د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

فولډر څنګه اټیچ کیږي؟؟

كريم كامران
08.02.2010

السلام عليكم.

له ايميل سره خو يو فايل اټیچ کول اسانه دي
خو زه غواړم چې مکمل فولډر ورسره اټیچ کړم چې ددې فولډر په داخل کې په لسګونو نور فایلونه وي.
ما کوښښ وکړ خو بریالی نه شوم چې کله په فولډر باندې کلیک کوم پرانیستل کیږي، او ضمیمه کیږي نه.
ستاسو دمرستې په هیله


naimtullah
09.02.2010

وعليکم سلام، ګرانه !

لومړى فايل په زيپ فولدر بدل کړه، يا خپل معلومات له اول نه په زيپ فولډر کې واچوه له هغه وروسته يي اټچ کړه.
او يا خپل فولډر په winrr بدل کړه او له هغه وروسته يي اټچ کړه؛ د winrr نوري هم ډيري فايدې لري مثال قوي پاسورډ پري لګولى شي او سايز يي هم کم راځي .
د winrr پروګرام له لاندي لينک څخه ډونلوډ کولاى شي.
http://www.filehippo.com/download_winrar/download/9b75ba39ced3267213c81c77cc12b60e/[/url]


كريم كامران
09.02.2010

السلام علیکم
نعمت الله صيب ډیره مننه ستاسو له ځواب څخه.
همداسې مې وکړل، وشو.

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more