغه وخت پښتون پیژني !!

چی په گونډو گونډو یې وکړي گوزار

نړئ پر شا شه ترینه

که د سر خیر غواړې

پښتون د خدای خدایي په زړه منلې

غچ يې د برم او غیرت نښه ده

نړی پښتون سره څه كار لرې ته ؟

ستا یې د ژوند په طرز او رنگ څه کار دی ؟؟

تا ته دده له تربگنئ څه رسي ؟

ته یې فطرت د ازادی مه لوټه !!

نړئ ته کبر کوې

ژوند له پښتون مه اخله

كه ځان دې ورک وي درنه

چې زه حساب درکړم

ستا د وریښمنو نفس

زما د وریښمنو شمله

ته په برگر لوی شوی

خو ما مې مور رودلې

ته کله خور پیژنې

ستا کله پلار مالوم دی

نو

نو غواړې ماته ازادي وبښې !!

سترگې دې وتې دي څه؟

زما په رگو کې ازادي چلیژي

کور د غازیانو یمه

یم په فطرت کې آزاد


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more