د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

بنجاري ! د اجمل اند يو ښکلی شعر

فاطمي
06.02.2010

بنجاري !

بنجاري ای بنجاري !!
له کومې خوا راغلې چې داسې بې پروا روان يې ؟
خورجين په شا ډانګ دې پر ولې په خندا روان يې؟
لکه له هيڅ چې خبر نه يې بس سندرې وايي .
ځولۍ ځولۍ او کوږ و وږ پر کومه خوا روان يې ؟

بنجاري ! يه بنجاري !
ستا لا اوس هم خورجين پر غاړه دی بنګړي خرڅوې
لا وربلونه لټوي لا سيخکي خرڅوې
ته لا اوس هم نارې وهې او ماشومان رابولې
ته لا تراوسه خپل جوړ کړي شپېلکې خرڅوې

بنجاري !يه بنجاري !!
تا توپان ونه ليد ، له نجونو يې خالونه يوړل
سيلۍ له دغه کلي تور تور وربلونه ېوړل
سيند د بنګړيو ډک څو سپين سپين مړوندونه يوړل
ږلۍ په وږو کې تنکي تنکي فصلونه يوړل

ونې چپه شوې، څانګې ماتې شوې ، مرغۍ نه شته دی
ها بغدادۍ کوترې اوس نو پر بلۍ نه شته دی
چې ستا راوړي توکي واخلي جينکۍ نه شته دی
چم کې غنم نه شته ، جوار نه شته ، ځولۍ نه شته دی
د ماشومانو لپې تشې دي ډوډۍ نه شته دی

بنجاري ! يه بنجاري !!
ستا لا اوس هم خورجين پر غاړه دی بنګړي خرڅوې
لا وربلونه لټوې لا سيخکي خرڅوې
ته لا اوس هم نارې وهي او ماشومان رابولې
ته لا تراوسه دې کوڅو کې شپېلکي خرڅوې .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more