د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دبحث فورم ليکوال ښاغلی غښتلی په حق ورسېد


مجيب انګار
20.08.2004

دارواښاد خالد بارګامي لنډه پېژندنه

دخالد غمونو وکړې داسې چارې

چې دزړه له هيلو وينې وهي دارې

موږ دوير په وير پوه کړي دده وير يو

زموږ کوکارې ، اوس له غم وهي کوکارې

ارواښاد خالد بارګامی ( [color=green:91227e194e] چې دټول افغان په بحث فورم کې يې دغښتلي په نوم ليکنې کولې [/color:91227e194e]) ، دښاغلي حضرت ګل بارګامي زوی د١٣٥٤ کال دثو په ٢٤ مه نېټه په کنړ کې زېږېدلی . ځوانيمرګ بارګامی لا دطب پوهنځي درېم کال پای ته نه و رسولی چې په هېوادکې دخپل منځي جګړو اور بل شو او تعليمي ادارې په پوځي مرکزونو بدلې شوې . خالد هم دنورو زرګونو افغاني زلميانو په څېر نه يوازې له زده کړې محروم شو بلکې له هيواد نه وتلو ته هم اړشو .

خالد بارګامي دکډوالۍ دولس کلن ژوند په مسکو کې تېر کړ ، هغه دکډوالۍ دروند پېټی په پوره مېړانه پورته کړ ، خالد دپوهې ، مېړانې ، مهارت ، رښتينولۍ ، او پښتونولۍ په جامه پوښلی افغان دښه قلم خاوند ، شاعر اوښه ليکوال و، دهغه دنوښت اوبې پايو مرستو او هلو ځلو په نتيجه کې يونيم کال دمخه په مسکو کې دافغاني ځوانو فرهنګيانو ادبي ټولنه جوړه شوه . ددغې ادبي ټولنې او ځوانيمرګ خالد په هڅو سره په مسکو کې په لسګونو مشاعرې ، ادبي غونډې او بنډارونه او دځينو پوهانو او شاعرانو دياد غونډې جوړې شوي . په مسکوکې وروستۍ مشاعره هم دخالد بارګامي په نوښت اومشرۍ جوړه شوې وه ، دا مشاعره دکډوالو دنړيوالې ورځې ( دجون په شلمه ) دمسکو په څنډوکې جوړه شوې وه چې يوزيات شمېر فرهنګيانو او فرهنګپالو پکې ګډون کړی وو ، په دغه مشاعره کې يوه دنورو لسګونو ويناوو او شعرونو تر څنګ دمرګ او جنازې په اړه څلوريزه دده لخوا په کراتو زمزمه کېده :

زما مړي ته کفن درسره ورکړئ ______ ټپسان راته پرېنږدئ په ټټر

دوطن دمور لمنه کې مې کېږدئ _____ دکابل خاورې مې وشيندئ په سر

مرګي په ډېرې بې رحمۍ او بيړې سره دده ټولې ځوانې هيلې او لوړ امېدونه له خاورو سره خاورې کړل ، نوموړی په يوه ترافيکي پيښه کې د ٢٩ کالو په عمر د٢٠٠٤ م کال دجولای په اته ويشتمه چې د ١٣٨٣ کال دزمري له اوومې نېټې سره سمون خوري په مسکو کې خپل ځان حق ته وسپاره او په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو .

( انا لله وانا اله راجعون )

[img:91227e194e]http://www.tolafghan.com/anzorona/albums/userpics/image006%7E0.jpg[/img:91227e194e]

له مسکو څخه افغانستان ته دده دمړي په انتقالولو کې په مسکو کې مېشتو افغانانو او دنومړي دوستانو بې درېغه همدردي اونه هېرېدونکې برخه اخيستې ده .

دلوی خدای له دربارنه يې کورنۍ ته لوی صبر اوده ته دبخښنې غوښتونکي يو


خاټول
20.08.2004

انا لله وانا اليه راجعون
لوي خداي دي ورته تر دي نړۍ ښه نړۍ اودنړۍ له اهله غوره اهل ورپه برخه کړي
الله تعالی دي جنت اودخداي رضا ورپه برخه کړي.



