د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

په هغو پروګرامونو کې پښتو وليکئ چې پښتو پکې نۀ ليکل کيږي !

فاطمي
12.12.2009

هغه ورونه چې غواړي په هغو پروګرامونو کې پښتو وليکي چې پښتو پکې نۀ ليکل کيږي د مثال پۀ ډول : فوټو شاپ ، کورل ډرا ، يوليډ او داسې نور . . . تاسو کولای شئ چې د لاندې پيوند څخه د (PashtoAscii) پۀ نوم سافټ وير ښکته کړي او ددې پۀ واسطه پۀ پورتنيو ذکر شوو پروګرامونو کې پښتو ليک وليکي .
http://files.pathanisation.com/

د خوږې ژبې پښتو د لا زيات پرمختګ پۀ هيله .
سيدجمال الدين فاطمي


محمد احمد حمي
13.12.2009

ګرانه وروه ستا له سافټ وير وړاندي كولو څخه ډيره مننه ، مګر ما چي كله ډاونلوډ كړى او انسټال مى كړى نو په ايډوب پوټو شاپ CS ورزن كي يې هيڅكار ونكړى نه پوهيږم چي ولي ، مهرباني به مو وي كه مرسته راسره وكړئ ، ولي چي په ايډوب پوټو شوب كي ډير خلګ پښتو نه شي ليكلى.


د ستونزې حل لاره

فاطمي
14.12.2009

ښاغليه وروره ! سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ !
کله مو چې سافټ وېر انسټال کړ، هغه ليکنه پکې وليکئ کومه چې تاسو غواړئ فوټوشاپ پروګرام ته يوسئ بيا Convert & Copy to clipboard کړئ لۀ دې وروسته فوټو شاپ پروګرام خلاص کړئ او هلته يې Paste کړئ کله چې ستاسو ليکنه فوټوشاپ پروګرام ته راشي نو سمه نۀ ښکارې پۀ دې مانا چې د سمبولو نو پۀ شکل ښکارې ددې لپاره چې ليکنه مو سمه او پښتو ښکاره شي نو Font ته لاړشئ او لۀ لاندې فونټونو څخه يو سټايل پرې Apply کړئ نو ستاسو مشکل به حل شي .
PashtoAscii
PashtoAscii_PD01
PashtoAscii_PD02
PashtoAscii_PD03
PashtoAscii_PD04
هيله ده چې د ستونزې د هوارېدو نه وروسته مې خبر کړې .
په مينه
ستاسو ورور فاطمي


محمد احمد حمي
26.12.2009

فاطمي صاحب
نيكي هيلي او سلامونه مي ومنه!
محترمه ستاسو پروګرام خو مي وازمويى ، په دې ډول چي په ايډوب پوټو شاب CS چي اتم 8 ورژن يې دى ، په هغه كي مي ستاسي دپروګرام په وسيله ليكل شوي خط كاپي كړ او بيا مي ستا له ليكل شوو فونټونو څخه په يوه باندي واړول ، خو ځيني توري يې په ځينو نورو سره بدل شول، مثلا واو په جيم سره بدل شو او داسي نور توري په نورو تورو بدل شول او په دې ترتيب يې زما ليكل شوى خط ګډوډ كړ او ګټه يې ونكړه.
هيله ده چي خپله لارښوونه راڅخه ونه سپموى.

په ډيره مينه او مننه


سلامونه می ومنی،

عبدالمتین
26.12.2009

سلامونه
اونیکی هیلی می ومنه،
اوکه زه ووایم نو ما 7 ورژن پټوشاپ لګولی او دغو پروګرام څخه چی کاپی کړم نو پټوشاپ کی له فیسټ او ورسته له فونټ سمولوو څخه سم کار کوی مننه


Re: سلامونه می ومنی،

فاطمي
02.01.2010

ګرانه وروره محمد احمد حميؼ/b> صيب !
سلامونه !
رښتيا هم چې نوموړی سافټ وېر پۀ ځينو پروګرامونو کې ځينې حروف سم نۀ ښيي ، ددې ستونزې د حل کولولاره داده چې : پۀ کوم پروګرام کې چې نوموړي سافټ وېر ځينې توري سم نۀ ښودل تاسو بايد د همغه پروګرام بل ورژن وکاروئ د بېلګې پۀ توکه پۀ (ايډوب پوټو شاب CS اتم 8 ورژن ) کې يې کار نۀ کاوۀ تاسو مهرباني وکړي د ايډوب پوټو شاب لۀ 7 ورژن څخه کار واخلئ همدغه کړنه ښاغلي ورور سروري هم تر سره کړې او لۀ کومې ستونزې سره نۀ دی مخ شوی .

ستاسو د برياليتوب پۀ هيله
ستاسو ورورسيدجمال الدين فاطمي


monir
09.02.2010

ګرانو دوستانو ښې چارې!

