د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

""پېښور"" درې مياشتيځه

feroz afridi
04.02.2010

ګرانو او عزتمندو پښتنو.
د شکر مقام دے چې يو ځل بيا مونږ خدائي تعالي د دې جوګه کړو چې يوه پښتو مجله يو ځل بيا په دې نيت د پښتنو په خاوره خپره کړو چې د دې خاورې او ژبې په خدمت کښې زمونږ برخه ونډه هم شامله شي.

د فيروز افريدي تر مشرئ لاندې د ښاغلي نسيم خان نسيم،دلاور خان وقار،او عارف الله اظهر په په ادارت کښې د پېښور درې مياشتيځه مجله خپره شوه.
تاسو ټولو ته دې امبارکه شي.

[img:6a8fc05722]http://i181.photobucket.com/albums/x182/ferozkhan_photos/Zia_Press1.jpg[/img:6a8fc05722]


محمود وردګ
04.02.2010

افریدی صیب سلامونه او نېکې هیلې،

خدای دې ښه کړي. دا تاسو غوندې خلک چې وي زمونږ پښتو به لوړه اوسي. او خبره له دې نه کوئ چې پیښور به هم لکه پختون مېګزين په کوم نټ کښې ولیدل شي که به یوازې د کاغذ پر مخ وي؟
او هغه پښتانه چې د پښتونخوا څخه لرې اوسي امکان لري چې دا مجله تر لاسه کړي؟ او بیا زه خپله هر ډول مرستې ته حاضر یم.


feroz afridi
04.02.2010

daira manana mehmood wrora
Inshallah che pa net ba ham khapregi.
bas intezar wakra.
manana


باتور
04.02.2010

افرېديه د لوړو غرونو زمريه !!

ستړی مه سې، بيا په خير راغلې، هر کله راسې . .

دا ټول افغان له تاسره څومره بد کړي ول ، چي يو کال ورنه مرور وې ؟ :wink:

په درنښت



04.02.2010

فيروز خان افريدي ته هرکلی وايم او نيکۍ هيلي ورته وړاندې کوم !

اشنا له ډيرې مودې وروسته راتګ دې دې ته اړويستم چې دا ټپه درته ډالۍ کړم :

يوځلې بيا په دې لار راشه ..... په پحوانو پلونو دې پرېوتل ګردونه

او بيا ددې ښکلې درې مياشتينيزې پښتو مجلې راويستل دې ټولو پښتنو ليک لوستو وګړو ته مبارکوم او تاسو ته د لوی خدای (ج)
څخه ډير توفيق غواړم چې د پښتنو کلتور ، ثقافت ، تاريخ، قامي او ملي شعور په ويښولو په لاره کې سترې برياوې مو په برخه شي!


feroz afridi
08.02.2010

د ټول افغان قدر منو پښتنو افغانانو
سلامونه

د لوئي خدائي څخه مو سلامتي غواړم.
ستاسو ټولو او بيا په تيره د ښاغلي باتور او پتمل او ډانتر صيب حقمل د زړه د کومي مننه کوم چې زما راتګ ئې د ټول افغان په دې حجره کښې تل نېکمرغۀ او هميشه ښه او په روڼ تندي منلئ او بللئ دې.لوئي خدائي ستاسو مل اوسي.

انشاالله چې دلته به ارومرو رادرومم چې د پښتنو کور او حجره.
الله مو اباد لره.
امين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more