ع کريم حليمي
20.08.2004

بِسمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا استَعِينُوا بِالصبرِ وَ الصلَوةِ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصبرِينَ(153) وَ لا تَقُولُوا لِمَن يُقْتَلُ فى سبِيلِ اللَّهِ أَمْوَت بَلْ أَحْيَاءٌ وَ لَكِن لا تَشعُرُونَ(154)وَ لَنَبْلُوَنَّكُم بِشىْءٍ مِّنَ الخَْوْفِ وَ الْجُوع وَ نَقْصٍ مِّنَ الاَمْوَلِ وَ الاَنفُسِ وَ الثَّمَرَتِ وَ بَشرِ الصبرِينَ(155)الَّذِينَ إِذَا أَصبَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا[color=blue:6298a0e330] إِنَّا للَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ رَجِعُونَ[/color:6298a0e330](156)
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِِ {1} الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ {2} الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ {3} مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ {4} إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ {5} اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ {6} صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ {7}‏

اللهم اغفر للمسلمين والمسلمات، والمؤمنين والمؤمنات، الأحياء منهم والأموات. [color=darkred:6298a0e330]بلخصوص غښتلۍ[/color:6298a0e330] اللهم اغفر لجميع موتى المسلمين، الذين شهدوا لك بالوحدانية. اللهم اغفر لهم وارحمهم، وعافهم واعف عنهم، وأكرم نزلهم، ووسع مدخلهم، واغسلهم بالماء والثلج والبرد، ونقهم من الخطايا كما ينقى الثوب الأبيض من الدنس، وجازهم اللهم بالحسنات إحساناً، وبالسيئات عفواً وغفراناً، حتى يكونوا في بطون الألحاد مطمئنين، وبجودك سابقين، وإلى أعلى درجاتك بالغين. امين يا رب العالمين


انځورګر
21.08.2004

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو



طالب جان
21.08.2004

انا لله وانا اليه راجعون
کل نفس ذائقة الموت .
زه په داسي حالت کي چي په دې غم کي دمرحوم له کورنۍ سره ځان شريک بولم دپالونکي څښتن له لويه درباره مرحوم ته دمغفرت اوکورنۍ ته يي دصبر جميل غوښتونکي يو .
اللهم اغفرنا واغفره اللهم احشره في الانبياء والصديقين والشهداء وحسن أولئک رفيقا .
وصلی الله تعالی علی خير خلقه محمد وعلی اله وصحبه اجمعين. آمين يا رب العلمين .


salou khan
21.08.2004

انا لله وانا اليه راجعون
دځوانې پسرلۍ د په جوش اوخروش کې ؤ چې دژوند غوټۍ د وه رېژېده .
پدې کارسره دنه يوازی خپل خپلوان اودوستان غمجن شول بلکې خپل
مسافروروڼه د هم وژړول.
ستاډېرې پوښتنې اوارمانونه بی ځوابه پاتی شول.
ياد به دتل ژوندۍ ساتو.
روح دښاد اوالله (ج )د تااوهمدارنګه مونږټولوته بخښنه ؤکړ ی.
أمين
سالوخان


hotak
22.08.2004

انالله وانااليه راجعون
يارانو مرگ حق دى.تيښته نه ترى لرو.دخداي جل جلاله حكم دى چي كه په تړلوبرجونو كي ياست هم نوداجل فرښته به موارومرو ښكاركړي.خوزور داځاي غواړي چي نيكان اوصالحان له ځمكي پورته كيږي اوبدان يى ځاي نيسي.دښاغلي غښتلي په څيردزده كړو اوپه هيوادمينو زلمومرگ يوه ملي تراژيدي ده.دتيرو څولسيزوپه ترڅ كي زموږهيوادله باتورانو شاه زلمونه داسي تش شو چي اوس موږد زده كړي ځوان قشر له يوى بى ساري تشي سره مخامخ يو.په كمونستانوكي موهم هغه دسروتلي بريتوراوغيرتي شازلمي داوردلمبو اودباروتو دلوخړو خوراك شول.دمجاهدينو له منځ نه موهم هغه منلي اوباتورزلمي ووژل شول.په طالبانوكي موهم هغه ښكلي،تنكي اونازك شازلمي له لاسه وركړل چي دهغو ځاي ډكول ترقيامته پوري شوني نه دي.دشمالي ټلوالي په تشكيل كي هم دزمروپه څيرپياوړي ځوانان اوكاكه گان خاوري شول.او اوس نوهماغه خشره مال پاتي دى چي نه له افغانيت نه خبردي اونه هم كوم ملي احساس لري. هرڅه يى دبوش په خدمت پوري تړلي دي.
په هرصورت خداي دي غښتلى وبښي او دبيوفادنياگۍ دتنكيوارمانونو صله دي خداي په اخرت كي دجنت په بڼه وركړي.باوروكړۍ چي ددغه زلمي دمرگ دخبرپه اوريدومي هسي سترگي سره راډكي شوى.
هغه شاعر څه ښه وايي :داياران لكه گلونه دبهاردي ،،،،،،،،،،دخزان په بادرژيږي دريغه دريغه

اوبياغښتلى خوديارانو يار وو.خداي دي په جنت كي له موږسره ځاي وركړي ......امين ثم امين........


