د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

مشوره راكړئ! ايا دګلبدين حكمتيار دا 27 كتابونه انټرنيټ ته ورپورته كړم ؟

محمد احمد حمي
25.02.2009

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
درنو لوستونكو! نيكي هيلي او سلامونه مي ومنئ

څو ورځي مخكي زما ديوه ملګري له لاسه په يوې سي ډي CD ترلاسه كولو بريالى شوم ، په سي ډي كي دحكمتيار صاحب مختلف اوه ويشت 27 كتابونه په پي ډي ايف PDF فارميټ كي موجود وه ، همغه وو چي كتابونه مي هارډسك ته كاپي كړه او سي ډي مي بيرته خپل مالك ته ورحواله كړه .

له مخه له پيل كولو له تاسي څخه مشوره غواړم چي آيا دا به ګټوره وي چي دا كتابونه پر انټرنيټ باندي پر ليكه كړو اوكه نه ؟
هيله ده چي يوه متفقه مشوره راكړئ . مننه

زما په ګومان حكمتيار صاحب پرته له سياسي پلوه يو مشهور افغانى شخصيت دى او په دې مانا به يې ليكني بې ارزښته نه وي .

والله اعلم وعلمه اتم ، ولا نزكي على الله احدا .


غورځنګ ghorzang
25.02.2009

[size=18:fed364fba2]سلامونه ګرانه!
ياره بلا سړى يې ، هم پوښتنه کوې او هم يې پخپله ځوابوې.
تا ريښتيا ويلي چې د ښاغلي حکمتيار له سياسته که تېر شو، هغه يو نوموتى عالم هم دى. او په علمي برخه کې يې واقعاً چې ډېر او ګټور کار کړى دى. په ځانګړي ډول په دې وروستيو وختونو کې. چې د ډېرو کتابونو تر څنګ يې د قرانکريم تفسير هم ليکلى دى.
نو د نر غوندې خو يې په ليکه که
او ګوره ريښتيا، اورېدلى به دې وي چې: د خير په کار کې لټي نه ده پکار[/size:fed364fba2]


Shagiwal
26.02.2009

سلامونه وروره،
په دی کار کی د پوښتنی څه ضرورت مهرباني وکړۍ نشر یي کړۍ،که د چا خوښه وه و دی لولولي. هغه د چا خبره اوس خو ديموکراسي هم ده  او د بیان ازادي هم.

په مينه


larghonay laraway
26.02.2009

وروره د حكمتيار صيب څه چې كه د هر چا وي صرفه ورته مه كوه. بله دا چې ستاسو وخت هم نه نيسي چې ټايپ يې كړئ ځكه تيارې په سي ډي كې دي. او پاتې شوه د خلكو خوښه نو طبيعي ده چې ټول خلك يو ډول طبعيت او نظر نه لري خو هغه څوك چې غواړي دحكمتيار ليكنې لوستل غواړي هغوى ته به يوه اسانتيا شي.
خو خداى دې وكړي چې كومه كرښه يې په پښتو هم توره كړې وي، هغه د نربچي خو د پښتو پر سر خلك وژل.


رښتینی
26.02.2009

زما مشوره خو داده چی بایدکوم مستقل ویب ورته برابر کړل شی
اوهغه ته دحکمتیار له انځورونو سره یوځای ورپورته کړل شی
او که لیږنور زحمت وکړی ددوی کوم ویب ولټوه شاید دوی کوم
خپل ویب ولری او داهم شونی ده چی هلته تیار پراته وی نو که له
حکمتیار سره مومینه او اخلاص وی بیا دهغه ویب لینک دلته ولګوه
نو هم به مو کار اسانه شی اوهم به کټه عامه شی ځکه کیدی شی هلته
به د حکمتیارنوری ملغلری هم پرتی وی او له هغو ټولونه به یی
مینوال برخمن او مستفید! شی

اوتفسیرونه خوبه یی دابوالاعلی دهغو ژباړی وی او په دی اړه
علما ء ملاحظات لری په هر صورت زما مشوره به بی ګټی نه وی

په مینه


میوند ننګیال
26.02.2009

حامد صيب سلامونه او احترامات !
ددي نه څه مطلب :

اوتفسیرونه خوبه یی دابوالاعلی دهغو ژباړی وی او په دی اړه
علما ء ملاحظات لری.؟

مننه


محمد احمد حمي
26.02.2009

ډير محترمو لوستونكو او په موضوع كي را شريكو وروڼو او خويندو نيكي هيلي او سلامونه مي ومنئ!