تاسې کولای شئ په Photoshop کې له یوې بلې لار نه هم پښتولیکنې وکړﺉ:

1 - په Photoshop کې یوتش یا خالی فایل خلاص کړﺉ
2 - په Word کې هغه څه چې غواړﺉ په پښتو ولیکئ
3 - print Screen تکمه کلیک کړﺉ
4 - Photoshop خلاص کړﺉ او د print Screen محتوا paste کړﺉ. د لیکنې رنګ اوسایز د خپل په خوښه سم کړﺉ.
5 - په Photoshop Tools کې د Rectangular Marquee په مرسته د خپل پښتو لیکلئ Text لومړﺉ selct او بیا copyکړﺉ.
6 - اوس یوه نوې پاڼه خلاصه او کاپی شوﺉ Text بیا paste کړﺉ.
7 - اوس د Magic Wand په مرسته د نوې خلاصې شوې پاڼې په یوه تش ځای کې کلیک کړﺉ ( پام کوﺉ چې پر Text باندې کلیک نکړﺉ)
8 - اوس په Menu Select کې Inverseوټاکئ
9 - په Menu Layer کې Flatten Imageوتاکئ
10 - اوس کولای شئ د خپل پراسس شوﺉ ټکسټ Copy او هر چېرې مو چې غوښتئ وي paste کړﺉ او یا د یوه Image File په توګه Save کړﺉ.
له دغه Image File څخه کیدای شی چې په Pinnacle Studio کې د فلمونو په جوړولو کې استفاده وشی.

و من الله التوفیق


سلامونه فاطمی صاحب

عبدالمتین
11.03.2010

سلامونه قبول کړه فاطیمی صاحب،
یوه لنډه پوښتنه ستاسو دجواب په تمه
مخکی موږ له پورتنی لینک څخه یوه پښتو په انګلیسی او انګلیسی په پشتو ډکشنری کښته کړی وه او هم هغه سیټپ چی پښتو لیکنه دپټوشاپ لپاره کښته کړی وه او هغه سیټپ رانه نادرکه شوی کله می چی وغوښتل دوباره کښته کړم نو دپاڼی رقم تغیر کړی او پیدامی نکړل چی کښته یی کړم وسلام
ستاسو دځواب په هیله


بيا هم سلامونه !

فاطمي
06.04.2010

ښاغلی ورور سروري!
بيا هم سلامونه !
تاسو ليکلي چې د انګليسي پښتو – پښتو انګليسي قاموس او پښتو اسکي پروګرام د ښکته کولو پيوندونه مو هېر کړي دي دادی ستاسو لپاره مې دواړه پيوندونه يو ځل بيا پۀ ليکه کړل پۀ پيوند باندې د يو کليک پۀ کولو سره انګليسي پښتو – پښتو انګليسي قاموس او يا هم پښتو اسکي پروګرام ښکته کولی شې .
http://files.pathanisation.com/PashtoAscii_v3.zip
http://files.pathanisation.com/PashtoDictionary_v3.zip

ستاسو د کاميابۍ په هيله
سيدجمال الدين فاطمي


سلامونه

عبدالمتین
06.04.2010

سلامونه
فاطیمی صاحب خوشحاله شوم له زحمت څخه مو ډیره مننه لینکونه می پیداکړی ول ولی څو ورځی مخکی هغه صفحه په بل ډول راتله او ډونلډ نوه اوس سمه ده یو ځل بیا ډیره مننه وسلام


faarisuman
27.12.2014

داولیاء الله په حق کی دا کومه عجیبه اوناشونی خبره نده داسی واقعی ډیری دتاریخ په اوږدوکی داولیاء الله په حق کی پیښی شویدی. او إنشاء الله مونږهمدغه امیدلرو، ستاسوغوندی دالله درحمت او داولیاؤ دکرامت څخه ناامید اومنکرنه یو

_________
http://www.caltech.edu/
http://www.test-king.com/exams/350-029.htm
http://www.ju.edu/
http://www.test-king.com/training/cissp-certification.htm
http://www.rasmussen.edu/


paylituzu
16.06.2017

ګرانه وروه ستا له سافټ وير وړاندي كولو څخه ډيره مننه ، مګر ما چي كله ډاونلوډ كړى او انسټال مى كړى نو په ايډوب پوټو شاپ CS ورزن كي يې هيڅكار ونكړى نه پوهيږم چي ولي


[url=https://www.golden-slot.com][color=#C6A97D:ba7b50bdea]Goldenslot Casino Online[/color:ba7b50bdea][/url]
[url=http://www.ymt8282.com][color=#C6A97D:ba7b50bdea]Gclub Casino[/color:ba7b50bdea][/url]
[url=http://www.ymt3355.com][color=#C6A97D:ba7b50bdea]Gclub จีคลับ[/color:ba7b50bdea][/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more