د غښتلي په غم

(( ښه ))
22.08.2004

پښتانه وايې چي : سل دي ومره يو دي نه ! دلته هغه يو منظور او هدف دۍ چي نه يوازي د ځان بلکي د ټولو لپاره وي .د ډير وير او ناورين سره دادۍ د داسي غښتلي پښتون غم ته ناست يو چي ، د هغو سلو څخه نه بلکي هغه يو دۍ . انا الله انا اله راجعون . ټولي کورنۍ او دوستانو ته يې د رب العزت له درباره ورته د زړه صبر او متوفی ته د جنت فردوس دعا کوم . امين يا رب العالمين .


islam dost
24.08.2004

ان لله وان اليه راجعون ،الهم اجرنی من مصيبتی وخلف لی خيرا منها ٠
بخښونکي اومهرابان خدای جل جلاله دغښتلي ورورته جنت الفردوس کښي ځای ورکړي او ورثانوته يی دزړه صبراواجرعظيم نصيب کړي ،پاک خدای جل جلاله ددمرحوم په ټولوګناهونودعفوې قلم راکاږي٠
ډيروقدرمنولوستونکو ،
دمرګ څخه خلاصون ممکن نه دی هرچاته په خپل وخت سره مرګ راځي خوپه ښه به داوي چي مونږاوتاسو له مرګ نه وړاندي ژوند غنيمت وګڼو اودلوی خدای جل جلا له عبادت اوبندګي په پوره مينه اخلاص سره وکړو ، لکه څنګ چي ديوچامرګ دژوندولپاره خبرداری ګڼل کيږي په دا ډول دمرحوم غښتلي مرګ هم مونږاوتاسود تيار اوسيدو پيغام راکوي ٠ هوځکه رحمان بابا هم وايی :

هرزنده چي دمرده په قبر ورشي ____ بس دی دومره نصيحت په دا دونيا
داپاخه پاخه سرايونه اومحلونه ____ خوبه وران شي عاقبت په دا دو نيا

بل پلو بهايی جان هم دونياپاتي کيدونکي ګڼي او وايی :

پروطن به سره ګلان وي مونږ به نه يو ____ نوي نوي به مرغان وي مونږ به نه يو
دد ي د و ر و د ا نئ به شي خر ا بي ____ نوي کلي به ودان وي مو نږ به نه يو
په چمن سرې اوسپينې ر مي ګرځي ____ ښکته پورته به کوچيان وي مونږبه نه يو
شاعران به جوړه و ي غز لي نو ري ____ مطربان به غزل خوان وي مونږ به نه يو
نوربه وا ړه شي فا ني بها يی جانه ____ هميشه به حق سبحان وي مونږ به نه يو

همدارنګه الفت صيب بيا مرګ په دي ډول غواړي :

غواړم چي مرګ مي په شان ديوفقير ____ نه دي پکښي ويروي نه دخلکوډيربهير
نه دراډيوکښي وي زما دمرګ اعلا ن ___ نه دوي زما پر قبر خا ن و بيګ ا و مير
نورڅه نه وړم عجزنيازوړم خدای ته ___ رحم اوکرم ته به يی وړم عذر ا و تقصير
لاس کي که څه نه ووچي نهروږي ماړه کړم ___ زړه کي خوڅه ووچي په دوی کړم زهير
ښه به وي که مي لږ داتياره قبررڼا کاندي ____ که مي رڼاکړئ وي دچا ذهن او ضمير
ورکړئ غريبانوته که وي زما څه ما ل ___ پټ غوندي له خلکوچي پکي نه وي تشهير

والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

اسلام دوست

_____________________________

نه پوهيږم زه چي تاته له څه سره تشبيه درکړم ____ ګل سره اغزي دي دسپوږمئ پرمخ داغون دي



Adil watanmal
24.08.2004

الَّذِينَ إِذَا أَصبَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا للَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ رَجِعُونَ
الله دى ارواښاد خالد بارګامی ته جنت وركړي او اسلام اومسلمانانو ته كړي خدمتونه دى الله په خپل دربار كې قبول او منظور وه ګرځوي. او كورني ته دى الله پاك صبر او اجر عظيم وركړي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