لومړى مناسبه ګڼم چي ديادو شوو كتابونو لنډه پېژندګلوي او لړ ليك وليكم ورپسي به كه خداى كول دكښته كولو لينكونه هم ورزيات كړم .

دكتابونو نومونه او لنډ پيژندنه

1. 11 دسپتامبر ، مركې او مقالې ، پښتو او فارسي ، مخونه : ۳۴۴ .
2. دامريكا يرغل ، لاملونه او پايلي يې ، په مركو مقالو او اعلاميو كي ، پښتو او فارسي ، مخونه : 703 .
3. اسرار قرآن ، كليد قرآن ، تفسير سورة الفاتحة ، فارسي ، مخونه : 281 .
4. بايبل دقرآن په رڼا كي ، پښتو ، مخونه : 871.
5. بحران ، مشكلات ، راههاى حل ، فارسي ، مخونه : 210.
6. دسايس پنهان چهرهاى عريان ، از خروج قواى شوروي تا سقوط حكومت ائتلافي ، فارسي ، مخونه : 314 .
7. جلوه هائي از اسرار قرآن ، تفسير جزء 29 ، فارسي ، مخونه : 273 .
8. جلوه هائي از اسرار قرآن ، تفسير جزء 30 ، فارسي ، مخونه : 409 .
9. جنگ از ديدگاه قرآن ، تفسير سورة محمد ، فارسي ، مخونه : 221 .
10. دقرآن پلوشې ، سورة النساء ، پښتو ، مخونه : 198 .
11. لمونځ او اسرار يې ، پښتو ، مخونه : 111 .
12. مؤامرة مكتومة وجوه مفضوحة ، من اخراج الوحدات الروسية الى انهار الحكومة الائتلافية ، عربي (پټي توطئې بربنډي څيرې دروسانو له وتو دائتلافي حكومت تر نسكورېدو) ، مخونه : 215 .
13. درپاسخ مخملباف ، بودا از شرم فرونريخت ، تخريب شد ، فارسي ، مخونه : 200 .
14. مرګ ژوند په قرآن كي ، پښتو ، مخونه : 70 .
15. اسلامي نهضت ، دنادري كورنۍ له راوروستو دروسانو تر ايستو ، پښتو ، مخونه : 267 .
16. دقرآن پلوشې ، پښتو ، لومړۍ جلد ، الفاتحة ، البقرة ، آل عمران ، النساء (په بيل فايل كي) ، مخونه : 461 .
17. دقرآن پلوشې 29 جزء ، پښتو ، مخونه : 310 .
18. دقرآن پلوشې 30 جزء ، پښتو ، مخونه : 521 .
19. توحيد او شرك ، دعا او عبادت ، تصرف او علمِ غيب ، توسل او شفاعت ، اسماء او صفات ، تاويل او متشابهات ، حق او باطل مذهب ، پښتو ، مخونه : 264.
20. دقرآن پلوشې ، سورة يوسف ، پښتو ، مخونه : 138 .
21. پټي توطئې ، بربنډي څيرې ، دروسانو له وتو دائتلافي حكومت تر نسكورېدو ، پښتو ، مخونه : 276 .
22. دقرآن قسمونه او داساسي قضاياوو اثبات ، (مختلف اسلامي څيړنيزي مقالې) ، پښتو ، مخونه : 158 .
23. رهبري وشيوه هاى انتخاب آن ، فارسي ، مخونه : 108 .
24. شعر وعرفان در محك قرآن ، وشقايق ادبي پښتو ودري ، مخونه : 120 .
25. حقيقت توحيد وشرك ، فارسي ، مخونه : 245 .
26. از سورة يوسف بياموزيم ، فارسي ، مخونه : 111.
27. زر در اسلام ، فارسي ، مخونه : 43 .


