د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

پښتو Slang

hewad4
26.06.2008

درنو پښتنو!
نېکي هيلي او ښې چاري .
زه د پښتو ژبي د slang په ټولولو بوخت يم او ستاسو ټولو څخه دا هيله لرم چي په دې هکله مرسته راسره وکړئ .
slang يا بازاري ژبه هغه غير رسمي او غير معياري لغت ، عبارت او يا مفهوم دئ چي زياتره د خلګو په وسيله اختراع سوئ وي . په دې پروسه کښي لغات لنډ يا متغير کيږي، يا بل مفهوم ورکوي، يا مبالغه او ظرافت، او تعجيز و تحقير ځني اخيستل کېږي . د غلو ژبه ، زرګري ژبه ، د فقيرانو ژبه ، د قاچاقبرانو ژبه او داسي نور slang بلله کېږي . د بېلګې په توګه : (خر) ، يو حيوان دئ مګر د جاهل او احمق دپاره راځي . بل مثال : (نېخه) په لوېديځه لهجه کښي او (نه يم) په ختيځه لهجه کښي ، چي دواړه د (نه يم خبر) slang بلل کيږي . دا بايد پياد ولرو چي هر ځای او هره برخه خپل ځان ته بېل بېل slang لري .
ستاسو د مرستو په هيله .
[color=red:78cd7cfe2f]راځئ چي د کورنۍ له غړو نه يې شروع کړو٠
مور،پلار،ورور او خور ته څومره نورې کلمې لرو؟[/color:78cd7cfe2f]


larghonay laraway
09.05.2009

سلامونه!
هيواد صيب يو څو متغيرې كليمې درته ليكم خو نه پوهېږم چې Slang به وي او كنه خو كه چېرته وو نو دا ډول ډېرې كليمې موندلى شم. ولې يوه خبره ده چې دا كليمې نه د بازاري خلكو دي، نه د غلو او قاچاقبرانو دي او نه د فقيرانو بلكې د سوچه او غرنيو پښتنو لهجه ده.
ورتيا= ورته ووايه
تياراغلې= ته هم راغلې؟
څه يى= څه وايې؟
نشم = نه شم كولى
څخلې= څه خېل يا څه ډول


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more