د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ددوست شينواري شعر

malgarai
22.05.2003

..........................................غوږ ته مې شرنګ د زولنــــو راځی
..........................................دا څــه اثر پـــــــه زمـــــــــــــــانو راځی
..........................................څوک شو لوګي په نظر ماتی د چـــا
..........................................پوځــــــې ته بوی دسپيلــــــــنو راځی
..........................................چې وېـښې سترګـــې په ژړا وېنــمه
..........................................سترګــــو تــه خوب په بهــــانو راځی
..........................................زړګيه!دومره خو نا خـــــوالې مـکړه
..........................................دغسې حـــــــــــــال پــــه مـېړنو راځی
..........................................ما ته دې پوهه لېونتوب ښکاره شوه
..........................................ستـــــا چـــې خنــــــدا په ليونو راځی
..........................................يار به د اوښــــــکو په تسپو يــــادوم
..........................................شــــــــــــــــــرم د کــــــاڼود دانـــــو راځی


Re: ددوست شينواري شعر

نقاد
23.05.2003

[color=darkblue:e415471e0f]
............يار به په اوښــــــکو د تسپو يــــادوم
.......................................................شــــــــــــــــــرم د کــــــاڼود دانـــــو راځی
[/color:e415471e0f]
ايا په لومړي نيم بيتي کې ګنې ( په ) له ( د ) سره خپل ځای بدلول نه غواړي ؟ ، ملګری صيب هرکله راشئ،
خوښ يم که ستاسو په راتګ سره په دې فوروم کې يو بل شينواری (؟) هم زمونږ سره ملګری شوی وي.
ستاسو د کوانده قلم او څپانده ليکنو په هيله .
.................................................................... پاڅون


malgarai
23.05.2003

ښاغلی پاڅون ستاستو دهر کلي نه ډيره ډيره مننه
ستاسو نيوکه د سر په سترګو منم ٠څنګه چې تاسي ويلي کټ مټ د کتاب د متن سره سمون خوري
دا نيمګړتيا زما د خوانه منځ ته راغلې چې د هغې له امله بخښنه غواړم
دپورتني شعر دأخري فرد لومړي نيم بيتي په دا ډول ده
................................................[color=blue:73175e92d3]يار به د اوښــــــکو په تسپو يــــادوم [/color:73175e92d3]
...................................................................شــــــــــــــــــرم د کــــــاڼود دانـــــو راځی

............


يادونه

زهيرشينواری
31.05.2003

[color=red:bcaf691cf9][/color:bcaf691cf9]
ګران ملګری ! ښه به داوي چې خپله تيروتنه په اصلي شعر کې سمه کړی
تاسو کولی شی ايډت يې کړی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more