محمد احمد حمي
26.02.2009

دلوړ ليكل شوي ترتيب سره سم پر ليكه شوي :

له 1 څخه تر 3 پوري په يوه فائل كي له لاندي لينك څخه كښته كړئ:
http://rapidshare.com/files/202862708/1-3.zip.html

له 4 څخه تر 6 پوري په يوه فائل كي له لاندي لينك څخه كښته كړئ:
http://rapidshare.com/files/202866952/4-6.zip.html

له 7 څخه تر 11 پوري په يوه فائل كي له لاندي لينك څخه كښته كړئ:
http://rapidshare.com/files/202870705/7-11.zip.html

مننه

نور ورپسې


محمد احمد حمي
26.02.2009

او پاته لينكونه همدا دي :

له 12 څخه تر 15

http://rapidshare.com/files/202878475/12-15.zip.html

له 16 څخه تر تر 18
http://rapidshare.com/files/202888148/16-18.zip.html

له 19 څخه تر 24
http://rapidshare.com/files/202891137/19-24.zip.html

له 25 څخه تر 27 ،
http://rapidshare.com/files/202893870/25-27.zip.html


محمد احمد حمي
27.02.2009

دا كتابونه په راپيډشير نا رجسټر سوي اكاؤنټ باندي جمع سويدي او كيداى شي چي په لږ وخت يعني دمياشتي په شا اوخوا كي بيرته دراپيډشير كنټرولوونكو لخوا ختم كړل شي ، له دې امله له ملګرو څخه هيله كيږي چي په كښته كولو او ډاؤنلوډ كولو كي يې تلواري وكړي او هم يې وخت په وخت پر نورو ويب پاڼو باندي پر ليكه خوندي وساتي .

مننه


عادل عادل
28.02.2009

ټولو ته سلامونه

حامد صیب

ستاسې د خبرې په ارتباط یوه کیسه رایاده شوه هغه دا چې:

یو سړي د خپلو ملګرو په منځ کې خپل پلار ډیر لوی عالم معرفي کړی و چې ملګرو به یې هر وخت د ملاقات هیله درلوده، یوه ورځ د ورځو نه یې ملګري ټول کور ته راغلل، زوی یې خپل دهقان پلار ته وویل چې پلاره زما ملګري میلمانه راځي ټول باسواده خلک دي او تاسو د یو جید عالم په صفت پیژني نو که فرضا چا د کومې مسلې پوښتنه درنه وکړه نو تاسو به صرف دومره وایی چې پدې مسله کې د علماوو اختلاف دی.

د زوی ملګري راغلل، دهقان پلار هم په سپینو جامو کې حجرې ته ورغی، د روغبړ، پوښتنې، چای او ډوډی په څنګ کې بحث او مجلس هم روان و، چې د زوی ملګري پوښتنه وکړه چې مولوي صیب دا د واده د مهر حکم څه دي، ده ځواب ورکړ چې پدې کې د علماوو اختلاف دی، بل ملګري هم د بلې موضوع په اړه ترې وپوښتل خو ورته ځواب یې ورکړ چې په دې کې د علماوو اختلاف دی، اخر یوه ځیرک ملګري ترې پوښتنه وکړه چې د خدای په وحدانیت کې څه نظر لری؟ پلار ځواب ورکړ چې پدې کې هم د علماوو اختلاف دی.

رابه شو اصل مطلب ته

د ښاغلي حکمتیار د علمي پوهې نه هیڅوک هم انکار نه شي کولی برسیره پر دې دده لیکنې د قران کریم د تفسیر په شمول د ننیو پیښو سره په تطابق او ارتباط ښکلې شوې دي.