طالب خان
24.08.2004

كل نفس ذائقة الموت
مرگ يوازينى هغه حقيقت دى چي په هيڅ بڼه سترگي نشي ترى پټيدلاي.حقيقت دادى چي موږټول بالاخره دهمدغي لاري لارويان يو.هغه لاره چي غښتلي صيب په مخه ونيوله او نن دى كه سبا دادى موږبه يى هم په مخه واخلو.مرگ هغه پديده ده چي دلوي خداي جل جلاله له لوري دټاكل شوي ضرب الاجل سره سم راځي.لوي خداي جل جلاله دغه حقيقت ته په خپل معجزكتاب كي اشاره كړيده اوفرمايلي يى دي چي كله چي دچا اجل راشي نو يوه شيبه به نه وړاندي شي او نه هم وروسته.
دهمدى اصل له مخي څوك په ترافيكي پيښو كي مړه شي.څوك په جگړوكي اوڅوك هم پخپل مرگ ومري.
غښتلى هم يو له هغو وروڼو وو چي خداي پاك له موږان په ځوانۍ كي واخيست.دپرديسۍ اومسافرۍ مرگ دشهادت درجه لري.په ځوانۍ كي هم مرگ خورا لويه رتبه او اجر لري.
موږپداسي حال كي چي پدغي غمژنه واقعه كي دمرحوم له كورنۍ سره ځان پدغه سترغم كي شريك بولو له لويه خدايه غواړوچي دغښتلي حشر له شهداوو اوصالحينو سره وكړي،ټول صغيره كبيره گناهونه او لغزشونه يى عفو كړي.اودلنډ دنيايي عمرپه بدل كي ورته دجنت دايمي اوتلپاتي خوږ ژوند او دحورو ديدن ورپه برخه كړي.خداي پاك دي درسول اكرم صلى الله عليه وسلم شفاعت ورپه برخه كاندي.خداي پاك دى كورنۍ ته پدغه مصيبت كي صبر جميل اودهغى په بدل كي اجرجميل وركړي امين ثم امين..............ز
انا لله وانا اليه راجعون


طوفان
24.08.2004

فااذا جأ اجلهم لايتسأ خرون ساعة ولا يستقدمون ٠
خدای پاک ( ج ) دغښتلئ وبخښي اوخپلوانوته دزړه صبرورپه برخه کړي ،مونږدغښتلي له کورنئ سره په دي خفګان کښي ځان شريک ګڼوخدای پاک ( ج ) ددی عوض په دونيا اواخرت کښي ورکړي ٠

رحمان باباوايی
که دسل چته مکان وي په دونيا کښي
مقبرې ته دمکان په نظرګوره
خدايه څه شوهغه ښکلي ښکلي خلک
په ظاهراوباطن سپين سپيڅلي خلک
هيڅ خندامي له دي خلکوسره نشي
ژړه وي مي هغه تللي تللي خلک

اوبيا يوبل شاعرڅه ښه وايی
دغه دوه ورځي ژوندون دی مرګئ ورک شه
سره خاندي به ټول کلئ زه به مړيم
په مزارمي چي رادرومی خدای دپاره
لږشه ماته پښه نيولي زه به مړيم

ستاسوورورطوفان


م ن غروال
29.08.2004

محترمو پتمنو خويندو او وروڼو سلام عرض کوم!
د ارواښاد او مغفور ورور خالد بارګامي د مړيني له کبله د زړه له کومې خپله او دخپلې کورنۍ لخوا خواشيني څرګنده وم٠ لوي سبحان غفور غفار کريم ستار الله جل جلاله او شان عظمته دې دده روح آرام او د برزخ له جمله عذابو او سختيو سره د جمله اهل القبور المؤمنين و المؤمنات پخپل امن او امانت کي وساتي٠ او دده درنې کورنې او ټولو دوستانو عزيزانو ته د پاک او کريم خداي (ج) څخه د جميل صبر او زغم غوښتونکۍ يم٠
ربنا و اليک المصير٠
د قدرمن ورور ښاغلي مجيب الرحمان انګار څخه پدې وسيله مننه کوم چی د پښتو ليکوالو قدر او عزت کوي او خپله ژورنالستيکه دنده ډيره په بري او بشپړه توګه د ټول افغان پاڼې لپاره پر مخ بيايي٠ چی د ټول افغان پاڼې د لا ښايست او خپرنيزي ودې مؤجب ګرځي٠ کور يي ډير زيات ودان!!!
په درناوې
غروال



ليلماـ الفت
12.09.2004

انالله و انا اليه راجعون
خدای تعالی خو دي د همدې ځوانيمرګۍ عوض په هغه ابدي دنيا کښي در کړي په ريشتيا هم د پرديسۍ مرګ پاک شهادت دی
(( زما پاک او مقدس خدايه ! ته خو هغه مور او خوندو ته د زړه صبر ورکړه چي خالد غوندي ځوان زوی يا ورور ئې ځوانمرګ شوی دی ته خود هغه برکت پرپاته ژوندي فاميل کښېږده ))) امين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more