ما خو د ابوالاعلی مودودي کوم داسې تفسیر ندی لیدلی چې د معاصر ژوند پیښې دې پکې انځور شوې وي.


محمد احمد حمي
28.02.2009

السلام عليكم
ياره عادل صاحب ، ټوكه دي ډيره خوندوره وه .
او دابو الاعلى مودودي صاحب تفسير په (تفهيم القرآن) باندي مسمى دى ، په كتابتونو كي څه نا څه پيدا كيږي هم ، ګومان كوم چي شپږ ټوكه به وي ما خپله نه دى مطالعه كړى .
والله اعلم


و.افغان
07.03.2009

دروند ورور محمد أحمد صاحب:
له پيرزوینو څخه مو ډیره مننه.
ايله می اوس ناڅاپه ستاسو په دی قيمتي سکالو سترګی ولګیدی، اګر که ستاسی له خوا دورکړی شوی نيټی
له مخی می دومره نا وخته کړی هم نه دی، خو بیا هم په راپيدشیر کی ددوتنو دغوښتلو
سره راته error لیکل کیږي.
فکر کوم چې دوتنو ته به يي ډز ورکړی وي، نو که داسي وي، او يو وار بيا تکلیف وکړئ،
او له سره يي نټ ته وخيږوئ، نو منندوي به مو شم.
البته که نور نه کيږي، نو لومړي دري دوتنی زما لپاره ډیری مهمی دی ، نو که يواځی
هغه هم وخيږوئ نو احسان به مو وي.
په درنښت.


محمد احمد حمي
10.03.2009

ډير زړه ته راتير ملګري
وهاج ساپى صاحب
ستا له پېرزوينو څخه يو كهكشان مننه
____________________________________
كله مي چي ستا له حكمه سره سم دكتابونو دډاؤنلوډ كولو لوړ ټول لينكونه له سر څخه تر پايه وكتل او هم مي هر يو خلاص كړى ، نو ومي ليده چي لله الحمد ټول ليكنونه په بشپړه توګه پوره فعاله دي ، وروسته بيا دله څه فكر كولو څخه داهم راته جوته شوه چي تاته دډاؤنلوډ كولو په وخت كي error ولي دركوي ، غوږ سه !

ګرانه وروره كيدى سي چي ته له راپيډشير څخه په ډاؤنلوډ كولو عادي نه يې ،
راپيډشير دوه ډوله دډاؤنلوډ كولو اكاونټونه لري چي يو يې مفت Free User او بل يې Premium User دى.

لومړى اكاؤنټ وهرچاته مفت دى او دهمدې لاري هرڅوك له راپيډشير څخه مفت ډاونلوډنګ كولاى سي ، خو كله چي موږ ددې مفت اكاؤنټ له لاري يوځل فايل ډاونلوډ كړو ، نو كه سمدستي ورپسي بيا نور ډاونلوډ كوو نو دراپيډشير داتوماتيك سيسټم لخوا راته دا پيغام را كول كيږي چي تاسي لږ تر لږه بايد 15 دقيقې انتظار وباسى ، بيا دوباره نور ډاونلوډنګ مفت كولاى سئ ،
همدارنګه كه هڅه وكړو چي په يوه وخت كي دوه فايلونه له راپيډشير څخه ډاونلوډ كړو نو هم دې ته ورته ايرر يا پيغام راكوي .

له دې امله اوس هم پورتني ټول لينكونه پوره فعاله دي ، خو البته په ډاونلوډ كولو كولو كي دهرفايل څخه تربل فايل پوري لږ تر لږه 15 دقيقې انتظار غواړي .

مينه او مننه


و.افغان
10.03.2009

حميد صاحب:
يوه نړۍ مننه!

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

الحمد لله، ومی کولاي شو، چې ټولی دوتنی خپل کمپيوټر ته ښکته کړم.

ښاد او آباد اوسئ

په مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more